د کوکنارو د کرلو پرضد وزارت ضروري نه برېښي!  

 

حبيب الله غمخور / مالمو سويډن

ليکوال حبيب الله غمخور مالمو- سويډن  ۲۰۰۴  /  ۱۲  /  ۲۳

 

 

 

ايا دا ضروري ده چې دکوکنارو او نشه يي توکو سره دمبارزې د وزارت په جوړولو د راتلونکي حکومت تشکيل وپړسول شي؟

لمړۍ له هر څه دا بايد څرگنده کړم چې زه دټولو نشه يي توکو او په ځانگړې توگه دکوکنارو او هيروئینو دکرکيلي  توليد ،خرڅلاو، قاچاق او ترانسپورتيشن سره مخالف يم او په راتلونکي کښې يې هم په هيڅ دليل پلوی نه کوم .

زما سره د افغان جگړې ځپلي هېواد د بزگرو دژوند دستونز من حالت تشويش شته او دا تشويش بايد هر دردمن او بااحساسه انسان ولري .

پدې هر څوک پوهيږي چې دکوکنارو کرل او دهيروئينو توليد دانسانانو ژوند دمرگ د خطر له گواښ سره مخامخ کړيدی . زه اوس پر دغه خبرې نه کوم چې په افغانستان کې دکوکنارو کرل د چا په هڅونه وشوه اوچا ډېر زيات لاس پکښې درلود، دا کار نوروته پرېږدم او يا به په نږدې راتلونکي کښې خپل نظر پدې هکله گرانو لوستونکو ته وړاندې کړم . لنډ دومره وايم چې دا بهرني ځواکونه ، دتنظيمو رهبران او قوماندانان وه چې دکوکنارو دکرکيلې رواجولوته يې مټې  رانغښتې وې او پدې کار هغه وخت هم ټوله نړۍ خبره وه خو دسياسي گټو او ملحوظاتو پر اساس  يې خوله پټه نيولې وه.

سوال دا دی چې زموږ دهېواد په دغو شرايطو کې چې ټول مصارف يې له بهرني خيرات نه تمويليږي او دا خيرات  هم ډېره بده اقتصادي راتلونکې ځکه لري چې افغان ولس دا خيرات بايد بېرته بهرنيانو ته ورکړي .

په درېو کلونو کې تر پنځه مليارده زيات  ډالر  افغانستان  ته دمرستې  په نامه  له بهر څخه  راغلل ولې په حقيقت کې ثمر يې دکابل  کندهار هغه سرک  ؤ چې  له لمړي باران سره بيا خراب شو چې دلارو اوسرکونو د وزارت معاون  صاحب  د پاکستان  د قير  بې کيفيتي وښودل، دپلان دوزير او نورو  وزيرانو او چارواکو په خبرو  پيسي انجوگانو  يووړې او هغوی په افغانستان او بهر کې د لــُـکس موټرانو، لــُکس کورونو خاوندان شوه . او افغان ولس ته يې يوازې خبر او په راتلونکې کښې ددغه قرض ورکول پاته شول . د پنځويشت کلن لعنتي جگړې په در شل کې د افغانستان دخاورې لويه برخه په جنگ کې د داخيلو دواړو خواوو له لوري په ماينو فرش شوه چې دځينو معلوماتو په اساس تر اوسه پاته  شمېر يې تر لس مليونه اوړي که يو ماين فقط  5 M2  (( پنځه )) متره مربع مځکه تر خپل تاثير لا ندې وساتي دا دامعنا لري چې  پنځوس مليونه متره مربع مځکه پداسې حالت کې لاتر اوسه پاته ده چې دعادي سړي ور نږدې کېدل دهغه د له منځه وړلو سبب گرځي،همدا علت دی چې هره ورځ زموږ په هېواد کې پنځه نفره خپل ژوند دلاسه ورکوي او يا سخت زخمي کيږي .

