کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)
خادم کوچى ١٣٨٤دسلواغې مياشت

بدخشى مشرپه ولي باغ کې؟؟؟


ماغوښتل چې دبدخشي مشرپه باره کې يوڅه وليکم چې په ولي باغ کې وليدل شوخودخراساني افغانستان دمشرانوسپرونواوراشه،ورشه دومره پراختياوموندله چې يوپربل پسې دمېږيانوپه ډول په دغه لوري مات او،وخو ځېدل،سړى ګومان کوي چې په دغه سيمه کې بياڅوک خپله پانګه لګوي اودانه،مانه غورځوي ياشيندي له همدې امله ده چې سياستمداريان په تاوده پله،تودومنډوترړو،غورځو پرځو،الون بلون اوڅيړه ښکاره کېږي ټول دنړۍدګرم سېل په لوروپڼېدل.الوبل.
دبدخشان دمشردغه جماعه يي اسلامي اوځينې نوروډلو دژوندله پيل سره سم داخوانيت دنګله کوله خپل ځانونه اوجنګي ډلې يې دسيدقطب اومحمدقطب زامن او لمسيان اوميرات خواره بولل،دولي باغ مشران يې کام پالونکي دشورويانوپلويان اوددوئ داسلام ګواکي دمجاهدينود اسلام اړوک ډلې بللې،داځکه چې دغه جهادوال اوځينې نوردانجوګانوخاوندان مشران که نن له ډبل يو،بوش کاکاسره دي اودهغه په ډالروچلېږي يانورلوېديزوال پرې لورېينه کوي هغه وخت ددغو جنګيالانومشرانومبارکه اړيکه له مبارک رېګن شريف سره وه،ددغو جنګياليواودولي باغ دمشرانوسره يوځاى کېدل،خواخوږي اوخواله داسې کاربولل کېده لکه داوراواوبويوسره يوځاى کېدل.
خودسياستمداريانوپه ويناسياست ډېرپېچلى،پېچوخم اوکګلېچونه لري کله کله داسې هم پېښېږي چې دخپلو سياسي ګټوله پاره ځينې مشران دچايوله انګېټۍڅخه راپورته کېږي ياله لاس څخه رانيول کېږي ديوهيواددواک په ګدۍکېنول کېږي اوکله هم دغنموبدرګه ورسره بارېږي په جوماتونوکې منځول ورسره کېږي داسې سياسي ملاتړورسره کېږي چې په خوايې هيچاخيال نه وي کړى.
سړى نه شي ويلى چې پېښې په کوم لوري اودچاپه ګټه روانې اوچورلېږي خودسيمې دتېردوديزسياست او سياليوله مخې سړى په اسانۍسره پوهېدېدلى شي هغه داچې دغه خوځښت اونوښت له کوم لوري څخه پيل شوى دىچې دسيمې سياستوال يې سره نيږدې اومۍ،پۍلک، څک او يوځاى ناستوولاړوته هڅولي دي پوښتنه داده چې ددوئ دهلوځلومرسته څوک کوي لوېديزوال يې کوي؟؟دغه پېښې له پاکستان سره په يووالي اونيږدېوالي کې کېږي؟؟اوکه هغوى ددغه هيواددماتولواوځورولوله پاره دغه ډول سياست چلوي؟؟
اوکه بياهم په سيمه کې دشوروي،اېرانستان،نوروستانو نواوهندوستان غښته روانه ده،چې دغښتې دپياوړتياله پاره سياستوال دلانځکوپه ډول راپورته کوي،زموږدخلکو اوسيمې برخه ليک پخوانۍزمانې ته رسوي،ترڅوپه سيمه کې يوځل بيادسړې جګړې سيالي راپورته کړي،زموږخلک يوبل پړاواوکړاوته وسپاري.
دلته پښتون مشرتوب ياپښتانه مشران يادول غواړم خويوازې هغه څوکسه نه يادوم چې دپښتنوپه نوم سياست کوي،هغه ټول پښتانه مشران يادوم چې دپښتنوله ټولنيزواوژبنيوبرخوسره زړسوى اوخواخوږي لري،هغوى بايدپه دغه ډول سياسي غورځوپرځواوراشه درشه غلت نه شي له هرچااوهرلوري سره زموږناسته ولاړه اونيږدېوالى بايدددې له پاره وي چې زموږدخلکوبرخې اوحقوق ورکول شي،دنړۍددغې ځمکې پرمخ به څوک وي چې موږته خپلې ژبنۍاوټولنيزې برخې راکړي،موږ ته سړک،ښوونځىاوروغتون راکړي،زموږژبې اوخلکوته درناوى ولري دانساني ژونددتېرولولارې چارې راسره خپلې کړي.


بسيااوسئ.

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.