کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)
دستګير خروټی  ــ  ډنمارک،  د۱۳۸۵ ل کال د وري ۱۶ مه، د ۲۰۰۶ م کال د اپريل ۵  مه
 

په افغانستان کې د دموکراسۍ او واکمنۍ ستونزې
په زړو او ناکامو سياستونو کې د نويو حالاتو له پاره ځواب نشته.

افغان اوسنی دولت د لېږد د مرحلې دولت دی او د لېږد د دوران په دندو کې کله کله د دولتونو او نظامونو پشې ښوېږي او له اوږو څخه د پرون د درانه پېټي په را کوزولو کې پاتې راځي. افغان دولت دنده لري چې په پرونۍ بې دولته ټولنه کې دولت او دولتي سيستم جوړ کړي، د ثبات په لور په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د ټولنې لارښوونه وکړي او پرون ته د ورگرځېدو مخه ونيول شي. په بل عبارت د افغانستان اوسنی دولت په ټولنه کې د حالاتو د نورمال کولو د دوران يو دولت دی او په دې لاره کې لاس ته راوړنې هم لري. د ننورمال کولو، د مدنيت په لور د ټولنې لارښونه او د مدرن دولت جوړولو چاره څه ساده او اسانه کار نه دی او تر اوسه په تېره بيا د دولت جوړولو بنيادونه او موسيسې دومره پياوړې نه دي چې پرون ته د نه ورگرځېدوژمنه ور کړي. پرون افغاني ټولنه د دولت په نشتوالي کې دومره بې ثباته او بې وسه شوې وه او پېښو داسې دراماتيکه بڼه خپله کړې وه، چېرې چې هر چا د هغه څه د پېښېدو انتظار کاوه چې هيڅ چا يې د پېښېدو او ليدو غوښتنه نه درلوده.
په افغاني دوديزه ټولنه کې د سيستم جوړولو دنده وخت او پراخې هڅې غواړي. دا د جوړېدو په حال کې سيستم نه د کومې خاصې ايديولوژۍ په بنياد جوړيږي او نه دا په هغه سوسيالستي مود په قومانده ور کولو تر سره کيږي. د سيستم جوړول يوازې د دولت کارهم نه دی. دا د ټولنې او په تېره بيا د روشنفکرانو کار هم دی. روشنفکران په دې کارکې لويه ونډه لري. روشنفکران کولای چې ټولنه د نوي سيستم د جوړېدو اود بدلونونوپه چاره کې گډون کولو ته وهڅوي. همدارنگه د سياسي سياليو په ډگر کې د پروني عادت له مخې د سياسي گوندونو دنده واک ته د رسېدو په خاطر د سيستم او واکمنۍ کمزوري کول او له پښو غورځول نه ، بلکې د ناخوالو او نیمگړتياو په انتقاد کولو د سيستم له جوړېدو او پياوړتيا سره مرسته کول دي.
په افغاني دوديزه ټولنه کې د سيستم جوړولو او د ټولنيزاو فرهنگي ژوند تر منځ پراخ او ژور توپير موجود دی. په افغانستان کې له يوې خوا يو سيستم په جوړېدو دی چې ټولنه د ټولنيزو تړونونو او يا ټولنيزو قراردادونو په وسيله اداره شي او له پروني حالت او پروني جوړښتونو راووځي. خو له بلې خوا افغاني ټولنه تر اوسه د قبيلوي جوړښتونو زورورې ځانگړتياوې ساتي، قبيلوي ذهنيت پياوړی پاتې کيږي، په ټولنيز ژوند او د يوه ځانگړي وگړي په ژوند، برخليک د دودونو پنډ او دروند پېټی د پرون په شان زور راوړي. په ټولنه کې د “ ټولنيزو تړونونو” په وړاندې مقاومت او مخالفت هم پياوړی دی. په بل عبارت ويلای شو چې له يوې خوا د داسې سيستم د جوړېدو هڅه روانه ده چې په سياسي، ټولنيز، اقتصادي، فرهنگي او مذهبي برخوکې په پلوراليزم ولاړ وي او د اوسېدونکو تر منځ برابري تامين کړي، خو له بلې خواپه ټولنه کې هغه ځواکونه پياوړي پاتې کيږي، کوم چې د يو شان کولو او پرون ته د افغاني ټولنې د ورگرځولو هڅه کوي. اصلي ستونزه همدلته ده. اصلي تضاد همدلته پروت دی. د ټکرونو او جنگونو منبع همدلته ده. په افغانستان کې اصلي جگړه د مدنيت او قبيلوي جوړښتونو، د ټولنيزو تړونونو او دودونو، د پرمختگ او وروسته پاتې والي، دروشنگرۍ او تاريک فکرۍ او بلاخره د گلوباليزم او ترايباليزم تر منځ دی. د طالب جگړه د مدنيت او پرمختگ په ضد د قبيلې او د گلوباليزم په ضد د ترايباليزم جگړه ده. طالبان غواړي افغانستان قبيلوي جوړښت ته په شا وروگرځوي، چېرې چې به په قومي او مذهبي لحاظ افغاني پلوراليستک ټولنه يو ځل بيا په خپلواکو ټولنيزو گروپونو ووېشل شي او يو ځل بيا د پښتون، ازبک، هزاره او تاجک خپلواکې لښکرې جوړې شي او افغانستان به يو ځل بيا له نورې نړۍ څخه گوښه شي.
کله چې د قبيلې او ترايباليزم په هکله خبرې، بحث او ليکنې کيږي ډېره اشاره پښتنواو پښتون قوم ته کيږي. همدا ډول يو شمېر روشنفکران د “ قبيله سالار” قبيله سالارې” او “ حاميان قبيلوي”... عبارتونو په يوه اړخيزه توگه په کار اچوي. دا نه يوازې بې انصافي ده، بلکې دا له ترايباليزم، قبيلوي جوړښت او قبيلوي ذهنيت څخه نيمگړی درک هم دی او له نيمگړي درک سره جوخت دا ديوه قوم په وړاندې له کرکې ډک يو چلند هم شمېرل کيږي. د افغانستان فرهنگ په کُـلي توگه يو قبيلوي فرهنگ دی او په دې فرهنگ کې قبيلوي چلند او ذهنيت ، کوم چې په وېش او توربورگنيو تکيه کوي پياوړی نفوذ او تاثير لري. په افغانستان کې له بده مرغه هيڅ قوم تر اوسه ددې وس نه دی پيدا کړی چې له قبيلوي ذهنيت او چلند څخه ځان وژغوري. تر اوسه د ملي هويت او ملي اندېښنې د ودې په لاره کې ستونزې شته دي، کومې چې د ترايباليستي ذهنيت او چلند پايلې بلل کيږي.
سکتريزم هم د ترايباليزم ځانگړتيا ده. سيکتريزم چې قومونه وېشي، د قومونو ترمنځ کرکه او ټکرونه ايجاد وي. د نورو په وړاندي له زورزياتی څخه کار اخلي د خپل عمل توجيه يوازې په ترايباليزم کې موندلی شي. په افغانستان کې دواړو قومي اومذهبي سکتريزم او سکتريستي چلندونو کرکه ايجاد کړه، واټن يې ايجاد کړ، وسله وال ټکرونه او لوی ناخوالې يې منځ ته راوړې. همدارنگه نه يوازې په ټولنه کې دواړو قومي او مذهبي سيکتريست تمايلات پياوړی پاتې کيږي، بلکې د يو شمېر روشنفکرانو په ليکنو او په اصطلاح څېړونو کې د سکتريستي تمايلاتو پياوړې او ښکاره نښانې ليدل کيږي. په دې ليکنو کې په څرگنده د يو قوم په ضد دريځ نيول کيږي او دا يا هغه قوم په پرونيو او يا اوسنيو ناخوالو پړ بلل کيږي. شوونيزم چې د قومي برترۍ په غوښتنه تکيه کوي هم د ترايباليزم ځانگړتياده.
د Nepotism ريښې هم په منځنيو پېړيو او په قبيلوي جوړښت او خپلويو کې پيدا کيږي. په افغانستان کې تر اوسه پورې نيپوتيزم په دولت کې او په ادارو کې د وړتيا او مسلک په پرتله بر او لوی لاس لري. د امريکايې طيارو تر وزرو لاندې کابل ته په راننوتو سره د ښاغلي رباني په وسيله د دولت پوستونه د يوه گوند د پلويانو او په يوه قوم پورې د تړليو کسانو تر منځ وېشل د ترايباليزم تر ټولو ښکاره او څرگنده بېلگه وه.
ځينې بيا په افغانستان کې قومي او مذهبي توپيرونه ددې هيواد د غيرې طبعي جوړښت لاملونه بولي.
دا لاندې جمله په اريايي www.ariaye.com سايت کې د ښاغلی بغلاتي له ليکنې را اخستل شوې:
« حقيقت اين است که افغانستان کنونی کشور غيرطبيعی است. درآن اقوام و مليتهای گوناگون باويژه گی ها و رسوم جداگانه و زبان و مذاهب متفاوت زنده گی می نمايند»
مخکې تر دې چې د پورتني وېشونکي او کرکې پيدا کونکي حکم په هکله خپل نظر څرگند کړم له ښاغلي بغلاني څخه پوښتنه کوم د مرستې په توگه د لسو هغو هېوادونو نومونه واخلي چې هلته قومي، ژبني، فرهنگي او د رواجونو توپيرونه نه وي؟
پورتنی حکم او قضاوت د مدرنې ټولنې او تاريخ پېژندنې په ځای يوازې د ترايباليزم او مونيزم په منطق کې توجيه پيدا کوي. دا ډول حکم يوازې د سکتريزم او د ټولنې د وېش او تجزيې په منطق کې توجيه پيدا کوی. دا حکم له ملت جوړونې او د اوسنيو ټولنيزو جوړښتونو چې پلورالستيک ځانگړتياوې لري بېگانه او د پېړيو زوړ قبيلوي منطق دی، په کوم کې چې ملت او هيواد له توپېرونو پرته د يوه قوم، يوې ژبې او يوه مذهب په بنياد جوړېږي. دا ديوه هيواد او يوه ملت په ځای د قبيلې خصوصيت دی. پورتنی حکم نه يوازې د ښاغلي بغلاني د وېشوونکي او ترايباليستي چلند يوه پياوړې بېلگه ده، بلکې نوموړی غواړي افغانستان قبيلوي خپلواکو جوړښتونو په شا وروگرځوي او طالبان هم د ورته موخې د لاس ته راوړلو له پاره جگړه کوي. اوسنۍ نړۍ د توپيرونو نړۍ ده او اوسني هيوادونه د توپيرونو هيوادونه دي. د اوسنۍ نړۍ له ٩٥٪ زيات هيوادونه په قومي او مذهبي لحاظ پلوراليستک او توپيرلرونکي ځانگړتياوې لري او هغه پاتې هم په چټکۍ سره له قومي او مذهبي مونتيک حالت څخه په را وتو او څوگونې قومي او فرهنگي بڼه غوره کوي.
په نوي ترايباليزم کې د يوه قوم، د يوه نژاد ... په بنياد د هيواد جوړولو پورتنی منطق د هيتلر د قومي پاکونې او د اپارتايد له کرکې ډک سياست او د يو شان کولو په ناورين راوړونکی ايديولوژي کې قانونيت تر لاسه کوي.

د دموکراسۍ کمزورې او نا انډوله وده
همدا دم په افغانستان کې نه يوازې د دولت جوړښت، کوم چې د درو برخو تر منځ د واک په وېشلو تکيه کوي د ودې او جوړښت په حالت کې دی، بلکې په ټولنه کې يوه بله لړلۍ هم د شکل نيولو او جوړېدلو په حالت کې دی او په دې لړۍ کې هم اصلي مسئله د لورو تر منځ د واک وېش اودهر يوه د خپلواکي درلودل دي. دا “ دولت” ، “ مارکيت” او “ مدني ټولنه” دي. دموکراسي يوازې د حکومت، قضا او پارلمان تر منځ د واک له وېشلو او ددې ارگانونو د خپلواکۍ درلودلو څخه عبارت نه دی، بلکې دموکراسي په لويه کچه او په بنسټيزه توگه په ټولنه کې په درو خپلواکو جوړښتونو دولت، مارکيت او مدني ټولنې باندې تکيه کوي. دموکراسي په بنسټيزه توگه د خلکو چاره ده. په يوه ټولنه کې د دموکراسي په هکله د خلکو پوهه او درک مهم دی او همدارنگه بنسټيزه مسئله دا ده چې خلک د دموکراسي د اصولوپلي کولو ته چمتوشي. د دموکراسي وده او پراختيا په افغاني ټولنه کې له يوې خوا د دموکراتيک فرهنگ وده او له بلې خوا په موجود سياسي فرهنگ کې د بدلونونو غوښتنه کوي. خو په افغاني ټولنه کې د سياسي فرهنگ، کوم چې د ټولنې د عمومي فرهنگ يوه برخه ده بدلون څه اسانه کار نه دی. تر اوسه په دې ډگر کې د دموکراتيکو بدلونونو چاره په بې سارې توگه ورو او پڅه ده. د افغاني ټولنې په سياسي فرهنگ کې د سياسي پلوراليزم په ځای ديو شانته سياسي جوړښت اواستبدادي واکمنۍ اصل پياوړی او برتري لري. همدارنگه په دې فرهنگ کې د ټولنې په ځای، د انسان او انساني ارزښتونو په ځای د يو شمېر انسان ځورونکواو وژونکو دودونو او د هغوی د پيروۍ پالنه کيږي او د انسانانو او په تېره بيا د نر او ښځې د برابرۍ اصل له مقاومت او مخالفت سره مخامخ دی.
سره ددې چې د دموکراسۍ زړی د انسان د اندېښنې او فکر له ازادۍ څخه عبارت دی، خو په افغاني ټولنه کې واکمن فرهنگ د فکر او اندېښنې د ازادۍ منلواو د هغو په وړاندې زغم درلودلوته چمتووالی نه ښيي.
د اندېښنې او فکر د ازادي په وړاندې د واکمن فرهنگ له زور او گواښ څخه ډک دريځ له سړی سره په افغانستان کې د دموکراسۍ د بري په هکله شک را پيدا کوي. په افغانستان کې د اوږدې مودې له پاره دپرمختگ، ټولنيز عدالت او د هيواد د هوساينې ضد ځواکونه له واکمن فرهنگ څخه د سياسي وسيلې په توگه کار اخلي.
په افغانستان کې دموکراسي نه يوازې ډېره ځوانه او دپيل په مرحله کې ده، بلکې د دموکراسي وده نامتجانسه او ناهم اهنگه ده. سره ددې چې په افغانستان کې د حاکميت او سياسي ژوند په برخو کې د خلکو برخه اخيستنه د حساب وړ لاس ته راوړنې او بری لري، خو دا نه ټوله دموکراسي ده او نه تر اوسه هغه بنيادونه، ارزښتونه او جوړښتونه دومره پياوړي دي چې د دموکراسي بری تضمين کړي. په عراق کې هم دوه درې ځلې په ميليونونو عراقيانو په ټاکنو کې گډون وکړ او يا په بل عبارت په سياست کې يې برخه واخيسته، خو دا په عراق د دموکراسي په مانا نه ده. په عراق کې د دموکراسي په ځای د کورنۍ جگړې وېره په ډېرېدو ده. د دموکراسي په کارکې تر ټولو مهمه مسئله په ټولنه کې د پراخې او پياوړې مدني ټولنې موجوديت دی، کومه چې له دواړو دولت او مارکيت څخه په خپلواکه توگه عمل کوي. مدني ټولنه له يوې خوا په ټولنه کې د دموکراتيک فرهنگ له ودې سره مرسته کوي، پلوراليزم ته وده ورکوي او له بلې خوا په ټولنيز ژوند کې د خلکو د فعال گډون پراخ امکانات منځ ته راوړي. خلک د خپلو گټو او غوښتنو په بنياد په داوطلب سازمانونو کي را ټوليږي. اتحاديې او اتحادونه جوړوي او دا ډول اتحادونه د دموکراسي په کار کې ډېر مهم رول تر سره کوي. په طبعي توگه د خلکو د گټو او غوښتنو تر منځ توپيرونه شته دي او د توپيرونو په بنياد د اتحادونو جوړول په ټولنه کې د دموکراسي د ارزښتونو او په تېره بيا د پلوراليزم له ودې سره مرسته کوي. د پلوراليزم وده د واک ټولنيزه پايگاه پراخوي او د مدني ټولنه وده د واک او ټولنې تر منځ واټن لنډوي.

د افغان واکمنۍ ستونزې
۱- په ټولنه کې سياسي، اقتصادي او حقوقي جوړښتونه په بې انډوله توگه وده کوي . د سياست، دين فرهنگ او دموکراسۍ تر منځ ټکرونه ځان ښيي. کله کله دا ټکرونو دومره جدي او لوېږې چې نه يوازي په افغاني ټولنه کې د ننه پېښې تر خپل سيوري لاندې راولي، بلکې له نړۍ سره هم د افغانستان اړيکې په کلکه متاثر کوي. د حقوقي او د ازاديو د برخې په پرتله د سياسي او اقتصادي برخو وده چټکه ده. قضا نه يوازې له بدلونونو لرې پاتې کيږي، نه يوازې خپلواکي نه لري، بلکې د زوړپالنې، زور، زورسالارانو او پيسو په يرغمل بدله شوې او په ډېره اسانۍ او بې پروايۍ سره حق په ناحق او ناحق په حق بدلوي. د قضايي د خپلواکۍ مانا يوازې له واکمنواو زورورو څخه د خپلواکۍ په مانا نه ده، بلکې له هر ډول ديني او غير ديني ايديولوژۍ څخه هم د خپلواکۍ درلودلو په مانا دی. په سياسي او حقوقي جوړښتونو کې بې انډولي او په تېره بيا د حقوقو او ازاديو د برخې پڅه وده په ټولنه کې د ټکرونو لامل کيږي او په نړيوال ډگرکې افغانستان گوښه کولای شي. افغانستان په ځان متکي هيواد نه دی او د ژوند په ټولو برخو کې به د اوږدې مودې له پاره د نړيوالې ټولنې په مرستو تکيه کوي. افغانستان د روان کال د فبرورۍ په مياشت کې د لندن په کنفرانس کې ددې ژمنه ورکړه چې د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د اصولو سره سم به په افغانستان کې د وگړو د حقونو او ازاديو ساتنه کوي او په دې برسېره افغانستان په اساسي قانون کې د بشري حقونو او ازاديو د ساتنې او مرعات کولو ژمنه ورکړې او همدارنگه په اساسي قانون کې د دين په ازادۍ هم ټينگار شوی. د اساسي قانون په اومه ماده کې ويل کيږي : « دولت د ملګروملتو د منشور، دبين الدول د معاهدو د نړېوالو ميثاقونو چې افغانستان دهغو سره تړاو لري، او د بشري حقوقو د نړيوالې اعلاميې رعايت كوي...»
د بشري حقونو په اتلسمه ماده کې ويل کيږي :
« هر څوک د فکري، وجداني او ديني ازادۍ حق لري، په دې حق کې د دين يا عقيدې د بدلولو او همدارنگه يوازې يا له نورو سره په گډه او په ښکاره او يا په پټه د تدريس، عبادت او مناسکو د پر ځای کولو له لارې د خپل دين يا عقيدې د څرگندولو ازادي هم شامله ده »
د عبدالرحمن چې له اسلام څخه عيسويت ته اوښتی نيولو افغانستان نه يوازې له دواړو کورنيو او بهرنيو ستونزو سره مخامخ کړی دی، بلکې د اساسي قانون د متضادو او له يو بل سره په ټکر کې خواو، د دين اوسياست او د دين او حقوقو د اړيکو په هکله يې د يوه ژور او اوږده بحث ضرورت هم را منځ ته کړی دی. دې ستونزې په نړۍ کې له افغانستان سره د خواخوږې او مرستو په هکله ډېرې پوښتنې را پورته کړي دي. که اوس عبدالرحمن د عقلي ناروغ اويا په کوم بل نوم خوشی کيږي دا به د ستونزې حل نه وي. ستونزه په ځای پاتې ده. دا به لمړۍ او وروستۍ پېښه نه وي. که سبا دا ډول او يا دې ورته ستونزه پيدا کيږي هغه به په کوم نوم حل کيږي. ددې ډول ستونزو د حل تر ټولو ښه لاره په اساسي قانون کې د بشرې ازاديو او حقوقو په هکله د ورکړل شويو ژمنو درناوی او مراعات کول دي.
۲- په يوه ټولنه کې دولت دنده لري هغه څه چې دواک او زور وسيلې شمېرل کيږي په خپل کنترول کې راولي. د زور وسيلې په نورو باندې د تاثير او نفوذ درلودلو وسيلې دي. سره ددې چې افغاني دولت په تېره بيا په سياسي او پوځي برخو کې پراخ نړيوال ملاتړ لري تر اوسه په دې نه دی بريالی شوی چې د واک او زور وسيلې په خپل کنترول کې راولي. په هيواد کې په طالبانو برسېره ملېشې او په پراخه اندازه وسلې شته دي. وسلې او ملېشې د افغانستان په ډېرو برخو کې د واک او زور د فکتورونو په توگه عمل کوي او د زور خاوندان په همدې وسيلو سره په نورو باندې خپلې ارادې پلې کوي او دا د افغان دولت د نه تاثيردرلودلواو د دولتي واکمنۍ د کمزوري پياوړې نښانې بلل کيږي. نه يوازې طالبانو، بلکې وسلو او ملېشو هم په افغانستان کې د دولت واکمني محدوده کړې ده.
۳- په يوه ټولنه کې دولت نه يوازې تاثير او نفوذ ولري، بلکې د خپلې ارادې د عملي کولو وړتيا او  له خپلې ارادې سره سم تر ډېرې اندازې پايلې هم تر لاسه کړي. په افغانستان کې نه يوازې د دولت د تاثیر او نفوذ وده ورو ده او يا کمزوری پاتې کيږي، بلکې د خپلې ارادې په عملي کولو او بيا د وړ پايلو تر لاسه کولو په کار کې هم لويې ستونزې شته دي. د مديريت کولواو د دندو د لارښوونې سيستم خوار او ټيټ او بې تاثيره دی. دولت ډېر پلانونه او کميسونونه جوړوي، خو پايلې يې کمې او کمزورې دي. دا ډول حالت په دولت باندې د خلکو باور کمزوری کوي. افغان دولت په بشپړه توگه د خلکو باور ته ضرورت لري. دولت د خلکو د باور په صورت کې پياوړی کيږي. خو د نويو حالاتو وده ښيي چې د افغان دولت ټولنيزه پايگاه کمزوری پاتې کيږي. دلته او هلته خلک له طالبانوسره مرسته کوي، ورته ځای ورکوي، ډوډۍ ورکوي او ساتنه يې کوي.
په دې کې شک نشته چې پاکستان په افغانستان کې منظمه او پلان شوې لاسوهنه کوي او خپلې موخې لري، کومې چې تر اوسه نه دي تر لاسه شوي. نه په افغانستان کې د پاکستان ملگری دولت جوړ شو او نه په يو ځل او د همېشه له پاره د ډ يورند ستونزه حل شوه. په افغانستان کې د طالبانو ماتې د پاکستان د سياست ماتې وه. په دې کې هم شک نشته چې د طالبانو د روزولو مرکزونه په پاکستان کې دي خو دا به له انصافه لرې خبر وي چې د بې ثباتۍ او جگړې د ټولو ستونزو او لاملونو پړه په پاکستان وغورځول شي. دې پوښتنې ته هم ځواب پيدا کول په کار دی چې ولې دلته او هلته خلک د دولت په ځای له طالبانو سره مرسته کوي او دا هم اړينه ده چې د خلکو د نه رضايت لاملونه پيدا او په گوته شي.
۴- د کرزي دولت په يو شمېر برخو کې د يو گوندي يا یو گروپي دولت په شان عمل کوي اود ټولنې د يوې ځانگړې برخې د گټو استاذيتوب کوي. په واک کې د بل هر سياسي ځواک په پرتله د مجاهيدينو ونډه پياوړې ده. په وزارتونو او ادارو کې په پراخه او ښکاره توگه نيوپوتيزم موجود دی. کارکوونکي او مامورين د وړتيا او مسلک د معيارونو په ځای د خپلوۍ، قوم، ژبې او سيمې په معيارونو ټاکل کيږي. دا ډول ټاکنې نه يوازې د فساد، رشوت لاملونه منځ ته راوړي، نه يوازې د قانون او وضع شويو اصولو د پلي کېدو مخه نيول کيږي، بلکې د دولت او د دولت د دندو موثريت هم له منځه وړي. نيوپوتيزم د دولت ځينې برخې دومره بې تاثيره او بې کفايته کړي چې يو شمېر ادارې په دې بې وزله او خوار هيواد کې د ورکړل شويو پيسو د په کار اچولو وړتيا او کفايت هم نه لري.
له بده مرغه په افغانستان کې نيوپوتيزم د يوې مزمنې ناروغۍ بڼه خپله کړې ده او هر ځواک يا گوند چې واک تر لاسه کوي تر هغو چې کولای شي دولتي مقامونه د خپلو پلويانو تر منځ وېشي. کله دولت د واکمنې کورنۍ د غړو تر منځ وېشل کيږي، کله دولت ددې او هغه قوم د غړو په مالکيت بدليږي او کله ددې او هغه گوند پلويان د وړتيا او مسلک په ځای د سياسي او ايديولوژيکي معيارونو په بنياد دولت پخپله ولکه کې راولي. د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند او طالبانو د خپلې واکمنيو په وخت د بل هر ځواک په پرتله دولت او دولتي مقامونه سياسي او ايديولوژيکي کړل او جمعيت اسلامي بيا د بل هر ځواک په پرتله ژبني اوقومي اړيکې د د ولتي مقام د تر لاسه کولو معيارونه وگرځول او همدې هڅو په ټولنه کې د دولت بې تاثيره کېدلو او ړنگېدلو پراخې او عملي زمينې منځ ته راوړې.
په دموکراسۍ کې دولتې کارکونکي بل ډول ځانگړتياوې لري. دلته يو کارکونکي د قوم، ژبې، خپلوۍ، مذهب، سياست، کورنۍ، انډيوالي په معيارونو نه ټاکل کيږي. دلته معيار وړتيا، کفايت،مسلک او اهليت دی. دلته کارکونکی يو بې طرفه خدمتگار دی چې په کار کې د هيڅ ډول سمپتۍ او انتي پتۍ تر تاثير لاندې نه راځي. دا کارکونکي په خپل کار کې د سياست، قوم، مذهب ... په ځای د قانون او د کار د اصولو پيرو او له هغو سره سم پرېکړه او کار کوي.
۵- د پاکستان په هکله د يوه سم سياست نشتوالی. دا د دولت تر ټولو لويه کمزوري ده چې هيواد يې له لويو ستونزو سره مخامخ کړی دی. د پاکستان او له پاکستان سره د ستونزو او له دې جملې د ډيورند په هکله تېرو حکومتونو هم يوه روښانه او مشخصه استراتژي نه درلوده. په دې هکله تېرو حکومتونو د يوه عملي او مشخص سياست په ځای په شعارونو او سندرو تکيه کوله او هڅه دا وه چي له دې مسئلې څخه څومره د خپلې واکمنۍ له پاره گټه کولای شي. د کرزي حکومت هم په دې هکله د “ وگورو اوانتظار” تگلاره چلوي. د شعارونو او سندرو احساساتي سياستونه د بايللو سياستونه و او د انتظار سياست هم د بري سياست نه دی. له هماغه پيله د افغانستان او پاکستان تر منځ په سياسي لوبه کې د بايلونکی لوری نوم افغانستان دی او په دې برخه کې نه يوازې ابتکار د پاکستان په لاس دی، بلکې پاکستان ډېرې لاس ته راوړنې هم لري.
