کـــــــــــــور
اکمل  فاروقي  د ۲۰۰۵ م کال د اګست د مياشتې ۱۹ مه
 

 له خپلواكۍ پرته ژوند په كارنه دى

 

خپلواكي ډېره سپيڅلې اوخوږه كلمه ده. په خپلواكۍ كې ژوند دژوند په څېر وي له خپلواكۍ پرته ژوندنه مړينه ښه وي .افغانستان داسې يوهيواد دی چې  د تاريخ په اوږدوكې يې له خپلې خپلواكۍ څخه په ډېره مېړانه دفاع كړې اودهريرغلګر په وړاندې يې داسې مبارزه كړې چې په نړۍ كې يې سارى نه دى ليدل شوى . سږ كال موږدزمري دمياشتې په ۲۸ نېټه يوځل بيا له انګرېزانو څخه دخپلې خپلواكۍ ورځ لمانځو . سږ كال به افغان ولس له انګرېزي يرغلګر ځواك څخه دخپلې خپلواكۍ ۸۶ كاليزه دخپلواكي دسمبول په توګه ياده كړي  .

 

په كال ۱۳۹۸ هجري لمريز كې چې د۱۹۱۹ ميلادي كال سره سمون خوري انګرېزانو له افغان لښكرڅخه داسې ماته وخوړه چې په پايله كې يې انګرېزانو چې هغه وخت يې په امپراوطورۍ كې لمرنه ډوبېده دلومړي ځل لپاره ديوه اسيايي هيواد خپلواكي په رسميت وپېژندله اوپه هغه پسې دنړۍ هيوادونو له انګرېزانو څخه دخپلې خپلواكۍ اخستل پيل كړل .

 

افغانانو نه يوازې انګرېزانوته بلكې دروسانو سرې امپراطورۍ ته هم ماته وركړه اودافغانستان له خپلواكۍ نه وروسته دمركزي آسيا اوختيزې اروپا نوروهيوادونو هم خپلې خپلواكۍ واخستي . مانا داچې افغانستان دتاريخ په اوږدوكې دنړۍ هيوادوته دخپلواكۍ درس وركړی اوهريرغلګرچې دافغانستان دنيوو تكل وكړي ، ددې سيمې غيرتې اوپه خپلواكۍ مين خلك به انشاالله هغه ډول ځواب وركړي چې دتاريخ په اوږدوكې يې نورو يرغلګرو ته وركړى.

 

موږ ولې دخپلې خپلواكۍ له ورځې يادونه كوو؟  اوولې هغه لمانځو ؟ هغه په دې خاطر چې اوسني نسل اوراتلونكي نسل ته دا روښانه كړو چې دخپلواكۍ په لاركې سرښندنه اوقرباني نه ضايع كيږي اونسلونه به په هغه وياړي كه چېرې هرنسل دخپلواكۍ دلاسته راوړو لپاره قرباني وركوي نو راتلونكي نسل ته به دوياړ سبب وي .

 

هوكې!  دخپلواكۍ لپاره سرښندنه اوپه دې لاركې هره پايله ښه وي . كه چېرې په مبارزې اوجهاد سره خپلواكي لاس ته راشي نو  داخپله ستربرى اولاسته راوړنه ده اوكه چېرې په دې لاره كې څوك خپل ژوند له لاسه وركړي بياهم ستره بريا ده ځكه يو خو، له خپلواكۍ پرته د ژوند كولو خوند نه وي اومړينه ترې ښه وي اوپه دې هغه څوك پوهيږي چې دخپلواكۍ په ارزښت اوپه خپلواكۍ كې دژوند كولو په خوند  پوهيږي ،اوبل داچې راتلونكى نسل به په ده وياړي  اوخداى به هم ترې راضي وي .

 

راځئ چې دخپلواكۍ لپاره له هيڅ ډول سرښندنې نه ډډه ونه كړو اوپه دې لاره كې هرڅه چې لرو ويې نه سپموو .

 

ځينو خلكو ته به  داپوښتنه پيداشي چې څه ډول له خپلواكۍ پرته ژوند نه مړينه بهتره وي ، يوه ډېره ساده بېلګه يې هغه مرغۍ ده چې په قفس كې اچول شوې وي اودقفس له يوه لوري نه بل لوري ته ځان وهي . نو تاسې خپله ديوې په قفس كې بندي او په ازاده فضا كې الوتونكې مرغۍ په تفاوت ښه پوهيږئ ،سره له دې چې په قفس كې پرته مرغۍ به دخوړو اوڅښلو لپاره هرڅه لري . خوبيا هم په لوږه او تنده كې په ازاده فضاكې الوتل خوښوي  .

 

هغه دشاعرپه وينا :

وږی تږى پروت په خپله بوريا ښه يم

نه دتخت  دپاسه   ناست   دبل  كره

 

په پاى كې خپلې خبرې په لاندې څلوريزه پاى ته رسوم :

 

ټپي تن كې مې سره وينه په غورځنګ شوه

چې ناره بياپه افغان باندې  دننګ   شوه

تم به نه شې اى غليمه بيا په سيمه                          

درنه توره دغيرت ګوره په شرنګ شوه

                                          
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !