دستګير خروټی
ــ ډنمارک،
د ۲۰۰۵
م کال دمارچ درېيمه
کرکه، باور او روغه جوړه
د
روغې جوړې لاره د باور په پلونو تېرېږې، خو کرکه ددي پلونو د ړنگولو
وسيله ده.
ټولنه پېژندونکي او اروا پېژندونکي په دې هکله په يوه خوله دي چې “
کرکه” د يوه گروپ انسانانو اوياد يوه انسان په وړاندې د يوه منفي دريځ
او احساس درلودل دي. کرکه د بنسټ پالنې بنسټ دی.
په يوه متل کې ويل کيږي چې کرکه د ناپوهۍ بچی دی. کرکه د انسانانو پر
ضد د هر ډول زورياتي او بربريت ته ورته عملونو د توجيې وسيله ده.
کرکه د انسان او يا انسانانو په وړاندې يو منفي دريځ دی چې په بې
بنسټه، کاذبواو غولونکو معلوماتونو تکيه کوي. کرکه د يوه سړي او يا
واړه گروپ تلني او چلند ته عاموالی ورکوي او ټول هغوی چې له دې سړي او
يا له همدې گروپ سره په دې او هغه ټولنيز بنياد اړيکي لري ملامت او د
مجازاتو وړ گنل کيږي. په تاريخي لحاظ دا دی د قبيلوي سيستم ځانگړتيا
ده. د کرکې په کار کې “ عام کول ” کوم چې پخپله يو بې بنياد شی دی
لوی رول تر سره کوي او همدا “ عام کول” دي چې د يوه ځانگړي انساني
گروپ په وړاندې زورزياتي ته قانونيت ورکوي. په افغانستان کې همدا
منطق وو چې د انسانانو په سرونو يې د ميخونو ټکوهل توجيه کول.
“ ټول مجاهدين جنايت کوونکي دي “ ، “ ټول پرچميان او خلقيان قاتلان دي
“ او “هر طالب بنسټ پال دی “. دا او دې ته ورته حکمونه د “ عام کولو”
په دروغجن منطق توتکيه کوي. په نازياو کې هم منځ لارې وو او يوشمېر خو
هڅه کوله چې نړۍ د هيتلر له شره وژغوري.
“ عام کول “ د کرکې او ټولنيزو واټنونو د ايجاد کاذب خو يو پياوړی
بنسټ دی. په افغانستان کې په رښتيا هم ډېر څه شوي دي. دلته لويه غميزه
او يوه هر اړخيزه تراژدي منځ ته راغلې. ددې تراژيدۍ هغه برخې چې دقومي
او مذهبي کرکو په بنياد را منځ شوي طبعي ړندو پېښو ته ورته والی لري،
کومې چې نه پوهيږي څه کوي او نه پوهيږي چې ددې کار پايلې به څه وي. په
افغانستان کې د انسان په لاس جوړې شوې څونامې په لسگونو زره انسانان،
په سلگونو کلي او په لسگونو ولسوالۍ او علاقدارۍ له ځان سره يوړې. کابل
په هغه اندازه چې کرکې او جگړې ړنگ کړ، يوې ړندې او کڼې طبعي پېښې
نشوای ړنگولای. د بحر هند د دسمبر د مياشتې څونامې د ړنگولو او وژلو
کار د زلزلې د اوبو دپياوړيو څپو پوسيله تر سره کړ، خو دلته په
افغانستان کې د انسان په لاس جوړې شوې څونامې دا کار د اور په لمبو
وکړ.
کرکې او جگړې په انساني تلفاتو برسېره دافغاني ټولنې اقتصادي، ټولنيز،
اداري، دولتي او قانوني سيستم ړنگ کړ او دا د يوه هېواد له پاره تر
ټولو بې سارې غميزه ده. په افغانستان کې سياسي، حقوقي او قضايي
جوړښتونه له منځه ولاړل او په هېواد کې د واک او قانون خلا منځ ته
راغله.
