د هېواد د خپلواکۍ اوه اتيايمه کليزه دې ټولو هېوادوالو ته نېکمرغه وي.

ګرانو هېوادوالو او د نوې هيلې مينه والو!
دادی نوې هيله خپله اولسمه ګڼه زموږ د هېواد افغانستان د خپلواکۍ د بيا لاسته راوړنې د نېکمرغه ورځې په وياړ خپروي.
درنو هېوادوالو! د سويډن په هېواد کې مېشت افغانان د خپلو هېوادوالو لپاره د هېواد څخه په خورا لېرې واټن کې د ګران افغانستان د خپلواکۍ نېکمرغه چې د انګرېزي استعمار څخه يې د تورې په زور اخيستې ده په ډېرو شاندارو مراسمو سره لمانځي.
درنو لوستونکو!
اوه اتيا کاله وړاندې زموږ غيرتي په وطن او ازادۍ مينو خلکو د خپلو مټو په زور د نړۍ د ډېر ستر زبر ځواک يعنې د انګرېز څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه او افغانستان لومړنی هېواد وو چې ددې لوی ښکېلاکګر ځواک څخه آزاد شو، ورپسې د نړۍ نور هېوادونه آزاد شول.
ازادي د هر چا لپاره ډېر ارزښت لري او د آزادۍ کلمه ډېره خوږه ده او غلامي او د پرديو باداري منل ډېر ګران کار دی .
افغانان چې د تاريخ په اوږدو کې د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره ډېر جنګېدلي دي او د ازادۍ د لاسته راوړلو لپاره تر بل هر چا ډېر باتور او ننګيالي دي . سره له دې چې افغانستان د تېر اوږده تاريخ په اوږدو کې د نړۍ د ډيرو لويو ابر قدرتونو سره جنګېدلی او زيات مادي او معنوي تاوانونه يې ګاللي د خپلې خاورې زياتې برخې د لاسه ورکړې خو بيا يې هم آزادي ګټلې ده. دا ددې لپاره زموږ مېړنی ولس د باندني دوښمن په وړاندې په پوره مېړانه د جنګ او جګړې ډګر ته درومي او د جګړې له ډګر څخه پټېدل هر افغان ډير لوی عيب ګڼي لکه چې پښتنې ملالې د جنګ په ډګر کې په خپلو افغان زلمو غږ کړی وو او ويلي يې وو:
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

ګرانو هېوادوالو!
افغانان هيڅکله د چا غلامي که تر هر نامه لاندې وي نه ده منلې. د مثال په ډول پخواني شوروي اتحاد د دوستۍ او ورورۍ ترعنوان لاندې خپلې لښکرې دلته راوستلې خو موږ او تاسو وليدل چې نه يې دوستي وکړه او نه وروولي، يوازې او يوازې يې د بدمرغۍ تخم يې زموږ په سپېڅلې خاوره کې وکاره او نور لاړل.
د روسانو دا لومړی ځل نه دی چې په ۱۳۵۸ ل کال کې زموږپه هېواد باندې يې يرغل کړی و، بلکې يو ځل يې پخوا هم زموږ په ګران هېواد افغانستان په کال ۱۸۸۹ م د نومبر په ۱۲ نېټه يرغل کړی و اوپنجده يې راڅخه په زور نيولې ده.

همدا شان د نړۍ نورو امپراتورانو هم په دې خاوره تېری کړی وو، د مثال په ډول چنګېز په کال ۱۲۲۱ کې، ګوډ تيمور په کال ۱۴.۵ کې، انګرېزانو په کال ۱۸۳۹- ۱۸۴۲ کې درې ځلې او مکدوني سکندر، مغلو، ايرانيانو او ورپسې دادی په ۲۰۰۱ کال کې امريکا او انګرېزانو د ملګرو ملتونو د پروګرام له مخې دې زموږ هېواد ته راغلل. ددې هېواد باتور ولس په خپله افغاني مېړانه ددې خاورې څخه ايرانيان، مغلان، چنګېزيان، روسان ، پنجابيان او مکدوني سکندر شړلي او خاوره يې آزاده ساتلې. سره له دې چې امريکا او انګرېز د نورو دوستانو سره د ملګرو ملتونو موافقه اخيستې ده د القاعدې او تروريزم د نابودولو ترعنوان لاندې زموږ ګران هېواد ته راغلي خو په دې څلورو کلونو کې زموږ په هېواد کې نه سوله راغله نه القاعده نابوده شوه او نه ټوپکسالاري ختمه شوه او نه هم د مخدره موادو توليد او قاچاق کم شو. د انسانانو قاچاقبران هم ورک نه شول او لا هم په ډېرېدو دي.
ددې ترڅنګ داخلي او خارجي مافيا لاسونه سره يو کړه او د ځان وژنې ترور، د جنګ جګړې لمبې لا تودې شوې. زور واکانو لا د قدرت ګدۍ ټينګې کړې.
د بشر حقوق لا تر پخوا زيات پايماليږي د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره موثر ګامونه نه دي اخيستل شوي، رشوت، اداري فساد، انسان زورونه، زور زياتی، د ښځو سره بې عدالتي د پخوا په شان دوام لري . دملي اردو او پوليسو کار نه دی ګړندی شوی . د پرديو او په خاصه توګه د ګاونډيانو بې ځايه لاسوهنې دوام لري او په ډېره سپين سترګۍ زموږ د هېواد مخالفينو ته سلاح، پېسې ورکوي او زموږ د ګران هېواد د خرابولو لپاره ورته لارښوونه کوي مګر په رډو سترګو بيا له خپلو دغو کرغېړنو کړو وړو څخه منکريږي.
خوږو هېوادوالو!
زموږ وياړلی ولس د خپل هېواد د آزادۍ د لاسته راوړلو په خاطر هر کال د خپل هېواد د نوم ورکو اتلانو او ددې لارې د غازيانو په ياد وياړلي جشنونه نيسي او د هغوی کارنامې راژوندۍ کوي.
افغانان ډېر باپاسه خلک دي که څوک ورسره په ښکاره دوستي وکړي دوستۍ ته يې دوام ورکوي او که ددوستۍ ترنامه لاندې څوک ورسره ټګي وکړي ټګمارۍ ته يې په ښکاره ځواب وايي.
افغان ولس القاعده، تروريزم، ځان وژنکي اعمال د ښوونځيو سوځول، د عامو خلکو وژل، د لويو لارو شکول غندي او هيڅکله په خپل هېواد کې داسې اعمالو ته اجازه نه ورکوي دا ټول که القاعده ده که تروريستان دي او که مافيايي ډلې دي ټول له بله ځايه څخه راغلي او زموږ هېواد ورانوي.
زموږ ځورېدلی ولس چې د جنګ او جګړې څخه ډېر ستړی دی او خپل ټول تېر تاريخ يې د پرديو سره په مقابله کې تېر کړی، نور د جنګ او جګړې په ځای تل پاتې سوله د هېواد بيارغونه، ښوونځی، پوهنتونونه، فابريکې، مدرن زراعت او يو سرلوړی ، خپلواک او يو موټی افغانستان غواړي.
په پای کې يو ځل بيا د نوې هيلې د خپرونې د رهبرۍ هيئت خپلو ټولو هېوادوالو ته ددې وياړلي جشن مبارکي وايي. اووايئ، چې د خپلواکۍ په لار کې د سرښندونکو وياړلې خاطرې دې ژوندۍ او تل پاتې وي.

پای .