کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)

پښتو شعري ټولګه "آبِ حيات" چاپ شوه
 

د هېواد د تکړه او ياد ژورنالست او د افغان اسلامي اژانس مشر حاجي محمد يعقوب "شرافت" لومړۍ شعري ټولګه "آبِ حيات" تازه په پېښور کې له چاپه راووتله.

په دوه سوه او پنځويشتو مخونو خور دې کتاب کې د ښاغلي يعقوب "شرافت" په بېلابېلو وختونو کې ويل شوي هغه شعرونه راغونډ کړاى شوي دي چې د احساس، تجربې او مطالعې لفظي انځورونه دي او د ګران هېواد افغانستان درد پکې په دردمنو تورو بيان شوى دى.

د کتاب تړون په دې ټکو شوى دى " د خپلې مورنۍ مرحومې نيا په نوم چې زما د علم او زده کړې په خاطر به يې له ما سره قرانکريم د جومات تر دروازې پورې وړلو". ليکنې پرې "د افغان باقي کهسار باقي" تر عنوان لاندې ښاغلي همېش خليل، د "يوه هېره کيسه چې..." تر عنوان لاندې استاد اصف صميم، د " زيرک صحافي، حساس شاعر" تر عنوان لاندې لايق زاده لايق او د "ښاغلي شرافت پر آبِ حيات څو کرښې" تر عنوان لاندې فدامحمد فايض کړي دي. د خپرولو چارې يې النور نشراتي ادارې او د کمپوزنګ او ډيزاين کار يې عبدالهادي حيران کړى دى.
په زړه راښکونکې رنګه پښتۍ او دوه رنګه معياري کاغذ چاپ شوې دا شعري ټولګه تاسې په افغانستان او پاکستان کې د هر کتاب پلورنځي څخه په سل افغانۍ ترلاسه کولاى شئ.
د زياتو معلوماتو لپاره په لاندې تليفون لمبرو او ادرسونو هم تماس نيولاى شئ:
 

تليفون شمېره:
 0092-(0)91-5701100
e-mail : برېښناليک
ahhairan@yahoo.com

 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.