کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)
خادم کوچى ١٣٨٤دليندۍمياشت

په افغانستان کې دپښتنواوپه عراق کې دسوني عربانوپه برخوياحقوقوباندې سوداګري شوې ده!!!


لوېديزوال دخپل سياسي اغېزاوپدل دپراختيااوپياوړتياله پاره ډېرې خوندورې،زورورې اوښکرورې غورې دربې اوخبرې کوي ددغې نړۍمشرانوتل دخپلې واکمنۍاوسياسي ولکې دټينګولواوغځولوله پاره ببولالې ويلې دي،خپلوخبرواوخيالي نغاروته يې رنګونه اوخوندونه ورغوځولي دي،په خپلوخبروکې داسې مرچ مساله اچوي چې دډېروخلکوزړونه دخپلې خيالي واکمنۍپه لورورړنګوي،بل داچې له دغې نړۍسره پنځه ډالره موندل کېږي ځينې خلکوته خويې دخپلوسياسي ګتودخوندي ساتلواولاسته راوړلوله پاره ورکوي اوځينې بيادسخاوت اوښندنې تمه ترې لري هغوىداسې ګڼي چې ګواکي ټولوته به يې له يوې مخې ورکوي اوداچې څه ناڅه به دوى ته هم ورورسېږي.
په پخواوختونوکې دغومشرانوله شوروي لوري څخه وېره اوډارښکاره کاوو،دنړۍله دغه ځواک څخه يې بو،بلاجوړه کړې وه،تل به يې هڅه کوله چې شوروي لورى يونړۍخورځواک خلکوته وروپېژني،لوېديزوالومشرانوبه تل دوګړيزوبرخوګواکي دبشردحقوقونغاره ترنګوله ځينې هيوادونه،ټولنې اوخلک به يې په تېري اوزورزياتي پړه اوګرم ګڼل چې ګواکي دوى دخلکوپه برخوباندې تېرى کوي،خپل هيوادونه،ټولنې،خلک اومشران به يې دخلکودبرخوساتندويان اوسپايان ګڼل دغه خپل نړۍخورځواک يې خلکوته داسې ورښکاره کاووچې ګواکي دغه خلک اوهيوادونه که په نړۍکې نه وي نوخلک به ژوندي سره وخوري،همدغه دوى دژغورنې پريښتې وې چې زموږپه دغه وژونکې اوځورونکې نړۍکې يې ژونددرلود.
همدارنګه لوېديزوالوله څوکلونوڅخه راپه دېخوادنړيوال بازاراودډېموکراسۍسندره ځمځمه کوله داسې شعاراوببولاله يې خلکوته وراوروله چې دوى په نړۍواله کچه ازادبازارجوړوي اوپه نړۍ کې به ډېموکراسي راولي اوداچې په نړۍکې به له هغوډلواوخلکوسره همکاري کوي چې ددغودووستروکارونواوارمانونوپلويان وي،ددنګلې په دغه بهيراودوران کې دځينې پېښوله امله لوېديزوالوافغانستان ته راودانګل خوددې پرځاى چې ديادووشوخبرواوشعارونودپلي کولوله پاره په افغانستان کې دهغه چاملاتړوکړي چې په ډېموکرسۍاوازادبازارباندې باور ولري،دلوېدې نړۍسياسي مشرانو،له وسله والوډلواوخپل سروياغي جنګياليوسره په پټپټوني اوسوداګرۍلاس پورې کړ،دافغانستان دسياسي جوارۍدګټلوله پاره يې له هغوډلوټپلوسره خپلې ګوټې پټې کړلې چې دافغانستان دشلکلنې جګړې په ترڅ کې له بېلابېلولوريوڅخه مرستې ورسره شوې وې يانازول شوي وو،له جنګي دريځ اوجنګيتوب سره سره دغه ډلې شيندلې اوداسې ډلې وې چې له اېران،روسيې اودشوروي په خېټه کې له ځينې هيوادونوسره يې نېغ په نېغه يامخامخ سياسي تړاوولاره،اوداچې له دغوهيوادونوسره يې ژبنۍاونژادي اړيکه درلودله اودغو ډلو ټپلو دافغانستان  په خلکوديوې تشې واکمنۍخوب ليدلى وو.
دبون داېتلاف ياګډولې دجوړولواودباندېني اېرغل په شپوورځواووخت کې لوېديزوالوپاکستان هم يوډول تېښتې اوپه شاتلولوته اړکړ،هغوى ياپه ځانګړي ډول امريکايانوپاکستان ته خپل زورداسې ورښکاره اووښوده چې که دغه هيوادله دوى سره دوېرې اچونې په جګړه کې مرسته اوهمکاري ونه کړي نوبيالوېديزوال کولى شي چې دشوروي له ستانونوڅخه مرسته،ځمکه اوهډې وغواړي اودنړۍله دبل ځواک شوروي له لوري څخه دوېرې اچونې په پلمه اوبانه يوه داسې جګړه راپيل اوروانه کړي چې دنړۍدغه لورى هيوادونه اوخلک پکې وسوزوي دپاکستان له پاره ښکاره وه چې که دغه هيواددهغوى په وينادوېرې اچوونې اوتراګري په وړاندې دجګړې دريځ نه واى خپل کړى اودنړۍله هغه لوري څخه جګړه پيل شوې واى دغه هيوادله سترګواښ سره مخ کېدلى شوى ګوکي دشوروي هيوادونوله لوري جګړه پرې ورتپل کېدله.الوبل.
له بل پلوه داسې ښکاره کېدله ياانګېرل کېدله چې کلونه کلونه په افغانستان کې دپښتنومغروره ټولنه واکمني کوي اوداچې په دغه سيمه کې همدامغروره ټولنه دهرباندېني ځواک په وړاندې راپورته کېږي اوداوړتيالري چې دخپلې خاورې اوخلکودوښمنانوته ماتې ورکړي تردې چې دنابودۍکندې ته يې وروغورځوي.
سياسي پېښويوداسې بداوبدمرغه بهيررامنځته کړچې لوېديزوالومشرانوله اېران،روسيې،دافغانستان له نورو ګاونډي ستانونوتاجکستان،اوزبکستان اونوروتورکي نژاده هيوادونوسره خپلې داشنايي اوسوداګري اړيکې ټينګې کړلې،دډېموکراسۍاوملي حکومت دجوړولوپرځاى دجنګي ډلو،ټپلواېتلافي حکومت جوړکړل شو،دپشتنودريځ پکې کمزورى له پام څخه غورځول شوى ترډېره ځايه پورې پښتانه له پدل،اغېز،له اوراوزورلاندې راوستل شول،
دافغانستان سياست داسې خلکواوهيوادونوته وسپارل شوچې زموږدخلکواوهيوادپه وړاندې يې کلونه کلونه کرکه اوتوپيرونه پاللي وو.
همدغه ډول دسيمې په يوه بله ګوښه اوڅنډه کې دسوني عربانوپه وړاندې همدغه ډول دريځ اوچلندخپل کړل شوپه عربي عراق باندې دلوېديزوالوله لوري ځمکنىاوهوايي پوځي اېرغل وروړشودنوې نړۍلشکرکشي پرې وشوه دعراقي مشرتابه دحکومتي جوړښت اوعراق په ورانولوسره له هغوىڅخه حکومتي رول اوواک واخيستل شودلوېديزوالوسياسي اوپوځي لښکروپه مرسته داسې ډلواودسيمې هيوادونوته ونډه ورکول شوه چې په سيمه کې يې کلونه کلونه ددغوخلکواوهيوادپه وړاندې کرکه اوتوپيرونه پاللي اوکرلي وو.
دپېښودغه چلند،څرخاوي اوبهيروښودله چې دډېموکراسۍدپلويانوياډنډوره چيانواونغاره چيانونورهيڅ ونه کړل په خپلوهغوژمنوکې پاتې راغلل چې زموږله خلکواونړيوالوسره يې کړې وې اوياداچې کوي يې،يوازې يوکاريې وکړچې په افغانستان کې يې پښتانه وځورول پښتوژبه يې له ملي دريځ اوهوډڅخه راوغورځوله اودهغوعربوپه سيمه کې يې عربان وځورول چې کلونه کلونه لوېديزوالوله خپل سياسي اغېزاوپدل لاندې ساتلي اوراوستلي وو.


بريالي اوسئ.

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.