يوې بلې مسئلې ته هم پاملرنه په کار ده او هغه “ يوشان کول” يا “
یکسان سازي” ده زه يو ځل بيا په ټينگار سره وايم چې نه يوازې
افغانستان کې، بلکې په نړۍ کې هم هر ډول “ یوشان کولو” په بنسټيزه
توگه ماتې خوړلې ده. د يو شان کولو تفکر او مکتب په هر نوم او هره بڼه
چې وي د استبداد تفکر او مکتب دی.
افغانستان د “يوشان کولو” له پاره نه دی جوړ شوی. يو شان کول د
افغاني ټولنې له جوړښت او طبعيت څخه يو بېگانه شی ده. سره ددې چې په
افغانستان کې د “ يوشان کولو” هڅو لوی او لوی تراژیدي منځ ته راوړې، خو
هيڅکله يې بری نه درلود. يو شان کول د دموکراسي، د پلوراليزم په تېره
بيا د سياسي پلوراليزم او زغم درلودلو نفي کول دي. همدا دم يو شمېر
سياست کوونکي په افغانستان کې د “ ژبې” او “ قوم” په بنسټ د
“ يوشان کولو” وېره خپروي، په غونډو او مجلسونو کې په دې هکله ويناوې
کوي. په عمل کې دا پارونکی او کرکه ايجاد کونکی سياست دی. دا زوړ،
گواښونکی او د واټنونو د جوړولو سياست دی او دا اولس غولونه ده. د
يو شان کولو د هڅو مخه په پارونو او غولونو نه نيول کيږي. ددې استبدادي
هڅو د مخنيوي يوازنۍ لاره په افغاني ټولنه کې د درېو اندېښنو پياوړتيا
اوبيا د هغوی واکمن کېدل دي.
۱- ټولنه د سياسي واک يوازنۍ منبع ده.
٢- سياسي واک يوازې د اکثريت د ارادې په بنسټ قانونيت پيدا کولای شي.
٣- په ټولنه کې د ښځو په شمول ټول اوسېدونکي برابر حقونه او
ازاديگانې لري.
دا به په ټولنه کې د سياسي پلوراليزم او د اپوزسيون له شته والی، په
سياست واک کې دخلکو د عملي گډون اود قانون په وړاندې د اوسېدونکو د
برابرۍ له چارې سره مرسته وکړي.
نه موږ دومره ښه وو چې فکر مو کاوه او نه دوی دومره بد
وو چې موږ ويل.
د افغاني غميزې په هکله نه يوازې افغانان ليکنې او څېړنې کوي، بلکې په
نړۍ کې هم په دې هکله ډېرې ليکنې اوڅېړنې شته دي. پرون افراطي ډلو،
واک پالانو، هغوی چې واک ورته خپل مالکيت ښکارېدو او غوښتل يې د همېشه
له پاره په واک کې پاتې شي د جوړ جاړي په مخالفت کې ويل “ موږ څه
ډول کولای شو له خپلو اصولو تېرشو”، “ موږ څه ډول کولای شو په خپلو
اصولو معامله وکړو” او” موږ څه ډول کولای شو په مقابل لوري باور
وکړو”، “ موږ يوازې له هغوی سره روغې ته چمتو يو چې زموږ اصول را سره
ومني او موږ ته راشي “ ، خو نن چې په واک کې نه دي وايي: “ دا موږ نه
دي کړي “ “دا هغوی کړي چې د ناخوالو او غميزي پړه يې په غاړه ده”. د
افغاني غميزې په اوږدېدو او ژورېدو کې همدې درېځونو ( موږ په خپلو
اصولو معامله نه کوو، موږ له خپلواصولو نه تېرېږو) لويه ونډه درلوده.
