کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)
دستګير خروټی  ــ  ډنمارک،  د۱۳۸۵ ل کال د غويي ۲۷ مه، د ۲۰۰۶ م کال د مۍ۱۷  مه
 

د ملت جوړولو بنياد ديموکراسي ده
په افغانستان کې ملت د ژبې او قوم په ځای په تاريخي او سياسي بنيادونو جوړېږي

يو شمېر روشنفکران په افغانستان کې قومي او سميزو ستونزو ته په داسې حالت کې لمن وهي چې ټولنه نه يوازې له بحران او کړکېچ څخه راوتلې نه ده، بلکې کړکېچ راوړونکي او ورسره وېشونکي عنصرونه پياوړي پاتې کيږي. جگړه ادامه لري او دولت په ټول هېواد واکمن نه دی. دا شمېر روشنفکران په ځای ددې چې د ملت جوړونې د ودې او پرمختگ له چارې سره مرسته وکړي .... هڅه کوي قوم، ژبه او فرهنگ سياسي کاندي او افغانستان د قومي شخړو او بې باوريو دوزخ ته په شا وروگرځوي.
زه غواړم په پيل کې د افغاني ټولنې د يو شمېر ځانگړتياو په هکله لنډ غوندې څه وليکم.
افغاني ټولنې د خپلو دوديزو او سنتي ځانگړتياو سره سره د نوي کولو په لور روانه ده او نوي کول د پيل په مرحله کې دي. د نوي کولو تر څنگ د اوسني حالت د ساتلو او ددې ټولنې د مذهبي کولو پراخې او پياوړې هڅې هم شته دي.
افغاني ټولنه د يوه ستونزمن او پېچلی لېږد يا گذار په مرحله کې ده، په کوم کې چې متضاد، رنگارنگ او له يو بل سره توپير لرونکي لوري فعال دي. د افغاني ټولنې په جوړښت کې قومي، ديني، فرهنگي، دودويز، سياسي، دولتي، اقتصادي ، ټولنيز... عنصرونه په نا برابره توگه عمل کوي. افغاني ټولنې هيڅکله هم متجانسه وده او پرمختگ نه درلود. د ودې او پېښو ته د لوري ورکولو په کار کې کله يو او کله بيا بل عنصر عمده لوری پيدا کوي او له دې سره جوخت د ودې او پرمختگ په کار کې کله دا او يا هغه عنصر د خنډ په توگه عمل کوي. د امان الله خان د تگلارو په وړاندې دواړو دين او فرهنگ د خنډونو رول تر سره کړ.
همدا دم سره ددې چې د پورته ياد شويو عنصرونو تر منځ ناانډولي، مخامختيا او تضاد شته دی، خو د ودې په چاره کې د نورو عنصرونو په پرتله د سياست او دولت رول اوچت دی.
په سياست اود سياسي ژوند په ډگر کې هم د نابرابرې او بې انډولې ستونزې شته دي. د ټولنيزو او سياسي ځواکونو تر منځ او په تېره بيا د سياسي گوندونو تر منځ د سياليو په ډگر کې نابرابري او بې انډولي موجوده ده. سره ددې چې موجود سياسي سيستم په پلوراليزم تکيه کوي، خو يو شمېر ډلې او په تېره بيا د مجاهيدينو اسلامي ډلې ځانونه له نورو لوړ او برتر بولي او واک ورته خپل مالکيت ښکاري او هڅه کوي واک په خپله ولکه کې وساتي.
لکه چې وويل شو افغاني ټولنه د لېږد په ستونزمن حالت کې يو ټولنه ده. د لېږد دا ډول حالت همېشه له ستونزو اوگواښونو ډک يو حالت دی. د لېږد حالت يو کړکېچ او بحران راوړونکی حالت دی او که په خپل وخت ددې او هغه کړکېچ دفع و نشي نو منځ راغلی کړکېچ او يا بحران کولای شي د واکمنو او نظام د شويدو لاملونه را منځ ته کړي. بې له شکه په افغانستان کې د ودې، پرمختگ، ملت جوړونې او دموکراسي په وړاندې لوی باالقوه او بالفعل پياوړي گواښونه شته دي. هغه څه ته چې ملت ويل کيږي تر اوسه جوړ شوی نه دی او ددې خبرې کول هم گران کار دی چې کله په افغانستان کې ملت جوړونه پيل شوی او کله به سر ته رسيږي.
په افغانستان کې له يوه لوري دموکراسي، مدني ټولنه او پانگواله اړيکې وده کوي، خو له بله لوري افغاني ټولنه تر اوسه له فيودالي ــ قبيلوي جوړښتونو، قبيلوي ذهنيت او د دودونو له حاکميت څخه را وتلې يوه ټولنه نه شمېرل کيږي. په افغاني دوديزه ټولنه کې قبيلوي او د پلارسالارې اړيکې واکمن رول لري او د قانوني او قراردادي اړيکو په پرتله سنتي اړيکي او دودونه پياوړي پاتې کيږي. په ټولنه کې د قانون په ځای قبيلوې او قومي اړيکو ته وفاداري ساتل کېږي او د وگړو تر منځ اړيکې د وړتيا او لياقت په ځای د پورتنيو ياد شويو بنيادونو په اساس عمل کوي. د وگړو تر منځ همدا ډول يو حالت په ټولنه کي د فساد او او بې کفايتي له پراختيا سره مرسته کوي. په افغاني ټولنه کي تر اوسه هغه مدني چاپيريال نه دی ايجاد شوی چې په وگړو د خپلويو او قومي اړيکو په ځاي د هغوی د حقونو، وړتيا او آرزښتونو په بنياد قضاوت وشي.
په افغانستان کي ميشت قومونو د پېړيو په اوږدو کي يو د بل په وړاندې ن پوهاوی او زغم لري اوله يو بل سره په سوله او همکاري کي ژوند کوي. دلته نه ددې او هغه قوم د گوښه کولو Isolation او نه هم ددې او هغه قوم د منحل کيدو Assimilation هڅه شوې ده. قومونو په ډېره طبعي توگه د پيوستون Integration لاره وهي.
همدارنگه نه د روسيې او ترکيې په شان له هيواد سره په زور ددې او هغه قوم د يو ځای کولو کومه بيلگه شته دی. نه په افغانستان کي د پخواني يوگوسلاويا په څېر کوم قوم د خپل قلمرو د جلا کولو پوښتنه را پورته کړې ده. همدارنگه په افغانستان کي هيڅکله هم قومي او فرهنگي توپيرونه د جگړې لامل نه وه اونه دا توپيرونه په يوازنې توگه په سياسي او جگړيز ځواک بدل شول. قومي ستونزې او ټکرونه د سياسي موخو په بنياد د قومونو په ځای له پاسه او د بهرنيانو پوسيله د “دوښمن جوړولو” په دود ايجاد شوي.
په افغانستان کې د واک د خلا ترڅنگ د ملي هويت خلا هم منځ ته راغله. دولت، پوځ، پوليس... ړنگ شول او خلک مجبور شو د ځان ساتلو له پاره قومونو او قومي هويتونه ته په شا وروگرځي اوله دې سره جوغت د گوندونه سياسي، ديني او ايديولوژيک هويتونه هم له ژور بحران سره مخامخ او د پرونيو قومي او ژبنيو هويتونو په لور ولاړل او له دې جملې سياسي او ايديولوژيکې بې هويتې ډېر پاخه انترناسيوناليستان د ترايباليزم د سنگرپه ساتونکو بدل کړل.

دوښمن جوړول
په افغانستان کې د قومونو تر منځ د کرکې او واټن د ايجاد کولو او بيا د هغوی تر منځ د جگړې کولو له پاره په مصنوعي توگه د دوښمن جوړولو لاره غوره شوه. د دوښمن جوړولو او د دوښمن ترسيم کولوامکانات هغه وخت پراخ شول چې وېشوونکي اوبېلونکي عناصر د سياسي تگلارو او قضاوتونه په بنسټونو بدل شول.
