حبيب الله غمخور
خپلواکي د هر ملت روا حق دی
پوره ۸۷ کاله پخوا دافغانستان غيرتي ولس
داعليحضرت امان الله خان غازي تر قيادت اومشرۍ لاندې دلومړي ځل دپاره په اسيا کې
دهغې منطقوي امپراطورۍ داستعمار دزنځير کړۍ وشلول کوم چې لمر يې په قلمرو کې نه
ډوبېده .
افغان ولس په ميړانه اوسرښندنه دانگريزي استعمار ټغر له خپلي خاورې دابد لپاره ټول
کړ.
دامير حبيب الله خان تر مرگ وروسته چې په ۱۹۱۹م کال دفبروري په ۲۱ نيټه دلغمان دکله
گوش په سيمه کې چې دامير حبيب الله خان دژمي په موسم کې داستراحت ځای وپه مرموزه
توگه له منځه ولاړ،په بله ورځ امان الله خان دهغه دريم زوی چې په کابل کې يې
دپلارپه نيابت کار کاوه، دپاچايي اعلان وکړ. په هغه اوله ورځ کله چې د۱۲۹۶ لمريز
کال دحوت په نهم نېټه دکابل دښار د عيدگاه په لوي جومات کښې د جوړې شوې لويي غونډې
په طرڅ کې دځانگړو مراسمو له مخې دامان الله خان پر سر دپاچاهۍ تاج کښېښودل شو،
پخپله لمړنۍ ويناکې وويل : زه دافغانستان ټولو خلکو ته دا اعلان کوم چې ما دا تاج
دافغانستان دداخلي او بهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود، زماغوښتنه ستاسو شريفو
او آزادۍ غوښتونکو خلکو څخه داده چي تاسو به پدې لار کي زما ملاوتړئ او زما سره به
هر ډول مرسته وکړئ .
په رښتياسره افغانان دامان الله خان شاته ودرېدل اوددخپلواکۍ دترلاسه کولو په لار
کښي يې له هيڅ ډول ايثار او قربانۍ څخه ډډه ونکړه .
پسله هغه چي امان الله خان خپل دريځ په هيواد کې ټينگ کړ يوه مياشت وروسته يعنې
داپريل دمياشتې په ۱۳ نېټه يې ددربار په لويه جوړه شوې غونډه کې دافغانستان دبشپړې
خپلواکۍ اعلان په دغو الفاظو وکړ : (( ماخپل هېواد او خپل ځان دهيواد په دننيواو
بهرنيوچاروکې په پوره ډول ازاد،په خپل اختيار او خپلواک اعلان کړ .زما هيواد به
دجهان دنوروازادو دولتونو او قدرتونوپه شان له دينه وروسته ازاد وي . هيڅ باندني
قدرت ته به اجازه ورنه کړه شي چې دافغانستان په کورنيو چاروکې دسر دوېښته په اندازه
هم گوته ووهي او که کوم يوه کوم وخت مداخله وکړه زه تيار او اماده يم چې په خپله
دغې توري سره يې تالو ورپرې کړم .)) شاه امان الله دانگليس واستازي ته مخ ورواړاوه
او ورته ويي ويل چې : ((ای سفيره ! زما خبرې دې واورېدې ؟)) هغه وويل چې ((هو،وامې
ورېدې .)) امان الله خان دافغان ولس په بې ساري ملاتړ دانگرېزانو پر خلاف د۱۹۱۹ م
کال دمۍ دمياشتې په درېيمه نېټه دهيواد دمختلفو قومونو څخه ۶۰ زره نفره په هغه
وسله چې په لمړۍ او دوهمه جگړه کې دانگرېزانو څخه دتېښتې په وخت کې پاته شوې وه
سمبال کړه د څلورزره توپچي قواو په گډون يې دخپلواکۍ دگټلو لپاره دهيواد جنوبي او
جنوب غربي محاز په لور دانگرېزانو سره ددرېيم اووروستي ځل لپاره دجگړې ډگر ته ور
ودانگل ؛ دې ميړني ولس دانگريزانو هغه ۷۵۰ زره کسيز تربيه شوي او په مختلفو ډولونو
مجهزووسلو سمبال قوت ته چي دهوا له لاري هم دنظامي الوتکو لخوا حمايه کيده داسي
ماته ورکړه چي دماتي افساني يې تر اوسه دعبرت درس دۍ . د ۱۹۱۹م کال دآزادۍ دتر لاسه
کولو جگړې دابد لپاره پر افغانستان باندي دانگريزي استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان
ولس دمېړني بچي اعليحضرت امان الله خان په مشری دپاي ټکۍ کښيښود .
دافغان قهرمان او غښتلي ولس جانانه سرښندنه وه چي دنړۍ هغه ير غلگراوځبيښاک گر يې
پر گونډو او اوربند ته حاضر کړ کوم چي دسلطنت په قلمرو کښي يې لمر نه ډوبېده . دا
مغروره ځواک دهمدغه کال دجون دمياشتي پر دريمه نيټه دسولي او خبرو کولو هغه کنفرانس
ته حاضر شوکوم چي په تاريخ کي يې دراولپنډۍ دسولي دکنفرانس په نامه شهرت وموند.
دانگريزانو سره دافغاني لوري دخبرو ددور دپيل په پايله کښي دافغان دباتوره بچي غازي
امان الله خان تر قيادت لاندي د۱۲۸۹هجري شمسي کال داسد په ۲۸ نيټه چي د۱۹۱۹ زکال
داگست له ۱۸ نيټې سره سمون خوري انگليسانو دافغانستان کامله آزادي او خپلواکي په
رسميت وپيژندل .
ځوان پاچا غوښتل چې ډير ژر افغانستان دنړۍ په پر مختللوهيوادو بدل اودهغو سيال
وگرځوې ،هغه د يولړ مهمو او جوړونکو پلانوپه پلي کولو پيل وکړ .دهيواد صنعتي
اوکرهڼيزو چارو ته پاملرنه ،په هيواد کې دمعارف اومطبوعاتو دپراختيا لپاره دمشروطه
خواهانو اونورو روڼ اندو په مرسته دکوټلي گامونودپورته کولولپاره کار پيل شو،په
هيوادکې دښځو اونارينه ودمساوي حق اوازاديو لپاره يو سلسله کارونه شروع شوه ،پدې
لار کي ملکه ثريادمحمود طرزي لور تر نورو پيش قدمه وه . غبار دخپلو سترگو ليدلۍ حال
ليکي (( روزى که ملکه ثريا در يک اجتماع از پيشرفت زنان جهان و عقب ماندگى زنان
افغانستان سخن زد، زنان با درد بگريستند و پنجاه نفر زن فى المجلس خودشان را در
خدمت معارف و تاسيس اولين مدرسه زنانه گذاشتند. ملکه چنان متأثرو منفعل گرديد که
خودش وظيفه مفتشى مکتب مستورات را برذمه گرفت )) امان اﷲ خان د سياسي استقلال
دترلاسه کولو وروسته په ټولنه کې دښځو رول ته ځانگړې پاملرنه وکړه،په ټولنه کښي
دښځوته دروا او برابر حق دورکولوپروسه پيل شوه او پدي خاطر يي دښځو انجمن د(انجمن
نسوان ) په نامه تأسيس اودانجونودښوونځيودجوړېدو کارونه شروع سوه. هغه يو شمير
انجوني دطب نرسنگ اونورو اړونده څانگو په برخه کې دعالي او مسلکي تحصيلاتو لپاره
ترکيي ته ولېږلې ،دلومړی ځل لپاره هغه دکوچنۍ انجلۍ سره نکاح کول منع اعلان کړه او
دحلوروښځو کول سره يې د مخالفت په ښکاره کولو سره نارينه ته يوازي ديوې ښځي
دوادکولو اجازه ورکړه .
امان الله خان پدې عقيده و چې داروپا د پرمختگوله تجريبوڅخه دهيوادپه جوړونه کې
پراخه استفاده وکړې .
هيواد دپيشرفت او ترقۍ په لورگامونه پورته کول چي ماتي خوړلي انگريزانو او دخپلي
ماتي دغچ اخيستني په موخه له دغه ټکي څخه په استفادي سره چې افغاني ټولنه دهغه
دپرمخ تللو مفکوروجوگه نه و،دخپلونوکرانو او اجنټانو په وسيله داسلام له دين څخه په
ناوړي استفادې سره امان لله خان په کفر تورن کړ ،دهغه پر خلاف زهرجن تبليغات پيل
شول ،ولس قيام ته راوبلل شو،دافغانانوپه غولولو سره يي دولتي واک زيانمن اوغازي
امان الله خان يې مجبورکړ چې خپل گران وطن پرېږدي . پر ښکلي افغانستان دغلو اوداړه
مارانو واکمني پيل شوه،پخوانۍ غل اوپدغو وختو کې په پېښور کي سماوارچی يې دخپلو
نوکرانو په مرسته د افغانانوپه غولولوسره دکابل پر تخت کښېناوه .
دپرديو دسيسواو اوږدفکرۍ اودبلي خوادافغانانودناپوهۍ اولنډ فکرۍ له امله تر اوسه
دغه باتوره اونوميالی ولس دوينو او اور په په نغری کې سوځي . په واقعي شکل او مفهوم
دازادي او خپلواکی دنعمت څخه بي برخې دي ، په ميليونو افغانان همدا اوس دهيواد په
دننه او له هغه نه بهر په ډيرو ستونځمنو شرايطو کې شپې اوورځې سبا کوي .
که دهيواد تاريخ دقيق وڅېړل شي او دپيښو بيطرفانه ارزونه وشي دې پايلي ته رسېږو ،له
هغه ورځې چې دافغانستان ځوان او دموکرات پاچا هيواد پرېښودلو ته اړ شو ،دافغان ولس
دغه غميزه پيل او زموږ دولس بهرنۍ ا وکورنۍ خپلواکي تر سوال اودپرديودمستقيم او
غيرمستقيم سياسي نفوذ تر سيوري لاندي راغلې ده .
په هيواد کې دهمسايه اوسيمي دنوروهيوادو لپاره دا امکانات برابر شولچې په افغانستان
کې خپلو سياسي ،فرهنگي او اقتصادي موخوته درسيدو لپاره برلاسي اوسي . دافغانستان په
سياسي حاکميت کښي دشوروي اتحاد لخوالومړۍدمشاور په نامه بياتر پوځې شتون پوري ،
دتنظيمو اوبنسټپالو ډلو ،طالبانو دحاکميت ، لنډمهالي ،عبوري اواوسني حاکميت په
دوران کښي دپرديو برلاسي دبهرنيو ځواکونو موجوديت په خپله زموږدهيواد خپلواکی
ترسيوري لاندي راوستلو يوله اساسي لاملو څخه گڼل کيداي شي .
اخر ولي ،ددومره بې مثله قربانيو سره سره افغانان ازاد نه پرېښودل کيږې ، ازادي دهر
ملت رواحق دی .
تاريخ ددې شاهد دی چي دا مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يوه زبرځواک ته هم دغلامۍ سر ندۍ
ټيټ کړی .
افغانانودخپلي خاوري ددښمن سره دجگړي په ميدان کي خپله قهرماني ټولي نړۍ ته وښودلې
ده خو يوتريخ واقعيت بيا داهم دی چې پر ځغلېدلو او ماتې خوړونکو يې تل دسياست په
ډگر کي بايللې ده . تاريخ دافغان ولس ډيري زياتي داسي ناکامۍ او ملي تير وتني ثبت
کړي دي .
دحقيقي خپلواکۍ دساتلو پر ځاي په افغانستان کې دقدرت پر سر شخړو ددي لپاره زمينه
برابري کړېده چي پردي په خلاص لاس زموږ دهيواد په کورنيو اوبهرنيو چاروکي په ډاډه
زړه لاس ووهي .
دا وطن دپرتو ټولو قومونو گډکور دۍ ،او پرټولو ده چې دا ټاټوبۍ پخپله او پخپلو
امکاناتو سره له دغه زړه بوږنوونکي حالت نه راوباسي . دبهرنيان پر ټولو مرستو
سربيره هغوي نشي کولاي زموږ سره دستونځو دحل په لاره کښې ټاکونکی مرستي ترڅو موږ يې
دحل ليوال نشو .
اخر تر کومه بايد افغان دپرديو داورپه لمبو کښي پخپله خاوره کي وريت شي ؟ افغان ولس
بايد دا هوښياري او توان ولري چي خپله راتلونکې پخپله وټاکي .
دا دپرديو په لمسون اوسنۍ دښمنۍ اوټولنيز تاوتريخوالۍ چي دسياسي ،ژبني ،قومي ،او
مذهبي گټو او دولتي واک دتر لاسه کولو په خاطر يې زموږ په هيواد کي داختلاف ديگدان
دومره گرم ساتلۍ چي يوازي افغانان پکښي سوځي زموږ دغمځپلی ولس هيڅ يو درد هم نشي
دواکولاي .
پدې هيله چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه اودافغانستان لپاره دنړيوالو هلي ځلي
،پوځي فعاليتونه ددوي په وينايووازي په القاعدي اوطالبانو پوري محدود وساتي ،اوپدې
نامه نو تر دغه زيات بې گناه افغانان ونه زوروي .
تاريخي پيښو ښودلې ده چې پردي دخپلو ملي گټوله پاره زما اوستاپه وينه ،او افغان په
وسيله زما اوستا د هيواد سياسي په برخه ليک لوبي کوي . راشۍ چې موږ اوتاسو هم
دخپلوملي گټو په فکر کښي شو! ددې پر ځاي چې افغانان يودبل په مقابل کښي دبهرنيانو
په مرسته اوهڅونه دملي گټو پر خلاف ښکر په ښکر شي ،څومره به ښه وي چې دملي او وطني
گټوپه منظور يو بل ته دورورۍ پخلايني اوتيرېدني لاسونه سره ورکړو،دخپل هيواد او
افغان دبختوري او روښانه راتلونکی لپاره خپل ټول ځوال او عقل وکاروو.
پای.