يوشمېر افغانانوپه دې هکله ډېر پنډ پنډ کتابونه ليکلي دي. په يو
شمېردې کتابونو کې هڅه شوې بې له دې چې له ځانه يې پيل کړي، بې له دې
چې ځان انتقاد کړي او بې له دې چې د پېښو يو سم انځور ورکړې د پېښو او
ناخوالو بار او مسؤليت په مقابل لوري ورغورزوي. همدارنگه هڅه کيږي د
پېښو مسئوليت په بشپړه توگه په بهرنيو لاملونو ور واچوي. بې له شکه په
افغاني غميزه کې بهرنيانو پياوړی رول درلود، خو ددې مانا دا نه ده چې د
داخلي لو بغاړو رول د مقدسو غواو رول وو. زما په نظر دا نه يوازې بې
انصافي ده، نه يوازې د پېښو د يوه لوري ليدل دي، بلکې په لوی لاس د
پېښو تحريف کول هم دي. د پېښو په څېړلو کې د سمپتي او انتي پتي تر
اغېزې لاندې راتلل د يوه علمي چلند په ځای يو کوږ او له غرضه ډک چلند
دی. د تېرو څو کالنو پېښو او تاريخ ته د خپلو گټو، گروپي گټو، کينې،
کرکې او د نورو د ملامت کولو له کړکۍ نه کتل به هيڅ درد هم دوا نه
کړي. د شوروي په زمانه کې بلشويکانو د روس د تاريخ په گوندي کولوسره
څه لاس ته راوړنه درلوده، چې دلته به يو شمېر د پېښو په تحريف کولو
سره څه ترلاسه کړي؟ زه په دې باور يم چې تېر تاريخ نه بايد د
مصلحتونو، کينو او ځان غوښتنو قرباني شي او هر څوک په بشپړه بې طرفۍ
سره په دې کار کې برخه واخلي.
په افغانستان کې د څو وروستيو کلنو ناخوالې ديوې او دوو ليکنو کارهم
نه دی. دا ژوره څېړنه او هر اړخيز را سپړل غواړي. ډېرو بنسټيزو پوښتنو
ته تر اوسه ځواب نه دی ور کړل شوی، خو په دې برسېره هر څوک حق لري د
غميزي په هکله ليکنه او څېړنه وکړي او دا کار بايد وشي. څومره به ښه وي
چې موږ خپل تاريخ په خپله وليکو، خوکله چې د يوه انسان او په هغه باندې
د قضاوت کولو مسئله منځ ته راځي دا بيا د ځانگړو وگړو په ځای د قانون
کار دی. يو څوک په جنايت او قتل تورن کول ددې او هغه وگړي، ددې
او هغه ليکوال کار نه، بلکې د قانون اود يوې خپلواکې محکمې کار دی.
د بشري حقونو د نړۍ والې اعلاميې په يولسمه ماده کې ويل کيږي:
(( هر څوک چې په يوه جزايي جرم سره متهم وي تر هغه چې د قانون له مخې
په يوه ښکاره محاکمه کې مجرم ثابتيږي په کومه کې چې د هغه د مدافعې له
پاره ټول ضروري تضمينات برابر شوي وي، َبې گناه بلل کيږي.))
يوې بلې مسئلې ته هم بشپړه پاملرنه په کار ده چې انسان د حقونو او
آزاديو تر څنگ د کرامت او عزت
څښتن هم دی. د انسان کرامت او عزت د انسان د حقونو او آزاديو په
اندازه له تېري څخه خوندي پاتې کيږي. او هيڅوک حق نه لري چې د انسان
په کرامت او عزت تېری وکړي او يا هغه توهين او بې ځايه تورن کړي او
ورته په ټيټه سترگه وگوري..
هو! خبره په کرکه ده. کرکه د انسانانو تر منځ له “ توپيرونه “ ( رنگ،
قوم، مذهب، ژبه، باورونه ...) کوم چې طبعي دي په منفي توگه کار اخلي.
په بل عبارت کرکه دا “ توپيرونه “ د يوه انساني گروپ د ټيټولو او
دوهمه درجه کولو لامل گرځوي. په امريکا کې (
KU KLUX KLAN (KKK
چې د وژلو، تښتولو او سوځولو اوږد تاريخ لري خپل کار د کرکې په بنياد
پيل کړ. هغوی ويل: (( موږ له تورپوستو کرکه کوو، موږ له يهوديانو کرکه
کوو...)) په هندوستان کې د کاست سيستم
Untouchables
چې د نژاد پالنې يوه شرموونکې بېلگه په همدې کاذب منطق تکيه کوي. په
جنوبي افريقا کې د تور پوستو په وړاندې د اپارتايد چلند هم په همدې
منطق ډډه لگوله. د کرکې په کار کې يو بل کاذب بنياد هم “دگمونه “ (
ايديالوژيک دگمونه) دي چې لوی ړنگونکی او وژونکی رول تر سره کوي.
کرکه هغه وخت وده کوي او بری تر لاسه کوي چې دگمونو وکولای شي يوه
ټولنه په “ موږ “ او “ دوی “ ووېشي او دلته په طبعي توگه د “دوی “ په
وړاندې دريځ او احساس منفي بڼه غوره کوي. په افغانستان کې کرکې يو ځل
د طبقاتي دگمونو او بيا د قوم، ژبې، مذهب او سيمې په بنياد و لمسول
شوې. ددې کرکو پایلې په بې سارې توگه ړنگونکې او وژونکې وې اوجبران کول
به يې په تېره بيا په سياسي، ټولنيزه، فرهنگي او روانې برخه کې اوږده
موده و غواړي.
کله چې کرکه پراخيږي او کله چې کرکه بر لاسې وي، د زغم او روغې جوړې
تاثير کوچنی او کمزوری کيږي. لامل يې دادی چې د کرکې د بري په صورت د
مخالف لوري له خوا گواښ په مصنوعي توگه ډېر لوی ښودل کيږي تر څو د
مخاليفونو په ضد د خپلو وروستيو وسيلو په کاراچولو ته قانونيت ورکړي
او دا د جگړې او وژلو په مانا دی. اختلافونه او ټکرونه يوازې د افغاني
ټولنې ځانگړتيا نه ده. په هره ټولنه کې اختلافونه او ټکرونه شته دي. خو
مهمه خبره داده چې شته اختلافونه او ټکرونه په سمه توگه وڅېړل شي او
وپېژندل شي، د دواړو اويا څو لورو دريځونه او گټې درک شي او بيا ورته د
ديالوگ، خبرو، بحثونو اود سياسي لارو پوسيله اول د باور پيدا کولو او
بيا د روغې جوړې کولو لارې وموندل شي. په افغاني ټولنه کې له
پرمختگونواو لاس ته راوړونو سره سره تر اوسه هم باور کمزوری دی. په دې
ټولنه کې څو گونې او څو اړخيزه بې باوري شته دی. د تفاهم او روغې جوړې
په کار کې باور د يوه بنسټ په توگه عمل کوي. د باور له ايجاد پرته به
هر تفاهم او روغه لنډ مهاله او ماتېدونکی وي. کرکه هغه څه نه ده چې
سړی يې لري، بلکې هغه څه ده چيې سړی يې اخلي.کرکه د انسان طبعي او فطري
ځانگړتيا نه ده. کرکه په ټولنه کې دټولنيزو، فرهنگي او مذهبي
جوړښتونو محصول دی. ماشومان له کرکې سره دنيا ته نه راځي. ماشومان يو
د بل په وړاندې کرکه نه لري.د ځينو پوهانو څېړنې څرگندوي چې له ماشومان
سره له اوه کلنۍ وروسته د کرکې پيدا کېدل پيل کيږي. ماشومان هم د هغه
فرهنگ او روزنې محصول دي چې په کې ژوند کوي او په کې لوېږي. په
افغانستان کې د کرکو ډولونو او د هغو پايلو په څرگنده توگه وښودله چې
کرکه رښتيا هم هغه څه ده چې ايجاد کيږي او سړی يې اخلي او تر څو چې په
ټولنه کې نابرابري او بې عدالتي وي کرکه به هم وي.
اوس
پوښتنه داده:
د کرکو ادامه او يا په کرکو غلبه؟
کله چې د کرکې، ټکرونو او اختلافونو په هکله خبرې کوو ذهن ته مو د “
زغم” ، “ روغې جوړې “ “تېرېدنې” “ بخښنې “ او” پښېمانۍ ”
مفهومونه هم راځي.
دزغم په هکله دلته د فرانسوي ليکوال ولتر يوه په زړه پورې خبر ه
رايادوم. هغه وايي:
((زه په بشپړه توگه ستا د نظر مخالف يم، خو زه چمتو يم قرباني ورکړم تر
څو ته وکولای شې خپل نظر ووایې))
دا د نورو او د نورو د نظرياتو په وړاندې د زغم تر ټولو ښه بېلگه ده.
ولتر د نورو نظريو په وړاندې زغم درلودلواو منلو ته يې ځکه چمتو وو چې
د کومې ايديولوژۍ پېروي يې نه کوله. ايديولوژي د زغم تر ټولو بد دوښمن
دی. موږ په افغانستان کې وليدل چې دواړو چپې او ښۍ ايديولوژۍ د نورو او
د بل ډول اندېښنو د لرونکو په وړاندې څومره له غُصي او زورزياتي ډک
چلند درلود. د دا ډول چلند دليل دا وو چې د ايديولوژۍ پيروانو ځانونه
تر هر چا پوه بلل او حقيقت خو يې خپل مالکيت گاڼو.
روغه جوړه هغه وخت ضرورت پيدا کوي چې اختلافونه موجود وي، ټکرونوموجود
وي. بې له اختلافونواو ټکرونو روغه جوړه او مصالحه هم بې مانا کليمې
دي.
روغه او جوړه د دوستانو او همفکرانو په ځای د مخاليفونو او دوښمنانو
تر منځ کيږي. په روغه جوړه کې دا او يا هغه لوری نه ټولې غوښتنې تر
لاسه کولای شي او نه ټول شيان له لاسه ورکوي. يا په بل عبارت روغه جوړه
هغه حل دی، چېرې چې لوری نه هر څه له لاسه ورکوي او نه هر څه لاس ته
راوړي. روغه جوړه د اختلافونو د حل هغه لاره ده چې لوری د خپلو غوښتنو
يوه يوه برخه له لاسه ور کوي. همدارنگه ويل کیږې چې
(( روغه جوړه د کېک د وېشلو هغه هنر ته ويل کيږي چېرې چې هر لوری فکر
کوي چې دوی د کېک لويه برخه تر لاسه کړه.)) په روغه جوړه کې پرنسيپ دا
نه دی چې يو لوری دې هر څه غواړي خو د هیڅ شي ور کولوته دې چمتو نه وي.
په وروستۍ لويه جرگه کې يو شمېر وگړو د بدماشانو په دود هڅه کوله هر څه
تر لاسه کړي او خپلې غوښتنې په نورو ومني.
توکويل وايي:
(( که ټول شيان وغواړې او هيڅ شی لاس ته رانه وړې،که هيڅ شی له لاسه نه
ورکوې او ټول وبايلې.))
په روغه جوړه کې کېدای شي دوه لوري وي او همدارنگه کېدای شي څو لوري
وي. د دو لورو په وجود کې روغه جوړه آسانه او غوښتنې هم کمې وي، خو که
لوری زيات شي روغه جوړه هم پېچلې بڼه غوره کوي اوغوښتنې هم زياتيږي.
په افغانستان کې روغه جوړه دا دوهمه ځانگړتيا لري. دلته لوری ډېراو
غوښتنې هم زياتې دي.
په افغانستان کې به د روغې جوړې او تفاهم بری هغه وخت وي چې ددې هېواد
هر سياسي گوند، هر قوم، هر مذهب او هره ډله او تنظيم د زورزياتي
دکلتور، دټوپک او دوښمنۍ په ځای په سوله کې د گډ ژوند او له يوبل سره
په سياليو کې جوړونکې او سوله ايزه لاره غوره کړي او یو د بل په وړاندې
له درناوي او زغم څخه کار واخلي. له بده مرغه تر اوسه هم يوشمېر سياسي
ډلې، تنظيمونه او گروپونه يو بل ته د دوښمنانو او خاينانوپه سترگه
گوري. همدلته ده چې سياسي سيالۍ دمنځنيو پېړيو د زړو پرنسيپونو تر
اغېزې لاندې راځي او د توربوگنيو په دود تر سره کيږي. اوس هم له بده
مرغه خپل رول او تاثير ساتي. په سياسي سياليوکې موخه د سيال له منځه
وړل نه، بلکې له هغه څخه د ښې تگلارې په درلودلو او د اوسېدونکو د
ملاتړ په گټلو سره بری تر لاسه کول دي. سياست لوبه ده او هر څوک چې
هوښيار او زيرک وي او هر هغه څوک چې د فرصتونه د ښې پېژندنې وړتيا لري
او له هغو څخه د گټې اخستلو پياوړی مهارت ور سره وي دا لوبه گټي.
سياسي لوبه د واليبال او فوټبال دلوبو خلاف د سيالانو په همکارۍ هم
تکيه کوي.
له بده مرغه د افغاني ټولنې په سياسي کلتور کې د استبداد او
زورزياتي د پياوړي تاثيرله امله سياسي سيالۍ او سياسي لوبه نه يوازې د
گوندونو تر منځ، بلکې پخپله په گوندکې د ننه هم يو دبل د له منځه وړلو
په چاره تکيه کوله. ز موږ په گوند کې خو د سياليو تر ټولو ښې او بريالۍ
وسيلې يو په بل پسې وژنې اوکودتا گانې وې. همدارنگه د روغې جوړې بری
په کلکه ددې غوښتنه کوي چې روغه جوړه له يوې خوا له دموکراسۍ او له
بلې خوا د هغو لاملونو له درک کولو او څېړلو سره په تړاو کې وده او
پراختيا ومومي، کوم چې په افغانستان کې يې لوی او هر اړخيز ناورین
منځ ته راوړی. ددې خبرو موخه داده چې دموکراسي او روغه جوړه يو له بل
سره په گډه کولای شي په ټولنه کې د تضادونواو زغم، د اختلافونو او
سازش کولو، د څوگونيتوب او سوله ايز گډ ژوند او همدارنگه د ملت او
دولت، د قومونو او مذ هبونو، د اقليت او اکثريت تر منځ د اړيکو د تنظيم
کولو دنده په ښه توگه تر سره کړي اود پرونيو ناخوالو سمه څېړنه او
پېژندنه به راتلونکو نسلو ته ددې امکان ورکړي چې د ورته ناخوالو د
پېښېدو مخه ونيسي.
دلته د اورگويه د يوه فرهنگي شخصيت خبره راوړل غواړم هغه وايي:
((که اورگويه وکولای شوای په يوه دموکراتيک او ازاد هېواد بدل شي، وده
او پراختيا وکړي او د پوځي ديکتاتورۍ په ناخوالو غلبه وکړي، لامل يې دا
وو چې د روغې جوړې او دموکراسۍ ضرورت درک شو او د مخالفو ځواکونو تر
منځ د سوله ايز گډ ژوند عملي امکانات منځ ته راغلل... بې له دې چې تېر
وير شي هغه بايد درک او وپېژندل شي او راتلونکې د داسې دموکراتيکو
بنسټونو په بنياد جوړه شي، چېرې چې نه يوازې په بشري حقونو تېری
ناممکين شي، بلکې د دموکراسۍ او بشري حقونو بشپړه واکمنۍ ټينگه شي.))
روغه جوړه بايد د هغو هڅو، دريځونو او اندېښنو بشپړه نفي وي چې له
نوروسره سازش کولو ته چمتو نه دي، د نورو په وړاندې د تېرېدو وړتيا
نلري او په اصطلاح په خپلو اصولو معامله نه کوي. دا ډول وگړي ټولو
شيانوته يوازې د تور او سپين په سترگه گوري او د نورو رنگونو په
ليدلوکې بې وسه او يا نه غواړي چې ويې گوري.
همدارنگه دوی د انسان او ټولنې د بدلېدونکي حالت په پېژندلو کې هم پاتې
راغلي دي. دواړه انسان او ټولنه په همېشني بدلون کې دي او هيڅکله هم په
يوه حالت نه پاتې کيږي. که انسان او ټولنه په همېشن بدلون کې نه وای،
نو نن به نړۍ او تاریخ هم په دې شکل نه وو.
په افغانستان کې د پښېمانۍ او بخښنې پياوړی دود شته دی.. د پښېمانۍ د
نشتوالي مانا داده چې هيڅ نه دي شوي، خو په افغانستان کې ډېر څه شوي
دي او په دې صورت کې به د پښېمانۍ د نه ښودلو مانا به دا وي چې “ زور
حق دی “ او هغه څه چې زورورو کړي حق وو اوقانونيت يې درلود!!. همدا
دليل دی چې زورور جگې غاړې گرځي او د خلکو او ټولنې په وړاندې ځان ته د
سر ټيټولو اجازه نه ورکوي.
پښېماني ښودل او بخښنه غوښتل شهامت او مېړانه ده. د نړۍ په نورو
هېوادونو کې مشران او گوندونه په ډېر زړورتوب او مېړانه خپلې
نيمگړتياوې په گوته کوي او ځان انتقاد کوي. د بېلگې په توگه به دينگ
سياوپينگ را ياد کړو. نوموړی په چين کې د اقتصادي بدلونونو په موقع د
چين د کمونست گوند تېر سياستونه غيرعلمي، ضد ملي او ړنگونکي وبلل او له
ځانه يې هم انتقاد وکړ. حکومتونه او گوندونه هم د وگړو په شان تېروتنې
کوي، خو مهمه داده چې پوه شي او خپله چلند انتقاد او سم کړي.
د افغاني ټولنې ثبات، وده، ټولنيږ پوهاوی او د دموکراسۍ پراختيا په
بشپړه توگه درناوي، تېرېدنې، پښېمانۍ ښودلو او بخښنې کولو ته ضرورت
لري. که تېرې دوښمنۍ او وسله والې سيالۍ خپل ځای تېرېدونو او بخښنې ته
ور نه کړي ديوې دموکراتيکي ټولنې جوړول به ناشونی کار وي. پام مو وي چې
دافغاني ټولنې په وړاندې دغرونوپه شان لوی او لوی چلېنجونه پراته
دي.يوه لحظه هم بايد لمړيتوبونه هېر نشي.
راځئ د يوې لحظې له پاره فکر وکړو که په جنوبی افريقا کې له يوې خوا
ملي گوند په خپلو کړو پښېماني نه وای ښودلې او له بلې خوا نلسن مانديلا
خپلو پرونيو دوښمنانو ته بخښنه نه وای کړې په دې هيواد کې به څومره لوی
انساني ناورين منځ ته راغلی وو، د وينوڅومره لوی حمام به جوړ شوی وو او
د بدل اخستلو په صورت کې به د جنوبي افريقا برخليک څه وو. نلسون
مانديلا په احساساتو، بدل اخستلو او زورزياتي غلبه وکړه او دسولې او
دوستې لاره يې غوره کړه.
مانديلا هغه چا ته لاس ورکړچې پرون د اپارتايد د نژادي سياست چلونکی
او دده د زندان ساتونکی وو.
مانديلا وايي:
(( ما د جنوبي افريقا پخوانی سپين پوستی ولسمشر فردريک دکلرک چې زه يې
په کلنو له ازادۍ څخه محروم کړی اود نژادي تبعيض او د تور پوستو په
وړاندې د زورزياتي کک پلوی وو په غېږ کې ونيو، همدا شان د زلوگانو
مشر، کوم چې گواښ کړی وو چې د سپين پوستو ښي لاسې افراطي ډلې سره به په
يووالي کې په ټاکنو کې ز ما د بري مخه ونيسي .))
د روشنفکرانو ونډه
موږ روشنفکران دنده لرو د نړۍ، د نړۍ د پېښو او د پېښود ودې او لوري
او په نړۍ کې د همېشنيو چټکو بدلونونو په پيوسته توگه څارنه وکړو. نړۍ
په بې ساري چټکۍ سره بدلون مومي. ډېره اړينه ده چې روشنفکران خپله
ټولنه وپېژني. د افغاني ټولنې د پېژندنې کار ډېر ستونزمن او پېچيلی دی.
دا ټولنه تر اوسه هم په سمه توگه نه ده پېژندل شوې. په دې کار کې نه
يوازې وگړي، بلکې گوندونه، سازمانونه، انستيوتونه،
K.G.B, CIA
او سيميزې جاسوسي ادارې هم پاتې راغلي دي. دا د افغاني پوهانو او
روشنفکرانو دنده ده چې افغاني ټولنه، ددې ټولنې باالفعلي او بالقوه
ستونزې، ددې ټولنې مادي او رواني جوړښت او ددې ټولنې د ودې لوری درک
کړي. که روشنفکران خپله ټولنه درک نه کړي څه ډول کولای شي د هوساينې او
دموکراسۍ په لور دهغې لارښوونه وکړي.
له بده مرغه همدا اوس هم يو شمېر روشنفکران د ستونزو او ټولنيزو پېښو
د پلټنې او حل په کار کې له پخوا چمتو شويو حکمونو څخه گټه کوي او د
هغوی په رڼا کې ستونزو ته د حل لاره پيدا کوي، خو د ټولنې همېشه
بدليدونکي واقعيتونه نه په دې حکمونو کې ځايږي او نه ددې حکمونو په
وسيله ورته د حل لاره موندل کيږي. دا نه يوازې زوړ او پرونی چلند دی،
بلکې يوناورين راوړونکی چلند هم دی. يو شمېر بيا د بدبينيو تر څنگ
يوازې انتقاد کوي او په يوه ټولنه کې چې هر څه ړنگ او بې ځايه شوي د
شپې په تېرېدو د ستونزو د حل غوښتنه کوي. يو بل شمېر روشنفکران، کوم
چې له دواړو چپ او ښي لوري څخه استاذيتوب کوي قبيلوي،قومي او گروپي
وېشونکي، واټن جوړونکي او کرکه ايجاد کونکي تمايلات په مدرنو عبارتونو
دموکراسي او فدراليزم کې نغاړي او همدا ډول د دموکراسۍ په وسيله په
يوځای کوونکو ملي او تاریخي ارزښتونوتېری کوي اويو شمېر بيا غواړی د
اختلافونو پرونی سنگرونه تاوده وساتي او د پرونيو جنجالونو، دريځونو او
بې باوريو او ټکرونو پالنه وکړي، چېرې چې د انقلاب، قيام، ټوپک توپ او
زور ستاينه کېدله. خوپه دې برسېره افغاني روشنفکرانو له يوې خوا د ملي
يووالي، د افغانانو تر منځ د پوهاوي، د دموکراسۍ د ودې او پراختيا، د
مدني ټولنې د جوړښت په کار کې او له بلې خوا د جنگ سالارۍ او د زور د
منطق په ضد جگړه کې لوی او تاريخي لاس ته راوړنې لري د زور منطق کمزوری
شوی، خو مات شوی نه دی. دنده د زور د منطق ماتول، د پوهاوی
پياوړتيا، د باور د پلونو کلکول او په کرکه غلبه کول دي. رښتيا هم
که سياست پوهان، ليکوالان، شاعران، فرهنگيان او نور دقلم خاوندان موږ
ته د روغې جوړې، پوهاوي اویو بل ته د درناوي درلودلو درس را نه کړي، نو
موږ به له چا په دې هکله زده کړې تر لاسه کړو ترڅو په پرونيو کينو، بې
باوريو، زورزياتي او خشونت غلبه وکړو.
دستگير خروټی
د "هېواد" په پاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په
ليکوالو پورې اړه لري.
|