اوس په سيمه کې حالاتو نوې بڼه خپله کړې، حالت په بې سارې توگه پېچلی او چاودېدونکې ځانگړتيا لري.
د پاکستان د غلطو حسابونو او براوردونو په نتيجه کې په سيمه کې يو ځواک پياوړتيا او پراختيا مومې چې هر څه ته د کرکې او د دوښمنۍ په سترگه گوري او د خدای په نوم ځان ته د هر څه کولواجازه ورکوي.
د پښتنو په سيمه کې د ناسيوناليزم او وطن پالنې په ځای مذهبي بنسټ پالنه چټکه او پراخه وده کوي او پياوړې کيږي. ناسيوناليزم او وطنپالنې مذهبي بنسټ پالنې ته يې بايللې ده. خان، ملک او سپين ږيری ملا، مولوي او طالب ته بايللې ده. بنسټ پالنه په دې بريالۍ شوې چې د قبايلو تر منځ د دوښمنيو او توربورگنيو د پېړيو اوږد واټن لنډ او اوس وزير، مسعود او دوړ د يوه ملا تر قوماندې لاندې په گډه جگړه کوي. په سيمه کې بنسټ پالنه د ژوند ټولې برخې تر خپلې ولکې لاندې راولي. دا سيمه د طالبانو او القاعده په پايگاه بدله شوې ده، کوم چې په دواړو افغانستان او پاکستان کې ثبات او واکمنيو ته يو ښکاره گواښ دی. په ځانگړې توگه دا سيمه د افغانستان ثبات، سولې او خپلواکۍ ته د گواښ سېمه بلل کېدای شي. په سيمه کې په بشپړه توگه نوی حالت را منځ ته شوی. او دا نوی حالت له دواړو افغانستان او پاکستان څخه د نويو تگلارو د جوړولوغوښتنه کوي. پروني سياستونه او يا زړو سياستونو ته ورگرځېدل ستو نزه نوره هم پېچلې کولای شي. نويو پېښو او پراختياو ته په پرونيو زړو او ناکامو سياستونه کېځواب نشته دی.
سياست د “موږ يوه خبره ده” او يا “ افاغنه يک گپ است” نه دی. سياست او سياسي دريځونو په بشپړه توگه بدليدونکي ځانگړتيا لري او په بدليدونکو معيارونو سنجول کيږي. هغه څه چې دايمي دي هغه گټې دي.
په سياست کې د انتظارونواو وگورو په ځای په موجودو او په چټکۍ سره په بدلېدونکو واقعيتونو تکيه کيږي.
په سيمه کې د حالاتو بدلون دومره چټک شوی چې ناممکين په ممکين اوممکين په ناممکين بدلوي. د پرونيو هيلو ځای د نني دوښمن په سنگر بدل شوی او له پروني دوښمن سره يې د ننيو هيلو د بري له پاره د همکارۍضرورت را منځ ته کړی. په سيمه کې دا وېره شته دی که موجود حالت له کنترول څخه ووځي له ناپوهۍ، کرکې او ډار څخه جوړ شوی ځواک په يوه زورور سېلاب بدليدای شي چې د نسلونو نسلونو کاراو د هغو د کار پايلې به له ځان سره يوسي. اوسمهال په سيمه کې په منځ ته راغلي حالت غلبه کول د پاکستان او افغانستان تر منځ د مخالفتونو او ناندريو په ځای ددې دو هيوادونو په همکارۍ کولوکې دی. د افغانستان او پاکستان تر منځ اوسمهاله کړکېچ په افغانستان کې د ثبات په ځای له بې ثباتۍ سره مرسته کوي.


پای

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.