((پښتني قبيلې او روايتي شجرې ))

 
درنولوستونکو!
پدې شپو او ورځو کې دپښتنو دشجرې په هکله زياتي ليکنې کيږي ، موږ لازم وبلل چې زموږ دهيوادديوه پېژند ل شوي ليکوال محمدمعصوم هوتک دکتاب چې د((پښتني قبيلې او روايتي شجرې )) په نوم دی هغه څپرکې نشر کړو کوم چې پدې هکله دلوستونکو له پاره په زړه پورې معلوماتو لري.
کتاب په 2000 کال کې ليکل شوی اوپه جرمني کې دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې لخو دزرو ټوکو په شمېر چاپ شويدی . موږ ددغې ټولنې دغه کارته دقدرپه سترگه گورو اوپدې لار کې ورته دلانوروبرياوو هيله کوو.
دکتاب لومړۍ څپرکۍ :
پښتانه څوک دې ؟
پښتون – افغان – پټهان
الف: پښتون : دنړۍ داولسونونو په ټولنه کې پښتون يو لرغونۍ قوم دی چې دزمانې ډېرې سړې اوتودې پر راغلي دي،دسترو يرغلگروتاړاکونه يې ليدلي او مقابلې ورسره کړي دي او تر ډير سخت ازمايۓښتونو سرلوړی اوبريالی راوتلی دی ،له تيره څه کم شلو کلوراهسي بيا داقوم له يوه بنيادي ازمويښت سره مخامخ ديی چې لاتر اوسه هم پکښي ولاړدئ،دښمنانو يې دتاريخ ،ژبي او هويت دپايمالولوله پاره ناکام تلاښونه پيل کړي دي .
له څلورمي هجرې پيړۍ راوروسته مورخينودپښتنو بيانپه څرگند ډولکړی چې تفصيل به يې وروسته راسي ،خوتر ميلاد نژدې يو زروپنځه سوه کاله وړاندي موردهندي ارينو په ويدي سرودونو کې د((پکهت)) پرنامه پيښيږوچې دزياترو کورنيو او بهرنيوپوهانو په نظر،دغه کلمه د((پښت)) معادله کلمه ده او زياتره افغاني پوهان د(( پښتون)) نوم له همدې کلمې څخه راوتلی گڼي .
مشهور يوناني مورخ هيرودتس(484 م) چې په حقه سره يې ((دتاريخ دپلار))لقب گټلی دی ،دهخامنشيانودبحث په ترڅ کې دشاوخواسيمي داوسيدنکوپه باب بيان لري اودهغو دمشرانو نومونه راوړي ،دکړو وړو په باره کې يي ږغيږي . نوموړۍ ليکي چې ((ارينا Arians د ميديانو Medes په شان غشي لري خو نور وسايل يې باختريانو Bactrians ته ورته دي. د کندهاريانو جامع هم د باختريانو په شان دي )).
په دې لړ کې د پکتيس Pactyes يادونه هم کوي او ليکي : (( پکتيس واسکټونه Cloaks *اغوندي ، محلي ليندۍ او نېزې د ځانه سره ګرځوي . بل ځای د کوچيانو بيان راوړي چې دی ورته Sagartians وايي او ليکي : ددوی ژبه پارسيانو ته ورته ده خو وسايل يې تر پارسيانو پکتيسانو ته نږدې دي، اته زره اسونه لري)).
د هيرودتس Herodots پکتيسان د زياترو مورخينو په اتفاق همدغه ننني ((پښتانه)) دي . (د تفصيل لپاره اسلامي دايرة المعارف – لومړی ټوک – د ((افغان )) بحث وګورئ). د پښتنو اصلي ټاټوبی يوه پراخه سيمه وه چې د ننني افغانستان زياتره برخې او د پاکستان شمال شرقي خواوې پکښې شاملې وې . ددې پراخې اورشو پخوانی نوم ((روه )) وه. د تاريخ فرشته د بيان له مخې ((روه)) هغو سيمو ته ويل کېده چې له سواته نيولې د سېوې تر ښاره او له حسن ابدال څخه تر کابل و کندهار پورې غځېدلې وې . رياضي المحبت د ((روه)) پولې له المند (نننی هلمند) څخه تر قشقار پورې ، له براهوي بلوچستان څخه تر کشمير پورې ښودلی دی . ګويا په دې ډول په ((روه)) کې د اصلي افغانستان ټولې سيمې شاملې وې. له تاريخي اسنادو څخه داسې ښکاري چې پښتانه د اسلام په اوايلو کښې له بادغيس او هراته نيولې بيا د غور تر غرو پورې او دغه راز له زابلستان، ګندهارا او د ختيزې پښتونخواه په غرنيو سيمو کې مېشته و او هغه د خوشحال خان خبره ((د سر يې ګورې کندهار لم دمغار کې)) و. په پښتو کلاسيک ادب کې د ((روه)) يادونه ډيره شوې ده . اشرف خان هجري وايي:
قاصدان له روهه نه راځي مدد شو × سلام باد رارسوي منت يې تم دی
کاظم خان شيدا وايي:
په هندي ادا يې وکړې په ما چارې × زه شيدا په زړه ساده د روه افغان يم
په معاصر غير پښتنو مورخينو کې ارواښاد ميرمحمدصديق فرهنګ د خپل کتاب (افغانستان در پنج قرن اخير) اول ټوک په درېيم باب کې د (افغان، پشتون و پتهان ) ترنامه لاندې يو لړ مطالب راغونډ کړي دي چې زياتره حکمونه يې سر نه سره خوري . دی ليکي : ((کليمات پشتو، پشتون که افغانها بر زبان و قوم خود اطلاق ميکنند تا سدۀ هفدهم تنها در محاوره زبانی بين مردم معمول بود و در اثار قبلی بنظر نه رسيده است )). تر دغه عبارت يولس کرښې وروسته ليکي (( ... و هر سی کلمه (افغان، پشتون و پتهان هوتک) از سدۀ شانزدهم به بعد در کتابت را يافته و در معنی واحد به کار رفته است)). او تر دې بيان اته ويشت کرښې وروسته بيا ليکي ((اکثره مورخان، محل رهايش نخستين پشتونها را کوهای سليمان و سرزمين های مجاور آن در غرب رودخانه سند شمرده اند که در آنجا به علت دشوار گذاربودن ارازی و نظام قبيله ای ، بشکل منزوی و نيمه مستقل زندگی ميکردند. از آنجا است که در نبشته های دوره اسلامی تا هجوم مغلان بجز اشارات مختصر ... تفصيل بيشتری درباره چه گونگی زندگی ای شان بنظر نه ميخورد. اولين شرح تفصيلی راجع به ای شان (پشتونها – م هوتک) در خارج از خطه در تاريخ نامه هرات سيف بن محمد هروی آمده است که در اوايل سدۀ چاردهم ميلادی تاليف شده است )) (پر کلماتو تاکيد زما دی – هوتک)
يو ځای تر اوه لسمې پېړۍ پورې ((پشتو و پشتون) يوازې د خلکو په ژبنيو محاورو کې معمولي کليمې بولې او بل ځای بيا پخپله ددغو کليمو ليکل شوي مثالونه تر خپل دمخني حکم درې پېړۍ وړاندې ورکوي . زه نه پوهېږم چې دغه تناقض څه راز تعبير شي؟
ب: افغان : پښتانه په مجموع کې نورو اقوامو د ((افغان)) په نامه بللي دي دوی خپل ځانونه پښتانه او خپله ژبه پښتو بولي . د افغان کليمې په باب پوهانو بېلابېل نظرونه ورکړي دي . ځينو د مهاباراته اسواکا Asvaka ته نږدې بللی ده. اسواکا د ګنداهارا سيمې ته منسوبه کليمه ده چې د آس د سپرليو معنا ورکوي ځينو د سانسکريت له اسواغانه څخه راپيدا شوې کليمه ګنلې ده چې معنا يې د سورليو ټاټوبی (سرزمينی سواران) دی . په دې ډول وينو چې افغان هم د خلکو او هم د سيمې نوم دی . ځينې څېړونکي بيا د ايران د نقش رستم په کتيبه کې د راغلي (ابګان) يا (اوګان) لپاره ((افغان)) ډېر ښۀ معادل بولي . داسې نظر هم شته چې اغوان په ارمني ژبه کې د غرو اوسېدونکو ته ويل کېده او دا نوم پښتنو ته د ارمني ګاونډيانو لخوا ورکړه شوی دی. البته په ارمني ژبه کې اغوان د غرو اوسېدونکو ته وايي خو دا چې دا نوم دې په خاص ډول د افغانانو لپاره استعمال شوی وي نوره څېړنه غواړي . (د زيات تفصيل لپاره وګورئ : پښتانه – د پوهاند دوکتور حبيب الله تږي اثر ۵۳ او ۵۴ مخونه)
