کـــــــــــــور
دستګير خروټی  ــ  ډنمارک،  د ۲۰۰۵ م کال د جولای  ۶  مه
 

په ايران کې د بدلون له پاره هيلې په ځمکه ولوېدې

زه وېرېږم  ښاغلی احمدي نژاد  د قدس په لور د کابل له لارې ولاړ نشي

 

په ايران کې د ولسمشرۍ ټاکنې د هيلو په ځای له حيرانتياو او د ايران په هکله د نويو پوښتنو د را پورته کېدو سره پای ته ورسېدې. نړۍ او له دې جملې افغانانو د څه نا څه بدلون هيله درلوده.

سره ددې چې په  ايران کې ددې او هغه ولسمشر په ټاکلو سره  بدلونونه  نه راځي او ټاکنې سمبوليک ځانگړتيا لري، خو د احمدي نژاد په ټاکلو سره د بدلون په لور هغه څه نا څه هيلې اويا په تدريجي توگه د ايراني ٢٦ کلنې اخوندي واکمنۍ کې د بدلون راوستلو هيلې اوبو يوړې او يا په ځمکه ولوېدې. په ايران کې بنسټ پاله اخوندانو د واک ټولې برخې په خپله ولکه کې را وستلې. په مذهبي مقامونو برسېره دولت، حکومت او مجلس يې هم د ځان کړ. په ايران کې واک د لوی مشر خامنه اي سره دی. په ايران کې د نازي المان په شان  د يوه سړي واک دی. يو دی چې حکم کوي، فتوا صادروي، پرېکړې کوي او هر ايرانی يې په کولو مکلف دی.

احمدي نژاد په داسې يوه اخوندي سيستم کې د ولسمشر په توگه وټاکل شو چې د ساتونکو مذهبي شورا له لورې له ١٠٠٠  څخه زياتوکسانو چې له دې جملې ٩٣ يې  ښځې وې اجازه ور نه کړه چې ځانونه کانديد کړي. دليل دا وو چې دې کانديدانو د اسلامي آرزښتونو کمبود درلود. په ټاکنوکې يوازې ۴٧٪ خلکو گډون درلود په دې حساب احمدي نژاد د ټول اولس رئيس جمهور نه دی او له بلې لورې ايراني ټولنه وېشل شوې ټولنه ده چې نوی ټاکل شوی ولسمشر يې د يو ځای کېدو وس نه لري. په ايران کې وروستيو ټاکنو د ايران په سياست کې یو نوی لوری هم په گوته کړ او هغه د اخوندانو او وسله والو ځواکونو يووالی دی. د راپورونو سره  سم دا ځل وسله والو ځواکونو په تېره بياپاسدارانو او بسيج  په پراخه او ښکاره توگه په ټاکنو کې لاسوهنه کوله.

دا لاسوهنې ښيي چې ايراني اخوندان د ټولنې په ځای په وسله والو ځواکونو تکيه کوي او واکمنۍ ته مذهبي  ــ پوځي ځانگړتيا ور کوي. د يوشمېر هيوادونو او له دې جملې د افغانستان تجربه ښيي کله چې د واکمنۍ ټولنيزه  پايگاه په ټولنه کې کمزورې وي او يا کمزورې کيږي په پوځ تکيه کوي. د ثور له انقلابه ! وروسته واکمن  گوند پراخې هلې ځلې پيل کړې چې وسله وال ځواکونه او په تېره بيا پوځ سياسي ــ ايديولوژيکي کړي تر څو دا ځواکونه د يوه گوند په ځواکونو بدل شي او يا پوځ د واکمن گوند پوځ شي، خووروسته نه يوازې  پوځ سياسي شو، بلکې په خپله گوند هم پوځي بڼه غوره کړه.  په بل عبارت گوند په پوځ اوپوځ په گوند تکيه وکړه او پايله د دواړو لوېدل او ناکامي وه.  په پخوانيو کمونيستي هيوادونوکې هم ايران ته ورته ټاکنې تر سره کېدلې، خو دا ټاکنې نه د دموکراسۍ په مانا وې اونه  د واکمنو او ټولنې تر منځ د باور په مانا وې. په ايران کې د احمدي نژاد بری د مذهبي او پوځي ځواکونو د يووالي بری دی .

نه يوازې په ايران کې د اخوندي واکمنۍ  ټولنيزه پايگاه مخ په کمېدو ده، بلکې په نړېوال ډگرکې ايران په کلکه گوښه شوی او احمدي نژاد به  د خاورو هغه پزه چې خاتمي ايران ته ور جوړه کړې وه هم ړنگه کړي. لمړنۍ نښانې ښيي چې د احمدي نژاد  ټاکلو په نړيوال ډگر کې  د ايران باور په کلکه کمزوری کړی. ځينې وايي :

دې ايرانيانو څه وکړو؟ و به گورو راتلونکې څه وايي او پېښې په کوم لوری ځي.     

 ښاغلی احمدي نژاد ته په يو شمېر ليکنو، ويبپانو کې يرغمل نيونکی، شکنجه ورکونکی، اعدام کونکی، وژونکی او تروريست  ولسمشر ويل کيږي. همدارنگه  احمدي نژاد د کردانو د مشر عبداله قاسملو او د هغه د دو نورو ملگرو په وژلو هم تورن دی. د اطريش  مقامات په همدې هکله د اسنادو په څېړنه بوخت دي. ويل کيږي د قاسملو له وژلو څو ورځې مخکې احمدي نژاد اطريش ته سفر درلود او په همدې موده کې احمدي نژاد  له ايران څخه د باندې عملياتو مشري کوله . د اطريش د شنو د گوند مشر وايي چې د احمدي نژاد د نيول حکم دي ور کړل شي. پنځه امريکايان چې په ايران کې يرغمل شوي وو وايي چې احمدي نژاد د یرغمل نيونکو په ډله کې وو او له دوی څخه يو زياتوي چې احمدي نژاد له هغه څخه پوښتنې کولې. خير دې مسئلو ته به  راتلونکي اود څېړونو پايلې  ځواب ورکړي.

 احمدي نژاد  وايي:

(( موږ انقلاب ددې له پاره نه دی کړی چې دموکراسي ولرو))  هغه همدارنگه په دې ټينگار کوي چې د ايران د ژغورولو لاره د اسلامي انقلاب لمړنيو موخو ته ورگرزيدل دی.

نوی ټاکل شوی ولسمشر کله چې د تهران ښاروال وو نارينه کارکونکي د ږيرو درلودلو او د اوږدو لستوڼو لرونکو کميسونو اغوستلو ته اړ کول او په لفتونو کې يې اجازه نه ورکوله چې ښځې او نر يو ځای وي.

احمدي نژاد په خپله ويبپاڼه کې د اتمي پروگرام په هکله ليکي :

(( دوی موږ ته اجازه نه راکوي چې مخته ولاړ شو، خو موږ نه بايد د دوی  ارادې ته ور تسليم شو))

په ايران کې د بدلون غوښتونکو ناکامي  د حیرانتيا خبره نه  ده. د حيرانتيا خبره د مذهبي ديکتاتورۍ په وجود کې په بدلونونو د يو شمېر ايرانيانو او د اروپايي اتحاد باور دی . د اخوندانو په شان ديکتاتوري نه بدلون مني او نه په اصطلاح د تدريجي بدلون په راوستلو سره سميږي. په ايران کې اته کاله د بدلونونو او ريفرمونو وعده  ورکړل شوه. خو هيڅ شی بدل نه شو. د قانونيت او د قانون د واکمنۍ وعده ورکړل شوه، خو په عمل کې  د “ رهبر معظم”  د حکمونه په وړاندې  قانون او قانونيت  رنگ همېشه زېړ پاتې شوی دی. د برابريو او مساوي حقونو د تامين وعدې ور کړل شوې، خو په عمل کې يوازې د يوې نظريې پلويانو ته په ټاکنو کې د برخې اخستنې حق ور کړل شو. ښځه هماغه شان دوهمه درجه انسان پاتې شوه او اجازه ور نکړل شوه د ولسمشرۍ مقام ته  ځان کانديد کړي.
 د اسلامي انقلاب لمړنيو اصولو او هدفونو ته د ورگرزيدو موخه څه ده؟

ــ  د ايراني ټولنې د ټولو ستونزو حل کول .

ــ  اسلامي انقلاب  صادرول .

له هر څه مخکې په ټينگار سره وويل شي چې دواړه ایران او نړۍ چمتو نه دي چې د ايراني اسلامي انقلاب موخې ومني او همدارنگه د قدس په لور د ايراني لښکر لاره په بشپړه توگه تړلې ده. د انقلاب د لمړنيو موخو د پلي کولو په هکله د نوي ټاکل شوی ولسمشر خبرې يوه لوڅه دماگوژي او غولونه ده. زما په نظر ښاغلی احمدي نژاد دوه لارې لري يا بايد د کيم جون ايل په شان  ايران له ټولې نړۍ په بشپړه توگه گوښه کړي او ايرانيان په فاشيستي توگه په یرغمل ونيسي او يا په خپلو افراطي پروگرامونه او ژمنو باندې لويه ډبره کيږدي او هېرې يې کړي.

په ايران کې اسلامي انقلاب او مذهبي دیکتاتورۍ د پنځوويشتو کلنو په موده کې ډېرې ابتدايي ستونزې هم حل نشوای کړای. په ايران کې اقتصاد شوروي ډوله او وروسته پاتې دی. په ايران کې  له پاسه د مذهبې بوروکراسۍ له خوا د اقتصاد لارښونه کيږي او کله کله د ډېرو مهمو اقتصادي مسئلو په هکله “ رهبر معظم” قومانده ورکوي.  سپاه پاسداران او بنيادمستضعفان خپل شرکتونه لري. خصوصي سکتور په اسلامي اقتصادي نظام کې درېيم ځای لري.

  د ايراني منابعو سره سم ايران ته په پنځوويشتو کلنو کې له پنځه سوه ميليارده زيات ډالر راغلي، خو ډېره برخه يې معلومه نه ده چې په کومو لارو تللي دي. په ايران کې د پنځوسو ٥٠ ٪  په شاوخوا کې خلک په غريبۍ کې ژوند کوي. ايراني پيسو ريالو خپل آرزښ له لاسه ورکړی او بيې لوړې دي. له ايران څخه د سرمايې او مغزو فرار په زياتېدو دي. بېکاري پراخه ده او درېيمه برخه ځوانان بېکاره دي. اقتصاد وده نه کوي او د مسکن ستونزه لويه ده. دا په ايران کې د اسلامي انقلاب او د پنځوويشتو کلنو په موده کې د مذهبي ديکتاتورۍ د موجوديت او کار پايله ده. په حقيقت کې ستونزه په خپله همدا مذهبي ديکتاتوري ده. احمد نژادي ددې ستونزو د حل په هکله يوازې غورې او دربې کوي.  د مذهبي واکمنۍ په وجود کې نه يوازې شته ستونزې نه حل کيږي، بلکې نورې به هم ژورې شي. 

 د ايران  د لارو ... پخوانی  وزير احمد خرم وايي:

(( در طول ٢٥ سال و گذشته سرمايه گذاری خارجی در ايران زير يک ميليارد ډالر بود که باعث خجالت و شرمندگی است ... فرار سرمايه ها در کشور مابه صورت امر دايمی در امده است ... بيش از دوهزار شرکت ايرانی در دوبی و سيصدو هشتاد شرکت ايرانی در ترکيه کار ميکند...))

د انقلاب له اولي هدفونو څخه چې ښاغلی احدي نژاد  ورگرځي يو هم د انقلاب  صادرول وو.

د انقلاب له پيل سره جوخت د امام خميني تر مشرۍ لاندې د انقلاب د صادرولو اوله موخه  په عراق کې ايران ته د ورته واکمنۍ جوړول  او بيا د کربلا  له لارې  قدس ته رسېدل وو. د همدې تگلارې د پلي کولو په منظور جگړه پيل شوه، خو ايران په اتو کلنو جگړه کې نه يوازې کربلا ته ونه رسېد، بلکې خميني د زهرو د جام په څښلو سره خپله ماته ومنله. نوی ولسمشر به په کوم لور انقلاب  صادروي او له کومې لارې به قدس ته ځان رسوي؟
زه وېرېږم دا په لېونی آس  سپور احمدي نژاد يو ځل  د کابل له لارې د قدس په لور ولاړ نشي.    

په ايران کې د نوي ولسمشرټاکل چې د تورونو له اوږده لست سره مخامخ دی د افغانستان له پاره يو بد پال دی. په ايراني واکمنۍ کې احمدي نژاد د هغه بنسټ پاله او ماجراغوښتونکي ډلې لارښونکی غړی دی چې په ښکاره په افغانستان کې د لاسوهنو پلوی کوي.احمدي نژاد په خپلو خبرو او اعلاميوکې له دوو شيانو سره دوښمني څرگنده کړه يو دموکراسي او بل هم امريکا او په  افغانستان کې هم امريکايان شته اوهم دموکراسي وده کوي. ايران  په افغانستان کې د دموکراسي  د ناکامولو له پاره هر ډول هڅې کوي او د احمدي نژاد له راتگ سره به دا هڅې نورې زياتې او پراخې شي. ايران چې په سيمه کې تر ټولو ظالم دولت او ظالمه واکمني لري چمتو نه دی په سيمه کې د دموکراسي پراختيا او بری ومني. ايران په سيمه کې د يوازني دولت په توگه د دموکراسۍ،  بشري حقونو او ازاديو سوگند خوړلی دوښمن دی او احمدي نژاد د سيمې او ممکين دنړۍ يوازنی ولسمشر دی چې   دموکراسۍ ته يې په ښکاره د جگړې اعلان ور کړی دی.    

(( ما انقلاب نه کرده ايم که دموکراسی داشته باشيم)) محمود احمدي نژاد .

پای

                                          


د "هېواد" په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري.    
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !