|
جگړه پخپله تراژيدي ده
ما دښاغلي افق وروستۍ مقاله چې په (نوې هيلې) او بيا
وروسته په ټول افغان کې خپره شوه ولوستله. په دې لیکنه
کې ډېر څه شته او سړی ورڅخه ډېر څه تر لاسه کولای شي.
نوموړی په ډېرو مسئلو بحث کوي. خو په دې برسېره په
ليکنه کې د غصې نښانې هم ليدل کيږي. زه په بحث کولو کې
د غوصې په دود باورنه لرم. همدارنگه زه ځان ته اجازه
نه ورکوم د ښاغلي افق په هکله څه وليکم. زه د هغه په
نظرياتو ليکنې کوم. زه د هغه مخالف نه يم، بلکې زه د
هغه د يو شمېر نظرياتو مخالف يم. په دې برسېره د
نوموړی ليکنې له ما سره مرسته کوي، ماته نوي فکرونو او
نوې اندېښنې راکوي چې ورباندې فکر او کار وکړم. موږ په
علمي، سياسي ... موضوعاتو بحث کوو او په دې ډول
بحثونوکې نه بايد د غصې او عصبانيت له پاره ځای وي. په
بحثونو کې غصه او عصبا نيت د دموکراتيک دود په ځای د
توربورگنيو دود دی او هيله دا ده پوهان، ليکوالان،
اکادميسنيان او شاعران موږ ته د بحث کولو په کار کې د
دموکراتيک دود او درناوي درلودلو زده کړه او روزنه را
کړي. که پوهان، لويان، شاعران، اکادميسينان او
ليکوالان د بحث او ديالوگ په کار کې، د نظريو د اختلاف
او څوگونيتوب په صورت کې د دموکراتيک فرهنگ له چارې
سره مرسته ونه کړي او موږ ته په دې هکله روزنه را نه
کړي نوڅوک به دا کار تر سره کوي؟
روانه جگړه د پاکستان
جګړه ده پای |
