کـــــــــــــور

د ټول افغان ويبپاڼې څخه په مننه

په ننګرهار كې د بدلونونو اړتيا

ليکوال: غلام صديق باور

هر نوی نظام چې په يو دولت كې راځي نو د ځان سره ډېر مثبت او منفي تاثيرات راوړي. د طالبانو د سقوط نه وروسته چې زمونږ په وطن كې كوم نظام حاكم شوی دی، د پاسنۍ جملې يو ښه ثبوت دی. د نوي نظام مثبت تاثيرات ډېر دي چې تر ټولو لوی تاثير يې په وطن كې ټولټاكنو سر ته رسېدل او تقريبا د اول ځل دپاره د خلكو د مستقيمو رايو له لارې د ولسمشر ټاكل دي. دا يو داسې ډيموكراتيك بدلون دی چې ډېر هغه ولسونه چې د لسهاو كلونو راهيسي په امن او امان دي ترې برخمن نه دي. خو تر ټولو ستر منفي تاثير د فاسدو قوماندانانو شته والی دی. ټول وطن خو بالخصوص ننګرهار هره ورځ د دغه نوي منفي تاثير تاوان وركوي.
 هر نظام چې د خپلو منفي تاثيراتو او نقطو په وخت علاج ونكړي، هم دغه منفي نقطې يې د سقوط سبب ګرځي. په ننګرهار كې د طالبانو د هركلي تر ټولو لوی او شايد يواځنی علت هم دا وو چې خلك يې د قوماندانانو د ظلمونو نه خلاص كړي وو. مطلب دا چې د طالبانو نه مخكې د قوماندانانو د سقوط سبب دا وو چې د دولت شتمني يې لوټولې او د خلكو عزت او ناموس يې حلال ګڼلی وو. تر دې چې د ځينو قوماندانانو ټوپكيانو د جلال اباد په ښار كې د اوسيدونكو افغان سيكانو په عزت تيری وكړ. د شپې د شپې د دوی په كورونو وراوختل. د دوی مالونه يې تالا كړل او د ښځو عزت يې ورخراب كړ. په نتيجه كې يې ډېر سيكان مجبور شول چې نورو وطنونو ته هجرت وكړي. په لارو كوڅو كې د خلكو وهل او ټكول په ښكاره كېدل. د همدغو قوماندانانو په وخت كې د اول ځل دپاره د جلال اباد په ښار كې سياسي وژنې وشوې چې د قوماندان حاجي شمالي وژنه يې ښه بيلګه ده.
 د دولت شتمنۍ هم لوټ شوې. چا چې هم په هغه وخت كې د ننګرهار په ګمرك كې كار كولو، اوس هم شتمن دي او په دوبۍ كې تجارتونه لري. خو كله چې طالبان راغلل هغوی هم د ځان سره يو لړ منفي سياستونه راوړل. رشوت ډېر عام شو. ننګرهار د وطن د كلتور مركز ګڼل كېده خو طالبانو پكې ټولې خپرونې ودرولې. د جلال اباد په ټول ښار كې يې يواځنی عام كتابتون د افغان سيد جمال الدين كتابتون يې وتړلو او مسولينو ته يې وويل شو چې نور دې خپله نشريه پيغام هم ودروي ځكه چې د دوی د شريعت په نامه خپرونه ټول وطن ته كافي ده او نور خپرونو ته هيڅ ضرورت نشته. همدا راز موسيقي بنده شوه. دولت خپلې وظيفې پريښودلې او د خلكو په شخصي ژوند كې مداخله يې خپله اساسي دنده وګڼله. هر څومره چې خلكو خواري وكړه طالبانو د خپلو منفي نقطو علاج ونكړ. اوس چې نشته دی نو ټول ولس پرې خوشحاله دی. او هر سړی همدا وايي چې خدايه بيا يې رانولې.
 د نوي نظام سره بيا هماغه پخواني قوماندانان راغلل. د دوی يو قوماندان به ويل چې زمونږ توبه ده بيا به پخواني كارونه نه كوو. خو هغه قوماندان اوس واكمن نه دی او په پېښور كې شپې سبا كوي ځكه چې د القاعدې سره په اړيكو متهم شو. په دې قوماندانانو كې داسې قوماندانان هم وو چې په موټرو يې د پاكستان د استخباراتو لوحې لږېدلې وې. او د ډېرو شكايتونو نه وروسته د كرزي په غوښتنه يې لوحې بدلې كړې. په اوله كې خو مو دا هيله لرله چې دا به يو موقت حل وي او دولت به ډېر زر لكه څنګه چې يې شعارونه وركول مسلكي خلك ننګرهار ته هم راوليږي. خو دولت د ګمرك پيسې پكار وې او هغه اوس مستقيم د ګمرك نه ورځي. پخوا هم ننګرهار د ګمرك په پيسو ښاد شوی نه وو. ټولې پيسې به د قوماندانانو جيبونو ته تللې. او اوس هم پرې ښاد نه شو. ټولې پيسې مركزي حكومت ته ځي. خو په مقابل كې مركزي حكومت د ننګرهار ولس ته هيڅ خدمت ونكړ. دومره يې هم ونكړل چې د دې قوماندانانو نه يې خلاص كړي. بلكه نور يې هم تقويه كړل.
 د رشوت خبره به نه كوم ځكه چې مركز هم ترينه دوه سپيږمو ته راغلی دی. خو خبره به د پرمختګ او فساد وكړم. په مركز كې درګرده ابادي كېږي يانې سړكونه جوړېږي، خارجي پانګه اچول كېږي، داخلي خلكو ته د پانګې اچولو اجازه شته دی. همدا رنګه په نورو ولايتونو لكه كندهار كې د خدای فضل دی د ښار د ښايست دپاره كوښښونه روان دي. نيالګي كرل كېږي، د ښار چوكونه جوړيږي، ولايت د مركز پورې تړلی دی، اداري تغيرات پكې كېږي. خو په ننګرهار كې واكداران چې لا تر اوسه پخواني بيسواده قوماندانان دي هيڅ هم نه كوي. د ګمرك پيسې كه اوس مركزي حكومت ته ځي، د ننګرهار قوماندانان يې زور زمونږ نه وباسي.
 نوې لارې چارې او بهانې پيدا كوي چې د غريب ولس نه پيسې وشكوي. د القاعدې او طالب په نامه خلك نيسي، زوروي يې، او بيا ترېنه پيسې غواړي. د معلمانو او مامورينو معاشونه چې د مركزي حكومت نه راشي قوماندانان يې ځان سره تر ډېره وخته ساتي د بهرني مملكتونو نه پرې مالونه راوړي او چې هغه خرڅ كړي بيا مسكينو معلمانو او مامورينو ته معاشونه وركړي چې څو مياشتې پرې تېرې شوي وي. د ښار امنيت هماغسې خراب دی. د يو قوماندان خوری دی چې كله يې زړه وغواړي خلك وهي. يوه ورځې ترينه يو موټر مخكې شوی وو، ډرايور او سورلۍ يې مرګ ته وهلې وې ځكه چې د ده د موټر نه بايد څوك مخكې نشي. د چاپيريال ساتنې او د ښار ښايست ته هيڅ نه دي شوي. د ښار نه اوس هم بويونه خيژي. څوك يې د پاكولو غم نه كوي. د شهيد عبدالحق په نامه يو پارك څو كاله د وړاندې شروع شوی دی چې اوس هم پكې يو څو خښتې پرتې دې او يوه لوحه پكې لږېدلې ده نور پكې هيڅ كار نه دی شوی.
 په ښار كې چې څه دولتي ځمكې دي ټولې قوماندانانو قبضه كړي دي. د يو نوی صنعتي پارك دپاره ځمكې تقسيمېدلې چې هغه هم قوماندانانو په خپل منځ كې وويشلې. هر په وطنمين كس چې جلال اباد ته راځي او غواړي چې پانګه واچوي د جلال اباد د مسولينو له خوا ورته رنګارنګ خنډونه اچول كېږي. څو كسان زه پېژنم چې د خارج نه راغلل خو د ننګرهار مسولين ورڅخه دا غوښتنه كوي چې بايد دوی د ځان سره په پروژه كې شريك كړي كه نه نو كار يې نه كېږي. پانګه اچونكي نه غواړي چې د دوی سره شريك شي ځكه چې دوی ټول دښمندار دي او نه غواړي چې د دوی په ټس كې يې څوك ووژني يا پروژې ورته خرابې كړي. د جلال اباد د منډۍ ټيكه يو قوماندان چې د شمال د ټلوالې سره يې اړيكي دي اخستي ده. هر دهقان چې خپله سبزي يا مال خرڅوي قيمت يې همدغه قوماندان ټاكي. چې ډېر ارزانه قيمت وي . دهقان هيڅ چاره نه لري. كه مال نه خرڅوي نو خرابيږي. او كه خرڅوي يې نو تاوان كوي. او يواځي كس چې ټوله ګټه اخلي هغه قوماندان صاحب دی.
 د كلتور په برخه كې هم قوماندانانو منفي رول لوبولی دی. د ننګرهار د ژورناليزم په تابوت اخري مېخ اوسنو واكدارانو ووهلو. د ننګرهار چارواكو د ننګرهار يو ليكوال پدې تهمت څارنوالۍ ته وغوښتلو او محاكمه يې كړلو چې د چارواكو په ځينو منفي كارونو يې نيوكې كړې وې. د هغې ورځې نه وروسته هغه ليكوال خپله مجله هم نوره چاپ نه كړله.
 د ننګرهار ولس نور د قوماندانانو نه په تنګ شوی دی. لكه د تيرو نظامونو دا د نوي نظام تر ټولو لويه منفي نقطه ده. خدای دې نكړي هغه ورځ رانشي چې ولس بيا د سياسي رژيم د تغيرولو دعاګانې شروع كړي او يا نورو ته لاس ونيسي. مركزي حكومت ته په كار دي چې د وطن په دې مهمه منطقه كې ډېر زر تغيرات راولي. كه نه وي نه لكه د تېرو رژيمونو په شان به خلك د دې نظام سره هم كركه پيل كړي او فكر نه كوم چې دا رژيم به دومره قوي وي چې د ولس د تاييد نه پرته ټينګ پاتې شي. مركزي حكومت ته پكار دي چې دغه لاندې كارونه زر تر زره تر سره كړي.
اول: په ټولو مهمو پوستونو كې دې مسلكي او ملي خلك مقرر شي. تر څو د ولايت د پرمختګ دپاره لازم پلانونه جوړ كړي.
دوهم: ننګرهار بايد ډي ډي ار شي. ټولې درنې او سپكې وسلې دې د شخصي مليشو نه غونډې كړی شي.
درېم: ننګرهار د چا او د چا د پلار جاګير نه دی. څومره دولتي ځمكې چې قوماندانانو نيولي دي، ټولې دې ترېنه واخستل شي.
څلورم: د ننګرهار ښكلا ته بايد خاصه توجه وشي. دا د افغانستان يوه مهمه دروازه ده چې د نړۍ ډېر شمير خلك د دې لارې زمونږ وطن ته راځي.
پنځم: په جلال اباد كې دې پانګه اچولو ته لاره هواره كړی شي. او پانګه اچونكو ته دې لازمې اسانتياوې برابرې شي. تر څو خلكو ته كارونه پيدا شي او تجارت وده وكړي.
شپږم: په ننګرهار كې دې د بشر د حقوقو نه سرغړونې او بالخصوص د فرهنګيانو ځورول بند شي. او د دوی كلتوري هڅې دې تشويق كړی شي.

پای 
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !