کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)
 خادم کوچی

دستوماتو لوژۍ روغتون په شفاخانه واړول شو!!!


دجنګي کلا افغانستان په منځکوړکابل کې دپښـــتوژبې اوخلکو په حقوقوباندې يــوبل تېرى دبـــون داېتلافي حکومت د چنګېزي لښکروله خـوا وشودستوماتولوژۍدروغتون نـــوم په شفاخانه واړول شـــو.دخپلوتېروليکنوپه ترڅ کې موله پښتوژبې سره دبېپروايي،بېباکي اودوښنۍخبره راپــوته کړې وه په نن ليکنه کې ديوې بلې پښتولوحې دغورځولو اومسخه کــولوزېرى درکـــوم،ښايي دچنګېزخان دڅارويتـــوب،نه سړيتوب اوتېري خبـــرې ډېـــروخلکوپه کتابونوکې لـــــوستې وي، چنګېزي لښکروبه چې کلهپه کوم لري مخه کړه ويل کېږي چې ددغودڅــارويتوب له امله
به هــرڅه بدل شـــول خلک وژل کېدل،ښځې بې پتـــه کېدلې له په نارينه ووباندې ډول ډول تېري کېدل دخلکومالـونه لــــــوټ کېدل کورنه يې ورانول ددغوخلکودتېري له امله ووچې خلک به ددوى له ورسېدوڅخه وړاندې له خپلې سيمې څخه تښتېدل اوياداچې ددغولښکروپه وړاندې به لاس په ســر کېدل ددغو خلکودبرياليتوب نوغى همدغه د دوى نه سړيتوب وو.
که دهـــرې ورځې په تېرېدوســره درسمي اداروپه وړاندې دپښتولوحوبدلولوته وکتل شي باوروکړئ چې دچنګېزخان دتېري شپې اوورځې دپوهې دڅښتنانوپه سترګوکې داسې رډې بډې وګـــــــــــرځي دغه بې شرمي اوبې وايېتوب ســړي ته په ګوته کوي چې ځينې خلک دغـولښکروته سلامي شـــوي دي اوځينې بياددغــــــوخلکوله بېلارېتـوب څخه مـخ اړوي.
ددرويشت کلنې جګړې په ترڅ کې ښايي ډېرې بېباکۍاوبېپروايي شوې وي خـودغه اوسنۍيادنن ورځې بېباکي، بېپروايي اوپه يوه ژبه باندې تېرى ځکه ديادولــووړده چې دافغانستان خلکودټاکنوله لارې يـــــومشرتـــوب رامنځ ته کړى دى،دقانون جوړونې اوکره کوونې لـــه پــاره يې خپلې رايې ورکـــــړې دي قانــــون دخلک دبــرخــــــــــــواوحقوقود خونديتوب ژمنه ورکړې ده.داچې واکمنه ټولنه اوټولګى قانـــــون ماتوي اوياداچې
دقانون په رڼاکې دخپلوخلکوبرخې اوحقوق نه شي خوندي کولى ســـــړى نه شي ويلى چې ددغــــــه ډول واکمنې ټولنې مشرتوب به څه ډول قانونيت ولري،اوداچې دخپلوبرخـوياحقوقودخونديتوب له پاره خلک کومه لاره خپلي په هغوى
پــورې اړه پيداکوي.؟؟؟
دجمهوريت دروغتون دلوحې دبدلولوپه اړوندمې ديـــوې غونډې په ترڅ کې دروغتياوزيرته دخپلوخلکو د ټولنيزو اوژبنيوحقـوقـــوديادوونې اواندېښنوپه اړونديوليک ورکړ،له واکمنې ټولنې څخه بياهم زمـــــوږهيله داده چې زمــوږدټــــولنې ټـــولنيز اوژبني حقوق دې خـوندي کړي،اوکه داسې نه وي نـوپه څرګند ډول دې دپاتې راتلوبيانونه ورکړي.
 

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.