|
هغه
مخکې ورځ يوه دوست له ما څخه پوښتنه وکړه چې " مخدوم " څه ته وائي
–
زه د لفظي څېړنې په تصرف او لغوي انشقاق کې پسې ډوب شوم او په اخر کې
مې ورته ووئيل چې دا مفعول دی –
ملګري مې ما ته په حيرت بد بد وکتل چې دا څه په ګډو وډو سر شو، دغه وخت
مې پام شو چې د دوی مراد د اطلاعاتو او کلتور وزير دی، نو مې ورته
ووئيل چې د قواعدو په لحاظ له ثلاثي مجرد څخه د مفعول صيغه ده. ملګري
مې يو ځل بيا په تعجب ما ته وکتل او پوښتنه ئې وکړه چې مجرد خو پېژنم
او ثلاثي هم لکه چې دريو
(۳)
ته وائي اوس نو
دا درې مجردان څوک دي –
يو خو به د ملت بابا وي، که په کرزي صاحب هم د مجرد اطلاق وکړو نو دريم
ئې څوک دی؟ ما ورته ووئيل چې پير صاحب او خبره مو په خندا تېره کړه. خو
چې کله مې د ځان سره يو څه نور فکرهم وکړ نوپوهـ شوم چې په ټوکو کې مو
ډېره د کار خبره کړې وه. سيد مخړوم رهين د پير صاحب تر سيوري لاندې لوی
شو او غوړيد –
کرزي صاحب تر وزارت پورې ورساوه او د ملت بابا خو ئې دومره نازوي چې
کرۍ ورځ
هم
ولسمشر ته دده سپارښتنه کوي چې ورنه خفه نه شي. دا خو لا څه
کوې ان د ملت مور ورته مخدومک بچيم وائي.
د
عربي ژبې متل دی وائي : د قوم مشر د قوم خادم وي. خو زمونږ کار لږ
شانته بل ماډل دی. که د مخدوم معنی ته وګورئ نو د مزدور يا نوکر مفهوم
افاده کوي، زه هم دا منم –
خو د چا مخدوم؟ د پښتنو خو نه دی او که د بل چا وي هغه بيا جلا خبره
ده. خو زما په سر کې چې کومه پوښتنه را ولاړيږي هغه داده چې که مخدوم
صاحب د نورو نوکر وي لکه څنګه ئې چې له کړو وړو څخه ښکاري نو بيا ولې
زمونږ په ورمېږ سپور دی؟!.
مخدوم
صاحب د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښــتو لوحو سره هم حساسيت درلود او
هغه ئې ټولې په فارسي کړې –
نه يوازې له راډيو تلويزون او علمي مراکزو څخه ئې د پښتو لمن ورټوله
کړه بلکه هغه آزادې خپرونې چې د ځينو پښتنو ليکوالو په مټ نشريږي، ئې
هم له ګواښ اونابودئ سره مخ کړي. رنګارنګ توطئې جوړول، پښتانه ليکوالان
کله محکمې او کله څارنوالۍ ته کش کول، په يو او بله پلمه هر هغه کار ته
خنډ ګرځيدل چې د پښتو او پښتنو نوم پکې وې مونږ ته ايرانی ګرګين را
يادوي، هغه هم په داسې يو حالت کې چې د لوی ميروېس بابا په ګدۍ
عبدالعزيزخان ناست دی. خو څه وکړو دغه تحفه مونږ ته د ملت بابا ډالۍ
کړيده. کيدای شي چې د بابا موخه د پښتنو د زغم، صبر او حوصلې امتحان
اخستل وي، ولې بابا مونږ ته دومره لوی او دروند دی لکه د اوسپنې غر
–
او د اوسپنې څخه څه پاته کېږي؟ پښتانه په دې پوهېږي.......
که د
مخدوم کړه وړه لږ په دقت وڅارل شي، ليکنی يې ولوستل شي له " اشک
خراسان" څخه ان تر ټولو هغه ليکنو چې دغه محترم مختلفو مجلو ته د نشر
لپاره ورکړيدي د افغاني ضد روحيه په بشپړه توګه پکې موندل کېږي. لکه
څنګه چې د پورته ذکر شوي کتاب له نوم څخه برېښي دا د افغانستان اوښکه
نه بلکه د هغه خراسان اوښکه ده چې په پخوا زمانه کې د ايراني ښکېلاک تر
غاصبانه قبضې لاندې وو.
مخدوم
په خپل خيال پلو کې اوس هم دغه تاريخې خاوره د يوه داسې هېواد ايالت
وينې چې د تاريخ په اوږدو کې ئې د پښتنو په وژنه، سپکاوي، ظلم، بر بريت
او پر دوی باندې خپل تهذيب او کلتور تحميلول ورته د ثواب کار ښکارېده.
په
دولتي نشرياتو کې پښتو په اوړو کې د مالګې په مثال ده او کېدای شي چې
مخدوم صاحب هم دا لږ څه پښتو د همدې لپاره نه وي لېرې کړې. که د
افغانستان د راډيو اتلويزون او همدا راز د دولتي اخبارونو او مجلو د
ليدلو جسارت وشي نو تاسې ته به هم په ډاګه شي چې دغه د اکثريت ژبه دې
ځايونو ته لاره نه لري او لکه پخپله د پښتنو د پوهـ پوړ په شان
چې د
اطلاعاتو او کلتور وزارت وداني له بېرون څخه وينې او د
ور ننوتلو اجازه نه
لري. او که کوم يو دې ودانۍ ته ورغوښتل کېږي نو هغه د کار لپاره نه وي
بلکه د زورولو او محاکمې لپاره وي.
د
معاصر افغانستان په تاريخ کې به په لومړي ځل د رحمان بابا او لوی استاد
مرحوم الفت ورځ په داسې يو شکل نمانځل شوې وي چې په تجليل ئې د تقبيح
ګمان کېده.
دپښتو
د معاصر ادب د شپږم او آخري ستوري لوی علامه رشاد بابا د وفات په مراسمو
کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کومه ونډه واخيسته په هغې نه يوازې لر
او بر پښتانه خواشينې شوه بلکې د ټولو علمي او فرهنګي ټولنو د منسوبينو
د قهر او کرکې جذبات پرې را وپارېدل. که مخدوم او وزارت ئې لوی رشاد
بابا ته په اهميت نه قايلېږي نو دا په حقيقت کې لمر ته لاړې تو کول دي
چې بېرته د تو کوونکي پر مخ رالوېږي.
زه
نه پوهېږم چې زمونږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چا د کلتور نمايندګي
کوي؟!!! ......... زما وړانديز د افغانستان حکومت او په خاصه توګه
ولسمشر محترم کرزي ته دادی چې : يا خو دې د دغه وزارت نوم بدل کړي او
په " خانه فرهنګ ايران" دې ئې ونوموي تر څو نور افغاني فرهنګيان
ورباندې ونه غولېږي او يا دې هم دوه جلا وزارتونه جوړ کړي چې يو ئې د
کلتور وزارت وي او په سرکې ئې داسې اشخاص وي چې هغوی په واقعي ډول د
پښتنو کلتور ته کار وکړي او د اطلاعاتو وزارت دې نازولي مخدوم صاحب ته
پرېږدي چې بياد هغه خوښه چې اطلاعات چا ته ورکوي.
زه
دغه موضوع د ارواښاد الفت صاحب په لاندې شعر همداسې نيمګړې پرېږدم
..................
تر څو به پټوئ سترګې په دغسې کسانو
قلم پسې را واخلئ د وطن ويښو ځلميانو
ابو عماد کڅوال
ستوکهولم سويډن
|