دغازي امانالله خان د لور انساني مرستې!

 

حبيب الله غمخور / مالمو سويډن

 

 

 

ژباړه دمردم د مياشتنۍ خپروني له 82 گڼي څخه - ژباړونکی حبيب الله غمخور

 

 

هنديه يوه با احساسه او پر وطن مينه افغانه ښځه ده چې دافغانستان دبحران دشروع (1980 ( څخه بيا تر اوسه دنه ستړې کېدونکو تلاښونو په نتيجه کې يې په سلها وو زره ډالره  د افغان  يتيمو او بې سرپرستو ماشومانو سره مرسته کړې، ولې يو ځل يې خپل نوم ندی اخيستی چې دا مرستې دچا اودچا دلور لخوالېږل شوي دي.

هنديه  د ايټاليا د پلازمېنې روم  په ښار کې ژوند کوي، هغې پداسې حال کې چې افغانستان يې تنها يو ځل هغه هم هغه وخت چي د ملکي ثريا د هنديه مور جنازه يي افغانستان ته راوړه ليدلي او دڅو ورځو لپاره په افغانستان کي پاته شول داسي ويل کيږي چي ددربار لخوا هغه تشويق شوه چي ژر له افغانستان  نه ووزي.  ولي هغه دومره دخپل وطن او افغان ولس سره مينه لري چي د خپل عمر دريمه برخه دا وروستي 25   کاله يې د هېوادوالو په ځانگړې توگه د يتيمو ، بېوزلو او بې سرپرستو ماشومانو سره دمرستې په لاره کې تېر کړي دي.

پسله هغه چې دشوروي سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ او په نتيجه کښې يې افغانان ديار او ديار (خپلوانو او وطن(  پرېښودو ته مجبور شول او دپاکستان په کمپونو کښې يې دمهاجرت ستونزمن ژوند اختيار کړ، هغې هم د خپلوغمځپلوهېواد والو سره دژوند پدغو ستونزمنو شرايطو کې مرستو کولو ته ملا وتړله او د  افغان ماشومانو لاس نيوی يې وکړ. دغه انساني هدف ته درسېدو لپاره هغې  په ايتاليا اومختلفو هېوادو کې په عمومي  ټولنو، ښونځيو او تعليمي مؤسسو کې په غم ځپلي هېواد افغانستان کې دماشومانو دژوند دستونزمنو او ناخواله شرايطو په هکله دلکچرونو په ورکولو سره په لسهاوو زره ډالره چې دنوموړې دلکچرونو د ورکولو  په بدل کې يې ترلاسه کړي پاکستان  ته د بېوزلو او يتيمو ماشومانو سره دمرستې په خاطر لېږلي دي. حيرانونکې خبره خو لادا هم ده چې هنديه په روم کې د خپل کور دناستې سالون هم افغاني گوډو، شلو او ړندو ماشومانو ته وقف کړی ؤ کوم چې ددرملنې لپاره روم ته راوړل کېده.  او پخپله  دغې شهزادهگۍ دهغوی سر پرستي کوله ، دنوموړې دنږدې اقا ربو څخه يو تن وايي :  هغې دخپل کور دميلمستون د پذيرايي  په اطاق کښې هم ددې پر ځای چې دميلمنو دناستي لپاره موبل  او  فرنيچر  ايښي وای څلور چپر کټه ايښي وه او هغه افغان ماشومان چې  روم ته دلاس ، پښو او سترگو دتداوۍ لپاره راوړل کېده او سر پرست يې نه درلود، هنديې هغوی خپل کورته راوستل او هلته يې دهغوی سر پرستي پخپله کوله.

دمطلب ليکونکی وايي يوه ورځ هنديې ماته  قيصه کول: (ماشومان چې پښه نه لري يو کال پکار دی چې دپښې هډوکی يې جوړ شي او که  ضرورت پيداشي چې بايد پښه يې قطعه شي او مصنوعي پښه ورته پيوند شي بيا هم يونيم کال مرستې او تداوۍ ته ضرورت لري، ميرمن هنديې  دوه ماشومان هر يو نفيسه او ښاديخان چې پښې يې قطع کېدې او نورې مصنوعي پښې ورته پيوند کېدې خپل کور ته راوستل او دوه نيم کاله يې دهمدغو ماشومانو سرپرستۍ  يعنې هغوی ته ډوډۍ، دوا، د خوب بستر ترتيبول  او دهغو منظم پريولل دا ټول کارونه هغې پخپله سرته رسول .

تر اوسه ايټاليا ته داشان ماشومان   " 65 " تنه راوړل شوي چې دهغه جملې څخه يې  40  نفره هنديې خپل کور ته بيولي او ديوې مياشتې نه تر دوه نيم کاله پورې يې ديوې مهربانې مور په څېر دهغوی روزنه او پالنه کړې ده.

 هنديې يو وخت ماته په ټليفون کې د افغاني ماشومانو تعريف داسې کاوه : دا ماشومان  دحمام کولو په وخت کې دځان لوڅولو په خاطر شرميږي، هغه چې لاس لري ولې پښه نلري کولای شي د هغه سره چې لاس نلري مرسته وکړي ولې هغه نه حاضريږي چې  يو دبل سره مرسته وکړي  هغه صابون او کيسه کړي، ځکه زه مجبوره يم دهغوی سره مرسته وکړم. مېرمن هنديه دماشومانو سره ددغه شان مرستو کولو څخه هيڅ کله نده ستړې شوې . د داشان کارو څخه چې مور او پلار هم کله کله خسته کيږي ولې هنديې هېڅ وخت شکايت ندې کړې او دافغان ماشومانو سره ځان خوښ او ارام احساسوي، دا څورلس کاله يې  دبېوزلو او بې کسو يتيمو ماشومانو سره داشان مرستې کړي. هر وخت چې زه د هنديې دافغانستان سره خبرې کوم او دهغې څخه تپوس کوم چې څه پروگرام لري هغه په ځواب کې راته وايي : پلاني ښار ته ځم او هلته دافغانستان دماشومانو په هکله کنفرانس لرم غواړم چې دنړۍ والو پام دهغوی دژوند شرايطو او ددوی سره مرستو ته راوگرځوم . دهغې څخه مې يو وخت پوښتنه وکړه ته  دا مرستې څنگه هغوی ته رسوې ؟ هغه ځواب راکوي او وايي :  يو امين او پاک لاسی سړی چې افغانستان ته ځي د هغه پواسطه يې لېږم تر څو يتيمو او بېوزلو ماشومانو ته ورسيږي.

دهغې  کابل ته نږدې په تنگي قلعه کې ديو مکتب د جوړېدو په خاطر چې د نهو سو ”900”  شاگردانو لپاره ددرس ويلو ځاي ولري  د دېرشو زرو يورو  په شاوخواکې يې پيسې ور لېږلې دي . هنديه ددا شان مرستې  پيسې د هغو لکچرونو په بدل کې پيداکوي کوم چې  دنړۍ په نورو هېوادو کې يې د افغانستان په هکله ورکړي وي . هغې وويل : ما په ژينو او ويانا کې کنفرانسونه ورکړه او پيسې مې د يوې بهرني ساختماني شرکت په بانکي حساب کابل ته ولېږلې . هنديه وايي : هر وخت چې زمانه غوښتل کيږي چې زه کنفرانس ورکړم دهمدغه کنفرانس په مقابل کې ماته پيسې راکوي او زه دغه پيسې افغانستان ته لېږم، په 2002 کال کې مې لس زره ډالره دسردار ولي دلور  حميرا پلاس ولېږلې تر څو په افغانستان کې بېوزلو ماشومانو ته ورسيږي ، علاوه پر هغه په 2003 کال کې مې دايټاليا په نورو ښارو کې کنفرانسونه ورکړه چې ديوه لکچر په مقابل کې يې 3200  يورو دبل په مقابل کې 5000 يورو اوبل 7000 يورو تر لاسه کړې او ټولې پيسې مې دمکتب دجوړولو لپاره ولېږلې . هنديه وايي غواړم په راتلونکې کښې پيسې ټولې کړم اوهغو بې سر پرسته  انجونو سره چې د شپې د تېريدو ځای نلري مرسته وکړم تر څو دلوږې مړې نشي . 

مېرمن هنديه اوس 75  کاله عمر لري  په دغه سن او سال کې انسان پخپله خدمتگار او مرستندوی ته اړتيا لري ولې هغه پخپله د خپلو هېوادوالو په چوپړ کې ده .  دهغو هېوادوالو په چوپړ کې کوم  چې هغې ته گران مور، پلار، ورور او خوندې  ټول يو ځای له خپل پلرني وطن افغانستان نه تبعيد کړه شوه ، پداسې حال کې چې ددوی گناه يوازې د افغان ولس آزادي ، سرلوړي او ارامي وه نه بل څه !!! دادهغې پلار او مور  (اعلحضرت امان الله خان او ملکه ثريا او دهغوی اولادونه( وه چې دپرديو په لمسون له مور يعنې افغانستان له غېږې نه فرار ته مجبور شول. هنديه دملکې ثريا اوم اولاد دی داد د مور نس کې وه چې مور او پلار  يې وطن پرېښودلو ته مجبور شول او ايټاليا ته راغلل . هنديه   ” دافغانستا ن د ايټاليا پلازمېنې روم په ښار کې لويه شوله . په ځوانۍ کې يې د يوه ايراني ځوان کاظم ملک نومي سره واده وکړ، دواده ثمر يې دوې لوڼې دي چې يوه يې ثريا اوبله يې همدم نوميږي.

هغې پسله هغه نه چې د کاظم ملک نه جلا شول د ډاکټر روف افغان سره واده وکړ او خدای يو زوی ورکړ چې نوم يې سکندر دی ،اوس هغه دسکندر سره يو ځای دروم په ښار کې ژوند کوي .

مېرمن هنديه په ايټا لوي، فرانسوي او الماني ژبو پوره پوهيږي ، په فارسي ژبه خبرې کولای شي خو ليکل او لوستل پرې نشي کولای . دا فداکاره شهزاده گۍ چې ملکې ثريا ورته پخپلو پاکو شېدو کې دوطن پرستۍ او افغانانو سره دمينې درس ورکړی دی .  قدرمن ياد دې همېشه وي .

ژباړونکی:

درنو لوستونکو دا مطلب دروان  2005 ز. کال دجنورۍ په څلورمه نېټه د مردم د مياشتنۍ خپرونې په 82 گڼه کې چې په امريکا کې خپريږي چاپ شوی ؤ ما تر لوستلو وروسته پرېکړه وکړه ددې فداکاريو، ځان تېرېدنې او خدمتونولنډ ياد په پښتو هم ترجمه کړم. قهرمانې افغانې شهزاده گۍ او افغان ولس ته دگران او دافغانستان دخپلواکۍ دگټونکې غازي امانالله خان لور چې  دا دمور په حريم کې وه په 1929عيسوي کال د مۍ دمياشتې په اومه نېټه  له وطنه د افغانستان دآزادۍ او افغان ولس دارامۍ او سوکالۍ د داخلي اوبهرنيو دښمنانو پواسطه دخپلې قهرمانې او پر وطن مينې کورنۍ سره يوځای وطن پرېښودلو ته مجبور شول ، هنديه د1929کال دجون د مياشتې په اومه  نېټه پداسي حال کې چې غازي امان الله خان هغه څوک چې افغانستان ته يې خپلواکي گټلې وه او نه يې غوښتل دچوکۍ  شخصي اقتدار او سلطې په خاطر د افغان ولس وينې يو ځل بيا توې کړي دوطن نه دتگ په لار د هند دبمبيي په ښارکې و، دنيا ته سترگې روڼې کړې ، دهند مشرانو چې کله دمباره کۍ لپاره  دغازي امان الله  خان کره ورغلل د هغه څخه يې غوښتنه وکړه چې ددغې انجلۍ نوم ددې لپاره چې هندوستان مو هېر نشي هنديه کښېږدئ امان الله خان دا ومنله او ورته ويې ويل چې هندوستان مې بېله هغه هم هيڅکله نه هيريږي. خو داچې دغيرتي او پر وطن ميني کورنۍ لور او د افغاني باشهامتي او مېړنۍ مور شېدې يې رودلې وې 75 کلونو او په زرگونو کيلومتره فاصلې او له وطن څخه لېرې والي دشاهي تخت او اروپا ژوند هغه له افغانستان او افغان ولس نه لېرې او بېگانه نکړه . ددغه مطلب دترجمې نه زما هدف دادی  تر څو زموږ هېواد وال پدې پوه شي  چې:

لمړی - دغازي امانالله خان اولادونو وطن او ولس ندې هير کړي  له بده مرغه زما په گډون موږ هغوی هېر کړي دي. يوازې په کال کې يو ځل د امانالله خان نوم د خپلواکۍ دياد په مرا سمو کې اخيستل کيږي اوبس، نور دهغه ياد ژوندی ندی ساتل شوی.

دوهم - ولې تر اوسه د هنديه دافغانستان د داشان انسانې مرستو په هکله د افغانستان  اونړۍ ټول په اصطلاح  آزاد مطبوعات او ليکوال چوپه خوله پاته دي ؟ ايا تر اوسه هم زموږ دهېواد دآزادۍ  او ترقۍ دښمنان دومره توان او طاقت لري چې زموږ څخه خپل پخوانی تاريخ ورک او هېر کړي؟ او بهرنيان دخپلو تاريخي عُــقدو دسرته رسولو په خاطر د افغان ولس  په ځانگړي توگه دجگړې ځپلو ماشومانو او يتيمانو  سره دغازي امانالله خان د فاميل دغړو مينه  او  هغوی ته دمرستو رسولو په هکله  افغان حق شناس ولس ته دمعلوماتو دورکولو څخه ډډه کيږي ، ولې څوک ډار لري او ټول چوپ دي؟ دغازي امانالله خان زوی او لور بيا په افغانستان کې پاچاهي نه غواړي او نه هم دسياسي موخو پر اساس دافغان بېوزلو ماشومانو سره مرستې کوي، او ديتيم ماشوم خو بيا هيڅ هم په وس او اختيارکې نشته چې دوی ته يې ورکړي. زه پدې باور يم که داشان مرستي  کوم جنگ سالار ، دتنظيم مشر ، دقدرت پر گدۍ ناست او يا بهرنيو ملاتړو کړې وای راډيو گانې او مطبوعاتي خپرونې به يې په تبليغ ستړې شوې وای او زموږ غوږونه به يې کاڼه کړي وای . ددغه موخې په اساس چې رښتيا رښتيا دي  افغان نمک حلال او حق پېژندونکی ولس بايد په هر څه خبر شي، ځکه  ما دا لازمه وبلل چې بايد دا مضمون په پښتو تر جمه شي او د انترنټ پاڼو دلارې  ټول هېواد وال او لوستونکي ددې درنې او وياړلې کورنۍ په ځانگړي توگه دگرانې خور هنديه دافغانستان  په اسلامي او ملي چوپړونو او افغان وياړلي ولس سره دمينې  په احساس  خبر شي .

تېر عيسوي کال د اگست دمياشتې په يويشتمه کله چې دجرمني دکلن په ښار کې د غازي امان الله خان دهېواد دسياسي استقلال د گټونکي او خپلواکۍ د تر لاسه کولو دخاطرې د ياد په  58  يمې کليزي دياد په غونډه کې مېرمن هنديه دافغانستان وليدل او دهغې سره مې خبرې وکړې دوطن پرستۍ او افغان دوستۍ  هغه احساس چې ما دنوموړې او ددې د ورورشهزاده احسان الله په خبرو کې  وليد زما لپاره دداشان پاک احساس څرگندونې ليدل لمړی ځل ؤ چې اوس يې دلته ليکل ضرور او پر ځای نه بولم دومره يادونه کوم :

 کله چې هغې دافغانانو او هېواد سره دخپل پلار، مور، ځان او کورنۍ دمينې خبرې اود افغانانودغمځپلي ژوند په هکله څرگندونې کولې په سترگو کې يې له ورايه اوښکې معلومېدې.

هيله مې داده چې دغازي امان الله خان فاميل اود هغوی کړنې زموږ دهېواد نه هېرېدونکی  تاريخ  په توگه همېشه ژوندۍ وساتل شي  اوزموږ اوسنی نسل ددوی په ژوندون او کړنو خبر اوسي ، خير دی که هغوی زموږ د هېواد داستقلال ددښمنانو نه خوښيږي ولې دا بايد هېر نشي چې هغوی زموږ دهېواد او تاريخ وياړ دي ، هغه ملت چې پخپل تاريخ نه پوهيږي  او يا هغه ته دقدر په سترگه نه گوري زما په فکر هغه دخپل هېواد په جوړېدو کې کوم رول نشي لوبولای او نه وطن ورته گران وي . زموږ دهېواد په تېر تاريخ پوهېدل زموږ ټولو لپاره ضروري کار دی ، تر څو دهېواد په تاريخ پوه نه شو او هغه ته داحترام او درناوي په سترگه ونه گورو داستونزې نشو حل کولای .      

حبيب اله   غمخور 

  13.01.2005

بېرته کور ته

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکرر چاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي د هرقسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي!