د مقالو لومړی مخ

کـــــــــــــور

 

دپښتو ليکدود په اړوند خاصې لارښودنې:


ليکوال: اروا ښاد صديق الله رښتين


1. د ( مې، دې، پرې، ترې ) اوداسې نورې کلمې چې په پای کې سپک زېر لري، تل په کوچنۍ (ی )) ليکل کيږی. د ( چه) توری هم د وينا له مخې ( چې ) ليکل په کار دی.
2. د ټولو پښتو کلمو سپک پېښ په ( واوګی ) ليکل کيږی. لکه : بوخت، لومړی، کوچنی، پوښتنه.
3. د پښتو( ښ ، ږ ) به په هغو کلمو کې ليکل کيږی، چې هلته په اول کې د ( خ، ش) او په دوهم کې د ( ګ،ژ) غږونه موجود دی، لکه: ( ښځه، پښتو، غاښ، غوږ، ږيره، ږمنځ او نور).
4. په ټولو افعالو کې د مصدري (د) پرځای، راتلونکي ((ږ)) دغسې (ږ)) ليکل کيږي او په (ګ ) يا ( ژ ) يې ليکل غلط دی. لکه: پاڅيږې، ځليږې، دريږې، ودريږه او نور.
5. د تلل او وتل مصدرونو حاليه فعلونه په پښتو ( ځ) ليکل کيږی. لکه: ( ځې، وځې، راځه، پورې وځې، کښې وځې، تير وځې)
6. د پښتو ټول افعال چې د سرينه ( و) په زياتولو جوړيږی، په هغو کې له(٠ و) سره د ( الف) ليکل غلط دی، لکه : وکوت، وليد، وګوره، وخوره. يادونه: د لرې پښتو نخوا ليکوال ( او کوت) ليکي، مګر دا کوم ګرامري اساس نه لري .
7. ټولې مطلقې ماضي ګانې د مفرد مذکر غايب د پاره په موقوف صورت، يعنې بې له (( د،ی، و)) ليکل کيږي. لکه : وکوت، وغورزيد، وچليد. د ( وليدې، وليدو، وليدلو ) شکلونه پرېښودل شوې او ناوړه ګڼل شوی دی.
8. په هغو کلمو کې چې د (( ر، ز، ج) درې واړه تورو غږونه موجود وی، هلته يوازې (( ژ)) ليکل کيږی. لکه: ژمی،ژبه، ژور، ژړا، پېژندل. او (( جمی، زمی ، جړا ، زړا ، جبه ، زبه )) يا دغسې نور ليکل ښه نه دی.
9. په کومو کلمو کې چې د پښتو د (ځ) پر ځای، په پاړسي کې يا د پښتو په کومه بله لهجه کې (( ج)) موجود وي، هلته د پاړسي ((ز)) ليکل سم نه دی، بلکې په پښتو (( ځ)) ليکل په کار دی. لکه: ( ځوان، ځای، ځنګل ، ځار) چې په پاړسي کې د ( جوان، جای، جنګل ) او د پښتو په بله لهجه کې د (( جار)) په صورت ويل کيږی.
10. د ( ځنډ، ځله، ورځ ) او داسې نورې کلمې د پخواني ليک په اساس په ( ځ) ليکل کيږی.
11. په کومو کلمو کې چې د (( څ)) په ځای د ((چه)) لهجه موجوده وي، هلته د (( څ)) ليکل په کار دي او په ((س)) باندې ليکل غلط دی. لکه: (( څوک، څانګه)) ولې چې بنګښ خلک، ورته ( چوک ، چانګه ) وايي، نو (سوک او سانګه ) ليکل سم نه دی.
12. د لرې ماضي ضمير ونه په دې وروسته ډول ليکل په کار دی: (وم،وو، وې، وئ، واست، ؤ، وه، وې ).
13. د (( شول)) د مصدر فعلونه په دی ډول ليکل کيږی: (( وشوم، وشوو، وشوې، وشوئ، وشو، وشول، وشوه، وشوې ).
14. د ( زه، زما ، زمونږ، زموږ) ضميرونه د (( هوز )) په ((ز)) سره ليکل کيږی. که په پښتو (( ځ)) وليکل شی، نو دا مر له فعل (ځه) سره التباس پيدا کوی.
15. د ( لمبه، خمبه، چمبه، تمبل،سمبل ) کلمې په (( م)) ليکل په کار دی او په (ن) باندې (( لنبه،...... تر اخره )) ليکل سم نه دی.


 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !