کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)
خادم کوچى ۱۳۸۵ د تلې اتمه

بياکډې بارېږي


دادهغې خپرونې نوم دى چې دخراساني ټلوېژنونوپه منځ کې دشمشادټلويژن دمين پاکانودادارې له خوادخادملاکوچي نوم په ليکنه پيل شوې وه.
دخراساني افغانستان يووتلي ژورناليسټ ددغه ټلويژن په نمايندګۍديوځل ليدلوخبرراکړ،له دغه ښاغلي سره مخ شوم دډېروګڼوخبروپه پاى کې راته وويل شول دکوچيانوپه ژوندپورې اړوندديوې خپرونې په جوړولوکې راسره کاراومرسته وکړه.
دراشه درشه اوخبرواتروپه ترڅ کې په ټينګارسره راته ويل کېدل څومره ژرچې کېدلى شي خپلې ليکنې پيل کړه،ښايي زماخويونه ډېروخلکوته مالوم وي په ترخه خنداسره مې ورته وويل:ښاغليه ترکومه ځايه پورې چې دافغانستان خلک اوپېښې پېژنوله سياست څخه رانيولې ترروان ژوندپورې ددغه هيواداوبازاري مشرانوپه ټولوکارونوباندې بې باورشوي يو،دافغانستان خلک ډېرې غټې غټې من من خبرې کوي ولې چارې اوکارونه يې دومره واړه واړه اوسپک دي لکه په خپله په دغه ټولنه کې ځينې خلک.الوبل.
دخپرونې له پاره ليکنې تيارې شوې دپروګرام په ډول اوڅرنګوالي پوهاوى وشودکوچيانوپه ژوندپورې اړوندپروګرام دشمشادټلويژن په پيکه ناپېژندلې پرده باندې ښکاره شودچاروپه دغه بهيرکې دنوروډېروډوډۍورکوافغانانوپه څېرزموږ دغه ښاغلى ژورناليسټ هم له خراساني سپېره، کنډراوکنډواله افغانستان څخه پښې سپکې اوکډه وکړه،وتښتېده،پسې واخيستل شواوکه وشړل شوپه خپله مخه ولاړ.
دبي-بي-سي راډيوديوې مرکې له مخې(بياکډې بارېږي)خپرونه څوارلس برخې لړۍاوکړۍجوړه شوه خودماين پاکۍدناخبره،ړچ ،ړوچ ګټيالۍکاروباري ادارې مشران په دغه چاره پوهه نه شول چې پروګرام څوک ليکي اوڅه ډول؟؟؟.
دخپل سري افغانستان خپل سري مشران دګرمې وړنه بلل کېږي څوکاله وشول چې دافغانستان دخلکودارزانه وينوپه مرسته دغومشرانوته وړياخوشې اوخيراتي پيسې،دباندې تللووس،اسانتياوې اولورېنه ورکول کېږي دډوډۍله پاره په دغه هيوادکې خپل غنم نه پيداکېږي خوله يوې اوبلې لارې څخه دموټروڅښتنان شوي دي.
تاسوپوهېږئ چې دکاروباري خلکوموندل هم اسانه اوسوکه نه وي يوستړى کاروي دشمشادټلويژن دمشرتابه دموندنې هڅې مې پيل کړې دراشه درشه په ترڅ کې يوه ورځ دادرې دلوى مشرپه درانه خدمت کې ومنل شوم يوڅه مالګه،مساله اوبازاري رنګونه پکې ښکاره کېدل،خوله بده مرغه په دغه من من،سروپښې،خپلواکه،خپلسرې اداره کې دټيټوخلکوله خوايوه بله ستونزه راوپنځول شوه،زه اړشوم چې يوځل بياهم ددغې کاروباري ادارې مشرتابه ته ورشم،دادارې دويم ښاغلى مشردښېنامې اوښېجامې څښتن بلل کېږي اوکه په خپله ځان بولي خودښاغلي داسې خړې،سپېرې،پيکه،پکې،پمنې رخېلې،تراشلې له هنرونوڅخه تشې بوسه کپلې خبرې وې لکه په افغانستان کې دلوېديزوالودډېموکراسۍدپلويانو لوګې بوګې کپلې جامې اوڅېرې.
وياړم چې په پښتني ټولنه ښځه دسولې سمبول ګڼل اومنل کېږي دماين پاکانوياشمشادټلويژن په اداره کې يوه سپېڅلې پښتنه مېرمن ددې لامېل شوه چې دماين پاکانوله ادارې څخه يې روغ رمټ راخلاس کړم،که دغه بي-بي نه واى خادملاکوچى به يې داسې شوکې پوکې داړلى واى لکه سپيوخوړلى.الوبل.
دشمشادټلويژن دکاروباري ادارې دشوکمارانوله خبروڅخه داسې ښکاره شوه چې ګواکي تاسوموږته يوخيال راکړى دى اوموږدهغې ايډيااوخيال په مرسته خپله خپرونه چمتوکوو!!!!.
د(بياکډې بارېږي)خپرونې ګرانومينه والو،خپلوبېوزله بېپوښتنې،بېبرخې خلکواو دوستانوته په خورادرناوي اوخواشينۍسره خبرورکول کېږي دکوم ارمان اوخدمت په موخه چې موږدغه خپرونه پيل کړې وه زموږدځينې ډېرواوتېروهلوځلوپه څېرله موږڅخه دخپلوخلکودچوپړاوخدمت دغه وخت هم واخيستل شواوس دخپرونې ټولې چارې په شمشاديانو،مين پاکانواودهغوى په يارانوپورې اړه پيداکوي.

برمن اوسئ.

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.