کـــور

 

هدايت الله هدايت - استراليا

 

داموږ څه کوو او چېري روان يو؟

 

نن سبا چې موږ د  وطن  دې  زار حالت  ته ګورو او د هغه  راتلونکي ته نظر اچوو او بيا چې د نړۍ والو سترو اوشتمنو قدرتو نو پټو او ښکاره نيتونو ته  ځير شو،  نو دا سوال د هر هېوادوال  په  ذهن کې را پورته کيږي چې دا موږ افغانان څه کوو او چېرې روان  يو؟  زموږ ټولنه کومې خواه ته ځي او يا چېري بېول کېږي ؟  آيا زموږ پرګنې په دې حرکت کې واقعاً خپل اختيار لري او که ددې حرکت سمت  نور او پردي هېوادونه ور  ټاکي او موږ هم لکه پسونه پر  هغې خوا باندې روان يو ؟

 دا اوسني پاشلي  نسل او دا د ډول  ډول افکارو خاوندان ، دا د ډول  ډول انتقام ګېريو په  ځنځيرو کې را ښکېل افغانان او دا په  ډول ډول اندېښنو کې غرق  هېواد وال که  ددې بحران  څخه ځان  را ونه باسي او دې سوالو ته  ځواب و ر نکړي نو ددې  هېواد پای به څه وي؟  او په داسې يو حالت کې  چې موږ ټول په دې  شان يو مزمن او ﻻ علاجه مرض  اخته يو، د هېواد مخکښان به   دې ټولني  ته څرنګه وعدې ورکوي او هغوی ته  به څرنګه د سرو او زرغونو باغونو نندارې   ښکاره کوي؟!

  تر کومه ځايه چې  ډېرو ته جوته ده د سياستوالو په مينځ کي هر اختلاف  تر هغه وخته  بايد سره ووهل  شي چې دملي منافعو سره  ټکر ونه  خوري. په دې اړه به شايد  ډېر مثالونه  موجود وي. خو کله چې په هر هېواد کې  د ملي امنيت  يا ملي منافعو  د خطر خبره راپورته شوېده اويا هغه  ته ګواښ پېښ شوی دی  نو ټولې سياسي  ډلې او ټول مېشته  هېوادوال ،  خپل مينځي اختلافونه  او خوابدۍ   په هر ډول چې وي  هغه يې  يوې خواته پرې ايښې او  دخپلو  ملي منافعو او ملي يووالي د ساتلو په خاطر سره  يو شوي او ديوه واحد ځواک  په څېرسره را غونډ شوي دي.  په دې ډول  دی چې هغوی د ملي خطري  و دفعي  ته يواوسپنيز ديوال ګرځېدلې او په ګډه  يې خپل ګډ دښمن د پښو غورځولی دی .
 
په ډېري خواشينۍ سره بايد وويل شي چې دا وطني دود زموږ په وطن کې د ناوطنو او دنورو د ګوډاګيانو له خوا مات او دې ډلوهغه وخت خپله شومه څېره ښکاره کړه چې د ډاکټر نجيب الله د حکومت  پرځولو ته يې ملا وتړله او د خيانت او نا مردۍ  ﻻره يې غوره کړه . دې ملي فتنه ګرو  دنورو په ښو ونه او دسيسه  هغه پروسه  شنډه کړله کومه چې هغه  مرحوم  ډېره لاره ورباندې وهلې او حاضر وو  چې د قدرت واګي په سوله ييزه توګه د ملګرو ملتو تر څارني لاندې يوه انتقالي حکومت  ته پرېږدي او د زياتو وينو د توئيدو مخه ونيسي. دډاکټر نجيب الله  د سولي پر پروسي  باندې چې  د يوې  معلوم الحاله  ډلې  له خوا کودتا وشوه  او په نتيجه کې يې دا ديوې نه زياتي لسيزي غميزه  زموږ پر خلګو او هېواد ور وتپله  دا جلا بحث دی ، خو  دا افغان دښمنه کړۍ لا تراوسه د نورو په دستور کار کوي اونه  پرېږدي  چې دا ملي غميزه  پاي ته ورسيږي ٠

اوس چې ددې په لسګونو ګوندونو مشران  چې همدااوس يې  په داخل  او بهر کې  افسانې را شروع کړي او دا بې شماره  رنګارنګه  په اصطلاح چپ  او راست   ډلي چې په بهر کې يې خولي خلاصي کړي  او درا فشانۍ يې شروع کړي دي آيا دوی واقعاً دې  نتيجې ته رسيدلي دي  چې  همدغه  د وطن  دنجات  لاره او و دې خوارو وطنوالو ته  د خدمت کولو  وسيله  ده چې همدوی  غوره کړېده؟  آيا د دې  په اصطلاح ګوندونو ښاغلي مشران  همدا سوچ کړی  دی چې دا په زړه زخمي، دا په تن لوڅ او دا په نس وږی ولس. او دا د يتيم غوندې پر ميدان  باندې  پاتې هېواد  چې دادې ټولو ځواکو پکښې اړه ولي او سترګې يې ورته غړولي دي، په واقعيت کې په  کوم ښاغلي پسې منډې ووهي څو هغوی ددې بحران څخه  بچ  او ددې  شرمښانو د منګلو نه يې را وباسي؟  د افغانستان  غوندې په زړه  زخمي هېواد کې  آيا دغه  فکري  تشتت او  دا د سياسي ګوندونو او نشراتو دومره  بيځايه  پړسوب  پخپله د يوه  لوی  بحران  نښانه  نه ده؟  آيا دا بېشماره ګوندونه ، دا  بېشماره  او رنګارنګه سايټونه ، دا بېشماره اخبارونه او دا بېشماره د دې اخبارو مؤسسين او دامتياز خاوندان ،د دې بېشماره  عقيدو، نظريو او سليقو سره  به  په حقيقت کې و کولای شي چې دا وطن خپل اصلي مسير ته  داخل کړي؟ او که يې په  لوی  لاس غواړي  نور يې هم  دښرمښانو د منګلو نه د هغوی و خولو ته  ور نږدې او  د ښکېلو هېوادو د پلانو اودسيسو سره  سم يې نور هم هغه  دړې  وړې او دسيمې پر هېوادو باندې  يې د لمړۍ  رجه کشۍ په  لمړۍ  پيلنامې بدل کړي؟

په افغانستان کې د بهرني ښکېلو هېوادو دا اوسني تلاښونه  او دا د فرعونانو چپه  او راسته  ميچنې چې په  ډېره زيرکتيا سره  زموږ په  هېواد او  په ټوله سيمه کې يې را شروع کړېدې او دا عظيم  پوځي او سوق الجيشي ځای پرځاينې چې   تر لاس لاندې  نيولي  دي  آيا  دا دهغې نقشې  ټکي په ټکي تطبيقول نه دي چې يو وخت  يعنې د کال 1992 د اګست  پر 25 مه  دامريکا د لاس انجلس ټايمز په ورځپاڼه کې دامريکا د شپږو مشهورو سياسي جغرافيه پوهانو د" آسيا په يو يشتمه پېړۍ کې"  تر عنوان لاندې خپور کړی وو؟  د دې پوهانو دجملې نه  دووتنو يې په هغه وخت کې دامريکا په خارجه وزارت کښې کار کاوه او يو يې په  دې وزارت کې د جغرافيې دډيپارټمنټ رئيس هم وو. که خبره د دې نقشې  تطبيق  وي  نو بيا موږ ولې داسې په خپلو کې سره اخته  يو!. نقشه خو دهغوی ده، کار خو هغوی کوي،  او ګټه يې هم هغوی و ړي  خو وژنې او مرګونه  بيا  په موږ او تاسو کوي. اوپدې توګه زموږ او ستاسو نوم بد وي. او  په وروستي تحليل کې به  وايي   چې دا پخپله افغانانو  نه غوښتل پخپلو کې سره جوړ شي ځکه  نو موږ  مجبورأ خپله  نقشه  ورباندې  تطبيق کړله!

( زه ګران لوستونکي ددې  نقشي وليدو ته رابولم دا نقشه   د مجاهد ولس د کال 1993 دجنوري او فبرورۍ په ګڼه کې د  <په يوويشتمه پېړۍ کښي د آسيا نوي نقشه > تر عنوان لاندې  خپره شوې وه.)

ګورئ  چې څرنګه پردي هېوادونو  دا وطن  پخپله  په افغانانو وران کړ او اوس يې هم په دې يا هغه نامه ورانوي.  هغوی ته رنګارنګه  بهانې پيدا کوي ، د خپلوپلانونود تطبيق او پلې کولوته يې راپاروي او وروسته  بيا تاريخي او حقوقي شجرې هم ورته راباسي  څو په دې  ډول ځان نه بلکه پخپله افغانان ورباندې ملامت کړي.

موږ افغانانو ته  روانه غميزه په خورالويه بيه  تمامه شوه.  زموږ ټولو ښاغلو سياست پوهانوته، زموږټولو وطنپالو افغانانو ته په کارده چې هر څه چې کوي د خدای په لحاظ په هغه کې دوطن دبقا او ګټو په خاطر يو ژورفکر وکړي اوبيا عملي ګام پورته کړي.

 موږ  يو ځلې شيدو سوي يو پکارده  چې  مستې هم پوه کړو!

 په لمړي سرکې په کار ده چې ځانونه د هغه معلوم الحاله او شر اچونکي عناصرو څخه لېري کړوکوم چې دا فتنه يې دافغانانو په مېنځ کې اچولې ده.  اووروسته بيا ددې يا هغه  نامه تر عنوان لاندې د نفاق او اوسني تشتت  نه ځان   را وباسو.

موږ  بايد هم د تېرو ترخو تجربو نه او هم  د نورو د کړو نه څه  زده  او خپله پوهه هم ور سره مل کړو. دا د ورځې اصلي، حياتي اوداوسنيو کړکېچنو شېبو غوښتنه ده  چې  ټول افغانان  لمړی دهېواد له شرمه ډک وضعيت ته،  بيا راتلونکي ته و ګوري   د وطن په خاطر، دافغان کړيدلي اولس په خاطر سره يو شئ!.

هدايت الله  هدايت   -  استراليا

20-12-2004

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !

If you are not able to read the contents of this page, download our pashto font here