د کورنۍ جگړې پېښو وښودله کله چې سياسي تگلارې او سياسي قضاوتونه د ايديولوژي، قوم، سيمې، ژبې او مذهب په بنياد نيول کيږي د دوښمن جوړولو او د دوښمن ترسيم کولو چاره هم ساده او اسانه کيږي. په دا ډول يوه حالت کې دا ډېره اسانه شوه چې د ټولنې يوه برخه، يو قوم، ديوې ژبې ويونکي، د يوه مذهب پيروان او د يوې سيمې اوسېدونکي په دوښمنۍ ونيول شي. د جرم، خيانت او جنايت تعريف هم ساده او اسانه شو. له دې او هغه قوم سره تړاو، په دې او هغه ژبه خبرې کول، ددې او هغه مذهب پيروي کول او ددې او هغه تنظيم او گوند غړيتوب د جرم، خيانت او جنايت په مانا وو. وژل، شکنجه کول، بندي کول ... هم اسانه او ساده شو. چا په بې باکۍ سره ډله ايز قبرونو ايجاد کړو، چا ژوندي انسانان اره کړل، چا له شا څخه د انسانانو په وهلو سره د هغه د سترگو د راوتلو ننداره کوله او چا بيا مړو ته د قيرو په بیلرو کې نڅا ورکوله . دا هم اسانه شوه چې په مصنوعي توگه جوړ شوي دوښمن ته ضد انساني، ضد ملي، د ملحد، د وحشي، د فراري... ځانگړتياوې ورکړل شي او بيا دې او هغه لوري ته ددې ځانگړتياو په ورکولو سره مشران، امران، قوماندانان، جنگ سالاران او اتلان وکولای شي په خپلو پلويانواو لښکر کې د جوړ شوی او ترسيم شوي دوښمن په وړاندې د “ موږ” او “دوی” په نوم کرکه او نفرت ايجاد کړي، ټولنيزه بې باوري منځ ته راوړي، قوم، ژبه، مذهب او کلتور سياسي کړي او په خپلو پلويانو او لشکر دا خېره قبوله کړې چې دوښمن هزاره دی، دوښمن تاجک دی، دوښمن ازبک دی او دوښمن پښتون دی.
له بده مرغه په افغانستان کې د دوښمن جوړولو تگلاره له خپلو ټولو ويجاړونکو پايلو سره سره نه دی ختمه شوې. که پرون دا کار دی او هغه جنگ سالار کاوه، که پرون دا کار د ملېشې دی او هغه قوماندان کاوه. نن دا کار د يوشمېر ليکوالو، اخبارونو او ويب سايتونو پوسيله تر سره کيږي.

په افغاني ټولنه کې فدراليزم د ټوټې کېدلو او وېشلو لاره ده.
ديو شمېر روشنفکرانو ستونزه د ټولنې د حالت په نه درک کولو سره پيل کيږي. کله چې دا ډ له روشنفکران د ټولنې د موجود جوړښت او موجودو ستونزو په پېژندنه او بيا د هغوی د حل په کار کې پاتې راځي. نو د ستونزو د ساده کولو او د حل له پاره د ماشومانه نسخو ورکولو ته مخه کوي. پېښې ساده کوي او له پېښو سره په ساده گۍ سره چلند کوي. د ټولنيزو پېښو ساده کول په نيمگړې پوهې برسېره د سياسي موخو د تر لاسه کولو په چاره کې د تېرايستلو او يا د کرکې درلودلو پايله هم ده او په تاريخي لحاظ د ترايباليزم ځانگړتيا ده. دا ډول چلند په ساده کولو برسېره يوه روشنفکري بنسټ پالنه هم بلل کېدای شي. بنسټ پالنه په هره بڼه چې وي يوه منفي پديده ده او د بنسټ پالنې بله ځانگړتيا د پديدو په پېژندنه کې د هغې بې وسه ده، کومه چې د پېښو یوازې يو لوری گوري او د خپلو نظرياتو په پلي کولو ټينگار کوي. بنسټ پالنه ددې پروا نه کوي چې ددوی د نظريو د عملي کولو پايلې به څه وي او څه به کيږي. هر څه چې کيږي د دوی نظريې تر ټولو ښې نظريې او يوازنی حقيقت دی او بايد پلي شي. د ملت جوړولو په هکله روشنفکري بنسټ پالنه بې له دې چې سکریستي او يا شوونيستي جامې يې په تن دي دکمونستي او مذهبي بنسټ پالنې په شان د ټولنې موجوديت له گواښ سره مخامخ کوي.
په افغانستان کې يو ځل ملت او ملي هويت د پرولتري انترناسيوناليزم او دوهم ځل هم د مذهبي بنسټ پالنې قرباني شو. اوس يوه ډله چې پروني انترناسيوناليستان هم ورسره مل دي هڅه کوي افغانستان ترايباليزم ته په شا وروگرځوي او بل لوری بيا د شوونيزم په پيروۍ د ژبې يا قوم د برترۍ غوښتنې په بنياد هڅه کوي چې د اتلسمې او نولسمې پېړيو په دود د زور او استبداد پوسيله د ملت جوړولو کار ته سازمان ور کړي.
روشنفکري بنسټ پالنه په ټولنه کې له يوې خوا د پلوراليزم او سکتريزم او له بلې خوا د سکتريزم او فدراليزم توپيرونو ته د گوتو له کونجونو گوري او خپلو سکتريستي تگلارو ته کله د پلوراليزم او کله بيا هم د فدراليزم په نومونو قانونيت ورکوي. يو بل شمېر بيا د ملي ستونزو حل د دواړو افغانستان او افغان د نومونو په بدلولو کې لټوي او غواړي د افغانستان نوم په خراسان او د افغان نوم په افغانستاني بدل شي.
د ساده کولو، تېر ايستلو او روشنفکري بنسټ پالنې يوه بېلگه هم د “ مليت يا ميليتونه” د کلمو په کارول دي او بيا د هغوی په بنياد د فدراليزم د جوړولو تگلارې ته قانونيت ور کول دي. پوښتنه داده چې دا “ مليت” څه شی دی او د افغاني ټولنې په جوړښت کې د “ مليت” ځای چېرې دی؟ د “ مليت” کلمه افغاني ادبياتو ته له کمونستي ادبياتو او په تېره د ايران د تودې د گوند له ادبياتو را کاپي شوې يوه کلمه ده. د افغاني ټولنې په ټولنيز جوړښتونو کې د “ مليت” په نوم کوم جوړښت نه پيدا کيږي او همدارنگه که د ملت د کلمې معادل په انگلیسي ژبه کې ناسيون Nation وي. د “ مليت” معادل څه شی دی؟ افغانستان د ملتونو او مليتونو په ځای له قومونو جوړ شوی يو هيواد دی او په ټولنه کې قبيلوي دود او ذهنيت چې په وېش، دوښمنيو، سيميزو سياليو اوپه تورزورگنيو تکيه کوي پياوړی پاتې کيږي. افغانستان د قومونو کور دی او د قومونو په کور کې د فدراليزم جوړول نه يوازې يو جلاکونکي او وېشونکي عمل دی، بلکې کولای شي ملت او ملي هويت د قومي او سیميزو هويتونو تر سيوري لاندې راولي او دتجزيي کولو په لور د هيواد لارښوونه وکړي.
د روشنفکرۍ بنسټ پالنې پورتنۍ هڅې د پرونۍ ناکام او ناورين راوړونکي چپ افراط ميراث دی. پرون ددې له پاره ټولنه په مصنوعي توگه په طبقاتو وېشل کېدله چې د ثورناورين او يوگوندي استبداد قانونيت پيدا کړي او نن بيا په هماغه دود ټولنه په “ ملتونو” او يا “ مليتونو” وېشل کيږي تر څو د فدراليزم د جوړېدو چاره توجيه شي. په افغانستان کې د فدرال سيستم د جوړولو له پاره اول بايد هيواد ووېشل شي، ټولنه ټوټې ټوټې شي او د قومونو تر منځ پولې جوړې شي، کومې چې هيڅکله موجودې نه وې او بيا وروسته به يوه قبيلوي ډوله فدرال سيستم جوړ شي او دا په اسانۍ سره د افغانستان د سياسي نقشې د بدلولو لاره همواره کړي. ددې نظريې پلويان له دواړو فدراليزم او له افغاني ټولنې نيمگړی او ساده درک لري. د فدراليزم د پلويانو دليلونه او استدلالونه سړی دې نتيجې ته رسوي چې له يوې خوا دوی د فدراليزم يوازې يو لوری “ سياسي لوری” ويني او له بلې خوا د دوی پام او توجه د ټول افغانستان په ځای دو، درو ولايتونو ته دی. فدراليزم يوازې سياست نه دی او فدراليزم يوازې سياسي لوری نه لري، بلکې په لمړۍ درجه کې د هغه اقتصادي اړخ بنسټيز اهميت لري. يو فدرالي هيواد نه يوازې يو پياوړی اقتصاد ولري، بلکې د ايالتونو تر منځ د اقتصادي توازون د ساتلو وړتيا هم ولري. په افغانستان کې تر اوسه دا ډول اقتصاد نشته دی. په افغانستان کې هغه ملي اقتصاد او يا داخلي مارکيټ نشته دی چې د هيواد بېلې بېلې برخې سره پيوند کړي. شمال د جنوب په ځای له گاونډي هيوادو سره پياوړي اقتصادي اړيکي لري او جنوب بيا د شمال په ځای د له پاکستان سره پېاوړې اړيکي ساتي. اقتصاد او اقتصادي اړيکې کمزورې دي او د قانوني او سپين اقتصاد په پرتله تور او غيرقانوني اقتصاد پياوړی دی. د کورني اقتصاد او کورني بازار د کمزوري په صورت کې د فدراليزم جوړول د ملت جوړولو په ځای د ملت ماتولو په مانا دی.
په پاکستان کې فدراليزم نه د ايالتونو تر منځ سياسي برابرې تامين کړي او نه يې ددې ایالتونو تر منځ اقتصادي توازون ساتلی دی. په سياسي برخه کې ايالتونه د مرکز تر کلکې څارنې لاندې دی او په اقتصادي برخه کې وده نه يوازې متجانسه نه دي، بلکې د بېلگې په توگه د بلوچستان او پنجاب تر منځ د اقتصادي نابرابري واټن د ځمکې او اسمان واټن دی. د پاکستان په شمال کې منځنيو پېړيو ته ورته اقتصادي اړيکې واکمنې کوي. د پاکستان تجربه ښيې چې نه فدراليزم هر ځای ضرور دی او نه د قومي ستونزو د حل يوازنۍ لاره ده.
که د فدرالي سيستم په جوړولو کې موخه د حاکميت وېش وي نو لاره يې د هيواد تجزيه کول دي او که موخه د حکومتي واک وېش وي تر ټولو ښه لاره دموکراسي ده. دموکراسي په ډېره ښه توگه کولای شي د ټولنې په اقتصادي او سياسي ژوند کې نه يوازې د افغانستان د اوسېدونکو قومونو، بلکې د افغانستان د هر ځانگړي اوسېدونکي ونډه اخيسته خوندي کړي.
د ټولنې په هکله، د ټولنې د ستونزو د حل په هکله يوازې د نظريو او ارمانونو درلودل کافي نه ده، بلکې مهمه خبره د پوهې په بنياد ددې ستونزو درک کول او بيا ور ته د حل لاره پيدا کول دي. افغانستان د ارمانگريو د ړنگونکو پايلو بشپړه تجربه لري . ښه خبره داده چې روشنفکران د ټولنې د نيکمرغۍ په لور د ټولنيز ذهنيت او شعور له ودې سره مرسته وکړي. نه دا چې دوی پخپله په ستونزو بدل شي او ستونزې ايجاد کړي.

دموکراسي او ملت جوړونه
په افغانستان کې ملت جوړونه له يوې خوا د نولسمې پېړۍ د پرونيو ناسيوناليستي ځانگړتياو په ځای په د نړيوالو بنيادونو او له بلې خوا د ژبې، قوم، مذهب او فرهنگ په ځای په سياسي او تاريخي بنيادونو جوړيږي. هغه وخت د همېشه له پاره تېر شوی چې افغانستان ددې او هغه قوم او يا ددې او هغه ژبې په برترۍ درلودلوسره ملت شي. په افغانستان کې نه ديوه قوم د واکمن کېدولو چانس شته دی او نه ددې او هغه ژبې برتري دملت جوړولو له چارې سره مسته کولای شي. دواړه شوونيزم او سکتريزم د ملت جوړولو په وړاندې گواښ دی.
لکه چې يادونه وشوه په افغانستان کې ملت د فرهنگ په ځای په تاريخي او سياسي بنيادونو جوړيږي او افغان ملت د فرهنگي ملت په ځای يو سياسي ملت دی. په افغانستان کې ملت جوړونه د وگړو او يا گروپونو د توافق او قرارداد په ځای يوه خپلواکه سياسي لړۍ ده. دهويت د جوړولو په کارکې د ژبې، قوم، مذهب تر څنگ تاريخي عنصر هم رول لري او د ملي هويت په جوړولو په تېره بيا په يوه قومي لحاظ پلورالستيک ټولنه کې تاريخي عنصر ټاکونکي رول لوبوي. په افغانستان کې د ملت جوړولو بری د قومي، ژبني، مذهبي ځانگړتياو په ځای په تاريخي او سياسي ځانگړتياو کې دی.
له نړيوالو بنيادونو زما مطلب په لمړۍ درجه کې دموکراسي، ازاد مارکيټ، مدني ټولنه او بشري حقونه دي، کوم چې په افغانستان کې د ملت جوړولو له چارې سره مرسته کولای شي. د همدې آرزښتونو پلي کول د ټولنې، واک او سياست په کار کې ددې هيواد د هر اوسېدونکي د ونډې اخستلو حق خونديتوب کوي. په افغانستان کې يوازې او يوازې دموکرا سي کولای شي چې د ملت کيدلو او ملت جوړولو د بری ژمنه ورکړي.
په هند کې دا دموکراسي ده چې د ملت جوړولو او د ټولنيز باور په ايجاد کې ټاکونکی رول لوبوي. په هند کې صدراعظم سک او سکان د هندي ټولنې 1,84% برخه جوړوي. همدارنگه د هند ريس جمهور مسلمان او مسلمانان د هندې ټولنې 13,4%جوړوي. د هند بريالۍ تجربه راښيي چې دموکراسي نه يوازې په واک کې د قومونو او هر ځانگړی وگړي ونډه خوندي کوي، بلکې په ټولنه کې د توپيرونو او تفاوتونو د منلو اوهغوی ته د درناوي کولو د فرهنگ د ودې سيستم هم دی.
ناجيريا د ٢٥٠ اتنيکي گروپونو په لرلو سره د ملت جوړولو په لور وده او پرمختگ هغه پيل کړ چې له ديکتاتوري او پوځي کودتاگانو خلاصه او د دموکراسي لاره يې خپله کړه.
په گاونډي پاکستان کې د ملت جوړولو په کار کې د دموکراسي په ځای په ايديولوژۍ ( اسلامي ايديولوژي)
تکيه وشوه او پاکستان ته ايديولوژيک ملت هم ويل کيږي. په پاکستان کې له يوې خوا د دموکراسۍ نشتوالي او له بلې خوا يو په بل پسې پوځي کودتاگانو د ملت جوړولو لړۍ له لويو لويو ستونزو سره مخامخ او ددې هيواد د تجزيه کولو عملي امکانات يې منځ ته راوړو چې پايله يې له پاکستان څخه د بنگله دېش جلا کيدل وو. همدارنگه پخواني يوگوسلاويا ، چېرې چې ملت له پاسه د زور پوسيله او د کمونستي ايديولوژۍ په بنيادونو جوړېدو په تراژيکه توگه يې د ځمکې په سياسي نقشه کې خپل ځای له لاسه ورکړ.
د ملت جوړولو په کار کې بنسټيزه مسئله د حاکميت مسئله ده. نن حاکميت د نولسمې پېړۍ خلاف د نړيوالو منشورونو او اعلاميو په معيارونو قانونيت پيدا کولای شي. که نن د حاکميت په کار کې د خلکو ونډه او اراده نه وي هغه ته يو مشروع او قانوني حاکميت نه ويل کيږي. نن دولتونه او حکومتونه اجازه نه لري د ملي حاکميت په نوم په يوه هيواد کې چې څه يې زړه غواړي تر سره کړي. نن دولتونه نه يوازې د خپلو خلکو په وړاندې، بلکې د نړيوالو په وړاندې هم حساب ورکونکي دی. نن د ملې حاکميت تر څنگ بشرې حقونو او ازادي چي نړيواله بڼه لرې هم مطرح دي. که څه هم ديکتاتوران او په خپل سر دولتونه کله د “ بشري سوسيالیستي حقونه” يا د “ بشري اسلامي حقونو” په نوم د بشري حقونو په وړاندې فرهنگي او ايديولوژیک ديوالونه جوړوي او يا بشري حقونواو ازاديو ته ايديولوژيک، فرهنگي او مذهبي رنگ ورکوي. خو بشري حقونه، کوم چې انسانې حقونه دي او انسان يې د خپل انسانيت په بنياد لري دا ډول ځانگړتياوې نلري. بشري حقونه هغه وخت خپل اصلي مفهوم تر لاسه کوي چې نړيواله بڼه ولري. بشري حقونه په ملي، ايديولوژيک، مذهبي او فرهنگي پولو کې نه ځايږي. په ننۍ نړۍ کې د انسان، انساني آرزښتونو د بشري حقونو او ازاديو د خوندي کېدو او ساتني په کار کې د فرهنگي، مذهبي او ملي قانونو او اصولو په ځای نړيوال منشورونه او اعلاميې د لمړيتوب حق لري.
په افغانستان کې ملت په هغو حالاتو کې نه جوړيږي چې ملي خپلواکي د “ د تجارت په ملي کولو” ، د“ خارجي پانگې په ملي کولو” او د “ صنعت په ملي کولو” سره مشخصه کيږي او همدارنگه په هغو شرايطوکې هم نه جوړيږي چې د ملت جوړونې او د ملي خپلواکۍ په تامين کې يوازې په “ بيگانه لوري” تکيه وشي.
د ملت جوړولو په کار کې بنسټيزه د کورنيو لاملونو په نظر کې نيول دي.
په اوسنۍ نړۍ کې داسې هيواد نشته دی چې د نړۍ له نورو هيوادو سره دې په اقتصادي لحاظ تړلی نه وي.
پرون د استقلال مانا په اقتصادي لحاظ نه تړلتيا “ عدم وابستگي” وه. خو نن ملتونو د نولسمې پېړې په خلاف له يو بل سره تړلي او يو په بل تکيه کوي. همدارنگه د پر مخ تلليو دولتونه په شمول دولتونه هڅه کوي بهرني سرمايه را جلب اود داسې سياسي او اقتصادي چاپېريال د را منځ کولو هڅه کوي د سرمايې امنيت خوندي کاندي. همدادم په نړۍ کې د دولتونو تر منځ د سيالۍ کولو په ډگر کې د پانگې را جلب کول مرکزي ځای لري. د پانگې پرونيو نه پخلاکېدو نکو دوښمنانو هم د پانگې په را پيداکولو او راجلب کولو کې د اوسپنې څپلۍ په پښو کړي دي او په دې هکله کولای شو د چين د کمونست گوند د مشرانو هڅې يادې کړو.
په افغانستان کې د ملت جوړولو بری د دموکراسي، ازاد مارکيت او د بشري حقونو او ازاديود مراعات او درناوي کولو په بری کي دی.
 

پای

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.