|
د راپارَونکو ليکنو مخ نيوی!
که د پښتنو جګو د غيرت لوړو شملو ته په غور لږه کتنه وکړو نو په دغه حقيقت سره به مخامخ شو چې پښتون قوم د افغانستان د غيرتنو او سربازۍ هغه تاريخي نښانې له ځانه سره ملګرې لري چې د افغان تاريخ پاڼې پرې زرينې او د وياړه ډکې دي. د افغان لوی ټبر چې د انګرېزانو د ماتېدو سبب شول نو د دغه ټبر په دؤو برخو وېشلو په فکر کې شول چې د افغانستان څخه يې يوه لويه د پښتنو سيمه د يوه نوي هېواد په جوړولو (پاکستان) پای وموند. که د انګرېزانو شړل ؤو اوکه د سقاؤ زوی ماته ، او که د محمد ظاهر شاه خان بابا د پاچاهي رانسکورېدل ؤ او که د غويي اوومې نېټې کودتا، لويه برخه يې پښتنو اخيستي وه. او که د جهاد وختونه هم په دقيق ډول سره محاسبه کړو بيا هم داسې لاس ته راوړنه به لرو چې د مهاجرو او شهيدانو لويه برخه بيا هم پښتانه وؤ. خو له بده مرغه نن هغه د جګو شملو او غازيانو د تورو شرنګا څه نشته او نه هم هغه د پښتنو د چغو ډُول چې د دښمن په ځان به ييې د ډار او د تېښتو لمبې بلې کړې. مونږه په زرګنو تنکي پښتانه وروڼه له لاسه ورکړل چې د وينو له هر څاڅکي يې د غيرت او شهامت د مېړانې او وطنپالنې کتابونه او قاموسونه ليکل کيږي. پښتنانه اوس نيم شوي دي چې نيم يې د پاکستان د سيوري لاندې دي او نيم يې هم د بي ٥٢ د نښو لاندې. محضي چې الف وويل شي (طالب است خداوراستي)! نور به لېرې نه ځم خپله پکتيا به ياده کړم چې د سترګو ليدلی حالات راته کيسې شوي دي. داسې په کور ننوځي چې نه کلتور په پام کې نيول کيږي او نه هم د چا پت او عزت! او هره يې چې وکړه نه يې د پوښتنې څوک شته او نه هم د ځواب! پښتانه ګوري چې پرته له زغمه اوصبر، نور څه يې په وس نشته که ددغو عواملو لاملونه په علمي توګه ولټؤو نو پيدا به کړو چې په خپلو لاسو مو هم ځانونه غلامان کړل او هم مو د جهاد وياړلی تاريخ ته ډېر په سپکه وکتل او هم مو له افغان مسلمان ملت سره لويه نه بخښونکې جفا وکړه. اوس بايد چاره ولټؤو او پيدا کړو چې له دغه مصيبته څرنګه وتلی شو او څرنګه به وکړای شو بېرته يو خپلواک هېواد او سوله ايز ژوند ولرو. لدې امله ليکل مو بايد د صحت او منطق جامه په تن ولري. بايد هره جمله مو د سبا لپاره د سولې او ورورۍ يو انځور وي. نو لدې امله د بعضو ليکوالو خويندو او وروڼو د ليکدود په هکله غواړم په لاندې ډول خپل اند خپلو مسلمان افغان خويندو او وروڼو ته په عرض ورسوم : زمونږ بعضې ليکوال خويندې او وروڼه اوس بيا هم د پښتنو په پاڅون ليکنې کوي او په شکل د اشکالو يا خو اسلامي او يا هم نور سياسي او وطنيز دلايل وړاندې کوي چې پښتانه دي چې وطن ګټي او پښتانه دي چې په وطن ځان قربانوي او داسې نور چې پښتانه بيا توره تر ملا کړي او د بهرني ځواکنو په شړلو قرباني ورکړي چې څوک يې بيا جهاد بولي او بيا نور يې د ملي پاڅون او د پښتنو غيرت او وطنپالنې دنده! مونږه که د طالبانو د حکومت وخت لږ راپه ياد کړو وبه ګورو چې د پښتنو له بې ځايه وژلو او په زرګنو قربانۍ د هېر او د يوې بې ارزښتې معنی په درياب کې له لاهو کېدلو پرته نور څه له ځانه سره نه لرل. بعضې ليکوالان بيا پرته له نيوکو نور څه نه زده او همدا ليکي چې نه آبادي شته او نه هم حقوق او نه هم هغه ديموکراسي چې تمه يې کېده او نه هم هغه مناسبه قضا او خپلواک مطبوعات چې بايد په دا څو کالو کې يې يوه څه د پيدايښت اثرات ليدل شوي وای او داسې نور. شک نشته چې دا ټولې ستونزې او نيمګړتياوې به نني زمونږ واکداران او يا ننی حکومت ونلري اما نيوکه د اصلاح په غرض ليکل کيږي او که د جګړې اور ته د لمن ورکولو په غرض؟ ما تل دا ليکلي دي چې هېواد په لومړي ګام کې جګړې ته نور هيڅ اړتيا نلري او ډېر بد ژوبل او وران او خاورې په سر دی او له بلې خوا ننی غم چې ډېر يې لوی ننګ هم بولي ، زمونږه د طالبانو د لاس کرل شوي ګلان دي چې ريبو يې. او په دوهم ګام کې مونږه په نني حکومت کې داسې مسلمان او وطنپاله وروڼه لرو چې د هغوی هدف صرف هېواد ته د سولې او بيا رغونې او له افغانستان څخه بېرته د يوه خپلواک او سرلوړي هېواد جوړولو بل کوم غرض ندی. نو ليکوالو خويندو او وروڼو ته پکار دي چې له هغوی سره د مرستو د تشويق او د جګړې د غندلو او هېواد ته د سولې راستنېدو لپاره يو څه وليکي، نه د جګړې تباه کوونکو سکروټو ته د پوکي کولو لپاره! که نيوکه د اصلاح هدف لپاره وي نو بيا دا اړينه نه ښکاري چې د بهرنيو ځواکو په غندلو او له ښاغلي حامد کرزي څخه نيولې تر د حکومت د يوه وړوکي چارواکي او مأموره پورې يې د لاسپوڅو او .... په نومو ياد کړل شي. که نيوکه د اصلاح لپاره وي نو ستونزې او عوامل يې بايد وليکو او د اصلاح يې هم وړانديز! بيا نو ناخوښوونکو او پېغورجنو کلماتو او جملو ته اړتيا نشته. بهرنۍ لاس وهنې خورا ډېرې دي او زمونږ واکدارن په تشو لاسو لا تر هغه وخته چې افغانان د ځان لپاره اردو او پوليس قضا او مطبوعات جوړوي او په نړېواله کچه د خپلې کورنۍ او باندنۍ سياسي يوه غير منسلکه سوله ايزه لاره غوره کړي، په دې بايد سره قناعت وکړو چې دومره لويې تمې ترې کېدل درست او صحيح ځکه ندي ، چې لا تر اوسه د کورنيو سياسي کړکېچو ندي راوتلی او د هېواد د صفر لاندې ملي اقتصاد او د څو لسيزود ژبنيو او سيمه ايزو کرکې او نفاقونه، چې لا د ډېرو وطنوالو په رګو کې ژوندي دي، د دغو ټولو ناخوالو ستونزو او نيمګړتياؤ بنسټيز لامل يې بللای شو. زما په آند وخت زغم او کار ته او له ټولو خورا لوی با ارزښته چې اتحاد او سولې ته په لومړي ګام کې اړتيا لرو. که هدف يوازې دا وي چې نه، بهرنيان يرغلګر دي او زمونږ په هېواد يې خېټه اچولې ده نو بيا د جګړې د بندو بست چې د مقابل لوري د اقتصاد او وسلو سره سيالي ده، هم بايد په ډاګه کړو. او دا هم نه بايد په هيڅ صورت هېر کړو چې نه ګاونډيو هېوادو ته اړتيا لرو او نه هم نور شتمنو او په مدرن تخنيک سمبالو هېوادو ته! پدې مونږه هر يو پوه يو چې د ملاتړ مو نه په کورنۍ او نه هم په نړېواله او نه هم په اسلامي نړۍ کې څوک شته. که داسې څه ليدل کېدای نو په دؤو ورځو کې به داسې په بري نه راننوتل لکه چې راننوتل، پداسې حال کې چې د خاورې واکمني هم ٩٠ په سلو کې د پښتنو په لاس کې وه. هو! وموليدل چې هيڅ مو د لاسه نه وؤ پوره پرته له تېښتې او د زرګنو ځلميانو د شهادت هم مؤجب! دا چې نور څه په پښتنو تېر شول فکر کوم هسې په پرهارو به د مالګو دوړَول وي او بس! خير دا نه ملنډې دي او نه هم د ماشومانو لوبې! په تشو لاسو د تورو کولو وخت تېر دی. هسې بې ځايه به د خپلو پښتنو کونډو او بورو ميندو او يتيم بچيانو په شمېر نه ورزياتؤو او هسې د ځان د ورکېدو ډُولونه او نغارې به نه وهو! په دې مو ډېر ښه سره سر خلاصيږي چې افغانستان خورا لويدلی ژوبل کمزوری تباه او خوار هېواد دی چې د منطق او وطنپالنې په حکم په هيڅ صورت د هيڅ ډول جګړې وس يې په تن کې نشته. نو بيا کوم منطق او علم دی او دا بيا کوم ذکاوت دی چې جګړه د سولې او کار په وړاندې غوره او اړينه بلل کيږي؟ ځکه خو پښتون، افغان اوافغانستان جګړې ته اړتيا نلري. که غواړو په ريښتيا مونږه خپل امنيت پخپله وساتو او د خپلې خاورې واګې مو هم د تېر په شان پخپل لاس کې وي نو لکه څنګه مې چې مخکې عرض وکړ بايد کار وکړو او له مسلمانو خويندو او وروڼو سره چې د چا په وينو يې لاسونه ندي سره، هم هر اړخيزې مرستې. زما په اند نن يو چانس دی چې له بهرنيو اقتصادي مرستو او له اوسنيو سياسي امکاناتو درسته او صحيح ګټه پورته کړو. د جګړې ستايل او مجاز چې پرته د تباهۍ بيا په ځانګړي ډول د پښتنو د ورکېدو نور هيڅ لاس راوړنه له ځانه سره نلري نو ډېره ارزښتمنه برېښي چې د وطنپالنې له مخې د راپارَونکو ليکنو مخه ونيول شي او دا ډول قلمو ته د پای ټکپ کېږدو. په ګران هېواد کې د جګړې د ورکېدو او د سولې او بيا رغونې په هيله! په درناوی م . ن غروال ـــ جرمني |
