په سويډن کې دافغانانو علمي او فرهنګي مرکز خبرتيا
 

په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنګي مرکز  ددوستۍ فرهنگي ټولنې په مرسته د هېواد د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصيتونو د لمانځنې او علمي کنفرانسو دجوړولو په لړ کې دا ځل غواړي  د(( ځوان نسل او سالمه روزنه )) تر نامه لاندې ديوې ورځې  لپاره دپوهانو او څېړونکو په گډون دروان ميلادي کال  دنومبر دمياشتې پر ۲۵ نېټه دسويډن دمالمو په ښار کې علمي او ښوونيز کنفرانس جوړ کړي  .
ټولو درنو پوهانو،څېړونکواوليکوالو ته پدې علمي اوښوونيز کنفرانس کې دگډون  بلنه ورکول کيږي  .
دکنفرانس پروگرام :
لومړۍ برخه : د پوهانو او ليکوالو دعلمي او څېړنيزو مقالو او ليکنو اورېدل ، دپوهانو لخوادکنفرانس برخوالو سوالوته ځوابونه.
دکنفرانس دوهمه برخه  زموږ دهيواد پېژندل شوي تاريخ پوه او ليکوال محترم  کانديدای اکادميسين  اعظم سيستاني  دعلمي اوڅېړنيزو خدمتونو درناوي ته ځانگړې شوېده .
 په درېيمه برخه کې دټنگ ټکور (موسيقۍ )  پروگرام هم په نظر کې نيول شوی دی . دټولو درنو پوهانو، څېړونکواوليکوالو  څخه په درنښت هيله کووچې دموضوع په اړوند خپلې څېړنيزې مقالې ، ليکنې او پيغامونه  د نومبر د میاشتې تر (  ۱۵ ) نېټې پورې د ghamkhor@hotmail.com  برېښناليک او،  يا هم په لاندې پوستي پتې  موږ ته  راوليږي .
درانه پوهان کولای شي لاندې ليکل شوی عنوانو او، يا د موضوع په اړوند دخپلې خوښې عنوان  دخپلو ليکنو لپاره  انتخاب کړي .

دکنفرانس ژبه :  پښتو ،دري  اوسويډني  ده .
ــ  پر ځوانانو دبهرني کلتور اغېزې .
ــ  دکلتوري ټکر د ناوړو پايلوڅخه دځوانانود ژغورلو ميتودونه او رويشونه  .
ــ   پر ځوانانو دبېلا بېلو کلتورونو تاثيرات .
ــ   دماشوم او ځوان نسل  دسالمې  روزنې  په اړوند دمور اوپلار دنده .
ــ  دځوان نسل په  سالمه روزنه کې  دښوونځي اوښوونې روزنې
دکارکونکو ونډه او رول .
ــ  دځوان نسل پر اخلاقو او اړېکو دملي کلتور اومورنۍ ژبې  ارزښت او تاثيرات .
ــ  ايا زموږ ټول دوديز او کلتوري توکې  مثبت  اوبهرني  ټول منفي دي؟
ــ  پر ماشومانو دټولنيز چاپېريال  بېلا بېلې اغېزې .
درنو هيواد والو!
دپروگرام  دڅرنگوالي  (ځای ،وخت او نورو اړونده ) مسايلوپه هکله  به داکتوبر دمياشتې په وروستۍ اونۍ کې د درنو پوهانو او دکنفرانس علاقمندانو دخبر تيا لپاره مکمل  معلومات خپور شي .

زموږ سره داړېکو لارې :

برېښناليک :
ghamkhor@hotmail.com
تليفون اوفکس :
0046-(0)40-135350
موبيل تليفون :
0046(0)736511569
پوستي پته:
GHAMKHOR. H
SNODROPPS GATAN
21527 MALMÖ
SWEDEN