کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)
 خادم کوچی

داهم ملي سرودکېدلى شي
 

ډېروخلکوته پته ده چې دملي سرود دورلېږلـوپه بهيراو تـرڅ موږهم يوښکولى شېرورلېږلى وو، شېرځکه ورته وايم چې له شاربلوڅخه اخيستل شوى نــوم دى له بل چاڅخه مــونــه پــه لښکرکښۍ راوړى دى اونه په خيرات کې راکول شوى دى.
هغه ښکولى رنګين،غمګين،اوسپنيزاومسين شېرډېـرو خلکوخوښ کړى وو،خوخبره پکې داده چې دمشرانــــــواوهغه پلاوي پته ونه لګېدله چې دافغانستان دملي سرود دغــــــوره کولوچارې ورترغاړې دي اوداچې تراوسه پورې يې دسلګونو داسې شاعرانوشېرونه ردکړي اورټلي دي چې مـــوږغـــوندې
خلک دهغوى په زېري کې هم نه يو.
بله ايکاړه پکې داوه چې دغه شېرموږدنېټ له لارې ور لېږلى چې زموږهيوادته ډېروروستوراغلى دى ښايي ټکى، ټکى،ټکى ياښايي داسې چې خلاس کړى يې نه وي ځکــــه غټ خلک ډېــــرو،وړوکارونــوتــه وزګارنه وي اوداسې هـم کېدلى شي چې ددغې جرګګۍډېرغړي پــه پښتوژبـه ونــه پوهېږي اوياداسې هم کېدلى شي چې له دغې ژبې سره ډېره مينـه ولري تردې چې ورته کتلى نه شي.
دغه دى اوس يوبل سندريز،ګبين غوندې خوږڅوبنديز شېرخپلومشرانوته په دې هيله ډالۍکوم چې د دوئ معززينواومحترمينوطبيعت شريف داسې پرې وغوړېږي لــــکه يــــوه غـټ پــټ سړي ته چې څوغټې پټې انجوګانې په يوه ښکولي نــــوم باندې ورکړې اوياداچې يـــوغټ پټ خيراتګل ورکړې. په دغــه شېرکې هم دپښــتــون نومګوټى نه راوړم لـومړى داچې شېرپه پښـتـوژبـه ســرودانيده کوم نوهمدومره قدرې بس اوپوره ده چې ددغوغيرتيانو،تورياليان اوجنګياليانو په ژبه يوه ليکنه ګونجانيده اوفراګنده کړم.
اوبله هماغه زړه خبره ده ځينې ګاونډيان اوخلک نــه غواړي چې نن اوسباپه افغانستان کې پښتوژبه اوپښتانه ژوندولري نوپه ليحازا زه هيڅکله نشم کولى چې هغـوى دې خپه اولږ زره دقيت ورته پيداکړم.
دژبې په ادبياتوکې به هم لږ زره روايت پالنه اومېلمه يقينن چې وشي داسې څه به راوړل شي چې زمـــــــــــــوږ ګاونډيان هم پرې پوهه شي داځکه هغـــــــــوئ وايي چې پښـتـوژبه سخته ده اوبله لاداچې زموږګاونډيان سمدم نيم زموږپه هيوادکې خښ اودمږوي په شان ټکوهــــــل شوي دي،دهغوئ ارکوڼي،چرګې اوچرګوړي دلته دي هغوئ له موږسـره دلته ګډژوندلري زموږله پاره به دشرم خبره وي معقول کاربه نه وي،اوداچې ولې موږدغه زړورتـــوب او، جرعت اوشجاعت ځان ته ورکړوچې په خپلوادبياتــــــــــوکې مېلمه پالنه ونه کړواوياداچې لــه دوئ څخه خپل ادبيات را بېل کاندو،اوداخـــــــــــوراته ډېره دټکي،ټکي اوټکي خــبره ښکاره اوخداى مې دې په غبرګوسترګوړونداوپـــــه دواړو غــــوږوکوڼ کړي چې وفادارونه اوسم نوداچې ماتــه خلک وفادار ووايي زموږدشېرادبيات به هــــم کټ مــټ د دوئ د ادبياتوپه ډول اودود وي.
زمـــــوږشېربـــه مشارکتي ملي وي مــــــوږپه خپله به مشارکتي ملي يـــواوزموږ ژبه بــــــه مشارکتي ملي وي همدغه ډول دشېر لومړى بندبه دبل چاوي په هغه پســې به زموږرنګين اوګل ورين شېر پيل اواختتام کولى شي تاسوته څرګندوم چې په لومړي شېرکې مې هزارګان نه ووراوړي داځکه چې په ځانګړې ډول دهــزاره ګانــو، تاجکانواوځينې نوروتـــوکمونوترمنځ مــــذهبي ،ځينې نورتوپيرونه اوتــاوتــريخوالى شـــته موږپه وېـــره کې وو چې که د دوئ ترمنځ دجګړې دپيل له پاره پانګونه وشي دهمدغې پانګې په مرسته اوبرکت ډېره ژرد دوئ ترمنځ منځ شخړه پيداکېدلى شي نوکه د دوئ ترمنځ دجنګ اوربل شي وېرېږم چې زموږليکنه به پکې لولپه شي داوس له پاره به دټولـو کامونو،نومونه پکې راوړم خوکه په راتلونکي کې نـــــورڅــــوک زموږهيوادته راتلل هغوئ به هم په خپله ټــپه کې ځـــــان يـــادول غــــــواړي داځکه چې ديــوافغان نـــوم دټولوله پاره بسنه نه کوي دډېموکراسۍشپې ورځې دي زمــوږپه کورکې بايدکورکي وي اوپه ملي سرودبايد دهرسړي نوم اونوم .
( دشېر عين، وان اوسرليک دى مشارکتي ملي)
 


داغرونــــــــــــــه غرونــــــــــــه افغانســتان ده
تاريخ يې مــــــــالـــــــــــوم دربــــاريستان ده
تــــــورکمن ده وروڼـــــــــــوکه تاجـــــــــــــــکان ده
هــــــــــزاره ده وروڼـــــــــــــوکه اوزبـــــــــــــکان ده
عــــــــرب ده وروڼــــــوکه پشـــــــــــــه يان ده
بــــــــــــرى ده وروڼــــــــــــوکه بلــــــــوچان ده
ټــــــــــول ددغې ځمکې خـــــــــــــــاورې بچيان ده
داغــــــــــــــــــــــرونه غـــــــــــــــــرونه افغانستان ده
تاجک که اېرانيان ده زمــوږهمسايه ګان ده
داغـــــــــــــــرونه غـــــــــــــــــرونه افغانستان ده

لـــــــــــــــــــــــــــوېديزکه امــــــــــــــــــــــــــــــريکايان !!!!!!!
شـــــــــــــــــــــــــوروي که اېـــــــــــــــــــــــــــــــــــرانيان !!!!!!!
پــــــــــــــــــــه سياست کې لــــــــــــــــــــــروبــــــــر!!!!!!!
چې ککــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړنه شې په شــــــــــر!!!!!!!
الله اکــــــــــــــــــــــــــــــــــبـــــــــــــــــــــــر
الله اکـــــــــــــــــــــــــــــــــبـــــــــــــــــــــــر

 

 

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.