دروزگان مهالنۍ خپرونه
Mothly News in Ruzgan
 دتاسيس کال  ۱۳۸۵  - 2006
Afghan Democratic Publication  in Sweden


له هيوادڅخه بهر دنړۍ دمطبوعاتوپه بڼ کې يو بل افغاني گل وټوکېد !
دروزگان په نامه مهالنۍ خپرونه چې په مؤقته توگه به دسويډن له دموکراتيک اوسوله دوست هيوادنه خپرېږې نن د۱۳۸۵ل کال اسد دمياشتي په ۲۶ نېټه دلومړي ځل لپاره دسويډن دمالموپه ښارکې له چاپه راووتل .
دروزگان زورېدلی اولس دهيواد دبلې هرې سيمې په کچه سولې او غوړېدا ته حياتي اړتيا لري . پدې ولايت کې دا ۲۷ کاله ددواړو خوا وويعنې دولت اوله دولت نه مرورو تر منځ دتاوتريخوالي کچه نده ټيټه شوې اودټوپک خوله تر اوسه نده سړه شوې . هره ورځ دلته جنازې خاوروته سپارل کيږي ښځې او ماشومان ،لوی او واړه دخپلو خپلوانو دمرگ دوير پر کمبله په سرو سترگو ناست وي .
حقيقت خو دادی چې دا ۲۷ کاله پدې ولايت کې کار نشته ،کور خو وران شوی دی ،دتعليم او تحصيل خبره څوک نه کوي ؛ يوه خوا وايي ښوونځي ته تگ کفر دی ،بله خوا وايي دلته امنيت نشته دښوونځي جوړول اصلأ ارزښت نلري ، ځکه بيا يې ورانوي . په منځ کې خوار غريب اودربدره بې دفاع ولس اوماشومان راتلونکو بدمرغيوته يوپه بل پسې انتظار باسي. دروزگان خلک پداسې شرايطو کې شپې او ورځې سبا کوي چې ددواړې خواوې ورته دټوپک او ماشينگړوپر ماشه گوته نيولي ولاړ دي ، خواوسېدونکی چوپه خوله حيران پاته دی څه نه وايي ، پوهېږي چې دواړه پر غلطه دي اويوطرف هم ددوی خبره نه اوري ،دلته به نودکومې خوښې اوکوم ژوند خبره سړی مطرح کړای شي ؟
دغو ټولو ويل شوو اودقلم په ژبه دنه ليکل کېدونکوناخوالو دروزگان غريب ولس په خپلو وحشي منگلو کې دومره را مروړلی دی چې نور دهيڅ ډول حرکت توان پکې نشته .
ددوی په وړاندې نړيوالې ټولنې اوپه ځانگړې توگه دافغانستان مؤقتي ، عبوري او اوسني حکومت همدومره مسؤليت لري لکه دپاکستان اوبل ځای نه رالېږل شوې وژونکي ډلې .
ددې ولايت دغو زړه بوږنوونکو ستونزو، دافغانستان دحکومت اوپه ځانگړې توگه داطلاعاتو اوکلتور وزارت بېغوريو اودميرېزي وروربرخورد دېته اړيستم چې ديوشمېر دوستانو اووطندارانو سره پدغه ولايت کې دديوې خپرونې دخپرېدود تشې د ډکولولپاره لاس په کار شم .  تر زياتو تلاښونو په هيواد کې دننه اوتر هيواد بهر اړېکو او مشورووروسته مې پرېکړه وکړه چې دلته دسويډن له ښکلې او بېطرف هيواد څخه چې په نړۍ کې ددموکراسۍ، ټولنيز عدالت او سولې سمبول دی ، ددې ولايت دغيرتي ولس دږغ دپورته کولو، دهيواد اونړۍ په کچه دروزگان په نامه ديوې بېطرفه اسلامي ، ملي ، علمي او ادبي خپروني په کار پيل وکړم . پدې ټينگ باور لرم چې ډېر ژربه دروزگان زورېدلی ولس پدې پوه شي چې جنگ جگړه دحل لاره نده ، تر څوبه وژنه او ورانه ونه دوام پيداکوي؟  ښه به داوي چې دسولې او ملي پخلاينې لاره غوره شي،اوله بلې خوا ددولت داوسنيواړونده اداروڅخه کلکه اوجدي غوښتنه کوو چې دروزگان دخلکوسره ددښمنۍ او تربگنۍ سیاست ته دپای ټکی کښېږدي . پردې ولس رحم وکړي اودهغوی سره دژوند په ټولو چاروکې هراړخيزه مرستې پيل کړي .
داطلاعاتو اوکلتور نوی مشرتابه بايد دتېر هوزير پر قدمو پښه کښېنه ږدي ، ډېر ژر هلته دفرهنگي اومطبوعاتي تشي دډکولو لپاره اړين او کوټلي گامونه پورته کړي ، هلته بايد محلي راډيو ، تلويزيوني خپرونې او اونيزه په هر شکل او قيمت چې کيږي په فعاليت پيل وکړې، تر څو دولس ذهن روښانه نشي او ددولت لخوا عيني مرستې او خواخوږي لمس او احساس نکړي داولس به دپردو په هڅونه دخپل هيواد پر خلاف جگړه کې هره ورځ خپل بچې دلاسه ورکوي. ددې پروسېددوام مسوليت نن ،سبا اوپه راتلونکې کې ددولتي چارواکو پرغاړه دی . که هلته دولت  مؤثرکار وکړي موږته به هم دا امکان برابر شي چې دانشريه په فيزيکي لحاظ له سويډن څخه روزگان ته انتقال کړو اودهغې دمحتوااوشکل په غني کولو کې به له دې ځايه مالي او معنوي مرستې ورسره کوو .
پدې هيله چې ددې خپرونې نشر دهغه ولايت اوټول هيواد لپاره ديو نيک فال په توگه ومنل شي او ژر تر ژره زموږ په ټول هيواد کې دايمې سوله اوامنيت ټينگ شي . روزگان کومه سيمه ايزه خپرونه نده اونه به هم يوازې په روزگان پورې اړه ولري . دروزگان په نامه داخپرونه دهر ډول ملي ژبني ، قومي او سيمه ايز توپير او تفق سره نه پخلا کېدونکې ده . دا خپرونه به دټولوهيوادوالو دسياسي ،ادبي علمي او فرهنگي عقيدو اونظريو دخپرولو خپلواک تريبون وي .
روزگان خپرونه به په پښتو ، دري اوانگليسي ژبه دگرانو هيواد والو دعلاقې او لوستلو وړمطالب په هرو دومياشتو کې يوځل خپلو مينه والو ته وړاندې کړي ، البته دامکاناتو په لرلو سره کيدای شي چې دمسلسل نشر وخت يې راکم شي .
په همدغه لومړۍ ورځ غواړم دټولو هغو دوستانو څخه په افغاني او انساني مينه دزړه له کومې مننه وکړه کوم چې پدې له ستونزو ډکه ولې پر افتخاره هڅه کې يې زماڅخه هيڅ ډول معنوي مرسته اوهمدردي نده سپمولې .
پرځای يې بولم چې پدغه ملي او وطني تکل کې ماته ډېرگران اوزماهمېشنی فرهنگي همکار زموږ دهيواد د ښکلي ننگرهار، دادغيرتونواو شاعرانه افسانو دشېرزادو په ولسوالۍ کې دزېږېدلي ځوان او تنکي شاعر، فرهنگپال او دروزگان دخپرونې دادبي اوشعري برخې مسؤل او سمبالوونکی هيواد شېرزاد  څخه ددې خپرونې دټولو ملاتړو اودروزگان دروڼ اندو په استازيتوب دزړه له کومې مننه څرگنده کړم . که هيواد شېرزاد  روزگان ندی ليدلی خوزماسره يې په زياته مينه او وياړ ددې لومړۍ ګڼې په تخنيکي چارو اودهغې په سمبالښت کې تر نيمو شپو کار وکړ ، دده کورنۍ، په ځانگړې توگه مور اوپلار حق لري په داسې وياړلي اود ځوانۍ دغرور پر آس سپو ر فرهنگي زلمي په وطني مينه علاقه ملي چوپړ افتخار وکړي . پدې اميد چې زموږ په هيواد کې دداسې زلمو کمی نه وي .

په  روزگان خپرونه کې دگډون بڼه او بيه !

۱-  روزگان خپرونه کومه تجارتي خپرونه نده ، او نه هم زموږموخه دپيسو پيداکول دي ،مگر دچاپ او دافغانستان مختلفو ولاياتو اونورواړونده علمي او فرهنگي مؤسسو ته دلېږلو دمصارفو دپوره کولو لپاره کلنی گډون په لاندې توگه په نظر کې نيول شوی دی :
الف : دټولو هغو نشراتي ارگانو ته چې زموږ سره دخپلو نشراتو درالېږلو تبادله لري داخپرونه مفته لېږل کيږي .
ب : دهيوادهغو ليکوالو ته چې دخپرونې سره قلمي مرستې کوي اوپه خپلو علمي او معنوي هڅو داخپرونه ژوندۍ اوغښتلې ساتي هره گڼه رايگان ليږل کيږي .
ت : په افغانستان کې دروزگان دولايت په شمول ټولو ولاياتواو هلته فرهنگي ، علمي موسسو ، پوهنتونو ، دافغانستان علومو اکاډمۍ ، کابل پوهنتون ، دپوليتخنيک انستيتيوت کتابتون ، دکابل عامه کتابتون ، دافغاني سرې مياشتې کتابتون اويوشمېر نورونړيوالو خير خوښونکو موسسوته به داخپرونه زموږ په مالي امکاناتو اوله هيواد څخه بهر دفرهنگپالواوپدغه خپرونه کې دگډون له لارې په سپماشوو پيسو به لېږل کيږي .
ث : په روزگان خپرونه کې دکلني گډون بيه په ټوله اروپا ،امريکا متحده ايالاتو ،کاناډا ،استراليا ،هند ،ايران اوپاکستان کې ((۳۰۰ ))سويډني کرونه يا(( ۳۰ )) ايورو ټاکل شوېده .
په بهر کې له درنو هيوادوالو نه په درنښت غوښتنه کوو چې پدې فرهنگي لار کې له موږ څخه خپلې لورېينې او پيرزوينې ونه سپموی .
 

اړيکې :
پوستي پته
Habibullah Ghamkhor
Snödroppsgatan 7
21527
Malmö SWEDEN
Mobile: 0046(0)736511569
Home: 0046-40-135350

E-mail: ghamkhor@hotmail.com
پای
حبيب اله غمخور
دروزگان خپرونې مؤسيس اومسئول مدير