راتلونکې ملي شورای او د افغان ولس اندېښنې 

 

حبيب الله غمخور / مالمو سويډن

ليکوال حبيب الله غمخور مالمو- سويډن     ١٨ / ١١ / ١٣٨٣  هـ ل  | 2005-02-06  م

 

 

 

دبن دتوافقاتوپه اساس دولسمشر تر ټاکلو وروسته بله عمده او مهمه مسله دملي شوری لپاره انتخابات دي .
 په لومړي سر کې چې لا د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکني نه وې شوې داسې اوازې او گنگوسي کله دچارواکو او کله بيا دځينو سياسي څيړونکو لخوا تر غوږو کيدي چې گواکي دولسمشر او ملي شوري لپاره انتخابات به په يوه وخت سرته رسيږي ،خو هم هغه وخت او هم اوس دا ثابته شوه چې دافغانستان دنظامي او سياسي نا انډوله حالت پر اساس دا کار ناشونی برېښيده .
 دا ځکه چې د ولسمشر لپاره ټولټاکني او دملي شوري لپاره ټاکني په هر لهاظ فرق درلود، په همدي اساس دا خبره هغه وخت اشتباه وه چې دواړي ټاکني پر يوه وخت کيږي . ددي خبري د سپيناوي لپاره لاندي لاملونه او دلايل پر ځای بولم :
 داساسي قانون په اساس دهيواد ولسمشر دنفوسو دشمير له مخي نه بلکي دټول هيواد لپاره يوله هغو کانديدانو څخه چې په انتخاباتو کې يې زياتي رايي تر لاسه کړي وي دملک ولسمشر ټاکل کيږي . ولي دملي شوري لپاره وکيلان د ولايت او ولسواليو نه دنفوسو دشمير په اساس درايو په اکثريت ټاکل کيږي .
 دولسمشر ټاکنه سر شميرني ته اړتيا نلر ي . اما د ملي شوري لپاره دانتخاباتو لومړنی او حتمي شرط سر شميرنه گڼل شوي ده .
 دولسمشر دمقام دتر لاسه کولو لپاره سيالي معمولا دڅو کسانو تر منځ وي ،ولي د ملي شوري لپاره دا سيالي په يوه ولايت کې کيداي شي د 60،50 کسانو تر منځ وي .
 په اوسنيو کړکيچنو شرايطو کې چې لا د هر څه شروع گڼل کيږي په هيواد کې دسر شميرني مسله ډيري تاريخي ريښي لري او له بده مرغه زموږ په هيواد کې دا سر شميرنه نه په عادي او نور مالو شرايطو کې هم سرته نده رسيدلي او نه هم دجنگ او جگړي په حالاتو چې هلته خو بيخي دا کار شونی نه ؤ . هغه احصایي چې دپخوانيو چارواکو لخوا نشر شوي يوه يې هم رښتينې شميرنه نده ديو اټکل له مخي تر سره شوي دي . څرنگه چې دسر شميرني مسله زموږ دهيواد دملي مسايلو دحل لپاره يو له عمده او مهمودندو څخه گڼل کيږي ځکه نو د بن په توافقاتو کې یی هم ځانگړی ځاي درلود. دبن دتوافقاتو د تړون ددريمي ضميمي په دريم ماده کې دافغانستان دمسلي دسياسي حل په منظورپه افغانستان کې پر عمومي سر شميرنه ټينگار شوی اود همدغه پريکړو په اساس داسي فکر کيده چې دسر شميرني لپاره به دملگرو ملتو سازمان يو ځانگړی کميسون جوړکړي او دغه کميسون ته به دافغانستان ددولتي حاکميت په رغنده همکارۍ دسر شميرني دنده وسپاري ، خو متاسفانه دا کارسر چپه شروع شو ياني دا چې دځانگړي کميسون دجوړيدو پر ځاي دا کار دافغانستان دمرکزي احصایی پر غاړه شو او بهرني هيوادونو دا دنده پر غاړه واخيسته چې هغوي به يوازي دوي ته مالي مرستي او تخنيکي اسانتياوي برابروي .
 د هغو معلوماتو له مخي چې په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي داحصايي محترم رياست نه تنها چې ددي کار په مختلفو دلايلو جوگه ندۍ تر اوسه يې په عمل کې لکه څنگه چې لازمه ده او زموږ دهيواد لپاره دقيقه سر شميرنه حياتي ارزښت لري وړ کار سرته ندي رسولي ، په مطبوعاتو کې مې خبر واوريد چې دوزيرانو په غونډه کې ښاغلي وطنيار صاحب لخوا په هيواد کې دسر شميرني رپوټ واورول شو او.....،ولي يوه هفته ورسته دازادۍ راډيو دمحترم ریس صاحب سره دهمدغه سر شميرني پر موضوع دخبرو اترو پروگرام در لود او ښاغلي ریس صاحب دخلکو سوالو ته ځواب وايه ،که دا جريان هر چا اوريدلاي واي نو هرو مرو دا سوال ورسره پيداکيده چې پر نورو او تيرو رژيمونو انتقاد او هغوي ته گوت نيونه څومره اسانه کار دۍ ولي دا چې دبهرنيانو په ميليونو ډالرو او د تر” 30 ” زرو زياتو بهرنيو تر خولي وسله والو قو تونو او امريکا يې قوت چې دنړۍ يوازينۍ نظامي سياسي طاقت دۍ په موجوديت کې مر کزي احسايي ونشوکولاي چې رښتني سر شميره نه وکړي نو دوطن بيا رغاونه خو دسړي هيره شي . په دغه راډيو يې پروگرام کې دکابل دښار له اومي ،لسمي او شپږمي ناحي ، دپکتيا ،خوست ، کندهار ولايت د ښار ، د پنجوایی او ارغنداب ولسواليو ، د هلمند ولايت دلښکر گاه له ښاره او نادعلي ولسواليۍ ،دننگرهار دجلال آباد له ښار او شينوارو له لوي ولسوالۍ ، بدخشان او نورو سيمونه تليفوني سوالونه وشول او ټولو وويل چې موږ دسر شميرني کوم کسان ندي ليدلي .او له کنر اوننگرهار نه دو نفرو نيوکه وکړه چې داحصايي رياست دسر شمير ني لپاره پښتو ژبه ويونکو منطقو ته فارسي ژبي اوفارسي ژبو ويونکو سيمو ته پښتو ژبي کسان ليږلي دي او دهغوي برخورد او کړني دخلکو سره ډير امرانه دي ،څنگه کيداي شي دا ښاغلي چې پښتو يې نده زده دپښتنو په سيمه کې زموږ دهيواد نالوستي خلک پدي پوه کړي چې سر شميرنه يعني څه او دوي څه غواړي .
 دجنوري په شپاړسمه نيټه دکندهار دولايت دوالي وياند ښاغلي خالد پښتون دازادۍ راډيو ديوي پوښتني په ځواب کې وايي : وامو وريده چې دسر شميرني يو هیت کندهار ته راغلي ؤ اما کله چې مو وروسته پوښتنه وکړه هغوي لکه څنگه چې لازمه وه هيڅ کار نه ؤ کړي . دارزگان او دايکنډي په ولاياتو خو ښاغلي ریس صاحب خپله وايي چې دسر شميرني کار ستونز من دي اوس خو داکار تر بل دوبي کاملا نزشوني دۍ . سوال دادۍ دغه شان سر شميرني ته رښتنۍ سر شميرنه ويلاي شو او که هدف دا ؤ چې بهرنيان يې واوري چې سر شميرنه وشه .
 نو ځکه داسوال پيدا کيږي چې يا دا اداره ددغه کار په ارزښت خپله نه پوهيږي او يا غواړي لوټه په اوبو کې کښيږدي او ځان پر تير کړۍځکه دښاغلي ریس صاحب دگذارش ورکولو ډير ښه چل ياد ؤ او په خبرو يې دوطن گل گلزار تمثيلاوه ،پداسي حال کې چې سر شميرنه نه يوازي دملي شوري دانتخاباتو لپاره بلکه هغه جنجالونه چې دهيواد دمختلفو قومونو او ژبو ويونکو تر منځ همدا اوس هره ورځ هر يو ځان تر بل ډير بولي او پر همدغه مسله دقومونو اړيکي ددښمنۍ تر سرحده ورځ په ورځ رسيږي زيات ارزښت لري . دا ستونزه يوازي د رښتنۍ سر شميرني په پايله کې حل کيداي شي. دلته دا مطلب ويل غواړم عرض کړم چې زه دهيچا سره کومه شخصي او سياسي تربگني نلرم او نه هم ښاغلۍ رئس صاحب پيژنم که دده پر ځاي زما نږدي دوست هم ددغي اداري مشر واي ددا شان کړونو وروسته به مې همدا ليکنه کړي واي دا ځکه چې زموږ دهيواد دبهرنيو او کورنيو دښمنانو دا شعار چې ” بي اتفاقي واچوه او حکومت وکړه” د پلي کولو يو لوي لامل همدا د رښتنۍ سر شميرني نشته والۍ دۍ ، که نه نور هر څوک پخپل ټاټوبي اومنطقه کې اوسي . مشوره مې داده که دا اداره پدغو امکاناتو نشي کولاي دا کار پر مخ بوزي او يانور کوم سياسي ،نظامي پرابلمونه وي ښاغلي ریس صاحب بايد دپلان دپخواني وزير بشر دوست صاحب په څير استعفا وکړي او افغان ولس ته څرگنده کړي چې پدغو دلايلو دا کار نا شونۍ دۍ .
 ديو هيواد چارواکي ددي لپاره چې وکولاي شي په هيواد کې سياسي ، اقتصادي او اجتماعي ريفورمونه پلي کړي بيله رښتنۍ سر شميرني به هرڅه د نيمگړتياوو سر مخامخ وي ، يو ساده مثال: څنگه کيداي شي ديو فاميل مشر بيله دينه چې دفاميل دغړو شمير ورته معلوم نه وي کورته غذا ، يا جامي او نور شيان راوړي؟ ځکه په عمومي توگه پداسي هيوادونو کې لکه افغانستان دسر شميرني په وخت په ليکلي فورمه کې لاندي معلوماتونه راټوليږي :
 نوم او تخلص
 دزيږيدو ځاي او تاريخ
 باسواد يا بيسواد
 دزده کړي کچه
 کسب او مسلک
 متاهل يا مجرد
 څو ماشومان لري ،دلور او زوي په تفکيک
 مذهب
 مورنۍ ژبه
 داوسني اوسيدو ځاي
 
ممکن په افغانستان کې داحصايي رياست نوري پوښتني هم ورسر ايضافه کړي وي ،ولي داپورته معلومات ددولت لپاره دلاندي کارو دسرته رسولو لپاره ستر ارزښت لري .
 داقتصادي او صنعتي پلانونو او پروژو سرته رسول .
 روغتيا يې خدمتونو ( روغتونونو ،پوليکلينيکونو،درملتونونو،نرسانو ،ډاکټرانو او نورروغتيايي پرسونل اماده کول .
 ښوونځيو ،عالي او متوسطو مسلکي مؤسسو ، پوهنتونو دجوړيدو شمير ، د علمي کدرو او دغو علمي مؤسسو ته د اداري پر سونل ، تعمير، قرطاسيه او کتابونو چاپ .
 دغذايي موادو برابرول .
 تجارت ،داوبو ،مځکي او ځنگلونواو نورو طبعي زيرمو څخه داستفادي مسله .
 هوايي او ځمکنۍ ترانسپورټ او نور ډير شيان .
 په افغانستان کې دملي شوري ،ولايتي او ولسوالي شوراگانو ته دانتخابات .
 په افغابستان کې دملي شوري ،ولايتي او ولسوالي شوراگانو لپاره وکيلان د نفوسو دشمير له مخي ټاکل کيږي بيله رښتنۍ سر شميرني لمړۍ دا دپارلمان دا” 249 ”چوکۍ پر ولاياتو څنگه بايد ويشل کيږي ؟ پداسي حال کې چې دانتخاباتو دقانون د” 19” مادي په اساس دمرکزي احصايي لخوا بايد دملي شوري دانتخاباتو تر شروع ” 90” ورځي وړاندي دهر ولايت ددنفوسو شمير د انتخاباتو دکميسون په واک کې ورکړه شي.
 زه چې دمرکزي احصايي داشان غولونکي راپورو ته گورم او دهيواد اکثريت اوسيدونک هم وايي سر شميرن نده شوي او محترم رياس بيا ادعا کوي چې دا کار په ډيره عالي او په اصطلاح وطنپرستانه شکل او روحيه سرته رسيدلۍ د ملي شوري دچوکيو ويش به غيريعادلانه وي . متاسفانه له يوي خوا خو بيله کوم ضرورت او دليله دري ولايتو نه داشخاصو دخوشاله کولو لپاره دهيواد پر اداري تشکيل ور بار شول لکه کابينه چې دبل له جيبه معاش اخلي ولي تر کارمندانو يې وزيران، دهغوي معاوينان او سلاکار مشاور وزيران ډير شوه ، او دولتي تشکيل له حد نه زيات وپړسول شو.
 حقيقت دادۍ چې دا سر شميرنه لکه څنگه چې اړينه وه نده شوي او اوس خو دا کار ځکه ناشونۍ دۍ چې دخداي په فضل سږ کال واورو او بارانو دهيواد مځکه وپوښل او داسي يې خړوبه کړل چې دثور تر آخره پوري د دايکندي ،دارزگان ځينو ولسواليو، غزني ،وردگو، باميان ، زابل ، غور ،بدخشان او يو شمير نورو سيمو ته ورتگ د ثور دمياشتي تر اخره پوري ناشونۍ کار دۍ.
 تر کومه ځايه چې دخلکو څخه اوريدل کيږي دسر شميرني کار دبيطرفو او خواخوږو کسانو لخوا پر مخ نه بيول کيږي له بده مرغه دراپاته بي اتفاقيو دمرض په اساس پدغه کار داسي کسان گمارل شوي دي چې ددا شان ملي کار دسرته رسيدو جوگه ندي .
 دهيواد پدغو شرايطو کې چې تر اوسه لامرکزي حکومت پر ټول افغانستان مسلت ندي او دقانون پلي کول يوازي پر کمزورو سرته رسيږي ،واليان او نور اداري مسؤلين داهليت او وړتيا ترنامه لاندي دتړلو دروازو شاته دتنظيمي اړيکو پر اساس په دندو گمارل کيږي .
 دبهرنيانو د پټي لاسوهني له مخي محلي قوماندانان او جنگسالاران چې خپله آينده يو څه تاريکه ويني په مؤقتي شکل خاموشي اختيار کړي هغه دچا خبره خپل وار ته گوري ،او هغوي چې پدي ورستيو کې يې دولتي واک دلاسه ورکړۍ او پر کور ناست دي ،دتنظيمو رهبران او نور داسي کسان چې افغانان يې يوازي او يوازي دڅوکۍ دلاسته راوړلو لپاره وژل ، کورونه او ښارونه يې ورانول په ټول ځواک تلاښ کوي په انتخاباتوکي په هره توگه چې کيږي په پارلمان،ولايتي او ولسوالي شوراگانو کې اکثريت تر لاسه کړي، جنگسالاران او مذهبي افراطيون دپاکستان ،ايران او نورو ليري او نږدي همسايه هيوادوپه لمسون دقدرت او واک دبرمته کيدو لپاره شپه اوورځ هلي ځلي کوي او عملا د در غليو امکانات زيات په اختيار کې لري . دا کار پداسي حالت کې تر سره کيږي چې ښاغلي کرزي بيله څو محدودو کسانو نه پر افغان ولس او نه هم پر هغو ټولنو ،سازمانونو او قومي مشرانو روڼ اندو او تکنو کراتانو چې يوازنۍ ارزو يې دافغان ولس ارارمي او په هيواد کې ددموکراسي پلي کول دي تکيه کوي !!!هغه وعدي چې يې دانتخاباتو په وخت کې له ولس سره کړي وي هغه ټولي هيري شوي، په هيواد کې رشوت،زورزياتۍ ،خپل سرې، واسطه چور او چپاول دبيوزلو دارايي په زور اخيستل ،سبوتاژد هيروینو قاچاق او نور په دوامداره توگه جريان لري او دي ټولو قانو ني بڼه اخيستي . دښاغلي کرزي دپريکړنده سياست د نشته والي له امله دپردي شاته همدا اوس واک دبل چا پلاس کې دۍ د قانون نه سر غړونه او د شخصي او گروپي ارمانو پلي کول يو عادي کاردي. همدا اوس هر وزير ریس جمهور دۍ دمثال په توگه دخوست خلک دخوست په رسمي اودولتي پوهنتون کې د طب دفاکولتي دلغوکولو پرخلاف غوښتنه کوي او غواړي چې دهمدغه پوهنتون په تشکيل کې د طب فاکولته پاته شي ولي دعالي تحصيلاتو وزير نه پوهيږم دکوم دليل او تعصب له مخي ددغي فاکولتي سر ه مخالفت کوي،دومره څوک نشته چې دغه وزير صاحب متوجه کړي. دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير يو کل اختياره او واجب الاحترام شخص گرځيدلي هر څوک چې زړه يې غواړي له کاره گوښه کوي اوبيا پخپل پخواني همکار پسي د مطبوعاتو له لاري چټيات ليکي ښاغلي مبارز صاحب او ښاغلي رهنورد زرياب يې څرگند مثالونه دي دا چې دپښتو ژبي سره چې د اکثريت ولس ژبه ده څومره مخالفت لري ټولو ته معلومه ده په کلک گمان که همدغه وزير صاحب ته يوڅه نور هم ميدان ازاد پريښودل شي دايران اخوندانو مطبوعات او دطالبانو دوخت مطبوعاتي او کلتوري پاليسي به په سترگو پوري رانجه کړو.
 دحج او اوقافو وزارت تنها يو چاته دچوکۍ دپيداکولو او يو تنظيم دخوشحاله کولو پخاطر جوړ شو دغه وزارت او دترانسپورت وزارت خبر ؤ چې سږ کال ” 30 ”زره حجيان بيت اله شريف ته سفر کوي لازمه وه چې ددوي لپاره لازم او وړ تر تيبات نيول شوي واي اود دغو حاجيانو چې په هغوپه جمله کې سپين سري ښځي هم وي او دليرو ولايتو نه راغلي وه خدمت او درناوۍ شوۍ واي دهغوي سره ډير ناوړه چلند وشو. دراغلو مهجارو سره نه کومه مرسته شوي او نه يې چا خبر اخيستۍ . دکابل دښار په منځ کې همدا بي وزله او له هر څنه محروم افغانان ښځي او ماشومان دلوږي او يخنۍ نه چيغي وهي ولي ټول مسؤل غوږونه کاڼه شوي دي ايا دا انصاف دۍ ،ځوانان په ښوونځيو او پوهنتونو کيدځينو چارواکو دناوړه کړونو په اساس ناراضه دي ، دمحل قوماندانواوجنگ سالارونه تش په نامه سلاح ټوله شوي ده، ،سوال دادۍ تر 1992کال دثور تر” 8” نيټي وروسته داټوله دولتي سلاح او هغه چې دغو قوماندانانو ته دهغوي بهرنيو پلويانو ورکړي وه ډيره کمه يې دکابل او هيواد په نورو ښاروکي دواک دترلاسه کولو پر سر استعمال شوه دا نوره ټوله پاته ده، له ډير پخوا نه آن د مرحوم ډاکتر نجيب اله دحاکميت له ورستيو کلو نه بيا دطالبانو تر راتگ پوري ډير زياته سپکه او درنه دولتي وسله دافغانستان شمال ته انتقال شوه څنگه يو دم دا ټوله ورکه شوه؟
 پدغو کړکيچنو حالاتو او شرايطو کې به ستونزمنه وي چې دهيواد راتلونکي پارلمان ته دي وړ ،لايق، روڼ اندي او مستحق کسان لاره پيدا کړي، دافغان ولس همدا انديښنه ده ، په هغه صورت کې چې په پارلمان کې دمحلي قوماندانانو،جنگسالارو او مذهبي فونډمنټالستانو ، قومي او ژبني تنگ نظره اکثريت تر لاسه کړي دا ډارشته چې همدا دپرديو لخوا ډالۍ شوي نيم بنده دموکراسي به هم له خطره سره مخامخ شي او دولتي حاکميت به پر دوو جبهو وويشل شي چې يو طرف ته به يې ښاغلي کرزي او دهغه نږد پلويان او بل طرف ته د ملي شوري ډيره کې او په حکومت کې ددغو ډلو پلويان . دعدالت د نارو سورو په وهلو او نورو بهانو سره به په دولت کې دهغو پلانو نو او کړونو مخه نيسي کوم چې ديوي مدني ټولني دجوړيدو سره مرسته کوي ، بله بدمرغي داده چې تر اوسه دښاغلي کرزي بهرني پلويان دوه مخۍ سياست پر مخ بيا يې ، ياني هغوي جنگسالار او يا د قرون اوسطا دټولني دشرايطو پلويان چې داسلام دپاک نامه نه دځان اوسياسي واک دساتلو پخاطر استفاده يې عدت دۍ هم نه خوابدي کوي او غوښني اړيکي ورسره ساتي .د داشان دو مخالفو ډلود مقابلو اوزور ازمو يلو تجربي په نورو هيوادوکي هم تکرار شوي دي ډير ناوړي پايلي لري .
 سر بيره پردي چې دغي مسلي ته په افغابستان کې ددغه نسبي آرامۍ پلويان بايد جدي پاملرنه وکړي زما په اند که داساسي قانون غلطۍ اوس علل اجاله نشي اصلاح کيداي دانتخاباتو مستقل کميسون د انتخاباتو دقانون ځيني عمده تير وتنو ته متوجه شي او ددي لپاره چې دالمړني انتخابات قانوني بڼه ولري ضروري بريښي چې دملي شوري لپاره انتخابات د څه مودي لپاره وځنډيږي .
 

هغه ټکي چې دپاملرني وړدي :
 دتيرو ترخو تجربو نه په استفاده بايد دانتخاباتو د قانون د” اتمي” مادي له مخي دانتخاباتو دبهير دپر مخ بيولو کارمندان بيطرفه وي دغه هدف ته درسيدو لپاره ديو ځانگړي ميتود نه استفاده ضروري بريښي تر څو يو ځل بيا پخوانيۍ تيروتني تکرارنشي .
 د انتخاباتو دقانون يولسمه ماده وايي: دولايت او ولسواليوانتخاباتي حوزي” 120”ورځي مخکښي دولسمشر دفرمان په اساس بايد تعين سي.که ابتخابات په اپريل کې وي خو دا پاته معياد تر ”120”ورځو کم دۍ .
 دهمدغه قانون د څورلسمي مادي دوهم بند : دانتخاباتو مستقل کميسون به د کوچيانو ،مهاجرينو ،او په داخل کې دبيځايه شوو او وسله والو قواوو دمنسو بينو لپاره لازمي اسانتياوي برابروي. ايا دا ځل به افغاني مهاجرو ته په انتخاباتو کې دگډون حق ورکول کيږي؟
 له هيواد نه بهر افغانان به دکومو انتخاباتي حوزو لپاره وکيلان ټاکي؟
 دا چې په يقين سره دافغان ولس دقبول وړ سرشميرنه نده شوي دملي شوري دوکيلانو دا” 249 ” چوکۍ به پر ولاياتو او ولسواليو دکوم معيار له مخي ويشل کيږي ؟ زما په فکرپداشان حالاتو کې به ښه داوي چې بيله دشمير په نظر کې نيولو سره دهر ولايت دمر کزاو هري ولسوالۍ نه يو يو وکيل ملي شوري ته وټاکل سي، دولايتي او ولسوالي شوري لپاره يو تقريبي معيار په نظر ونيول شي .
 
 ددغه قانون د” 15 ”،او””19 ” مادي عملي کول ستونزمن بريښي او زموږ دهيواد په شرايطو کې دا ځل عملي ندي .
 دمشرانو جرگي ته دولايتي او ولسوالي شوراگانو له لاري يو يو کس ټاکل کيږي ،او بيا دټاکل سوي کس دخالي ځاي لپاره انتخابات کيږي ددغو انتخاباتبو مصارف او شکل به څنگه وي ؟.
 د قانون د” 24” مادي په اساس دمشرانو جرگي ته دريمه برخه غړي چې ټاکل يې دولس مشر په اختيارکي دي علاو پر شخصي معيارو د هغوي لپاره داوسيدو معيار په نظر کې ندۍ نيول شوۍ کيداي شي ولسمشر ټول ديو ولايت او يا ټول د کابل داوسيدونکو له جملي انتصاب کړي .
 په ”27” ماده کې راغلي چې ولسمشر دمشرانو جرگي ته انتصاب کوونکو لپاره دسياسي گوندونواو اجتماعي سازمانونو نه غوښتنه کوي ديوي هفتي په دننه کې خپل کانديدان معرفي کړي . دا کار به څومره عملي وي اوس چې ولسمشر پخپله يو ځل دگوندونو د جوړيدو او سياسي آزاد فعاليت د قانوني کولولپاره داحزابو دقانون پلوۍ ؤ او بيشميره زيات گوندونه چې افغان ولس حتي دهغوي دکړنلارو دلوستلو وخت او امکانات هم نلري جوړ شوه او دا دگوندونو دجوړيدو دسيالۍ لړيۍ لا نوره هم روانه ده ،مگر د ولسمشرۍ دچوکۍ دتر لاسه کولو وروسته د سياسي گوندونواو هغوي ته په ټولنه او دولتي چاروکي د ځاي ورکولوپه هکله دښاغلي کرزي په سياست کې دسوړ والي يو څه بدلون ليدل کيږي ، په حکومت کې ښاغلۍ کرزۍ وزيران” ددربارد گوند دغړو نه ” پرته نور ټول هڅوي چې له هغو گوندونو سره خپلي اړيکي وشلوي کوم چې همدغو گوندونواو تنظيمونو دا ښاغلي د وزارت مقام دتر لاسه کولو لپاره معرفي کړي وه . دا به څنگه وي چې ښاغلۍ کرزۍ صاحب به د سياسي گوندونو نه ملي شوري ته دغړيتوب لپاره کانديدان وغواړي ؟او که هدف يوازي په اصطلاح جهادي تنظيمونه وي فکر کوم پدغو شرايطو کې دهغوي لاس اوسنې حاکميت او دهغوي بهرنيو پلويانو ترهر چا بر کړي دۍ ،اوکه ښاغلي کرزۍ له هغوي نه بياهم دنورو کسانو دمعرفي کيدو غوښتنه وکړي دا دامانا لري چې انسان خپل قبر پخپله ځان ته کيني .
 دقانون په اساس له هر ولايت نه بايد دوي تني ښځي ملي شوري ته ولاړي شي سوال دادۍ په هغو ولاياتو کې چې باسواده ښځي نه وي لکه ارزگان ،دايکنډي او نور ولايتونه او ولسواليۍ هلته په ملي شوري ،ولايتي او ولسوالي شوراگانو کې د ښځو استزيتوب څوک کوي ؟
 دقانون په 21 مادي په دوهم بند کې راغلي : هيڅوک حق نلري تر يوي انتخاباتي حوزي زيات ځان کانديد کړي.ولي دهمدغه قانون د ديرشمي مادي په شپږمه فقره کې بيا داسي لولو:دولسي جرگي لپاره کانديدان په عين وخت کې کولاي شي د ولايتي او ولسوالي شوري لپاره هم ځان کاندي کړي ، ولي نشي کولاي په يو وخت کې دواړي څوکيۍ خپلي کړي .گرانو لوستونکو زما خو سر پري نه خلاصيږي ،لمړۍ دا چې دا دواړي يوه انتخاباتي حوزه ده او که دابله ؟. دوهم دا ايا اوسنۍ حاکميت په دسړو کمۍ دۍ او يا دا ښاغلي خوشحالوي که دملي شوري وکيل نشوي نو دولايتي يا ولسوالي شوري غړۍ خوبه حتمي کيږي ،ځکه کله چې يو کس په درو ځايو کې د کانديد کيدو امکان ولري طبعي ده چې دري نه لس ځايه ځان کانديده وي . زما په اند داپه دولتي واک کې دډيرو افغانانو د گډون مخنيوۍ دۍ . او دا دواړي مادي يو دبل سره کوم منطقي تړاو نلري .
 که د انتخاباتو قانون دقيق ولوستل شي هغوي چې په دحقوقو پوهيږي دابه ورته څرگنده شي چې دا قانون څومره بيمورده پړسول شوۍ دۍ او د څومرو خاليگاوو سره بياهم فيصله شوۍ دۍ خو اوس زما دليکني موخه د قانون دقيقه څيړنه نه بلکه دملي شوري دانتخاباتو دپايلي په هکله دافغان ولس انديښني دي .
 
 ک دوجدان له مخي قضاوت وکړو دولسمشرۍ دټولټاکنو لپاره هم هغه کميسون دچارواکو او بهرنيانو چې په انتخاباتو کې يې پيسي مصرفولي او يا يې سياسي علاقه لرل چې ډير ژر او پر هغه وخت چې دوي غوښتل انتخابات وشي په عجله او زياتو خپل سريو ټولټاکني تر سرهکړي که کوم چا دکوم کانديد دخوشحالۍ لپاره هم کومه غلطي کړوي وه زه به چې نور خفه نشي ښاغلي کرزۍ مثال راوړم ځکه تر ټولټاکنو وروسته هغو چې ټاکني يې بايلي وي ويل چې هر څه کميسون د ښاغلي کرزي په گټه سرته رسول ،ولي نه پوهيږم چې ولي داټولو هيره کړي وه او افغان ولس ته يې په ټيټه ستر گه کتل ؟ او فکر يې کاوه چې افغانان به په دغه برخه ليک ټاکونکو شرايطو کې بيله کرزي نه بل چاته رايه ورکړي ،ځکه بل چاته چې خلکو رايه ورکولاي بيانو ضرورت څه ؤ چې لمړۍ دطالبانو توره او دووحشت دوره وزغمي او بيا تر هغه وروسته د امريکا د بي ”52” الوتکو بمباري د درنو وسلو استعمال او افغان وژنه ؟، ددغو له جملي نه چې ځانونه يې کانديد کړي وه د ښاغلي مرحوم ډاکتر نجيب اله پر ضد د امريکا پاکستان ،روسي ، ايران او عربي نړۍ په مرسته کودتا وکړه په افغانستان کې يو ځل دحکميت آس ځغلولۍ ؤ خو دهغوي دکارو پايله وه چې دافغان ولس غميزه دومره اوږده شوه چې اوس يې ټول دخلاسون لاره لټوي .
 دادی اوس بيا د ملي شوري او نورو شوراگانو لپاره ټاکني کيږي ،له بده مرغه دهمدغه نيمگړي دانتخاباتو د قانون په اساس هغه دولسمشرۍ لپاره کارتونه دلته هم بايد وکارول شي چې زما په گمان دا کار به يو لړ رښتنۍ ستونزي را منځته کړي .
 لومړی ــ زموږ دهيواد لوي اکثريت نالوستي او غريب خلک دي که څه هم دامريکا غږ او ازادۍ راډيو گانو زيات تبليغ کاوه چې گورۍ دا کارتونه ورک نکړۍ اوښه يې وساتۍ چې بيامو دملي شوري دا انتخاباتو لپاره پکاريږي خو زموږ ولس چې د خپل هيواد پر سياسي استقرار کوم ايمان نلري او يا ډيرو زياتو به يا اصلا هغه وخت په ټولټاکنو کې گډنو نه وي کړي او يوشمير به يې تر ټاکنو وروسته کارت ياورک کړۍ او يا چيري ايښي وي چې اوس يې پيدا کولانشي ، په پر مخ تللو هيوادو کې دا ستونزه شته ځکه يوه هفته تر ټاکنو مخکښي درايو کارتونه ليږل کيږي ، او ډير يې په ټاکنو کې دټولو تبليغاتو سره سره برخه نه اخلي . ماد سويډن دهيواد دپارلمان او اروپاد پارلمان په ټاکنو کې رسمي دنده درلوده ماته معلومه ده چې حتي دلته هم چې هر څه شته ارامې او واقعي ډيموکراسي بيا هم زيات شمير دمخ پر انکشافه هيوادو را غلي مها جر په انتخاباتو کې برخه نه اخلي په افغانستان کې خو دا مشکله ده چې يو نالوستي سړي دي چې تر اوسه پدي نه پوهيږي چې درايو ورکولو ارزښت په څه کې دۍ کارتونه دي ساتلي وي .
 وړانديز مې دادۍ چې لمړۍ د انتخاباتي حوزو شمير زيات شي او دوهم يو معين داسي کارت جوړسي چې دهغه جعلي جوړه ونه ستونزمنه وي او يوازي د انتخاباتو دکميسون دغړو له لاري په هغه ورځ رايه ورکونکو ته ورکړه شي چې صندق ته يې درايي ورکوني لپاره اچوي ، دکميسون غړي دي درايه ورکوونکي نوم دي درايي ورکولو په وخت کې ثبت کړي .
 دوهم ــ درايو ورکولو وخت بايد له يوي ورځي نه دوو يا دريو ورځو ته اوږدشي تر څو خلک وکولاي شي دليري ځايو نه راسي او په رايه ورکولو کې برخه واخلي .
 دريم ـــ دکانديدانو دنومونو دلست تر تيتب دا دپرمخ تللو ټولنو په شرايطو کې عملي ده پداسي ټولنو کې لکه افغانستان ښه خبره داده چې په هر انتخاباتي حوزه کې دهر کانديد لپاره ځانگړي صندوق کښيښودل شي او پر هغه يوازي دهغه لوي عکس و مښلول شي . پدي بايد خوابده نکړو چې متاسفانه زموږ په هيواد کې تر اوسه لا استحقاق او وړتياته رايه نه ورکول کيږي ، بلکه يوازي او يوازي ځانگړي کس ته چې رايه ورکوونکۍ يې پيژني رايه ورکول کيږي .
 
 پدي صورت کې به دا غلط فهمي هم ورکه شي چې گويا نالوستو او هغو ته چې دکوم کانديد نښان او علامه يې نه پيژندل دکارت دخانپوري کولو په وخت کې دانتخاباتو دکميسون کارمند دهغه پر ځاي کارت خانه پوري کړۍ او يا يې دگوتي په اشاره وروښودل چې کوم کس ته رايه ورکړي .
 د اساسي قانون د ” 85 ”مادي په اساس دملي شوري غړيتوب لپاره کانديد پر نورو شرطونو سربيره دالاندي صفتونه هم بايد ولري :
 دافغانستان تبعه وي يا لږ تر لږه دکانديديدو يا تعين تر نيټي لس کاله پخوا يې دافغانستان ددولت تابعيت تر لاسه کړيۍ وي .
 د محکمي لخوا دبشري ضد جرمونو ، د جنايت په ارتکاب محکوم نه وي او يا له مدني حقوقو څخه محروم شوۍ نه وي . او داسي نور ....
 لومړی ــ دملي شوری دکانديد کيدو لپاره ولي ددوه گوني تابعت مسلي ته اشاره نده شوي ،يو څوک به چې د بل بهرني دولت تابعيت هملري له بهرنيو هيوادو څخه راځي او په افغانستان کې به دملي شوري لپاره ځان ټاکي کله چې يې دوکالت دوره پاي ته ورسيدل ارام به دوباره بهرني هيوادد ته درومي دا چې په ملک او يا دده پر پخوانيو مؤکلينو څه تيريږي هغه په ده پوري اړه نلري . پر ځاي به وي چې دملي شوري ولايتي او ولسوالي شوراگانو لپاره دعدالت او انصاف پر اساس هغه څوک کانديد شي چې په هيواد کې دننه دایمي استوگن وي نه دلويديز نه راغلي ميلمانه .
 ددرو واړو شوراگانو دکانديد کيدو يو له عمده شرطونونه بايد په محل کې حد اقل پنځه کاله دایمی اوسيدل وي ،نه دا چې له بهر نه راغلي کس او يا لکه دپخوانيو رژيمونو په دود ښاغلۍ يا اغلي په کابل ،ننگرهار ،مزار شريف يا هرات کې اوسيږي ولي کله چې دمقام خبره شي بيانو پدي نامه چې يا هلته زيږيدلي او يا هلته کومه خپلوي لري دهغه ځاي د اصلي اوسيدونکي په عوض کانديد شي.
 دوهم ـــ څرنگه چې ملي شوري يو تقنيني ارگان دي او هميشنۍ مشغولتيا يې دقوانينو ، فرامينو ،لوايحو او ددولت له داخلي او بهرني سياست سره ده لازم او اړينه يې بولم چې دولسي جرگي غړۍ بايد سواد ولري ،غير له هغه به نوموړۍ وکيل صاحب ديو بل چا دنظرياتو او عقايدو ښکار وي .مشرانو جرگي ته کيداي شي سپيڅلي قومي مشران ،بي پري ديني عالمان او وطنپرسته روڼ اندي راشي .
 دريم ــ د اساسي قانون په يو اتيايمه ماده کې لولو : دافغانستان داسلامي جمهوريت ملي شوري ،دستر تقنيني اورگان په توگه دخلکو د ارادي ښکارندويه او دټول ملت نمايندگي کوي . دشوري هر غړۍ درايي دڅرگندوني په وخت کې د افغانستان دخلکو عمومي مصلحتونه او ستر ي گټي دخپل قضاوت محور ټاکي .
 هغه اشخاص چې دتنظيمي ،سياسي او نظامي گټو دساتلو پخاطر يې انسانان وژلي،کورونه او ښارونه له خاورو او کنډوالو سره يو شان کړي کيداي شي ملي شوري ته ځان کانديد کړي ؟
 دولسمشر نطاق ښاغلی جاويد لودين د بي بي سي سره په مرکه کې چې په افغانستان کې دبشر دحقو قو مستقل کميسو ن رپوټ چې ښاغلي کرزي صاحب ته يې وړاندي کړي ؤ د خبر لوڅ دپوښتني په ځواب کې وويل : موږ د بشر دحقو قو د دمستقل کميسون راپور تایدوو ولي تر څو چې ديو شخص په هکله محکمه فيصله ونکړي هغه کس مجرم نه شميرل کيږي ،دا قانوني او معقوله خبره ده ،ولي دافغانستان دکړيدلي او ربړيدلي ولس غوښتنه دداشان پيژندل شووکسانو فوري محکمه نده ځکه پدي ښه پوهيږي چې څوک به څوک او څرنگه محکمه کړي ؟ ټولو پدي ملک کې گلان ندي کرلي . ولي دانسان او يو افغان په صفت يې دا غوښتنه پر ځاي او اانساني ده هغه چا چې تر نورو يې زيات وژلي او يا يې زياتي خرابۍ کړي او همدا اوس هم پر هيڅ صرفه نه کوي که کومي محکمي ته نه معرفي کيږي نو دواک اود داشان صلاحيتونو لرونکي مقامو لکه شوراگاني بايد ددوي له شر او مداخلي نه په امان کې وساتل شي. دفغانستان خلک دا فکر هيڅکله نه کوي او نه هم پردي عقيده لري چې داسي يوه محکمه دي دايره شي چې هلته بيله کوم امتياز او تعصب نه دبشر پر حقو قو ټول تيري کوونکي محاکمه شي . همدا اوس هم ډير څيړونکي پدي عقيده دي چې دا تبلغات دهغو کسانو پر ضد کيږي چې زموږ دهيواد د چارواکو خوښ ندي او دهغوي بهرني پلويان لکه څنگه چې ليدل کيږي هم علاقه نلري دداشان خلکو سره گډه ژبه پيداکړي . او که حقيقت ته راشو زموږ په هيواد کې هره لحظه دبشر حقوقو او دانسان مقام ته په ټيټه سترگه کتل کيږي . داچي يو په کور کې په ساړه ژمي دگرمۍ نه شکايت کوي او بل همدا شان انسان او افغان بيا دخپلو وړو ماشومانو سره دکابل دښار په هغو واټونو کې چې چارواکي يې خپلو گرمو کورو اودفترو ته دتگ اوراتگ په وخت کې ويني د يخنۍ او لوږي نه يې چغي تر اسمانو رسيږي او غربي راډيو گاني يې هر ورځ راپور تاژونه ، ددوي ژړاوي او فريادونه نشروي ، ولي افسوس چې دچارواکو دموټرو سيښي له يوي خوا توري او له بلي خوا دومره پنډي دي چې دخوار او غريب اواز او چيغي ددوي غوږو ته نه رسيږي !!! په سلهاوو داسي ناخوالي دننه ددي هيواد په پلازمينه کې هر ورځ تکرا ريږي چې قلم يې ليکلو ته عاجز دۍ .
 پر دا ټولو ناخوالو سر بيره داوسنيو چارواکو او په ځانگړي توگه له ښاغلي کرزي صاحب نه د افغان ولس غوښتنه دا ده چې دخپلو هغو دوستانو په وسيله چې ده ته داعتماد وړ دي ځان دافغان ولس په حال خبر او پريکړنده گامونه اوچت کړي .
 د راتلونکي پارلماني ټاکنو په هکله تر هر چا زيات ولسمشر زيات مسؤليت لري ، دملي شوري او نورو شوراگانو د ټاکونو دانتخاباتو د قانون بايداصلاح شي تر څو په نتيجه کې هغو کسانو ته دملي شوري لپاره د ځان دکانديد امکانات برابر نشي کوم چې يو ځل بيا دا هيواد د اولسمي پيړيود شرايطو په بد بختيو کې په مختلفو نومو نو او بهانو لاهو کوي . اوس چې افغانانو له اوږدو جگړو او تر خو تجربو وروسته يو ځل بيا د دموکراسۍ دپلي کولو او پارلمان د جوړه ولول هوډ کړۍ دافغان ولس اوپه هيواد کې د متمديني ټولني د جوړيدو دښمنان او هغوي چې دټوپک په زروتر لاسه کړۍ واک يې دلاسه ورکړۍ په رنگا رنگ دسيسو او بهانو سره دليونو په شان تلاښ کوي تر څو په پارلمان کې اکثريت ترلاسه کړي او دموکراسي له جدي خطر سره مخامخ کړي . پر ولسمشر ، ټول ولس او روڼ اندو ده پارلمان ته خپل رښتيني استازي چې د تجربي ،پاکۍ او علمي پوهي خاوندان او هغه کسان چې دتمدن او افغانستان داسي بيارغاوني سره کوم چې وکولاي شي دنړۍ دنورو هيوادو سره په هره برخه کې سيالي وکړي مخالفت ونلري ملي شوري او نورو شوراگانو ته وټاکي ،زموږ راتلونکي وکيلان بايد په هر لحاظ د افغان ولس استازي توب وکړي او دا خپله ايماني دنده وبولي چې دا هيواد په هر شکل چې کيږي له دغه شاته پاتي والي ،سياسي او اقتصادي غلامۍ نه خلاص شي .

حبيب الله غمخور

 

په "هېواد" پاڼه کې ټولې خپرې شوې او خپرېدونکې مقالې د همغوی په ليکوالو پورې اړه لري

بېرته کور ته


ددې پاڼې د محتوياتو د مکرر چاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي د هرقسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي!