کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)

د مهربان او بخښونکي لوی څښتن په نامه

مورنۍ ژبه

ليک: انور شاهين خانخېل ، پېښور پښتونخوا  د ۲۰۰۵ م کال دسپټمبر ۳۰ مه

څه موده مخکې وزير اعلی ښاغلي اکرم خان دراني صېب لخوا تر اتمه پورې د پښتو د مضمون د لازمي کولو اعلان شوی ؤ چې دغه اعلان که له يوې خوا د خوشحالۍ يو خبر ؤ نو له بلې خو د غور او فکر وړ خبره وه. د پښتو متل دی چې مرګ ته يې ونېسې نو تبې ته غاړه ايږدي. نو بس همدا کار له پښتو او پښتنو سره په خپل وطن کې شوی اوکيږي او زمونږ خوږې پښتو سره دومره زيات ظلمونه خپلو او پرديو کړي او داسې رنګ رنګ نا کردې ورسره شوي او کيږي چې دا مظلومه ژبه يې د مرګ پولې ته رسولې ده او پښتانۀ يې داسې له خپلې ژبې نه ناشنا او نا اميده کړي دي چې په دې هم خوشحال شوي وو چې وزير اعلی صېب تر اتمه پورې د پښتو د لازمی کولو هسې اعلان وکړ زما په خيال خو د دغه اعلان په وخت. دا هم کېدې شی چې د درانی صېب خپل نسلی رګ راپارېدلی ؤ او چرته خپل نيکۀ احمدشاه درانی بابا په خوب کې ويرولی ؤ او يا يې په مظلومې پښتو او پښتنو باندې رحم راغلی ؤ او يا څه بل څه چل ؤ ګنې هسې خو پښتنو او په تېره بيا د پښتو په نوم مفادات حاصلوونکو ځينو ليکوالانو او په دې نوم باندې خپل سياسی دوکانونو چلوونکو خو څه عملی قدم نۀ دی اوچت کړی او کله کله به مو د ځينو پښتنو له خولې نه تر پينځمه پورې د پښتو د لازمی کولو غوښتنه اورېده. او چې درانی صېب دا اعلان وکړ نو هغه وخت هم راته دا اعلان د ګنجۍ وادۀ ښکارېدو چې باور مو پرې نه راتلو چې ايا دا به عملی شی او که نه؟ او که دا به هم د اسلام د وعدو په شان له برخليک سره مخامخ شی؟ نو بس هماغه وشو چې د څه ويره وه او تر اتمه پورې د پښتو د لازمی کولو اعلان هم لکه د اسلام د اعلان غوندې يواځې تر اخبارونو پورې پاتې شو او نه خو يې وزير اعلی بيا ذکر کول ضرور وبلل او نه يې بيا د پښتو او پښتنو ټېکېدارانو څه تپوس وکړ.او لکه چې وئيل کيږی چې پښتو او اسلام کې فرق نيشته نو دا خبره ثابته شوه چې څه په دې وطن کې د اسلام حشر دی هماغه شان له پښتو سره هم کيږی او د پښتو د لازمي کولو د اسلام د وعدو او اعلانونو په شان يوازې د ورځپاڼو تر حده پاتې شوه او په عمل کې سودم ته شين دی..ځکه چې په نړيواله سويه هم امريکې او د هغې انډيوالانو په نړۍ کې په مختلفو شکلونو کې د اسلام او پښتو د بدنامولو لپاره رنګ سازشونه کړي او کوي يې چې په دغو کې يو غټ سازش د امريکې لخوا په افغانستان کې د ګاونډي هېواد په ځواکي او د عربو په مالي مرسته په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې په نوم ډلو جوړول وو او د دوی په ذريعه يې اسلام او پښتو داسې په شرمونو وشرمول او لګيا دي شرموي يې چې پښتانه يې په دنيا کې د مخ لګولو قابل پرې نۀ ښودل. امريکې او برطانيې له پښتنو نه د انتقام په غرض او په سيمه کې د ايران د اسلامی انقلاب چې د اسلامی اجتهاد په بنياد رامنځته شوی دی او ځان يې خپلواکه کړی دی د فوځی اډو او سيکولرازم په جال کې د راګېرولو په هدف د دغې ډلو په ذريعه په افغانستان کې د اسلام غوندې تر ټولو ماډرن او د وخت له تقاضو سره چلېدونکی نړيوال دين په داسې بد رنګ شکل کې دنيا ته وړاندې کړ او د تش په نامه د طالبانو له ډلې په څرګنده او له القاعدې نه په پټه توګه داسې متحجرانه او غېر تمدنی کارونه واخېستل چې خلک يې د اسلام او پښتو له نوم نه منکر کړل او نن يې نتيجې په سيمه او په تېره بيا په افغانستان کې وينو چې يو طرف ته له خلکو نه يې دينی جذبه اوېسته او سيکولرازم ته يې لاره صفا کړه او بل طرف ته يې پښتو او پښتانۀ دنيا ته وروستو پاتې، جاهل او تند رويه معرفی کړل او په افغانستان کې يې د پښتو او اسلام د ودې په لارو کې خنډونه رامنځته کړل. او حقيقت هم دا دی چې که په عراق يې له صدام حسين نه او په افغانستان کې له ملا محمد عمر او اسامه بن لادن نه دا کارونه نۀ وې اخېستې نو امريکې نن په دغو هيوادونو کې اډې نۀ شوې جوړولې.

دلته به دا وضاحت وکړم چې د طالبانو له ډلې نه مې مراد عام طالبان نۀ دی بلکې د هغوی مشران دی که څه دنيا ته پته ده چې د طالبانو د ډلې اصل حقيقت څه ؤ او د څه لپاره جوړه شوې وه او د طالبانو په جامه کې پکښې کوم خلک وو خو بيا هم په عامه سويه ورسره ځينې طالبان د اسلام په نوم ملګری شوی وو لکه نن مونږ ګورو چې ځينې کسان د اسلام په نوم او اسلامی جذبې سره په ځانونو پورې چاودېدونکی مواد تړی او د خپلې عقيدې نه بل شان عقيدې والا بې ګناه مسلمانانو باندې حمله کوی او ځان هم وژنی او هغه بل مسلک والا مسلمان ورور هم وژنی هغوی خو داسې نۀ وائی چې مونږ په غلطه يو او د اسلام د زرينو اصولو په خلاف کار کوو بلکې هغوی ته خو مشرانو داسې دماغونه ډک کړی وی او بل مسلمان يې ورته له دينه وتلی معرفی کړی وی چې هر کار د اسلام د نوم په جذبې سره کوی. عوام خو د الناس دين ملوکهم د اصولو مطابق د خپلو مشرانو په دين وی او خپله په دين کې د حق پېژندګلوۍ لپاره څېړنه او تحقيق نۀ کوی بلکې زمونږ پښتنو کې دا يوه کمزوری ده چې په ملا باندې په دنياوی چارو کې اعتماد نه کوی خو دين چې دارو او مدار يې په دواړو جهانو دی ملا ته پرېښی دی او خپله د حق د لټون لپاره تکليف نۀ کوی.

