کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)
خادم کوچى ١٣٨٤دسلواغې اوومه نېټه

خراساني سرود
 

په کاري ډول هرچاته څرګنده ده چې پښتوژبه په سيمه کې په کوم سوراوموډکې ده؟؟ګواکي خراساني مشرانوتل هڅه کړې ده چې دپوهې ياناپوهۍله مخې په سيمه کې پاړسوژبه اودهغې ريښې پياوړې کړي،چې يووخت ددغې ژبې توپيري چلند،نژادپالنه،لاس وهنه،دواک نيونې سياست،پراختيااو اغېز ترهندپورې رسېدلى وو،ددغوهلوځلوپه ترڅ کې پښتانه له ټولوڅخه وړاندې دکاروان په سرکې تلل،دهندپه دربارونوکې پاړسوژبه غږول کېدله،همدغه ډول دافغانستان درباري واکمني،درباري ټولنه اودرباريتوب خودټولوخلکودسترګوليدلى مهال اوستاسوپه وړاندې ده.
له دغه څه سره سره وخت په مهال دپاړسوژبوهيوادونو اومشرانوله خوابيابياازېيلې هڅې کېږي چې په سيمه کې خپلې ژبنۍاوسياسي اغېزې له بېلابېلولاروڅخه پياوړې اوغښتلې وساتي،له همدې امله ده چې وخت ناوخت دغه مشران سره راټولېږي يوه خراساني غونډه جوړوي،داشونې وي چې په دغه ناسته پاسته اوراشه درشه کې دې خراسان ډوله اوموډه پښتانه مشران هم ګډون وکړي ترڅودنژاد،ژبې اودوديزواړيکودپاللو، ټينګولوژمنې پکې پياوړې اوغښتلې کړي،په دغه نيږدې کلونوکې داېرانيانوله خواددين اومذهب پالنې ببولاله لانوره هم پکې ورزياته اوشاربل شوې ده.
ښايي تاسوته يادوي اوکه نه!!درته يادول يې غواړم کله چې دپېنډۍاواسلام ابادپه غونډه اوپرېکړه کې ددويم مشرتوب پګړۍپه بدخشي مشرباندې ووهل شوه له واک ته رسېدنې سم يې دتاجکستان اواېرانستان په لوري ورغر،وهل په يوه منډه اودرګ سره يې له دغوهيوادونوسره دژبنيواوکلټوري اړيکودنيږدېوالي اويووالي تړونونه لاس ليک کړل،ديودين، يوې ژبې اويودودشاربتيزخراساني شعاراوسروديې سره سرودانيده او،وغږاوو.
دهمدغه ډول ناستوپاستو،راشه درشه مت اوبرکت ووچې دطالب دعربيزم له ماتې څخه وروسته داېتلافي اومشارکت حکومتونوپه څوکلنه دوره کې خراساني سرود،دخراساني افغانستان په راډيويي اوټلوېژني څپواوسمبوليکو غونډو کې وغږول شو،دخراسانيانوپه ويناداساسي قانون شلمه ماده په داسې وخت کې په داراوپرپه هواځړول شوې ده چې دمشارکت مشران اودډالري پارلمان غړي دپلي شوي قانون غوره دربه کوي،دپښتوژبي ملي سرود،ورواوپه ځنډجوړونه موږته راښيي لکه:دخراساني قانون شلمه ماده چې دقانون برخه نه وي.الوبل.
څوورځې وړاندې په خپرونوکې وويل شول چې دخراسان داېران عنوانه افغانستاني برادري حکومت مشربه له زړواوپخوخراسانيانوسره جرګه کېږي،سړى نه شي ويلى چې افغان مشرله دغې غونډې څخه څه هيله درلودله؟؟؟
داېرانستان اونوروپاړسيستانونوموخه خودلمرپه څېرروښانه ده هغوى په افغانستان کې دخپل سياسي،مذهبي،نژادي اوژبني اغېزته پياوړتيااو پرختياورکوي اوداچې له لوېديزسره دکرکې اودوښمنۍيوه څپه پالل اوراپورته کول يې يوه ستره هيله ده ،دهمدغه ارمان دپوره کولوله پاره دسيمې مشران دخراساني شعاراوسروددجوړولوپه لټه کې ووچې دلوېديزدګټوپه وړاندې يې وغږوي.
که له يوې خواپښتانه بدمرغه اوبدبخته خلک دي،له بلې خواځکه نېکشاګوم اوبختورخلک دي چې غليمان يې سره يوه سلايوه،خوله اوزړه نه دي،دنن پېښې داسې ښيي چې که اېرانيان اوامريکايان ياټول لوېديزوال سره يوزړه اويوه خوله وى نودغه خلک به يې له خپلې خاورې سره ژوندي خوړلي واى، له همدې امله ووچې دغې خراساني ناستې ته دمشارکت دمشر،ورتلل وځنډول شول.
زه بياهم په خپل هوډاوخپل ولس پېژندنه باندې ټينګارکوم چې پښتوژبه اوپښتون کام ددغې سيمې اونيږدې نړۍبرخه ليک بدلونکى بولم،له همدې امله بايدچې دوګړيز ياانساني کرامت له سيوري لاندې له دغوخلکوسره کاروشي دوى کولى شي چې ديوې سوله يزې اوکرارې نړۍپه جوړولوکې له نورې نړۍ سره مرسته وکړي.
 

ژوند.

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.