کـــــــــــــور

 

د پښتو تياتر او تمثيل ستوری ولوېد

د افغانستان د نوميالی فرهنګيال استاد ف .فضلی د ناڅاپي مړينې له امله په ډنمارک کې د افغانستان د علمي -  فرهنګي خدمتونو مرکز (خپلواکۍ ) د خواخوږۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د تياتر او تمثيل پخوانی، مجرب، نوميالی او مسلکي شخصیت استاد ف . فضلي د۸۴ کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او په حق ورسېد.

(اناالله و انا اليه راجعون )

ارواښاد استاد فضلي د کندهار په هنر پروره خاوره کې وزېږېد،لومړنۍ زده کړې او تنکي ځلمیتوب یې د خپلې کورنۍ تر ملاتړ لاندې په هماغه ښار کې ترسره کړ،له ماشومتوب څخه يې له تمثيل او نورو هنري چارو سره ځانګړې مينه درلوده.ځوان فضلي د کندهار او شا او خوا سيمو په هنري او ادبي کړيو کې د یو مطرح لوبغاړي په توګه سر پورته کړ او له هنر سره يې سارې مينې د کابل ښار ته په کډه کړ او د افغانستان راډیو د تياتر او تمثيل له لومړنيو بنسټ ايښودونکو څخه ديو تن فعال هنرمند په توګه څرګند شو. استاد ف . فضلي په نه ستړي کېدونکې توګه د پښتو تياتر او سينما لومړني علمي او مسلکي امکانات برابر کړل ،شپه او ورځ يې پر ځان یوه کړه او د کابل تياتر ، افغان تياتر ، افغان نندارې ، کابل راديو ، د افغانستان راډيو،د افغانستان تلويزيون،افغان فلم او کابل نندارې له لارې د پښتو هنر او تياتر د لوړتيا او پياوړتيا لپاره نه هيرېدونکي خدمتونه وکړل ،هغه د پښتو ډرام ،ډیالوک ،پښتو تمثيل اوپښتو فلمونو لومړني معاصر بنسټونه کېښودل او دا هغه وخت وو چې پښتو دغه شان یوه تشه په خپلې هنري برخه کې احساسوله.ارواښاد استاد فضلي دغه تشه ،دغه اړتیا،دغه غوښتنه او دغه هیله ترسره کړه .په سلګونو ډرامونه یې وليکل،په سلګونو داستانونه ،پرله پسې راډيويي داستانونه يې وکښل ،لنډې کيسې یې وليکلې ،نظمونه يې ډرامونو او داستانونو ته جوړ کړل ، په زرګونو درامونه او داستانونه يې پروديوس کړل ،بې شمېره تمثيلي ټوټې يې وليکلې او هغه يې ډايرکټ کړې ،په سلګونو تياترونه او د تمثيل صحنې د هغه په استادانه هنرې لوبو او تمثيل ښايسته شوې ، په سلګونو شاګرادان يې وروزل ،او پښتو تياتر او تمثيل يې له سيالانو سره سيال کړ..استاد ف . فضلي پښتو تياتر ته عموميت ورکړ ، خلک او اولس يې ورسره لا پسې بلد کړل ،پښتو تياتر يې په خپلو هنري سفرونو سره ګاونډيو هيوادو او نړېوالو ته وروپېژاند او د ټول افغانستان په کچه يې پښتو تياتر او ډرام ته د لوړتيا او درنښت مقام ور په برخه کړ.استاد فضلي يوه اړتيا وه ،استاد فضلي د افغان اولس د دردونو، رنځونو ،کړاوونو، بې وزليو، دغه راز د افغان ملت د برم او بريو هينداره وه.استاد فضلي هغه شمعه وه چې د نورو د روښانتيا لپاره بله شوې وه،خپله وسوځېده ،خو جهان يې روښانه کړ.هغه د تياتر صحنه د افغان ملت د سرلوړيو صحنه ګرځولې وه .هغه زموږ د ملت ترانې وويلې ،هغه د انسان سندره وبولـله ،هغه د پوهې نغارې وغږولې ،هغه د مينې او پيوستون ډيوې بلې کړې .استاد د پښتو تياتر او تمثيل ستوری و، روښانه ستوری ، داسې ښکلی چې رڼا يې زموږ د لارو لارښود او د يو هوسا ،سرلوړي ، ښاد ، اوبسيا ژوند زیری راوړونکی ، دغه ستوری ولوېد،زموږ جهان په بل مخ شو،هنر مو بې استاده شو،خدايه ته صبر راکړې ،او استاد فضلي په خپل کرم سره وبښې او ښه جنتونه ورپه برخه کړې .
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي – فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) ټول کارکوونکي او مينه وال ،د استاد فضلي مړينه د افغانستان فرهنګ ته يوه نه جبران کېدونکې پېښه ګڼي او په دې توګه د استاد فضلي کورنۍ ،دهغه ملګرو،د هغه همکارانو، د استاد شاګردانو او ټول افغان ملت ته د زړه له کومې  دتسليت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي – فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) په استازيتوب،او د ارواښاد استاد فضلي د ۲۵ کالو شاګرد، محمد يوسف هېواددوست.

  

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !