کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)

ليكوونكی : محمد انور وليد - کابل ، افغانستان  - د ۲۰۰۵ ز کال د نومبر ۲۳ مه
رالېږونكی : عبدالبصيرمياخيل

ايمان ،كار او نظم د پرمختللې ټولنې زېری وركوي


هر څومره چې د انساني ذهن له ودې سره سم د هغه پوهه ډېريږي ،همدومره د توحيد خواته ورلنډيږي. بشري ليد توګه هره ورځ د وربښلي خدايي علم او عقل له بركته نوي بابونه پرانيزي . د نړۍ مختلف موجودات لكه انساني خلقت ،خوځښتونه، د سماوي اجرامو ډېر خصوصيات ، د شنو بوټو او خزوو سرخسونو پيدايښت اود ځناورو دغه اسرار آميزه ژوند ټول د يوه خدای پر موجوديت باندې دلالت كوي. له وړو ذره بيني اتومي ذراتو نيولي ، بيا آن تر لويو ستوريزو كړيو پورې، دا هر څه هسې بې ګټي نه دي پيدا شوي. دغه ټوله هستې د يوې منظمې طرحې او ډيزان له مخې د دقيقې محاسبې او فورمول په كچه منځته راغلي چې د خلقت دغه لويه دستګاه يو طراح او مهندس لري ،داسې طراح او مهندس چې متمدنې لويې هستي په نيستي او نيستي بيا د خپل اصالت د خوندي ساتلو او ودې له مخې په لويو پرمختللو متمدنو هستيو اړوي.
قرآن هم د فصلت په ۵۳ آيت كې وايي: يعنې ډېر ژر بۀ د نړۍ په ګوټ ګوټ او د انسانانو په وجود كې نړيوالو ته خپلې نښې وښيو ،تر څو د خدای تعالی حقانيت په خپلو سترګو وويني ،كه لمريز نظام ته ځير شو، وينو چې لمر په ريښتيا هم د ۹ ستورو مور ده چې هر يو يې د خپل ذاتي خصلت له مخې د خپلې فطري لمنې په مداري څوكۍ له نورو نظامونو نه ځانته ورلنډ كړيدي. د مريخ او مشتري لويو كتلو ترمنځ ځنې واړه ستوري هم شته چې هر يو يې پر خپل خپل مدار باندې چورلكونه خوري. پر دې سربېره د ۹ ستوريزه لمريز نظام په دننه كې ۳۲ مياشتې هم د الهي حكت له مخې ځای پر ځای شوي دي چې يوه يې پر ځمكه دوی يې پر مريخ ، دوولس يې پر مشتري ، لس يې پر زحل ، پنځه يې پر اورانوس او دوې نورې يې په نپتون پورې اړه لري. خو په شمسي منظمه كې ځينې لكۍ لرونكي ستوري هم شته ،چې د لمريز نظام دغه كورنۍ يو تر بله توپير سره لري چې د ځينو واټن يې د مور له تودې غېږې نه ډېر دی. همدالامل دی چې د نورو په پرتله يې روښنايي لږه ده ،خو ځينې بيا ورلنډ ،خو لوی او واړه په كې شته. له دغو ستورو نه پخوانيو انسانانو هم ځينې پېژندل. خو ځينې نور بيا نه پېژني. د دغو ستورو وضعي او انتقالي حركتونه هم يو تر بله سره توپير لري. خو حركتونه يې منظم او پرته له څه خنډه پر خپل وخت او خپل مداركې ترسره كيږي. د دوی ځينې حركتونه د قطبيتو پر لور يوې او بلې خوا ته او ځينې نور يې بيا په خپل مداركې له لويديځ نه د ختيځ پر لور دوام مومي. سربېره پر وضعي او انتقالي خوځښتونو د شمسي منظمې ټلواله له نورو كهكشانونو سره جوخت يو بل حركت هم لري چې په ګډه يې د خپلې هستې كاروان روان ساتلی، خو د لمريزې كورنۍ دغه بله ډيوه به د خپل زوال تر وخته همداسې بله پاتې وي او نه مري. كه د ستوريزونظامونو دغه حركات نه وای له يوې خوا به د پيدايښت ،ځوانېدو او زړېدو قابليت ته زيان ور پېښ شوی وای او بلخوا به د شپو، ورځو، مياشتو او كلونو پر شمېر څوك نه پوهېدل او نه به موسمونه يو پر بل پسې راتلل. همداسې كه وړو اتومي ذراتو او حجراتو ته ځير شو او د (ډي ان ای DNA ) له مخې د هغوی خواص وڅېړو، نو دا به راته جوته شي چې دغه حجرې او سلولونه څومره له خپل ځان سره غني او ماړه پيدا شوي چې د بدن د ټولو ارادي او غير ارادي اعضاوو د جوړښت او پياوړتيا قابليت په كې دی او يو مكمل الاعضا موجود منځ ته ترې راتلای شي. په تېره بيا انساني هستي چې د تفكر ،اندېښنې ، بيان ، زده كړې ، ترحم او عاطفې قابليت هم په كې شته ، د علم او تعقل له مخې يې د ځانګړې او ټولنيز رسالت لاره هم خپله كړې. خو د قانون په رڼا كې د حقوق الله او حقوق العبادو ترمنځ د تعادل لاره د خپلې انساني وجيبې له مخې خپلول يې كړنلاره ،سياست او رسالت دي ،چې د اسلامي رسالت روح په كې (( لا اله الا الله)) ده ،ځكه د انسانيت دونې پورتنۍ پاڼې او ښاخوته له لاندينيو ريښو سره مښلوي ، هغه ريښې چې د نيكبختۍ له امله يې پيل له ايمان څخه شوی وي ، هغه ايمان چې انسان د غوښتنو له توپاني سمندر نه د امن د ساحل غاړې ته راباسي قرآن په يوه جمله كې د رعد سورت په ۲۸ تم آيت كې همدې ټكي ته اشاره كړي چې (( الا بذكر الله تطمن القلوب)) خو بيا همدغه قرآن انسان پر دې اروزلی چې (( ان اكرمكم عندالله اتفيكم)) د حجرات سورت ۱۳م آيت. دا چې ايمان د خدايي پر يادولو پياوړی كيږي او زړونو ته اطمينان وربښي ، خو بل لوري ته انسان د تقوا پر تله تلل كيږي. همداسې د انفال سورت په ۲۴تم آيت كې فرمايي (( يا ايها الذين امنوا استجيبو الله و للرسوال اذا دعا كم لما يحببكم)) يعنې: ای ايمان والو د خداپ او پيغمبر (ص) هغه دعوت ومنئ چې تاسې د ژوند بښلو له پاره وربولي.
د اسلام اصلي موخي ورورولي، د پوهې د مقام تر لاسه كول ، زيار او زحمت او د كورنۍ جوړښت دی چې لكه د انسان د بدن سپين كرويات تل د ميكروبونو له متخاصمو لښكرو سره په نظارت او جګړه لګيا وي. وروري همداده چې په پټه او ښكاره د هغه له ټولو روا حقوقو دفاع وكړي. خو څارنه او نظارت دېته وايي چې تل مسلمان نېكيو ته راوبلل شي، او له بديو ايسار شي ، تر څو د لمريز نظام د كورنۍ په شان ، روغه ، فعاله ، ژوندۍ ، خوندي ، هوسا او بسيا ټولنه منځ ته راشي. پوهه د انساني هستۍ د خوندي پاتې كېدو يو بل لامل دی چې خدای تعالی د فرضيت له مخې په تدريجي ډول فرض كړېده. د پيغمبر (ص) په خوله علم غوښتونكي د خدای دوستان دي، انسان ته په كار ده چې د علم شتمني تر لاسه او زكات يې نورو ته د پوهې د ور انتقالولو له لارې وباسي. د تاريخي شهادت له مخې اسلام همدا كار كړی. كار او هڅه چې د خلقت او طبيعت له نواميسو ګڼل شوي، او خدای تعالی د پرمختګ راز بللی ، حضرت علي كرم الله وجهه يې په اړه داسې ويلي: (( الزارعون كنوز الانام)) يعنې بزګران د خلكو خزانې دي.
((ان الله ليبغض العبد الفارغ)) په ريښتيا چې خدای تعالی له بېكاره بنده نه بېزاره دی، ځكه كار خپله عبادت دی ، خو بل خوا اسلام په هيڅ شي كې افراط او تفريط نه مني ،اسلامي شريعت وايي په شوا روز كې څو ساعته كار وكړئ ،او د ژوند له مادي او معنوي برخې ګټه واخلئ استراحت وكړئ ،كورنۍ نيمګړتياوې پوره كړئ ،ديني او اسلامي احكام ياد كړئ ،قرآن تلاوت كړئ د يو بل ليدو او مرستو ته ور ودانګئ ، واده او د كورنۍ تشكيل هم له طبيعي نواميسو دي چئ آن ونئ او بوټي هم له خپلو همنوعو سره له واده كولو پرته د نسل توليد نه شي كولی. دا يوه ټولنيزه پايله ده ،چې له كورنۍ نه قومونه ،قبيلې او نړۍ جوړه شوېده ،په واده كولو سره ګناهونه له منځه ځي او د غرايضو حيواني نوپانونه ورسره وركيږي.
بې ځايه دودونه رواجونه د جهالت نښې نښانې دي ، هر چا چې علم او ادب درلود او د تقوا له مخې خدای ته ور لنډ ؤ همغه ستاسې سيال دی ، نه چې ډېر مال ، غټه كورنۍ او يا كوم منصب ولري. پيغمبر(ص) د تشريفاتو له چوكاټ نه د واده مراسم را ايستلي او هغه ډول طبقاتي نظام يې د ايمان او تقوا له مخې له منځه وړي دي، موږ ته هم په كار ده چې د خپل پيغمبر پر پله پل كېږدو او د هغه د سيرت لاره خپله كړو ، تر څو د ځمكې پر مخ د پرمخ تللي ، انساني نظام جوړښت منځ ته راوړو.

پای.

 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.