تر پنځوکالو زياته موده  کيږي چې زموږ  پر ولس خدای هم په قهر دی دباران او واورې درک نشته، رودونه دوچېدو په طرف  درومي زموږ هېواد چې اقتصاد يې پر زراعت اومالدارۍ ولاړ دی چې مالداري خو لاپخوا دجگړې قرباني شوې ده دهېواد غوڅ اکثريت خپل اولاد ته ډوډۍ له کومه کړي ؟

زه نه وايم چې کوکنار دې وکري ولي دا وايم چې دولت نه يوازې اخلاقي بلکې حقوقي مسئوليت لري چې دخپل رعايت غم وخوري . دکوکنارو پر ضد مبارزې هغه زوړ ميتود چې طالبانو کاراوه نه يوازې دا چې اشتباه ده بلکې دانساني حقوقو تر پښو لاندې کول دي . دا چې تر اوسه په يوه کال کې چې هغه هم پای ته ندی رسېدلی دبشر پر حقوقو دتېري شمېر تر 2800  دوه زره اته سوه اوړي  افغانستان يو ځل بيا دهغو هېوادونو په قطارکې دروي کوم چې دا کار هلته معمولي دی . يو متل دی وايي " په زور کلی نه کيږي  "څومره به دکوکنارو کرل شوي پټي وران شي او بزگر به زندان ته يووړل شي . ايا پدې هکله فکر شوی دی چې دکوکنارو له کرلو څخه خوار بزگر څومره گټه اخلي؟  دمځکي خاوند، دتارياکو خرڅوونکي او رانيونکي، او بيا هغه کسان چې تارياک  پخپلو فابريکو کې په هيرویينو تبديلوي ، بيا دمنطقي او نړۍ والو قاچاقبرانو جېبو ته څومره پيسې ځي؟ ځکه دهر خواخوږي انسان سره سوال دادی هغه بزگر چې دهمدغو تارياکو دحاصلو دخپلې برخې پيسې يې لا پخوا خوړلي څه وکړي؟ او کوم ارگان او مقام ددوی غم خوري؟

دغه پيسې چې دملگرو ملتو سازمان ، دانگلستان دولت اونور هېوادو نه يې دکوکنارو پر ضد دمبارزې پخاطر ورکوي  چې ټوله 878 اته سوه اواتيا مليونه ډالره کيږي که يو ځل بيا په بيروکراتيک ډوله مبارزې باندې مصرف شي گټه به يې څه وي ؟ داسې معلوميږي چې داځل دا بهرني پورونه چې نوم يې مرسته ده ديو بل وزارت په جوړولو مصرفيږي او يو ښاغلی خوشحاليږي . په غريب هېواد کې دپړسېدلې کابينې جوړېدو ته هيڅ ضروت نشته ، دا پيسې چې دوزارتونو دجوړېدو او بېله ضرورته مامورينو ته معاش ورکول پخاطر مصرف  او نورې  زياتې يې په يقين حيف وميل کيږي دهغه پر ځای بايد دافغان ربړېدلو بزگرو سره داسې مرسته وشي چې ددوی ژوند ته گټمن وي . دنړۍ په يوه هېواد کې هم دنشه يي توکو پر ضد دمبارزې وزارت نه دی جوړ شوي .که هدف داوي چې په رښتياسره دکوکنارو پر ضد مبارزه وشي لاندې ټکي دپاملرنې وړبولم:

۱- دکورنيو چارو وزارت په ټول هېواد کې دتارياکو دقاچاقچيانو او هيروئينو دتوليد کوونکو نومونه بايد ولري لکه څنگه چې دکورنيو چارو وزارت ښاغلي وزير په کراتو دا ويلي چې موږسره دهيروئینودقاچاقبرانو دنومو لست شته، سوال دادی چې يو عادي او خوار بزگر په هلمند يا ننگر هار کې زنداني کيږي ولې ښاغلي چې لوړ دولتي مقامونه لري او يا وسله وال کسان ساتي آزاد گرځي؟ دا کوم انصاف دی ؟

۲- دکورنيو چارو وزارت بايد بېله هيڅ ډول سياسي، نظامي مصلحتونو څخه ددغو کسانو نومونه بربنډ کړي، ځکه دا هغه کسان دي چې داکارونه دوی له ډېر پخوا آن دجهاد له وخته کول څنگه کيدای شي دنوم په نه اعلان به داکسان د هيروئينو له توليد، سوداگرۍ او قاچاق نه لاس واخلي؟  

۳- دکوکنارو دکرلو او هيروئينو پرضد دجلاوزارت جوړېدو ته په هيڅ منطق ضرورت نشته داچې ښاغلی کرزی صاحب وايي ضرورت يې دادی چې " زه به يې هر هفته دوزيرانو په غونډه کې وينم او دا به را په ياديږي چې کارونه پدې هکله څنگه مخ ته ځي پوښتنه به ځيني کوم."  دا دامانا لري چې دراتلونکي کابينې وزيران چې تر اوسه موږته ندي معلوم دهېواد  دملي او بين المللي اعتبار په هکله ځانونه مسئول نه گڼي؟ پدي صورت کې د ښاغلي کرزي صاحب لپاره وړ داده چې داسې وزيران وټاکي کوم چې دهېواد په مقابل کې بېله ولسمشر ديادونې څخه مسئوليت احساس کړي .

همدا لهظه چې دامقاله ليکم دآزادۍ راډيو دننگر هار د والي له خولي اعلان کړه چې په ننگرهار کې ۹۵٪  پنځه نوي په سلو کې کوکنار له منځه ولاړه  او همدا شان اعلانو نه دهلمند، ارزگان ، بدخشان ،خوست ،پکتيا ،کندهار ،فراه ، غزني اونورو ولاياتو نه د راډيوگانو له لارې اورېدل کيږي که دا رښتيا وي او چارواکي رښتيا راپورونه  ورکوي داسې معلوميږي چې په راتلونکې کال کې به هيڅ کوکنار نه وي ، نو دوزارت دجوړېد ضرورت هم اړين نه برېښي ، او که دپخوانيو حکومتونو دچارواکو پشان يوازې دولسمشر ،امريکا، انگلستان او اروپايي هېوادونو دچارواکو دخوشاله کولو په خاطر وي  په هغه صورت کې دولاياتو او پدې اړه دنورو ادارو چارواکي بايد ډېر  ژر له کاره گوښه شي . که په افغانستان کې د کوکنارو کرل په ټپه ودريږي دا وزارت به بيا کومه دنده سرته رسوي ؟

۴- دکوکنارو دکرکيلي پر ضد دمبارزې له پاره دې ديو ملي پلان دپلي کولو پخاطر دکورنيو چارو د کرهڼې او مالدارۍ په وزارتونو کې  دکوکنارو دکرلو پر ضدد مبارزې رياستونه جوړ شي او هغوی ته دې دتصميم نيولو، دهغه دپلي کولودواک په ورکولو سره دمسئوليت څخه ډکه دنده ورپغاړه کړي، داځکه افغان بزگر هيروئين نه توليدوي تنها کوکنار کري دافغانستان دحکومت دنده بايد داوي چې کوکنار وه نه کرل شي . 

۵- سرحدي پوليس او سرحدي قوا  بايد پداسې عصري وسايل سمبال شي چې دهېواد څخه دهر ډول قاچاق کولو مخه ونيسي. درې واړه  ) دکرهڼې اومالدارۍ ،کورنيو چارو،دملي دفاع ( وزارتونه مکلف شي چې پدغه برخه کې دوزيرانو په غونډه کې دخپل گډ کارمکمل راپورغونډې ته وړاندې کړي، هم به دکرزي صاحب همېشه په ياد وي او هم به معلومه شي چې دا وزارتونو ته ورسپارل شوې دندې څنگه سرته رسوي.

۶-  ددغو بهرنيو پيسو څخه چې په همدې اړوند له بهر نه راغلي په ټولو هغو ولسواليو کې چې کوکنار کرل کيږي دبزگرو سره مالي مرسته وشي ، تر څو ماشومان يې دلوږې سره مخامخ نشي او پخپله خوښه دکوکنارو له کرلونه ډډه وکړي. همدا اوس په هېواد کې تر شپږ مليونه زيات خلک خواړه نلري که دا شمېرهم پر ور ايضافه شي دا به په حقيقت کې يو ملي غميزه او بدمرغي وي. جالبه داده هغه چاته چې په اصطلاح وسله پر مځکه ايږدي او يا پخوا يې جگړه کړې او قوماندان ؤ په کور کې ناست پيسې ورکول کيږي ولې دا بزگر چې خپلو ماشومانو او فاميل ته د خوړو ،لباس او درملو په خاطر دضرورت له مخې دهغه چا بزگر دی چې هغه ورته وايي: تارياک وکره ! اولادونه يې بايد له لوږي مړه شي. دمالي مرستو سره يوځای پدغو منطقو کې د وړو توليد پروژو جوړېدل اړين برېښي ددې کار په پايله کښې به  ددوی لپاره دسالم مصروفيت او له دغې لارې  دکورنۍ دساتلو امکان بر ابر شي ، په افغانستان کې چې هرڅه توليد شي دخرڅلاو بازار يې شته .

۷-  دزياتو وزارتو دجوړېدو پر ځای دې بهرنۍ پيسې دايډزد مرگوني مرض پر ضد چې داهم دبهرنيانو تحفه ده، ماشومانو ته دسالم ژوند او تر بيې ، روغتيايي خدمتونو ، دمعيوبينو معلولينو ،کونډو او بيوزله ښځو او کورنيو سره دمرستي په لارکې مصرف شي .

۸-  تارياک په افغانستان کې دومره استعمالونکي نلري هغه  دپاکستان ، ايران ، ترکمنستان ، ازبکستان  او تاجکستان دسرحدو له لارې بهر ته رسيږي . پر دغو هيوادو بايد فشار واچول شي او له دوی څخه غوښتنه وشي چې لمړی دوی ته معلومو دهيروئينو دمافيا دسازمان غړي او قاچاقچان خپلو او يا نړۍوالو محکموته کش کړي ، او همداشان دې خپل سرحدونه ټينگ وتړي . زما په عقيده که امريکا او نور غښتلي هېوادونه رښتيا غواړي د هيروئينو مخه ونيسي د افغانستان په عوض دې پر پاکستان او ايران زورواچوي چې هغوی ته معلومي پخپلو هيوادو کې دهيروئينو دجوړېدو فابريکې بندې کړي،خو له بده مرغه دپاکستان په هکله ټول چوپه خوله دي يوازې افغانان چې څومره ټکول کيږي هغومره يې ټکوي او په اصطلاح ازاد مطبوعات او څېړونکي هم  ددغو هېوادو په هکله چوپه خوله پاته دي، دا له انصاف نه ليرې برېښي .

يوه مسئله غواړم دهمېش لپاره څرگنده کړم هغه دا چې دهېواد داخلي مالي زېرمې او بهرنۍ مرستوڅخه داسې استفادې دا شکل به گټوراو معقوله وي چې په راتلونکې کښې گټه يعنې عايد ولري په يوه خبره زموږ هېواد ډېر عاجل دکوچنيو او منځنيو توليدي مؤسسو او فابريکو جوړولو ته حياتي او ټاکونکی ضرورت لري . په اوبو کې لوټه اېښوول او تېريدنې پايله همدا ده چې زموږ په هېواد کې د صنعت علايم په دوربين کې هم نه معلوميږي، ولې خبرې او غوښتنې مو ديو غوښن اقتصاد لرونکي هېواد په څېر دي . پدغه بايد وشرميږو چې نه اتفاق کولای شو او نه هم دخپل هېواد دجوړېدو لپاره په پاک نيت لستوڼي رانغاړو . تر څو به زموږ هر څه بهرنيان سمبالوي او داميد سترگې به مو د پردوپه لور وي؟ دا وطن دافغانانو دی افغانان مکلفيت لري که غواړي دبهرنيانو له سياسي او اقتصادي غلامۍ څخه  خلاص شي خپل هيواد پخپله جوړ کړي په هغه صورت کې به دپردو دموجوديت  زموږ په هېواد کې ايضافي وي .

دکوکنارو کرل بايد زموږ په هېواد کې ديو معقول عملي سياست په پلي کولو سره دابد لپاره له منځه ولاړ شي . ديني عالمان دې پټه خوله نه کښيني په مسجدو کښې دې داسلام د پاک دين دارزښتونو په رڼا کې افغانان ددغه مرگوني زهرو کرلو تاوان ته متوجه کړي ، او هم دې ددولتي چارواکونه دبزگرو سره د هر اړخيزو مرستو غوښتنه وکړي دا ده اسلامي  دنده او وجيبه .

مالمو - سويډن     23.12.2004  

 

بېرته کور ته


ددې پاڼې د محتوياتو د مکرر چاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي د هرقسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي!