د نوې هيلې په شپاړسمه ګڼه کې خپاره شوي شعرونه


 

بازمحمد عابد - کابل

بېلتون

زما د ژوند د اميدونو سپين سحر جانانه
سکڼی ماښام درته ياديږي که نه؟
ما نه د ژوند په وركو لارو مرور جانانه
سكڼی ماښام درته ياديږي كه نه؟

له خپله ځانه او جهانه بې پروا ګرځېدو
د ماشومتوب څومره ښايسته دوره وه
چې لاس تر غاړې به له نازه به هوا ګرځېدو
د زلميتوب څومره ښايسته دوره وه
لاس په نامه به درته زه ومه اکثر جانانه
هغه اکرام درته ياديږي که نه؟

اوس هم ځوانان د خوړ په غاړو کې ټوليږي که نه
زموږ د کلي مازيګر څنګه دی؟
د چټو پېغلو په کې اوس منګي ماتيږي که نه
هغه لمبه لمبه گودر څنګه دی؟
تا به شراب د موسکا راوړه له کوثر جانانه
د شونډو جام درته ياديږي که نه؟

هغه چې ما و درته جوړ په هنرمندو ګوتو
هغه منګی درسره شته او که نه؟
هغه چې تا به هميشه زما جاګير ګڼلو
هغه زړګی در سره شته او که نه؟
چېرته پريوتی خو دې نه يم له نظر جانانه
د زلفو دام درته ياديږي که نه؟

ستا د پاوليو د شرنګا چې ترنم نه راځي
اوس مې سندرې سُر و تال نه نيسي
ښکلي به ډېر وي خو نظر کې مې يو هم نه راځي
څوک مې دا ستا په څېر په فال نه نيسي
چې ستا د ماتو بنګړو تور يې وړو په سر جانانه
د باز ناکام در ته ياديږي که نه؟
******************

 

ای ملګريه

خالد هادي حيدري - امريکا


ولي شهيد ارمان ته ژاړې په بربنډو اوښکو
تر څو به شمارې دځوانۍ غميزي
تر څو به غم لکه ماشوم ويده وې
تر څو به ژوند ته ارمانونه کرې
راشه چې دواړه بيا نغمه نغمه شو
او
د خپل زړه رازونه يو او بل ته
لکه لاله پر سره دسمال وشندو
راشه چې وستايو ها څيرې شملې
هغه تر خاورو لاندې شوې کوڅې
او
هغه سرکښ بادونه
چې زموږ په کلي کې ډبري وژني
چې زموږ سپوږمۍ په سرو سکروټو ولي
چې زموږ په اوښکو زندانونه مينځي
راشه چې جګي کړو څو سټرې شناختي
و هغه ستر او طلا ئې قبرو ته
چې لېونتوب تې ګرېوانونه څېرل
چې د دار پړي ته مسکي مسکي شو
چې ئې کولنګ د قتل چغي وهي
راشه چې وسپړو د زړه زخمونه
او
دتنکۍ مينې څو پټ رازونه
چې زموږ وه اوښکو ته لا زور ورکوي
چې د پرهر پاڼې په ګوتو شماري
او زموږ د ژوند دښت ته زقوم زيږوي
راشه چې وژاړو ګودر ګودر شو
دحسرت چغې به تقدير ته سر کړو
او
دشپو په غېږ کې به يو لمر وکرو
راشه چې ستورو ته غزل غزل شو
او
خپل احساس ته خاطرې وليکو
چې معصوم روح مو تل غوټۍ غوټۍ وي
خو
داور باران به مو تر ګوتو څاڅي
دزړه پر درد به مو سحر ويده وي
زموږ پر لحد به شناختې جګې ناڅي
او
زموږ خيالونه به جهان ويښوي
خو زه او ته به يو دقبر خاورې
 

***********************

بلينډه بدرۍ

غزل


زرغون مې په زړګي د ارغوانو په شان توري
اي خدايه ته پاله د جنتيانو په شان توري
چې نوم دې کله هم په پاڼه وتراشم غزل شي
راځي پسې بس نور د مريدانو په شان توري
غورځي وهي اتڼ مې تل د خيال په لوی  ډګر کا
زمونږ د غره ياغي باغي ځوانانو په شان توري
پراته مې تصور کې ددې سيند له شګو ډېر دي
ياقوتو په شان توري، د مرجانو په شان توري
زه څنګه په سندرو به مې غټه تيږه کېږدم ؟
راګوري د يتيمو ماشومانو په شان توري
سندرې به مې خود له ( لېوني ) نه زر هېريږي
زما د هر غزل دي د کوچيانو په شان توري
ګېډۍ ګېډۍ خو ځکه ترانې کړمه را ټولې
چې تل مې هڅوي د شاعرانو په شان توري
ټپې د " بلينډې " چا په سيتار کې زنګولې
په کلي ورېدل يې د ګلانو په شان توري

«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»



فضل هادي فضليار

غزل


که راغلې نو به ستا د سترګو ښکار درته درښيم
په زړه به مې تر ټولو ستر پرهار درته درښيم
له غره راځوړند رود به درنه هير کړي که دې وليد
ددغــــې ګلالـــۍ جـــنۍ رفـــتار درته درښــــيم
شربت غوندې يې غړپ که اى د وخت غلام زلميه
نور څه درسره ښايي خو بس زار درته درښيم
کم عقل دى چې هر څه ورته وايم نه صبريږي
دا زړه دا په اور سوى سور انګار درته درښيم
عجبه ده هر څه يې د دوستۍ په نامه وکړل
وژنې، ورانونې او بمبار درته درښيم
توبه دا غزرائيل هم عجيبه غوندې انسان دى
ها پورته نه ، جانان د فضليار درته درښيم
»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«

 

زمری

ستړي يادونه

هغه آسماني یادونه چېرته دي ؟
ښکلي پروني یادونه چېرته دي ؟
نن د اندېښنو نیزې را سیخې دي
مست او لېوني یادونه چېرته دي ؟
اور مې د لمبو له ګرمۍ وتښتېد
خپلو نه پردي یادونه چېرته دي ؟
خیال د یوه خیز هم سر ته نه راځي
هغه عقابي یا د و نه چېرته دي؟
لاس او پښې وخوړې ځنځير راته
اوس د آزادۍ یادونه چېرته دي؟
هيلې- امیدونه راته مړه شوه ټول
ستا مسیحائي یادونه چېرته دي ؟
دلته کړي غربت، هلته وحشت توفان
ستر نا خدايي یادونه چېرته دي ؟
بیا به دې اغزي په سترګو وکاږم؟!
هغه طوطيايي یا د و نه چېرته دي
څو به سفر او هجرت ژاړ مه ؟!
ستړي وطني یا د و نه چېرته د ي؟
(»(»(»(»(»(»(»(»(»(»(»(»(»(»(»(»(»(»(»

 

نيازمحمد عقيل - سويډن

پپان

زموږ د کلي د بازار کوڅو کې
يو لېونی اوسېده
خلکو پپان وېل ورته
کله به لمر ته د سلطان جومات په خوا کې
کله به يو ځای کله بل ځای ناست و
غټو وړو به په شريکه پسې چغې کړلې
ده به لاسونه جګ کړل پاس د اسمان لورې ته
د سر او ږيرې په ببرو ويښتو پټې خولې نه
به يې يونا اشنا شاتنه اواز پورته شو
ډېر دردېدونکی اواز - ډېر ژړېدونکی اواز
زموږ مشرانو به وېل
چې دی د تورو تيارو تورو شپو کې
ډېرو ليدلی داسې،
کله چې دی ويده وي،
لاسونه او سر يې له تنې جدا وي
په وطن جنګ راغی ...
موږ مهاجر شو ترېنه
خو پپان ټول جنګونه هلته تېر کړل
له مودو وروسته زه د خپل کلي کوڅوته لاړم
هغه پپان پکې هيڅ نه ښکارېده
چا به وېل مړ شو هغه
چا به وېل نه راځي خپه تللی دی
بېګاه مې خوب ته راغی وايي داسې
”زه څو پوښتنې لرم“
ما ويل وايه لېونيه ، ته پوښتنې وکړه
چې ځوابونه درکړم
په ژړغوني غږ کې
وايي
”په سوال يې غواړو
په لږه صبر کوو
د چا د لاسه ډوډۍ نه تښتوو
دا د کورونو د ويالو نه راوتلې اوبه
په سر راواړوو چې تنده مو پرې ماته شي بس
پخپل ځان خوله لګوو
همداسې ډېرې نخرې
چې خلک وخنديږي
خو ...
تاسې په ګېډه ماړه
بيا هم د وږو پشان، په يو بل خوله لګوئ
د يو بل وينې وڅښئ
خو بيا هم تنده مو پرې نه ماتيږي
په يو بل مور بوره کړئ
چې خلک وژړيږي
اوس راته وايه بچو، حقه خبره وکړه!
لېوني موږ که تاسو؟ ”
زه ورته داسې چپ شوم
لکه د مړي نه چې آه نه خيږي
زړه مې وو ډېر وژاړم
په پښو ورپرېوځمه بخښنه ترېنه وغواړمه
پپان وېل ! ” ورشه همدا پوښتنه،
د خپل وطن له هغو خلکو وکړه
چې ځانته پوهـ وايي ډېر،
که دې ځواب پيدا کړ
همداسې څو پوښتنې نورې لرم
کنه ، په مخه دې ښه، بيا درته نه راځمه ... !! “

»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«

 

 

خالد هادي حيدري - نيويارک

د ډيورنډ کرښه

دا د ډېوړند په زور تپلې کرښه
 دا د پښتون تر زړه وتلې کرښه
 دا ورور له وروره بېلولای نشي
 دا پښتنه مینه ویشلای نشي
 داد انګرېز د نفاقونو لومه
 دا د پنجاب د پلانونو لومه
 چې یو وجود غوندې سړي بېلوي
 څوک په غلجي او دراني بېلوي
 زما په کور کې چې دا اور بلیږي
 زما یتمان چې کور په کور ژړیږي
 زما پر سر چې دا بمونه اوري
 زما جنازې چې لور په لورې دورومي
 څوک مې په نوم د ترهګر یادوي
 څوک مې بې علمه ټول ټبر یادوي
 څوک مې ویاړونه حماسي ورانوي
 څوک مې د پلار نیکه شملې ورانوي
 د ټولو جړ دی دا بدنامه کرښه
 راځئ چي پاکه کړو تمامه کرښه
 یو به کړو واړه لر او بر پښتانه
 چي شي راټول پر یو ټغر پښتانه

»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«



ډاګټر عبدالرحمان - ننګرهار

دا غرونه رغونه
 

د ا غرونه رغو نه چا نيو لي دي
ډېر د لته را غلي بيېرته تللي دي
و کړ ه يو تپو س د سکند ر ځني
د لته د چنګيز ويني هم تللي دي
ولې د ا نګريز تا ريخ ته نه ګو ري
سپک ذ ليل د ي ملک نه تښتېد لي دي
د مره زر ئي روس څله هېر شوي دي
د لته ئي ځنځيرونه ټول شليدلي دي
د لته د لا هو ر ا رما ن پو ره نه شو
د ې ځا ی ا يرا نيا ن هم شرمولي دي
ا وس د ا مريکې ا ود نا ټو نمبر
د وی هم ددې غر نه ښويدلي دي
 

»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«