|
محمد آصف (خواتي)
دافغانستان اووه مصيبتونه
دا دهغه په زړه پوری
مطلب سرليک دی چې په يوه بلجيمي معتبره ورځپانه کې چاپ اودري ژباړه يې
د٢٨ – اسد ويب پاڼه کې خپره شوېده ليکوال دافغانستان دا مصيبتونه (
وروسته پاتې والی ،بې امني ،طالبان ،جنګ سالاران ، قومي شخړې ، ترياک
،ناتو ) ګڼي٠ پدې مقاله کې دافغاني ټولنې داوسني وضعيت رښتينی اوواقعي
انځور ورکړل شوېدی خوددې مصيبتونو د پيداکيدودعلتونو اوعواملوپه هکله
څه ندي ويل شوي ممکن ليکوال د دې مسئلې دڅيړلو اړتيا اوضرورت نه ليده
يا داچې دځانګړو ملحوظاتو له امله يې ندي غوښتي د هغې سره تماس ونيسي
،ځکه چې د دې مصيبتونودمنځته راتګ عوامل نه يوازي دهيواد په ننه کې
بلکې په بهر اوحتی داقيانوسونو نه هغې خواه کې ليدل کيږي اود يادولو وړ
ده چې بهرني عامل د دې مصيبتونو په منځته راتګ کې اکثراً ټاکونکی او
پريکنده رول لوبولی دی چې همدا اوس اوس دخارجي عامل ټاکونکی رول
دافغانستان په سياسي ، فرهنګي اوپوځي ژونداوحتی ورځنيو چارو کې لکه
دلمر په شان څرګند دی ٠ پدې ليکنه کې غواړم دهغه څه په هکله لنډه تبصره
وکړم کوم چې دپورتني مطلب ليکوال بايد ځواب ورکړی وای يعنې داچې ولې
اوکله دا مصيبتونه زموږپه هيواد کې راپيداشول ؟ که څه هم پدې هکله ډول
ډول او مختلفې څرګندونې شوي خو اکثراً داتبصرې اوڅرګندونې داسې بڼه لري
چې داخلي عوامل په تيره دځانګړو څيرو ،سياسي اوپوځي کړيو دمنفي اوهغه
هم دسياسي ملحوظاتو پر بنسټ ترسره شوېدي اوډيرې يې تبليغاتي بڼه لري
اودهغې بهرنيو عواملو ته لازم پام ندی راګرزول شوی ٠ څرنګه چې پورته هم
ورته اشاره وشوه ددې مصيبتونو په منځته راتګ کې دپرديو اوپه تيره دسترو
اوشتمنو هيوادونو رول اوځای ټاکونکی اوپريکنده پاتې شويدی اوغواړم دې
اړخ ته دګرانو لوستونکو توجه راوګرزوم که څه هم د داخلي عواملو له رول
څخه سترګې نشي پټيدلی٠
په نوموړې مقاله کې دافغانستان لومړی مصيبت وروسته پاتې والی ښودل شوی
دی ،په رښتيا هم افغانستان ددې مصيبتونو دراڅرګنديدو مخکې يوله ډيرو
وروسته پاتې هيوادونو څخه شميرل کيده اوکله چې سردار محمد داود د پوځي
کودتا له لارې قدرت ترلاسه کړ او ديولړ مترقي پروګرامونو
اواصلاحاتودپلي کولو هڅه يې پيل کړه بنسټپاله اوپه شاه تلونکو کړيو د
دې اصلاحاتو پر ضد چې د پرديو دملاتړ نه برخمنې وې ودريدلې
اوتخريبکارانه هلې ځلې ( ناروا تبليغات، بغاوتونه ، اړې دوړې،کودتايې
هڅې ) پيل کړې دا هم ديادولو وړده چې محمد داود ته دپخواه نه په لويديځ
کې په ښه سترګه نه کتل کيدل اوهغه يې (( سور شهزاده )) ګاڼه يعني داچې
هغه دژورو انقلابي بدلونونواودشوروي پلوی شهزاده شميره اوکله چې هغه
واک ته و رسيد دا خبرهغوی ته ښه پيغام نه وو نو دلته دا حکم کيدای شي
چې دبنسټپاله ډلو څخه د لويديځې نړۍ د سترو هيوادونو او په سيمه کې يې
دانډيوالانو اولاس پوڅو هيوادونو لکه پاکستان ملاتړ منطقي بريښي چې
دافغانستان دې مشر ته ستونزې راپيداکړي اوهغه دپيل شويو اصلاحاتو نه
راوګرزوي ددې ادعا ثبوت پدې کې جوتيدلای شي چې دې جمهوري نظام ضد ډلو
ته په پاکستان کې پناه ورکړل شوه اوهلته هغوی ته لازمه پوځې زده کړه
ورکول کيده٠ په افغانستان کې دثور دوسله وال پاڅون وروسته چې په هيواد
کې د خپلواکه سياست دپر مخ بيولو ، ژورواوډيرو چټکو بدلونونو لړۍ پيل
شوه دهغې سره جوخت دنوې واکمنۍ خلاف مخالفتونه هم قوت وموند اولويديځ
اوپه تيره ګاونډيو په افغانستان کې دبې ثباتۍ اوبې امنۍ په راوړلواوپدې
توګه دپيل شوو ژورو اوهر اړخيزه بدلونونو د درولو هڅې ګړندۍ کړې چې
دټولوامکاناتو ا و وسايلو ( سياسي،اقتصادي ،تبليغاتي ، جاسوسي
،دورانکاره ډلو روزنه ...) څخه کار اخيست چې څرګند مثال يې کيدای شي
دافغاني سوداګرو دهغو مالونو د توقيف يادونه وشي کوم چې په ١٣٥٧ – ١٣٥٨
کلونو کې د پاکستان په بندرونوکې پاتې وواوڅوورځې مخکې وروسته له پنځه
ويشتو کلو د هغې دراليږدولو پريکړه وشوه ٠ دا د پاکستان د دولت هغه
افغاني ضد دريځ ښيي چې په هغه وخت کې يې دافغانستان د دولت پرضد نيولی
وو،ترڅو سوداګر د نوې واکمنۍ پر ضد راوپاروي اواقتصادي ستونزې يې
لانورې هم زياتې کړي د ورانکارۍ اودولتي ضد فعاليتونو کوم چې هيواد يې
په کنډواله بدل کړ اود دې فعاليتونو افغاني طراحان چې په پاکستان
اوايران کې ميشته وو اودې طراحانو کولای شوی په قدر اوعزت سره په
لويديځو او د سيمې په هيوادونو کې دسوکاله ژوند اوفعاليت شرايط
برابرکړي او دې شتمنو هيوادونو د مشرتابه سره ليدنې کتنې وکړې
داڅرګندوي چې دافغان دولت مخالفين دلويديځو شتمنو دولتونو د ملاتړ څخه
برخمن دي ددې ډلو مخالفت چې دهماغه پيل نه وسله واله بڼه درلوده
اودهيواد دروزنيزو،علمي ،اقتصادي اوعام المنفعه مؤسسوپه ورانولو اوله
منځه وړلوکې خلاصه کيده وينو چې نتيجه يې داشوه تر څوهيواد په کنډواله
واوړي ٠ دهماغه پيل څخه دوخت زبرځواکونو ،شتمنو اوګاونډيو
هيوادونوغوښتل چې دبې ثباتۍ په منځته راوړلو اوددولت دکمزورولو له امله
دورانکاره اوپه دوی پورې تړلو کړيو له لارې خپل اغيز اودريځ پياوړی کړی
يوه اړخ يې دوسله والو مخالفو ډلو په سمبالولواوددولت دنفوذ دساحې
دمحدودولو له لارې هلته خپل نفوذ پياوړی کاوه اوبل لوری دټولونړيوالو
نورمونو اودښه ګاونډيتوب په پام کې نه نيولو سره په افغانستان پوځی
يرغل وکړ دې خاينانه يرغل مخالف لوری ته داپلمه ورکړه چې دافغانستان
دخپلواکۍ دلاسته راوړلو په نامه خپل ملاتړ مخالفو وسله والو ډلو ته
بربنډ کړی اوپه ښکاره توګه هغوی ته خپل پوځې اومالی کومکونه زيات کړی
چې پدې توګه افغانستان دلويو شتمنو اوګاونډيو دولتونودسيالۍ په ډګر بدل
شو بې امنيتی اوزورواکی دافغانستان په برخه شوه ، دبې امنيتۍ په راتګ
سره چې دنورو مصيبتونو مور اوسرچينه شميرل کيږي زورواکان چې نن ورته
جنګ سالاران وايی واکمن شول دهغوی تر واک لاندې سيمو کې دکوکنارو کښت
اوقاچاق رواج مونده، دا زورواکان چې ډيره کي يې دسواد دنعمت څخه بې
برخې او يا کم سواده وو دقوم اوژبې يا مذهب په نامه يې خپلو ډلوته نور
را جذبول چې نتيجه يې اوس وينوچې دا قوماندانان په ځواکمنو جنګ
سالارانو اوښتې ،شخصي اردوګانې لری اوهغوی دې چې امنيت ته ستر ګواښ
جوړکړی ،دوی دی چې دکوکنارو اوترياکودکښت څارنه کوي ، دهيرويينو
دجوړولو بهير تر کنترول لاندې لری اودهغو په قاچاق کې دنړيوالې مافيا
سره په تړاو کې دي ،دوی دې چې قومې شخړو اوبې اتفاقيو ته لمن وهي ٠
طالبان دادې مجاهدينو عقيدتی ملګري چې ددې جنګ سالارانو دلومړی واکمنۍ
اوخپل منځی جګړو اوشخړو اوانسانی ضدکړووړو له کبله ددې ډلو اودهغو
تنکيو زلميانو څخه چې د پاکستان په دينی مدرسو کې روزل شوی وو ديوه
غورځنګ په نامه راڅرګند شول اودعربې ارتجاعی دولتونو په بيساره مالی
مرستو اودپاکستان دادافغانی دولتونودنه پخلاکيدونکو مخالفينو پخوانی
کوربه هيواد په مستقيم ملاتړ واک ته ورسول شول نن امنيت ته ګواښ جوړوی
چې دنورو مصيبتونو تر څنګ بل ستر مصيبت دی چې افغان اولس ورسره مخامخ
دی٠ طالبان چې دپخوانيو جهادې ډلواودپاکستاني ديني اومذهبي مدرسو څخه
راپيداشوی مصيبت وواودهغوی سره يو ځای دنورو بهرنيوتروريستی ډلو شتون
چې دشوروی پوځيانو سره دمقابلې په وخت کې يې دلويديځ ملاتړدرلود اوهغه
وخت اتلان شميرل کيدل اودنړيوالو حالاتودبدلون په نتيجه کې چې نړی يوه
قطبی شوه هغوی نړی ته ګواښ ښکاريده دترهګرۍ ضدنړيوالې تلوالې له خواه
خو دجنګ سالارانو سره په هماهنګۍ کې دواک څخه ګوښه اويو ځل بيا جنګ
سالاران ،هغه جنګ سالاران چې افغان اولس يې په خپلو کړووړو تر پوزو
راوستی وو اوطالبان يې دسولې دکوترو په نامه ومنل بيا ددې سترو اوشتمنو
دولتونو او په سر کې دامريکې دمتحده ايالاتو په مټ واکمن شول او دناتو
قواوو په شتون کې پر افغان اولس حکم چلوي اودنوموړې مقالې ليکوال داجنګ
سالاران اونورې ناخوالې چې افغان اولس ځوروي اودهغې څخه يادونه وشوه
دافغانستان لپاره مصيبت ګڼي ٠ که چيری پورتنيو ذکر شوو کرښو
اودافغانستان دغميزې بهيرته ځير شو وينو چې په أفغانستان کې دسلطنت
دنسکوريدو اودجمهوري نظام دتاسيس نه وروسته چې دهيواد دهراړخيز پرمختګ
په خاطر عملې ګامونه اوچت کړل شول سترو هيوادونو خپلو اهدافو ته
درسيدوپه خاطردنړی په دې سيمه کې دبې ثباتۍ هڅی پيل کړی چې نتيجه يې
ددې اووه ګونومصيبتونوپيداکيدل دی چې نن يې ټول دروند بار دافغان اولس
په اوږو پروت دی داچې ددووميليونو په شاه اوخواه کی يې افغانان قربانی
شول ديوميليون نه زيات يې معيوبان دی ، زياتره خلک دجګړې اوزورزياتۍ له
امله روانی اوروحی ناروغي لري ،هيواد په کنډواله واوښت اواوس هم دا
اولس دبې امنيتۍ دمعلول ( وروسته پاتې والی ،جنګ سالاران ، طالبان ،
قومی شخړې ،ترياک ،دناتو پوځ ) له مصيبتونو سره لاس اوګريوان دی وينو
چې ددې مصيبتونو عامل په بهر کی ليدل کيږی ٠ په مقاله کې ليکوال چې
دافغانستان له تاريخ سره آشنا ندی راغلې چې هيڅ کله دهيواد ميشته
قومونو سوله ېيز ژوند نه درلود کوم چې هيڅ واقعيت نلری ددې هيواد په
تاريخ کې داسې پيښه نده شوی چې دقومونو اويا مذهب په نامه دې دهيواد
ميشته قومونه سره جنګيدلی وی کومې جګړې چې په دې هيواد کې شوېدی دقدرت
پر سر سيالۍ وې چې دهيواد قومونو ددې يا هغې امير ترشاه ولاړې وې ٠
يوازې پدې وروستيو دريولسيزو کې کله چې په افغانستان کې دکړکيچ اوبې
ثباتۍ په خاطر دزبرځواکونو سيالی چې دسړې جګړې ددوران محصول دی پيل شوې
په لوی لاس اوديوه مخکې طرح شوی پلان له امله قومي اختلافونوته لمن
ووهل شوه چې د١٩٩٢ کال وروسته پيښې اوپه اولس کې دقومونو تر منځ
دموجودې بې باورۍ اوبې اعتمادۍ حاکمه فضا يې څرګند مثال دی چې هغې ته
بيا هم زورواکان او جنګ سالاران لمن وهي، کوم چې دخپلو خارجي
بادارانوپه استشاره يې پلې کوي٠ دا چې نن افغانستان ددې مصيبتونو سره
لاس اوګريوان دی هيڅ شک اوترديد نه ليدل کيږی اوددې مصيبتونو عوامل په
بهر کېليدل کيږی نو چاره څه ده ؟ زما له نظره يوازينی لاره اوچاره داده
چې اوسنی منتخب جمهور رئيس چې نړيوال پراخ ملاتړ ورسره موجود دی ددې
مصيبتونو څخه دافغان اولس دژغورلو په خاطر اوچت اورښتينی ګامونه پورته
کړي يعنې داچې :
- دامنيت دټينګښت لپاره د ملي مسلکي اردو،پوليس اونوروامنيتی
مؤسسودجوړولو کار ګړندې کړي چې له يوې خواه هغو ی باوري امنيت ټينګ کړي
اوله بلې خوا دناتو دځواکونو شتون ته اړتيا نه وی اودهغو ډلو خوله وتړل
شي چې دخلکو دملي اومذهبې احساساتو څخه دپرديو دوتلو په پلمه ناوړه ګټه
اخلي چې پدې ډله کې هم طالبان راځي او هم نورې ډلې چې ظاهرأ دبهرنيو
ځواکونو شتون نه مني،
- هغه ډلې اوزورواکان چې شخصي اردوګانې اومليشې لری اوهغه پر قومي
بنسټ جوړې شوې دی لغوه اوهغوی چې په تولنه کې قومي اومذهبې مسئلو ته
لمن وهي قانوني برخورد وکړی ،
- دکوکنارو دکښت ، قاچاق پرضد يوهراړخيز پروګرام طرح شی اوهغه
چارواکي چې پدې ناوړه کارکې ککړ دی دقانون منګلو ته وسپارل شي،
- په هيواد کې دموضوعه قوانينو دتطبيق کلکه څارنه وشي ٠ همدا راز
چارواکو، ټولوسياسي کړيو ته ښايي چې دافغاني غميزې څخه زده کړه اونتيجه
ګيري وکړي ، دپرديو داغيز څخه ځان خلاص او دويجاړوطن دبيا جوړولو
اوآبادولوپه خاطر يو بل ته دګډ کار لاسونه ورکړي ، نور نودپرديودطرحواو
پلانونو دپلې کيدو وسيله نشي اونړيوالو ته داپه ګوته کړي چې هغوی دې
افغاني ټولنې په ناورين کې شريک ،انساني اواخلاقي مسئوليت لري چې
افغانستان خلکوته ددې ناورين دناوړه عواقبو څخه دوتلو په خاطر هراړخيزه
مرسته وکړي اوخپلې کړې ژمنې چې په پرله پسې توګه يې په دې دريو کلونو
کې زمزمه کوي عملي ګامونه پورته کړي٠
يادونه : ګران لوستونکي کولای شي دنوموړې مقالې ژباړه په لاندې پته
ولولي ٠
www.28-asad.com
محمد آصف خواتی
|