په هر حال عوامی سويه باندې خلک په خلوص سره کارونه کوی دا خو ځينې مذهبی او سياسی مشران وی چې خرڅېږی او د پرديو طاقتونو د سازشونو د عملی کولو لپاره کار کوی لکه چې څنګه زمونږ په هيواد کې ځينو مذهبی مشرانو د پښتنو له اسلام سره له مينې او خلوص نه په ناوړې استفادې سره په مختلفو وختونو کې ګټه اخېستې ده يا لکه په افغانستان کې د شوروی په خلاف جهاد کې که څه هم مشرانو د امريکائی مفاداتو او ګټو لپاره کار کاوۀ خو په عوامی سطح خلکو يواځې او يواځې د خدای، رسول (ص) او اسلام په نوم په خلوص سره جهاد کوۀ او شهادتونه يې پېش کول.

نو دا خبره مونږ ته ذهنونو کې اچول پکار دی چې په نړيواله سطح چې څنګه د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو کوشيشونه او سازشونه روان دی نو دغه شان د پښتو او پښتنو د بدنامولو لپاره هم اقدامات شروع دی نو ځکه د وزير اعلی صېب دغه اعلان هم د اسلام د اعلان غوندې ثابت شو که وزير اعلی صېب دغه اعلان عملی کړی هم وې يا عملی هم کړی نو بيا هم يواځې تر اتمه پورې د پښتو يو کتاب لازمی کول مونږ د پښتو او پښتنو د ترقۍ هدف نۀ ګڼو بلکې دا به مو په دې لار کې يو ابتدائی ګام ګڼۀ يا ګڼو به يې. پښتانۀ خو به هله د ترقۍ په لاره روانېږی چې مکمل تعليم يې په خپله مورنۍ ژبه کې شی ځکه چې که مونږ نن دنيا ته سترګې وغړوو نو ټول قومونه په خپله مورنۍ ژبه کې د تعليم په برکت مخ په وړاندې روان دی او کله يې هم د نورو ژبو د سهارې او اړم اړتيا نۀ ده احساس کړې.


د پښتون قوم روحانی مشر، عارف ،اديب او محقق حضرت حمزه بابا (رح) خو په خپلو تعليماتو کې دا خبره په پرېکنده توګه کړې ده چې د مورنۍ ژبې له تعليم نه بغېر د پښتنو د ودې او ترقۍ سوال نۀ پېدا کيږی.بلکې که دلته دا خبره وکړم نو بده به نۀ وی چې په مورنۍ ژبه کې تعليم او تعلم يعنې ښوونه او زده کړه او نورې چارې چلول د يو لک څلوريشت زره انبياؤ عليهم السلام ائمۀ ؤ، صحابه ؤ او اولياؤ رضوان الله تعالی عليهم اجمعين سنت دی او هغوی ټولو په خپله ژبه کې ټولې چارې چلولی دی او دا زمونږ ايمان دی چې د انبياؤ په تېره بيا د خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی (ص) ټول کارونه سنت دی که هغه يې په خوله فرمايلی وی او که په عملی توګه يې کړی وی. نو ايا په مورنۍ ژبه کې خبرې کول، خط او کتابت کول، تعليم ورکول او د يو نظام چارې چلول د پېغمبراکرم (ص) سنت نۀ دي؟ زمونږه دا ايمان دی چې د خدای ګران رسول (ص) د کائناتو آقا او مالک دی او هغوی د نړۍ په ټولو ژبو پوهېدل خو له دې امله چې دا د اسبابو دنيا ده او هغوی د عامو انسانانو تربيت کول غوښتل نو هم د دنياوی حالاتو مطابق يې حتی چې که نورو هيوادونو او باچايانو ته ليکونه لېږل او د اسلام دعوت به يې ورته ورکوۀ نو د هغو باچايانو او سپر طاقتونو په ژبه نه بلکې په خپله مورنۍ عربۍ ژبه کې به يې ورته ليکونه لېږل، نو ايا دا د رسول اکرم (ص) سنت نۀ دی؟ که نه بس مسواک جېب کې ګرځول، سترګې تورول او عطر لګول سنت دی. اخېر ولې د پېغبراکرم (ص) په نورو او اهمو سنتونو سترګې پټول کيږی؟ دا فقط يوه نمونه ده چې د پېغمبراکرم (ص) په سنتو سترګې پټېږی ګنې د خدای د ګران رسول (ص) د کردار او ګفتار په زرګونو نمونې دی چې مسلمان امت په تېره بيا د اسلام ټېکدارانو پرې سترګې پټې کړی او پټوی پرې بلکې د پردو اچولو کوشيش پرې کوی.

او بله دا د څۀ لپاره وو چې د رسول اکرم (ص) له پېدائش نه سمدستی پس د خپلې مور د شتون باوجود په يو کلی کې حليمې بی بی ته حواله کيږی؟ ايا د دې همدا وجه نۀ وه چې د ښار ژبه سوچه نۀ وی او د کليو او بانډو ژبه اصلی او سوچه وی او دا د خدای پاک امر ؤ چې د دغه ګران رسول (ص) ژبه اصلی او سوچه عربی وی.
اسلام مونږ ته حکم راکوی چې د مور د پښو لاندې جنت دی نو که مونږه مورنۍ ژبه پرېږدو نو ايا له خپلې مور سره بې وفائی نۀ ده او په داسې حال کې مونږ د جنت تمه لرلې شو؟ له داسې نورو ډېرو دليلونو نه قرآن او د حديثو او تاريخ کتابونه ډک دی چې بيا به پرې چرته په يو مضمون يا کتاب کې تفصيلی بحث وکړم.
په هر حال دا ټولې داسې خبرې دی چې هيڅوک ترې انکار نۀ شی کولې بلکې که انکار کوی نو ايمان يې په خطر کې دی. نو زمونږه دا مطالبه بلکې حق مو دی چې د پښتنو په اکثريتی صوبو کې دې تر شپاړسمه او اعلی سويې پورې تعليم په پښتو کې شی. او نۀ يواځې په سرکاری سکولونو او کالجونو کې بلکې په غېر سرکاری سکولونو او کالجونو کې دې انګلش مېډيم نظام ختم کړې شی او په سرکاری او غېر سرکاری سويه دې تعليم يو شان په پښتو کې کړې شی، دفتری، عدالتی او سياسی ټول نظام دې په پښتو کې شی. او دا څه د حېرانتيا خبره هم نه ده ځکه چې که د نړۍ هيوادونو او قومونو ته پام وکړو نو ټول په خپله مورنۍ ژبه کې لګيا دی تعليمونه کوی او سائنسی ترقی کوی چې غټ غټ مثالونه يې چين، روس، جرمنی او جاپان او داسې نور هيوادونه دی او که مونږ امريکې او برطانيې ته ګورو نو د هغوی هم خپله ژبه انګريزی ده او په خپله ژبه کې د تعليم په وجه داسې دی، دا خو يې د خپلو استعماری سازشونو په ذديعه، د خلکو د استحصال له لارې د راغونډه کړې شوې سرمايې په زور، زمونږ د هيواد غوندې د غلامانه ذهنيت لرونکو په لاس په مونږ باندې د انګريزی تعليم د مسلط کولو په ذريعه او دغه شان په نورو سازشونو او چلولونو سره زمونږ د تعليم يافته جاهلو کسانو په ذهنونو کې دا خبره د پروپېګينډو په ذريعه اچولې ده چې بې له انګرېزۍ نه ترقی ګرانه ده. خو خبره داسې نۀ ده.

لرې به نۀ ځو که مونږه خپل ګاونډی اسلامی ملک ايران ته وګورو نو ايرانی خلکو د خپلو پوهه او مخلصو مشرانو په مشرۍ کې د اسلامی انقلاب په ذريعه د امريکې او نورو طاقتونو د غلامۍ نه په خلاصېدو سره ځانونه د نورو ژبو له غلامۍ نه هم ازاد کړی دی او هلته کې هغوی د نورو ژبو له محتاجۍ نه بغېر په خپله فارسۍ ژبه کې چې له پښتو سره تاريخی رشته لری او لکه د پښتو يوه اريائی ژبه ده د ترقۍ په لار روان شوی دی او ټول نظام يې په فارسۍ کې دی. او په همدې فارسۍ ژبه کې نن په نړيوالو علمی، سائنسی او هنری مقابلو کې لوی لوی مقامونه حاصلوی او په همدې فارسۍ ژبه کې يې دومره سائنسی ترقی کړې ده چې نن په دې مېدان کې په خپلو پښو ولاړ دی چې حتی د ايران د بيا بيا د دې خبرې د ضمانت ورکولو باوجود چې ايټمی ټيکنالوجی يې د ايټمی وسلو لپاره نه بلکې د خپل ملک د صنعتی ترقۍ لپاره ده او دا خبره د ايټمی انرجۍ د نړيوال اژانس پلټونکو هم تائيد کړې ده امريکه پرې رنګ رنګ ايټمی الزامونه او تورونه لګوی او د ايران د اسلامی جمهوريت مشران ورته بيا بيا وائی چې مونږ ته اسلام اجازت نه راکوی چې له ايټمی انرجۍ نه د ډله ايزې وژلې د وسلو کار واخلو يعنې اېټمې وسله چې بې د بې ګناه انسانانو له ډله ايزې وژلې او تباهۍ نه بله هيڅ دفاعی بڼه نه لری بلکې ايران ايټمی قوت يواځې او يواځې د صنعتی ترقۍ لپاره استعمالول غواړی او همدا اصل راز دی چې امريکه يې دغې ترقۍ ته نه پرېږدی ځکه چې امريکه د چا د ايټم بم په جوړولو نه پرېشانه کيږی خېر دی که خپله او خپل ناجائزه اولاد اسرائيل يې هر ډول اېټمی او کېميائی وسلې ولری په اصل کې د ايران په هکله د امريکې دا پرېشانی ځکه ده چې هغه د يو هيواد او ملت خپلواکی نۀ شی زغملې هغه غواړی چې ايټم بم نه د ايټم بم پلاردې جوړ کړی خو د دې په غلامۍ کې دې وی. د دې کلتور، د دې ژبه او د دې اقتصادی نظام دې په ځان مسلط کړی نو خېر دې بيا د دې په غلامۍ کې هر څه کوې او هر څه جوړوې شی. لکه که مونږ پاکستان او هند ته وګورو په امريکه يې هيڅ پرغز نۀ دی راوستی ځکه چې د پاکستان غوندې ملک واکداران ايټمی توانمنی د ملک او قوم د ترقۍ او صنعت لپاره نه استعالوی او يواځې ايټم بم يې ترې جوړ کړې دی او هغه هم خدای خبر چې د چا لپاره يې جوړ کړی دی ځکه چې د امريکې له حکم نه بغېر يو کارتوس هم نه شی استعمالولې نو ايټم بم به څه استعمال کړی.

نو خبره دا وه چې دا د ځينو نا پوهه او مغرب پرسته خلکو غلط فهمی ده چې د انګرېزۍ يا بلې ژبې نه بغېر ترقی ناممکنه ده.لکه چې په ايران کې د خپلواکه اسلامی انقلاب له راتلو نه مخکښې هيوادونو، ملتونو او قومونو ته دا غلط فهمی وه چې له پخوانی شوروی يا امريکې غوندې سپر طاقتونو سره له نزدې کېدو او د هغوی له غلامۍ نه بغېر يو ملک هم نۀ شی چليدې او يو قوم ژوندی نۀ شی پاتې کېدې. خو مونږه وکتل چې ايران ترې نه د اسلامی انقلاب په زور ځان خلاص کړو او دنيا ته يې دا ثابته کړه چې دا خبره غلطه ده چې هر هېواد دې بس له دغو دوو بدمعاشانو سره په غلامۍ کې ژوندی پاتی شی بلکې د خپلواکۍ په تر لاسه کولو سره هم ژوندی پاتی کېدی شی بلکې ښۀ پاتی کېدی. بس نو همداسې دغه خبره هم غلط ده چې بې له انګرېزۍ نه ترقی ناممکنه ده.

همدا رنګ په افغانستان کې هم تر يو حده پورې پښتو تعليمی ژبه ده او هم په پښتو کې خلک ډاکټران او انجنئران جوړيږی او بيا چې بهر ملکونو ته لاړ شی نو هم يې په قابليت کې څه فرق نۀ راځی او له خپلو فنونو نه ګټه اخلی. لکه يو ځل مې په پېښور کې خپل يو افغان ورور ته د کمپوز لپاره يو کتاب ورکړی ؤ نو لږ وځنډېدۀ نو ورته ورغلم چې ولې دې زما کتاب وځنډوۀ نو راته يې وويل چې د ميډيکل د اخېری کال امتحان مې دی دا وګوره د امتحان کتاب مې په مېز اېښی دی او تياری کووم چې کله مې کتاب راواخېست نو حېران شوم چې ټول په پښتو کې ؤ نو بيا د خپلې سمې د اکثرو پښتنو دا پوښتنه راته بالکل يوه ډکوسله ښکاره شوه چې په پښتو کې به ډاکټری او انجنئيری څنګه کيږی؟ که ځه هم اوس په افغانستان باندې د امريکې له قبضې نه وروسته هلته هم د انګريزی نظام د مسلط کولو کوشيش کيږی او د پښتو او دری دواړو ژبو له منځه وړلو هڅې روانې دی خو زما په خيال د افغان ملت ماضی ته په پام سره امريکه به په دې کار کې کاميابه نه شی ځکه چې افغان ملت هيڅکله د پرديو فوځی او کلتوری تسلط په ځان نه دی منلی او نه به يې ومنی
په هر حال زمونږ د سيمې پښتانۀ به هم هله ترقی کوی چې پښتو ژبه مو تعليمی، دفتری، عدالتی او پارلېمانی ژبه وګرځی او دا کار په يو سيمينار، يو بيان، يوې مشاعرې او د پښتو په نوم د خپل سياسی دوکان په چلولو نۀ کيږی بلکې د دې کار لپاره د يو ولسی غورځنګ ضرورت دی او چې کله د پښتو ژبې مسئله حل شوه نو نۀ به بيا د کالا باغ لانجه پېدا کيږی او نۀ به يواځې د يوې صوبې د پښتونخوا په نوم کولو شخړه رامنځته کيږی حال دا چې پښتونخوا د يوې صوبې نوم نه دی بلکې په افغانستان او پاکستان کې د ټولو افغان مېشته سيمو د مجموعې نوم دی چې له دې نه زمونږ د ملت يو ډېر ستر هيواد جوړيږی او دا زمونږ انسانی، قانونی، ملی او اسلامی حق دی.

بله دا که مونږ پښتو ژبه خپله کړه نو بيا به حتی د پښتو او پښتنو په نوم به د ځينو کسانو د خپلو سياستونو د چلولو دور هم ختم شی ځکه چې ځينې قومی سياسی ګوندونه هم نۀ غواړی چې ټول هر څه دې په پښتو کې شی ولې که هر څه په پښتو کې شی نو بيا به ټول پښتانۀ په تور او سپين او ښۀ او بد پوه شی او په پښتنو کې بيا ډېر دماغونه شته چې د ملک او قوم واګی چلولې شی نو بس د دوی ټېکداری او موروثيت به ختم شی نو ځکه دغو سياسی لوبغاړو د پښتو او پښتنو د ترقۍ لپاره له بنيادی مسئلې نه سترګې پټې کړی دی او په ځينو سياسی نعرو او شعارونو باندې يې عامه خلک په تياره کې ساتلی دی او وخت پرې تېروی.

د حمزه بابا (رح) په قول چې کله يو سړی سم پښتون شو نو ښه انسان شو او چې ښه انسان شو نو ښۀ مسلمان شو. د پښتون قوم د د دغه نبض شناس مشر د دغه قول مطابق د قرآ ن مجيد د تعليماتو په رڼا کې بيا ښۀ مسلمان او مومن نۀ چا ته دوکه ورکوی او نۀ دوکه خوړې شی ، نۀ په چا ظلم کوی او نۀ مظلوميت ته غاړه ايږدی، نۀ په چا تېری کوی او نۀ څوک په ځان تسلط پېدا کولو ته پرېږدی هغه بيا يو غېرتمن ، ننګيالی او پتيالی مسلمان شی.
نو دا خبره په دعوې سره کوم چې که د ژبې او کلتور خپلواکی مو ترلاسه کړه او د نورو استعاری ژبو له جغ نه مو څټونه ازاد کړل نو بيا به زياتره سياسی لانجی په خپله ختمې شی او يا د اواری لارې به يې واضحې شی او که څه پاتې هم شی نو پښتنو عوامو به ځانونه پېژندلی وی نو د خپلو مټو په زوربه يې هوارولې شی بلکې بيا به راته د لانجو جوړولو څوک جرات هم نه شی کولې. اوس خو دغو ځينو سياسی لوبغاړو له عوامو نه غونډسکی جوړ کړی دی او لوبې پرې کوی او دغو ليډرانو ته چې کله ملکی او غېر ملکی باداران ووائی چې نن دا سياسی نعره ووهه او نن دا مۀ وهه نن داسې بيان ورکړه او نن داسې مۀ وايه بس په هغو عمل کوی او عوام د خپلو سياسی ګټو لپاره استعالوی.که څه هم هغه له غاصب او ظالم صهيونيسټ رژيم سره د تعلقاتوجوړولو خبره ولې نه وی نو بيا د بادارانو په خبره منلو کې يې بيا اسلام، پښتو، غېرت او صداقت هر څه په اوبو لاهو شی.

نو دلته زۀ له هغو ټولو سياسی او غېر سياسی مخلصو پښتنو قوتونو او عوامو نه د خدای لپاره سوال کوم چې راځئ خېر دې د ازمېښت لپاره سهی د نيت په خلوص سره او صرف او صرف د خدای پاک د رضا لپاره راپاڅئ او نور له سياسی مصلحتونو نه کار مۀ اخلئ او د دې هدف لپاره له ټولو پرو جنبو او پارټی بازو نه پاک يواځې د پښتو او پښتنو لپاره يو غورځنګ شروع کړئ چې په هغه کې د هر ګوند، هرې ډلې او هرې نظريې پښتانۀ شامل وی خو دا شروع پکار دی چې وړومبې له خپل ځانه، له خپل کوره و او له خپل ماحوله وکړو او چې په هر ځای او هر مقام او عهده باندې يو پکار دی چې د پښتو ژبې لپاره کار وکړو که يو کس طالب علم او زده کوونکی دی نو که په مدرسه او سکول کې د پښتو مضمون ښودل کيږی او که نۀ کيږی پکار دی خپله د کلاس مطابق د پښتو کتاب ولری او وې لولی او ځان پرې پوه کړی او د پښتو مجلې او اخبارونه وخت په وخت لولی که څوک معلم. او استاذ دی نو که د محکمې لخوا لازمی وی او که نه تر خپل وسه دې کوشيش کوی چې بچو ته د کلاس مطابق پښتو کتاب ښئ. او د نورو مضمونونو د تعليم ذريعه او ښودنه هم پکار دی په پښتوکښې کوی. دغه شان که څوک ملازم، دوکاندار وی يا څۀ نور څه کاروبار کوی نو پکار دی چې په خپل ماحول کې او له خلکو سره په روابطو کې په پښتو کې خبرې او ورکړه راکړه کوی، که څوک سوداګر او کارخانه دار دی نو د خپلو مالونو د خرڅولو تبليغات دې په پښتو کې کوی د څيزونو لېبلونه او سائن بورډنه دې په پښتو کې کړی او که خپل مال چرته بل هيواد ته لېږل غواړی نو خېر دی د پښتو په ترڅ کې دې پرې يوه پردۍ ژبه هم وليکی لکه چې څنګه نور قومونه کوی. دغه که څوک د مور پلار په حيث وی نو په هغوی زياته ذمه واری راځی او پکار دی چې که په وطن کې وی او که له وطنه بهر خپلو بچو سره دې په پښتوکښې خبرې کوی او د پښتو ليک لوست دې ورته ښئ. که دينی عالمان وی نو پکار دی چې په خپلو جوماتونو او مدرسو او مختلفو غونډو کې په تېره بيا په ښارونو کې دې په پښتو کې ويناګانې کوی او دا دې نۀ وائی چې دلته بلې ژبې والا هم اوسيږی نو د هغوی په ژبه کې به وينا کوم حال دا چې په پښتنو اکثريتی سيمو کې چې څوک وسيږی که په هغو کې څوک د نورو ژبو والا وی او پښتو صفا نۀ شی ويلې نو بيا هم په پښتو خبرو باندې پوهيږی. لکه اکثر په غونډو او اجلاسونو کې ليدل شوی دی چې د يو کس يا د شمېر د يو څو کسانو لپاره چې پښتانۀ نۀ وی ټولې خبرې او کارروائۍ په بله ژيه کې کيږی چې دا بالکل د اصولو او منطق په خلاف خبره ده. همدارنګ پښتانۀ سياسی مشران په تېره بيا د پښتو په سر سياست کوونکی ليډران نۀ يواځې دا چې د پښتو ودې لپاره څه عملی قدم نۀ اوچتوی بلکې په ملکې او غېر ملکی غونډو کې په نورو ژبو په تېره بيا په انګرېزۍ کې ويناګانې کوی او پښتو ژبه خبرې کولو باندې بيا شرميږی او بانه دا جوړوی چې مونږ خپل پېغام دنيا ته اورول غواړو حال دا چې دومره بې خوندی په يو قوم کې هم نيشته او د هر قوم سياسی، قومی او مذهبی ليډران او مشران په هر ځای کې په خپله ژبه کې ويناګانې کوی دا کار بيا د هغه ځای د مسئولينو وی چې د ځان لپاره د هغې ژبې د ژباړن او مترجم غم وکړی نو زۀ په ډېر ادب او درناوی له هر يو سياسی، مذهبی، ادبی، کلتوری او عوامی مشره غواړم چې خپلې ويناګانې دې په هر ځای کې په پښتو کې کوی.او په خپله ژبه دې هيڅکله نۀ شرميږی. بلکې که د کمترۍ د احساس او دغه خيال يې له مازغو نه اوېستو نو په پښتو کې بيا خپله ډېر عزت دی او په عزت کې به يې کمی نه بلکې زياتې راشی.

زمونږ پښتو او پښتنو ته بل څيز چې نقصان رسولی دی هغه د ځينو نورو ژبو ويونکو سره تعصب ساتل دی بلکې دا مرض هم راکښې د پښتو په نوم هماغه سياست چلوونکو پېدا کړی دی حال دا چې يو غېرتی پښتون چې کومه خبره د ځان لپاره خوښوی نو د بلې ژبې د يو فرد لپاره يې هم خوښوی بلکې د اسلام هم دا حکم دی چې څه ځان ته خوښوې نو بل ته به يې هم خوښوې. نو پکار دی چې دا تعصب او منفی سياست له ذهنونو نه وباسو او د ټولو ژبو لپاره د خپلواکۍ حق ومنو. او د هرې ژبې د ويونکو د عزت او احترام خيال وساتو او يو قوم ته په سپکه سترګه ونۀ ګورو اصل خبره دا ده چې ښۀ او بد خلک او استحصال کوونکی عناصر په هر قوم او هر ملت کې وی نو پکار دی د هغوی په وجه ټول قوم او ملت خپل دښمنان و نۀ ګڼو. لکه که مونږ پښتنو ته سترګې وغړوو نو په پښتنو کې لږ غداران تېر شوی دی او اوس هم شته.نو بيا به دوی سره څه کوو؟
زمونږ د پښتنو بل مرض د عامو خلکو په خپله ژبه شرمېدل دی او اکثر ليدل کيږی چې خبرې په پښتو کوی خو پکښې د خپل زوړ بادار يعنې انګرېز سامراج ژبه استعالوی او په دې باندې فخر او وياړ کوی او په دې غلط فهمۍ کې وی چې که انګريزی استعمال نۀ کړم نو خلک به راته جاهل ووائی حال دا چې دا سوچ د کمترۍ احساس دی ځکه چې يو قوم هم داسې نۀ کوی دلته به زۀ بيا د ګاونډی ملک ايران مثال ورکړم چې هغوی هډو دا ضرورت محسوس کړی نۀ دی حتی چې کوم څيزونه انګرېزانو يا نورو قومونو ايجاد کړی او اختراع کړی دی او په خپلو ژبو کې يې ورته نومونه ايښی دی نو د ايران د ژبپوهانو يوه کميټی ورته په فارسۍ کې ترجمه کوی او هغه فارسی نوم بيا په ټول ايران کې خلک استعالوی لکه کمپيوټر ته يې ((رايانه)) نوم اېښی دی او دا په ټول ايران کې رائج دی بلکې په شخصی توګه د اسلامی انقلاب رهبر ښاغلی ايت الله خامنه ای چې خپله د يو متقی او مخلص دينی عالم سره سره يو ادبی او کلتوری شخصيت دی او د خپلې ژبې په سوچه ساتلو ډېر زور ورکوی او په فارسۍ کې د نورو ژبو د استعمال سخت مخالف دی.

که څۀ هم په لره او بره پښتونخوا کې ځينې کسان داسې شته چې د نورو قومونو او ملتونو جوړ شوی ايجادات او اختراعات په پښتو ترجمه کوی خو دغه کار هر چا ځان ځان ته په انفرادی توګه شروع کړی دی او خپلو کې يې غږ ملتيا نيشته يو کس کمپيوټر ته يو نوم اېښی دی نو بل کس ورته بل څه نوم ورکړی دی يو انټر نېت ته يو څه وائی او بل ورته بل څه وائی او دغسې نور ډېر څيزونه. لکه د تهران په پښتو رېډيو کې د افغانستان د ښاغلی پسرلی صېب يو زوی ؤ چې اوس د امريکې په ازادی رېډيو کې کار کوی د هغۀ هم په مختلفو ژبو کې د څيزونو او اصطلاحاتو په پښتو د رواړولو ډېر شوق ؤ. او ځانته به ناست ؤ او نوی نوی پښتو ټکی به يې جوړول، ما ورته وويل د خدای بنده دا کار په خپل سر مۀ کوه که ايرانيان کوی نو هغه د يو حکومت تر سيوری لاندې يوه کميټی کوی او چې کوم نوم يا کومه اصطلاح فارسۍ ته راواړوی نو په ټول هيواد کې يو شان رائجه شی. نو هغۀ راته په ځواب کې وويل چې زۀ کوم ټکی جوړ کړم نو هغه زۀ دلته استعمالوم، ورور مې يې په بی بی سی کې استعمالوی يو رشته دار مې يې د امريکې په رېډيو کې استعمالوی يو خپل مو په چينی رېډيوکښې دی هغه يې هلته استعال کړی يو خپل مو په افغانستان رېډيو کې دی هغه يې هلته استعال کړی نو بس په خپله خلکو کې مشهور او رائج شی.

حال دا چې دا د لارې او منلوخبره نۀ ده بلکې پکار دا دی چې د لرې او برې پښتونخوا د ژبپوهانو يوه کميټی جوړه شی او هغوی په دې هکله کار پېل کړی او له نورو ژبو نه د نوو نوو نومونو او صطلاحاتو راړولو کار په مربوطه او غږمله توګه کوی همدا رنګ دغه کمېټی پکار دی د دواړو سيمو د پښتو د يو رسم الخط او ليکدود په هکله هم کار شروع کړی ځکه چې زمونږ د لرې پښتونخوا پښتانۀ د برې پښتونخوا د ليکوالانو په ليکلو سم نۀ پوهيږی که څه هم د برې پښتونخوا خلک په لرې پښتونخوا کې د وخت تېرولو په وجه د دې ځای د پښتو ليک دود سره بلد شوی دی. نو پکار دی چې په دې اړه عملی ګامونه په غږمله توګه او اتقاق سره اوچت شی چې پښتانۀ د نورو ژبو له محتاجۍ نه خلاص شی او خپله ژبه په وئيلو او ليکلو کې يو شان کړی.او دا بانه ونۀ لری چې په پښتو کې يوه لهجه او د يو څيز لپاره نوم نيشته ځکه يې په بله ژبه کې وايم. حال دا چې پښتو يوه غنی او شتۀ منه ژبه ده ځکه خو د خپلو او پرديو د ظلمونو او زياتيو باوجود ژوندۍ پاتې ده که د دې ژبې په ځای له بلې ژبې سره دومره بلکې د دې يوه برخه ناکړدې شوې وې نو اوس به يې نوم او نښان ختم ؤ.خو د پښتو د بنياد خپله پياوړتيا ده چې بې د چا له سرپرستۍ او مرستې نه د خدی په قدرتونو قائمه ده.

د پښتو د پرمختګ د لارې بل خنډ په پښتو ژبه باندې خط او کتابت نۀ کول دی نو هر پښتون ته پکار دی چې کله له يو پښتون سره د ليک په ذريعه يا برېښنا ليک او ايمېل په ذريعه خط او کتابت کوی نو په پښتو کې دې کوی.ځکه چې خپل جذبات چې سړی څومره په خپله مورنۍ ژبه بيانولې شی نو دومره په بله ژبه نه شی بيانولې او خوندپکښې هم وی لکه هغه چا خبره کوله چې يو پښتون د بلې ژبې له يو کس سره جګړه کوله نو نورې خبرې به يې ورته د هغۀ په ژبه کولې خو چې د کنځلو وخت به راغی نو په پښتو به شروع شو نو چا ترې تپوس وکړو چې دا ولې نو وې ويل چې په بله ژبه مې زړۀ نه يخيږی.

بل څيز چې د پښتو په پرمختګ کې اهم کردار ادا کولې شی هغه کمپيوټر دی. کله چې کمپيوټر نوی نوی راغی نو خلکو به ويل چې کمپيوټر ټول په انګرېزۍ کې دی او په بله ژبه کې يې تصور نۀ شی کېدې خو نن دغه خبره غلطه ثابته شوه او په کمپيوټر کې د پښتو له ليکلو نه واخلې تر پښتو وېبپاڼو، پښتو کی بورډونو او پښتو وېنډوز پورې هر څه په پښتو شول بلکې اوس خو نړيوالې مائيکرو سافټ ادارې هم د پښتو اهميت ومنلو او په اېکس پی وينډوز کې يې پښتو هم شامله کړه او نوې کومه ايکس پی چې راځی په هغې کې به د نور مشهورو ژبو په ترڅ کې پښتو هم شامله وی
. په پښتو کې چې چا دا زيارونه وېستلی دی او د کمپيوټر په دنيا کې يې پښتو لپاره کار کړی دی هغه واقعی چې ډېر د قدرونې وړ کسان دی او چې څومره يې مننه او درناوی وشی نو کم به وی خو په هغو کې اکثرو له خپل دغه خدمت نه تجارت جوړ کړی دی. لکه يو کس چې زۀ يې پېژنم ورته ورغلم چې په خپل کمپيوټر کې د پښتو پروګرام واچوم چې په مائيکروسافټ ورډ کې پښتو کمپوز کولې شم نو وې ويل چې هسې خو زۀ اوۀ اتۀ زره روپۍ اخلم له تا نه به پينځه شپږ زره روپۍ واخلم ما ورته وويل چې ګوره غېر قومونه د خپلې ژبې او کلتور او حتی د بې حيائۍ د خپروولو لپاره زمونږ هيوادونو ته په ارزانه توګه سی ډيانې او نرم اوزارونه رالېږی او چې ته دومره زياتې پېسې اخلې نو بهر خو لا پرېږده خپله په پښتنو کې به د کمپيوټر په دنيا کې وده و نه شی او يواځی سرمايه دار او تجارتی کسان به ستا دا پروګرام اخېستې شی خو په هغۀ زما د خبرو څه اثر و نۀ شو او مختلف توجيهات يې وړاندې کړل. په هر حال زۀ ترې همداسې راغلم ، او هغه وائی چې ضرورت د ايجاد مور ده نو بس په کمپيوټر او انټر نټ کې ورپسې سر شوم چې بالاخره مې بې له پېسو نه مفت د پښتو پروګرام پېدا کړو او اوس الحمدلله د دغې پښتو پروګرام په برکت هر څه په پښتو کې کولې شم.

غرض مې دا ؤ چې کمپيوټر د پښتو د پرمختګ لپاره يوه اهمه ذريعه ده او چې کوم پښتون سره کمپيوټر وی يا يې سروکار له کمپيوټر سره وی نو پکار دی چې د پښتو په لړ کې ترې فائده واخلی او په کمپيوټرنو کې دې ځان ته پښتو پروګرام واچوی. چې د دې کار لپاره زۀ بنده هم خپل خدمت مفت وړاندې کولې شم او کۀ چا ته د پښتو د ليک لوست لپاره په کمپيوټر کې د پښتو پروګرام اچولو ضرورت وی نو د يو ايمېل په رالېږلو سره به ورته ټوله طريقه وېړيا وښيم. او چې څوک يې لری نو هغوی ته خواست کوم چې پکار دی په کمپيوټر دې خپل زياتره کارونه لکه کمپوز، ايمېلونه، او چيټنګ وغېره په پښتو کې کوی.همدا رنګ که څوک په کمپيوټر کې نور مهارت هم لری نو پکار دی چې د پښتو وېپاڼې جوړې کړی لکه نن سبا زمونږ د برې پښتونخوا ليکوالان که په هېواد کې دننه دی او که بهر ملکونو کې دی په دې کار کې ډېر مخکښې دی او خدای پاک دې ورته نور هم توفيق ورکړی چې دې کارونو ته دوام ورکړی.

بله يوه چاره چې پښتو ته پرې تقويت او پياوړتيا رسېدې شی هغه له نورو ژبو نه پښتو کې ترجمه ده.او دا کار زيات تر د پښتو ليکوالانو او په ترجمه کې د مهارت لرونکو کسانو دی. نو چې چا ته په کومه ژبه تسلط حاصل وی پکار دی چې په هغه ژبه کې ورته کوم ښه او ګټور کتاب، مضمون، مقاله يا يو بل اثر په لاس ورشی نو پکار دی ترجمه يې کړی لکه اردو ژبه چې له ټولو نه نوې او وروستۍ ژبه ده خو بيا هم يې زياته ترقی کړې ده، که څه هم نړېوال استکبار هغه هم نه پرېږدی چې سرکاری ژبه شی ځکه چې بيا يې هم انګرېزۍ ته خطره ده. د اردو ژبې يو پخوانی مشر او ليکوال د دې ژبې د ترقۍ په رازونو کې يو راز دا بيانولو چې مونږ ته به کله چرته په لاره کې د يوې ژبې د يوې ورځپاڼې يا رسالې يوه ټوټه ترلاسه شوه او يو څه ښه شی به يې پرې ليکلی ؤ نو هغه به مو زر په اردو کې ترجمه کړو.

نو زمونږ پښتو ليکوالانو ته هم پکاردی چې له نورو ژبو نه ښۀ او ګټور اثار په تېره بيا په نثر کې په پښتو ترجمه کړی ځکه چې د خدای په فضل په نظم او شعر کې پښتو ډېره مخکښې ده او په هر کلی کې د پښتو شاعران شته خدای پاک دې يې نور هم ډېر کړی خو د نثر په مېدان کې پښتو ډېره وروستو پاتې ده نو په دې مېدان کې د پښتو د غنی کولو لپاره تر ټولو ښه لاره ترجمه او ژباړه ده. دلته بايد د دې خبرې سپيناوی وکړم چې هسې نه په مورنۍ ژبې باندې د زور راوړلو نه څوک دا مراد واخلی چې ګنې زۀ بنده تنګ نظره يم او له نورو ژبو د زده کړې مخالف يم نه بلکې د نورو ژبو زده کړه يو هنر او د ثواب کار ګڼم. او که د يو پښتون په خپله ژبه تسلط حاصل وی نو چې نورې څومره زياتې ژبې زده کولې شی نو زده دې کړی خو د حمزه بابا په قول: ((اول خپله ژبه پس ته نورې ژبې )) نو که خپله ژبه ورته نه ورځی او نورې ژبې زده کوی نو زما په خيال چې د ثواب په ځای يې زۀ ګناه ګڼم.
بل يو څيز چې پښتو او پښتنو ته يې نقصان رسولی دی هغه فلمی دنيا ده چې د خپلو مادی ګټو لپاره يې د پښتنو خلکو او په خاصه توګه پښتنو ځوانانو له جذباتو نه د فائدې په اوچتولو سره داسې له اخلاقو نه پريوتی فلمونه جوړ کړی او جوړوی يې چې شريف خو لا پرېږده يو عام پښتون يې هم په ليدو شرميږی او بله دا چې پښتنه ټولنه او پښتيې مېرمنې په داسې رنګ کې وړاندې کوی چې په پښتنو کې خو پرېږده چې په انګريزی فرهنګ کې يې هم تصور نۀ کيږی او دې خبرې ته پرې تقويت رسی چې د دنيا اکثره ذرائع ابلاغ او مېډيا د صهيونېسټانو په اشارو او پېسو چليږی. چې د صهيونسټانو يو هدف له دې لارو په نورو قومونو او ملتونو کې فحاشی او بې حيائی خپرول دی.او که يو فلم اسلامی ، انقلابی او غېرتی بڼه هم ولری نو بيا هم يې په بې حياء ګډاګانو او ډانسونو باندې دومره ډک کړی وی چې هغه اصل مقصد پکې غېب شی او د کتونکی هغه ټول اسلامی، انقلابی او غېرتی جذبې د شهوت په سېلاب لاهو شی.

که دلته يو ځل بيا د ګاونډی ملک ايران مثال ورکړم نو بده خبره به نۀ وی چې هلته له اسلامی انقلاب نه پس په فلمونو جوړولو باندې هيڅ قدغن و نۀ لګولی شو بلکې له مخکښې نه زيات فلمونه جوړيږی خو په زړۀ پورې خبره دا ده چې په دغو فلمونو کې يوه ګډه او ډانس او د ښځو سندرې، بې حيائی نيشته او حتی د ښځې يو وېښتۀ پکښې نه ښکاری خو بيا هم په نړيوالو مقابلوکښې دغه فلمونه ، سيريلونه او ډرامې وړومبی مقام حاصلوی او انعامونه ګټی. نو له دې نه دا خبره ثابته شوه چې د يو فلم او ډرامې ښکله په دې کې نۀ ده چې پکښې ډانسونه او بې حيائی وی بلکې د فلم کېفيت، محتوا، قيصه او هدف کې ټول کمال دی نو پکار دی چې فلم او ډرامه جوړوونکی نور د پښتو او پښتنو له شرمولو او په نړۍ کې د بدنامولو نه لاس واخلی او ښکلی تاريخی، مذهبی ، انقلابی، اجتماعی، سياسی ټولنيز او د کورنيو او وګړو لپاره اصلاحی فلمونه او ډرامې جوړې کړی او که داسې نۀ کوی نو پښتنو ته د دې خلاف عملی قدم اوچتول پکار دی چې داسې له اخلاقو نه پرېوتی فلمونه چلېدو ته پرېږندی او سخت چلند ورسره وکړی ځکه چې دا د پښتنو غوندې يو قوم له لوړو اقدارو سره لوبې کول او بدنامول دی.
همدا رنګ د ښو او ګټورو فلمونو او ډرامو جوړولو لپاره د قلم خاوندانو، کارپېزاندو او په دې مظلوم ولس باندې زړۀ سواندو کسانو ته راوړاندې کېدل پکار دی، او د ټولنې تباه کوونکو له لاسو نه دا ټېکداری اخېستل پکار دی.

بل يو څيز چې پښتو کلتور او پښتو اقدارو او په تېره بيا د ځوان کهول تربيت ته پرې نقصان رسېدلی دی هغه له پښتنو سيمو نه د حجرو د نظام په ورو ورو ختمېدل او د هغو په ځای د وړو وړو بېټکونو رواجېدل دی چې د دغو حجرو په ذريعه به نه يواځې د پښتنو وحدت، يووالی او مينه برقراره وه بلکې هلته به د يو پښتون ځلمی او ځوان د تربيت مواقعې رامنځته کېدې او سړی به پکښې له مشر، کشر سره د خبرو کولو تميز زده کولو بلکې د مشرانو له سياسی ، سماجی او اخلاقی خبرو نه به يې ډېر هر څه زده کول او بيا به يې په عملی ژوند کې په هر سياسی او ټولنيز مېدان کې خپل کردار ادا کولې شو او دوکه به يې نه شوه خوړې لنډه دا چې حجرې نه يواځې د چم ګاونډ د خلکو په غم او ښادۍ کې د راغونډېدو او د يو بل له غم درد نه د خبرېدو او له يو بل سره لاس امداد کولو او د لانجو د اوارولو او قومی فېصلو کولو ذريعې وې بلکې د دينی، سياسی، ټولنيزو او اخلاقی چارو د زدکړې مدرسې هم وې ، که يو طرف ته به پکښې کله کله د زړونو د خوشحالولو لپاره د ټنګ ټکور مجلسونه جوړېدل او هغه هم مقصدی نو بل طرف ته به پکښې په محرم کې جنګ نامې ويل کېدې او خلک به يې د کربلا د ستر اسلامی انقلاب نه خبرول او د کربلا په صحرا کې د خدای د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) او د هغوی د يو شمېر ملګرو په قربانيو باندې له ژړلو سره سره د يزيد او يزيديانو د کردار نه د نفرت اظهار کولو او په عملی سياست کې به يې بيا د هر يزيد صفته واکمن د ظلم مخه نيوه. چې د حجرو د نظام په ختمېدو سره سره دغه ټول څيزونه هم تقريباً له منځه لاړل او د هغو ځای وړو وړو بېټکونو ونيوۀ چې پکښې يو يا دوه يا څوځلميان او ځوانان د مشرانو له سترګو نه پټ ناست وی يا چرته يو له بې حيائۍ نه ډک فلم ګوری او يا ډېسکو سازونه اوری چې نه يواځې خپل سرۀ زر او قيمتی وخت او خپله د ګل غوندې ځوانی پرې بربادوی بلکې په عملی ژوند کې بيا نه د دين وی او نه د سادين او خپل اکثر ژوند بيا په دوکو او ديکو چلوی او اکثر خپله هم دوکې او ډغرې خوری او له بل ته هم دوکې او ډغرې ورکوی او بيا همدې کسانو ته چې وروستو د قومونو د مشرۍ واګی په لاس ورشی نو بيا يې هغه حال وی لکه چې نن يې مونږ ځنې نمونې د ټولنې په سياسی او سماجی او اداری مېدانونو کې وينو نو دلته به له پښتنو مشرانو او کشرانو نه دا خواست هم وکړم چې د خدای لپاره دغه د حجرو نظام که چرته ختم وی نو هغه دې بيا ژوندی کړی او که چرته وی او هغه خپل افاديت يې له لاسه ورکړی وی نو په حجرو کې دې د مشرانو د هغو هېرکړې شويو کردارونو د راژوندی کولو کوشيش بيا وشی نو انشاء الله چې زمونږ ډېرې شخړې به هوارې شی.

په اخېر کې به عرض وکړم چې که زما په ځينو خبرو يو پښتون ورور خفه شوی وی نو بخښنه ترې غواړم او ورته به په ډېرې عاجزۍ سره عرض وکړم چې ځينې خبرې مې په پښتو او پښتنو باندې د زړۀ له درده ليکلی دی نور مې هيڅ غرض نۀ ؤ او که داسې څۀ خبره پکښې چا ته معلومه شوه چې له حقيقت نه لرې وی نو ما دې له خپلې غلطۍ نه خبر کړی.
په اخېر کې به په اسلام او پښتو باندې له مئينو نه وغواړم چې پښتو وائئ، پښتو لولئ، پښتو ليکئ، پښتو کوئ او پښتو خپروئ. د اسلامی نړۍ او په تېره بيا د پښتنو او پښتو د کاميابۍ په هيله‍ :

انور شاهين خانخېل
پوسټ بکس ٣٤٦ پېښور پښتونخوا (پاکستان)
برېښناليک:
shaheenkhankhel@hotmail.com

 

د هيواد په ويبپاڼه کې ټول خپاره شوي او خپرېدونکي مضامين د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري. د هېواد ويبپاڼه يې يوازې د خپرېدو وسيله ده، ملتيا يې ورسره شرط نده.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.