کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)
خادم کوچى۱۳۸۵ د وږي ۱۹ مه

دبون دشريکباڼواېتلافيانوله خوا د هغوى دشهيدانوورځ ولمانځل شوه.


دډلوسياست،دډلوواکمني،دډلواسلام،دډلولښکرکشۍاو لښکروېستنه ټول هغه نومونه دي چې افغاني ټولنه يې ټوټه ټوټه وېشلې،وژلې،ځورولې،کړولې ده دافغانستان له پېښوڅخه يې دناسورزخم اوپرهرجوړکړى دى داهغه ترخه ککړ،رټ،رټلي نومونه دي چې زموږخلکوته مرګ،ژوبله،ورانى،لوټمار، غلا،شوکه اوبديادونه ورپه زړه کوي.
ډلې،ډلبازۍ،ګونداوګوندي بازۍياپه ډلوټپلوپورې اړوندځينې جګړن،جنګيالي مشران،زموږپه ټولنه کې دزيان اړونکوميکروبونوپه بڼه اونوم پېژندل شوي دي،افغاني ټولنه ددغوښاغليوپه راڅرګندېدلو،يادولو،ستايلواوښکاره کېدلوسره راپارول کېږي،ځورېږي په وينه وينه،سروزخمونو اوپرهرونو باندې يې مالګه دوړول اوشيندل کېږي.الوبل.
دهندوکڅ ياهندوکوش دمرچل،غارونواوسنګرونوڅويارانو اوملګروته بياپه يوځانګړي مهال کې دخراساني افغانستان سياسي پلاز،ګدۍاوزموږدخلکوبرخه ليک ورسپارل شوى دى دنړۍمخکښو زورواکانو،زورورولوېديزوالودنګله درلودله چې دجنګي کلاخراساني افغانستان کابل به دټولوافغانانواونړيوالوله پاره دسولې کوراوکوره کى وي هلته به وسله نه وي له ټوپک اوجنګسالارانوڅخه به وسله اخيستله کېږي،جنګي کلاافغانستان به ديوبېلګيزاوماډرن هيوادپه ډول جوړېږي له ټولونه دخوند،شرنګ،ترنګ اورنګ خبره لاداوه چې په افغانستان کې به دډلوټپلوحکمراني نه وي دغه هيوادبه ديوې بريالۍ ډېموکراسۍپه لوراولاره روانول کېږي،دفغانستان په خلکوباندې يې دملي حکومت په نوم د ټګۍبرګۍيوتور،کرغېړن،کوټه ګډوله شريکباڼى اېتلاف ومانه.
دپنځوکلونوپه اوږدوکې دافغانستان دچاروباندېنيو لوېديزوالواوکورنيواېتلافيانوونه شوکولى چې دافغانستان له خلکوسره خپلې کړې ژمنې پوره کړى،دجنګي کلاافغانستان په نوم راټولې کړل شوې پيسې په سمبوليکواونمونه يي غونډو،په خېټه،(خ...)،ښکولاکرۍ، ډېکوريشن جنډوجوړولو،دکنډوالواوکنډرونوپه بيابيارنګولود(نوم دړو)ياپاړسي لوحوپه جوړولواولګولو ووېستل،ولګول اوورکې شوې،خوله بده مرغه نن هم دډلوټپلو،ځانځاني لړمانوخونړى نېښ دخلکوپه لورخوځول کېږي دځانځاني لمانځنو،پالنواوستايلوپدل زموږدخلکوله سرڅخه نه دى کوزشوى داسې ښکاره کېږي چې زموږخلک لاتراوسه پورې هم ديوچاپه لاس اومنګول کې دي.الوبل.
ډېرخلک په دغه انداوګرودي چې په افغانستان کې ټاکنې شوې دي يوډول جوړښتونه رامنځته شوي دي مشرتوبونو اودځينې اداروقانوني والي ته ګوته نيسي لومړۍ خواوچوخس پکې داده چې هرڅه دټوپکسالارۍ، وېرې،ترهې،پرچم،ستم اوسقاوۍله سيوري څخه لاندې شوي دي،بل داچې باندېنيولوېديزوالواوکورنيوشريکباڼو اېتلافيانودژمنوپه بدل کې له خلکوڅخه رايې اوهوکړې ترګوتوکړې دي هغوى په ګډه سره په يوډول سره زموږخلکوته وويل که موږومنئ،زموږحکومت ومنئ، زموږوزيرومنئ، زموږاداره اودادارې هريوغړى ومنئ،نوموږ به په افغانستان کې ډېموکراسي راولو،وسله به ټولوو،جنګي کلابه دنړۍدخلکوله پاره يوبېلګيزاونمونه هيوادجوړوو، دفغانستان خلکودغه هرڅه ياجوړکړي، جوړښتونه ورته وسپارل.
داچې لوېديزې نړۍاوکورنيوشريکباڼواېتلافيانوزموږله خلکوسره خپلې ژمنې پوره اوپه ځاى نه کړې دجنګي کلادبيارغاونې پيسې ورکې شوې بده لاداچې دافغانستان دخلکودڅوکلنې دورې دحکومت جوړونې هلې ځلې،هيلې اوامېدونه په سيندلاهوشول،وخت اومهال يې وزيانول شودافغانستان خلک په جګړه کې ښکېل اوککړپاتې شول ددغومشرانواوخلکوترمنځ کړې هوکړې،کړه،وړه اوکړيتونه پاى ته ورسېدل اوس هغه وخت اومهال راغلى دى چې خلکوهم له حکومت څخه خپل باوربېرته واخيسته دمشرتابه اوخلکوترمنځ کړې ژمنې ماتې شوې دټولوستونزو، مرګ،ژوبلې،وينې تويه ونې پړه اوګرمه به دباندېنيو لوېديزوالواوکورنيوشريکباڼواېتلافيانوپه غاړه وي.


مننه بريالي اوسئ.

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.