کـــــــــــــور ( د"هيواد" لومړۍ پاڼه)

Hewad Afghanistan - www.hewad.com

د څېړنعونډې خبر تيا

داود جنبش پنځه ويشت کاله د ژورناليزم په ډګر کې
په بلجيم هېواد کې د ډاکتر داود جنبش د کار او زيارپه اړه څېړنغونډه
 

د سلام فرهنګي ټولنه د بلجيم د کلتوري ټولنې په ملتيا د افغان نامتوژورنالست او خوږ ژبی وياند داکتر داود جنبش دکار او زيار په اړه علمي _ ادبي غونډه جوړوي . د غونډې په څېړنيزه برخه کې به دڅېړونکو او پوهانو له خوا د ښاغلي جنبش دمسلکي _ څېړنيزو هڅو ، ادبي پنځونو او پښتو ژبې ته د ژباړل شويو اثارو جاج واخستل شي، او د غونډې په دوهمه برخه کې ( د جنبش سره شاعرانه ماښام) تر سر ليک لاندې مشاعره ، او د ټنګ ټکور سره مست ملي اتڼونه په پا م کې دي .
د درنو هېوادوالو ، ليکوالو ، مينه والو څخه هيله کوو چې په دې علمي _ ادبي غونډه کې په برخه اخستلوسره د غونډې پرتم لا زيات کړي .
غونډ ې ته د ليکنو او پيغامونو د لېږلولپاره لاندې ايميلونه کارولای شئ :
hotakbawary@hotmail.com
bawary1@hotmail.com
bawaryr@home.nl

د غونډې د جوړېدو نېټه :  دشنبې ورځ د 2006 زيږديز کال د دسامبر 23 مه نېټه ( ١٣٨٥ لمريز کال د مرغومي دوهمه ) د ماپښين د څلورو بجو څخه د شپې تر دولس بجو پورې .

د اړتيا پر مهال د تليفون شمېرې :

    ( 00 32 499127980  )

( 00 32  497101683  )

(  00 32 484958929  )
د تالار پته :

SALLE ROGER LEFEBVRE
PLACE DE HERINNES
CHAUSSEE D'AUDENARDE
7742 HERINNES-LEZ-PECQ
 

 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.