کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)
 خادم کوچی

 دحکومت څرنګوالى؟؟
 

په نړۍکې دحکومت جوړونې اوحکومت چـــلونې په اړوند ډېرې خبرې اوڅېړنې کېږي،زموږپه هيوادکې هم چې له څوکلن جنګ څخه وروسته دبون غونډه جوړه شوه اوخلکوته دحکومت هيلې پيداشوې په حکومت جوړونه باندې ډېرې خبرې او څېړنې کېدلې.همدارنګه دحکومت په برياليتوبونو اوناکاميوباندې خلک خبرې کوي دخلکوهيلې او اومېدونه راژوندي کېږي ښايي ډېر کم خلک وي چې هغوى دې په بشپړډول ناهيلي شوي وي. زموږخلکوپه زړه کې ګوړې ماتولې چې زموږ هيوادبــه اوس
دودانۍاوابادۍپه لورخپل مزلونه پيل کوي دسړکونودجوړولـو خوبونه موليدل، دښوونځيو د جوړولو دزده کړې ديوغوړېدلي او پرمختللي جــــــوړښت په خيالونوکې ډوبېدلواوزنګېدلودمــلي اردواوملي پوليس نـغاره اوډنډوره خودکارونوپه لومړي ســـراو بـنـدکـې وه.دمورشودې يې شه.
همدغه ډول له خپل سروکوماندانانو،زورواکانــو اوزورواکۍڅخه زموږدخلکواوټولنې دژغورنې اوخلاســـون شپې ورځې موپه سترګوکې غړېدلې يادهغوى دټولواغېـزود کمولواوله منځه وړلوپه اړوند موچورتونه وهل چې لـــــه څــــو کلنې جګړې څخه زموږ په برخه شوې وې.
زموږدټولنې يــوه ستره برخه کوچيان،په هيوادکې دننــه بې ځايه شوي اوباندېنيوهيوادونوته تللي کډوال په دغــه هيله وو خپل هيوادخپلوسيمواوځايونوته به په ستنه ځـواوخپل ژوندبه له سره پيل کوو. ګواکي خلک سمون راوستنې،جوړونې او دښــــه سوکالهژوندپه لورتللوته حکومت چلونه اوښه واکمني وايي.
دافغانستان دڅوکلنې جګړې په ترڅ کې پښتون مېشتو سيــموته ځکه ډېرزيان واړول شو،لومړى داچې دغه خلک دهيوادډېرى خلک دي،نوډېرخلک به ډېرزيانونه ويني، بــــل داچې دخپل ملا تــړ د پراخــــه کـولو له پاره دجګړې هريولـوري ددغوخلکوسيمې ته دخپلې لاس وهنې لاسونه ورغځول د همدغه ډول لا س وهنوله امله هم دغوخلکوته ډېرزيانــــــونه وراوښتـل کېدل .
له ېروستړوستونزواوکړاونوسره سره پښتنومشرانوله دربار اودرباري و واکمنۍســــره وخت په وخت خپله کرکه ښودلې ده، ښايي ددغه حکومت په جــــــوړولــوسره هغوى ته هـــم داهيلې پيداشوې وي چې اوس نودلشکرکشيووخت اومنان تېرشـــــــو د نړۍ پرمخ پوهنيزاودانټرنېټ دوردى اوس به نــوزمـوږخلک اوژبه، له مغلي لشکرکشۍڅخه وژغورل شي دلوېديزوالوپه راډالۍاورالېږدونکې دېموکــــــراسۍ چې دوى يــــــــې اوازې اوانګازې خپرې کړې وې له دغوډنډوروسره سم به هــرڅوک په افغاني ټولنه کې خپل ځاى ولري اوهرچاته به خپل بريدونه په ګوته کړل شي .
ياپه بله وينادلشکرکشۍ له چوکاټ اوجوړښت څخه به خلک راوېستل شي دډېموکراسۍ په جوړښت کې به،پېښې واچـول شي، ترڅوواک اوحکومت چلـــونه وده اوپراختياومومي.
دغه ډول ډېروکارونوته کاراوخدمت ويل کېږي،څـــوک چــې خپلوخلکواوخاورې ته خدمت کول غواړي هغوى به دغه ډول کارونـه کـــوي،دحکومت چلوونې مهارت نه شي بلل کېدلى. دحکومت چلونې مهارتـــونه ښايي په نړۍکې ډېرکارول شوي وي خوداېراني مشرتابه وروستى څوکلن حکومت يې يوه ښه نمونه اوبېلګه ګڼلىشودغودنر زامنوپه اېران کې دسمـو نونو،راوستلوژمنې خپلوخلکوته ورکولې،دپلمواوبانوپه مرسته يې څــوکاله په مهارت ســـره په اېران کې خپل حکومت وچلاوو دخلکوهيلې همداسې ژوندۍ پاتې دي چې سمونونه راوستل کېږي دغوښاغلودخپل حکومت څوکلنه دره په خوښۍاوخندا تېره کړله اوس يې دژرندې وارنوروسمون راوستونکوته پرېښودوخت به څرګندي چې دغه ښاغلي دخپلوخلکوبرخــه ليک په کوم لوري بيايي.؟؟؟؟
بلــــــــه ډېره ښه نمونه اوبېلګه يې دبون اېتلافي ياګډوله حکومت اومشرتوب کېدلى شي،له نېکه مرغه دخوښۍاو شکران ځاى دىچې دافغانستان دحکومت مشرانو هم د واک اوحکومت چلوونې مهارتونه زده کړي دي يادغه مهارتونه لري دلنډمهالې اومنځمهالې دورې واټن يې پـه ډېربري سره لنډکړ،ټاکنې وشوې دڅوکلن قانوني حکومت له پاره واک اوځواک پياوړى شو،ګواکي دوى کولى شي چې له قانوني پلوه څوکاله په ډاډه زړه خپل حکومت وچلوي دبــــــون دپروژې وروستى بندپالمان به جوړشي دپالمان له پاره به ودانۍ جــوړه شي،له هيوادونوڅخه به دافغانستان دبيارغاونې په نــوم مرستې راشي ګام په ګام به خلکوته دسمــــــــــونونوراوستلواو بيارغاونى ژمنې ورکول کېږي زموږ دخلکوټولنيز،ژبني حقوق اوبرخې به هـــــره ورځ له پــښـــــوڅخه لاندې کېږي زموږخلک او ټولنه به دښــې ورځې،ښه راتلونکي،سم سمکي اوسمونونو پـــه هيله اوتمــه وي حکومتي مشران،دواک څښتنان اودسباورځـې اتلان به په قانـــوني ډاډاو مهارت سره خپل حکومت او واکمني چلوي دهرې ورځې په تېرېدوســره به يې سياسي واک اواغېـز پياوړتيامومي.

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.