په اسلامي عصر کې به حدودالعالم لومړنی کتاب وي چې د اوغان نوم يې ياد کړی دی (۳۷۲ قمري) د ارواښاد علامه حبيبي په قول د حدودالعالم مولف ((په هغه ځای کې چې د پښتونخواه ښارونه لکه ګردېز، لغمان او نور ذکر کوي، په سول او بڼيهار نومو ځايو کې د افغانانو استوګنه ښيي او داسې ښکاري چې پښتانه په ښارو کې هم اوسېده او مشهور وو.)) تر دې يادونې وروسته نو د علامه ابو ريحان البيورني په ګډون د غزني دورې د ځينو ليکوالو او شاعرانو په اثارو کې د افغان او افغانانو بيانونه موندلای شو.  د غزني ددربار شاعر فرخي له نن څخه څه دپاسه زر کاله مخکې ويلي دي:
بگونه شکل افغانيان دوپره و تيز
چو دسته بسته به هم تير های بی سوفار
فردوسي په شهنامه کې زابل ته نږدې د ((دشت خرگاه)) د اوسېدونکو په باب ډېرې خبرې لري چې تفصيل به يې وروسته ولولئ ، دی وايي :
چنين گفت دهقان دانش پژوه
مر اين داستان را زپيشين گروه
که نزديک زابل به سه روزه را
يکی کوه بد، سرکشيده به ماه
به يک سوی او دشت خرگاه بود
ديگر دشت زهندوان راه بود
نشسته در آن دشت بسيار کوچ
ز اوغان ولاچين و کرد و بلوچ
تردې راوروسته نو د سيفي هيروي تاريخنامه (تاليف ۷۱۸ – ۷۲۱ هجري) هغۀ اثر دی چې د ((افغان)) او ((افغانستان)) نومونه يې په پېخر راوړي دي. نوموړي مولف د هغه وخت د افغانستان ټول غير پښتانه وګړي لا هم ((افغانان )) بللي دي .
د روښاني غورځنګ ستر مخالف اخوند دروېزه ننګرهاري په مخزن الاسلام کې د ((افغان)) او حتی افغانستان يادونه کړې ده . دده خپله وينا داسې ده : الحاصل هر که ميخواهد خودرا از بلای هردوجهان نگاه دارد و در اسلام ثابت باشند و در کفر نه افتند از پيران اين زمانه احتراز بکنند و مريد نه شوند والاهمچنان احوال اورا پيش خواهد امد چنانکه ديده ميشود در اين ايام اکثر هرکه از افغانستان و بلای که درآمده است از پيری و مريد درامده است))
د پښتو ژبې پخونيو شاعرانو هم د ((افغان)) نوم پخپل کلام کې راوړی دی . خوشحال خټک وايي :
د افغان په ننګ مې وتړله توره × ننګيالی د زماني خوشحال خټک يم
رحمان بابا بيا وايي :
چې کشور د افغانانو معطر شي × د هر بيت مصرع مې زلفې د خوبان کړي
کاظم خان شيدا بيا وايي :
په هندي ادا يې وکړې په ما چارې × زه شيدا په زړه ساده د روه افغان يم
د شلمې پېړې په سر کې د افغان نوم له افغاني ملت سره د مينې او په افغانيت باندې د وياړ يوه نخښه شوه. زياترو منورينو له خپلو نومونو سره د ((افغان )) لقب هم کيښ . دې نامه نو نور يوازې د پښتنو تمثيل نه کاوه بلکې د هر افغاني تبعه لپاره کارېدله.
له څه مودې راهيسې په خارج کې ځينې افغاني نشرات د ايرانيانو په پيروۍ د ((افغانستاني)) بې خونده او مضره کليمه کاروي چې په هيڅ صورت د افغانيت مفهوم نه افاده کوي . زما په فکر ددغې کليمې رواج به د افغانيت وياړلي صفت ته زيانمن تمام شي .
لکه مخکې چې مې وويل د افغان نوم پښتنو ته نورو ورکړئ دی خو وروسته يې د پښتنو ليکوالو او شاعرانو په ليکنه او کلام کې رواج موندلی دی. (په نړۍ کې نور قومونه هم شته چې د بل چا له خوا ورکړل شوی نوم يې ترخپل نامه ډېر عام شوی وي . ويل کيږي چې المانيانو ته د جرمن نوم د سلټيانو له خوا ورکړۀ شوی دی او ددوی ترخپل نامه ((دويچن)) ډېر عام او تاريخي شو). پښتنو ځانو ته تل پښتون ويلی دی او له پښتنولۍ څخه يې د خپل ژوند لپاره د يوه وياړلي اجتماعي قانون په توګه کار اخيستی دی او اخلي يې.
ج : پټهان : پښتنو ته د ((پټهان)) لقب هم ورکړه شوی دی . دا لقب د هند په پراخه سيمه کې منځته راغلی او پسې عام شوی دی . تر اجاد وروسته يې د ريښې معلومولو لپاره راز راز توجيهات شويدي. په مخزن افغاني او له هغه وروسته په ځينو هغو اثارو کې چې د مغزن اغېزه پر پرته ده پټهان د ((بطان)) اوښتی شکل بلل شوی دی او پرزيات شوی دی چې دا لقب د آنحضرت صلی الله عليه وسلم له خوا قيس عبدالرشيد ته ورکړل شوی دی . بطان يې د پېړۍ د ملا تير بللی دی . د ځينو په نظر د پټهان د نامه ريښه په هند کې د پښتنو د لومړني ټاپوبي سره تړلې ده. فرښته ليکي پښتانه چې د غور د غرونو څخه د هند سيمو ته ولېږدېدل، د بهارت ايالت په پټنه کې يې واړول . هنديانو په پټنه کې د هغوی د مېشته کېدو له امله هغوی پټهانان وبلل . مشهور نارويژي ختيزپوه مارګنسترن په پټهان کې د ((پښتانه – پښتان)) ريښه دخيله بولي . د پټهان توجيه چې هر راز وي زما د څېړنې موضوع نه ده خو دونه ويلای شم چې دا نوم په هند کې ايجاد شوی دی او د پښتنو اثارو ته يې لاره پيدا کړې ده. حقيقت دادی چې پښتون، افغان ، پټهان د يوه قوم درې نومونه دي . شاعر وايي:
اسمانه ښه يې واوره په واز کومي درته وايم
افغان پښتون پټهان دی يو مفهوم يوه نامه ده
ښايست حسن ښکلا ټوله د مينې تعابير دي
توپير دی د الفاظو مسمی ټوله یوه ده
د: پښتو : د پښتنو ژبه ((پښتو))ده لکه د افغانانو نوم چې د غير پښتنو لخوا دی قوم ته ورکړه شوی دی دغه راز غير پښتانه اقوام پښتو ژبې ته ((افغاني )) وايي. دا نوم همدااوس د تاجکو، هزاره و، اوزبکو او نورو سره ورونو قومونو په عوامو کې د پښتو لپاره کاريږي . په پښتو ادبياتو کې د پښتو لپاره د افغاني نوم راوړلو ډېرې پخوانۍ بېلګې شته . د روښاني افکارو مبلغ شاعر دولت لواڼی وايي :
افغاني لفظ مشکل و لوست کوېښ نه شه
ورته وشوه کننده ديارلس حرفونه
له افغاني لفظ څخه يې مراد پښتو ژبه ده . د نړۍ د زياتروپوهانو په عقيده، پښتو يوه سوچه اريايي ژبه ده چې د هندو اروپايي ژبو د کورنۍ د هندو ارياني څانګې د اوستا په شاخ پورې تړلې ده. د پټې خزانې د روايت له مخې يې د ادبي اثارو څرکونه د هجرت په دوهمه پېړۍ کې ليدلای شو.
اوس پښتو ژبه د يوه ژوندي قوم ژبه ده چې د نوي او معاصر ادب ټولو اصنافو ته يې په خپله لمن کې ځای ورکړی دی او د چا خبره ((د سيالو سياله ژبه ده)).
په دې شپو ورځو کې د ځينو کسانو له خولې اورو چې د ملګرو ملتو په کومه خپرونه کې ويل شوي چې په يوويشتمه پېړۍ کې د نړۍ ځينې ژبې له منځه تلونکي دي او پښتو هم پکې شامله ده. ماته دا خبره معلومه نه ده چې د ملګرو ملتو ددغې خپرونې د ليکوال استناد به پر کومو دلايلو ولاړ وو . تر کومه ځايه چې د ژبو د مرګ او ژوند مسئله ده دا يوه نوې خبره نه ده . په دې نړۍ کې موږ لکه د ژبو زېږېدل چې ليدلي دي دغه راز مو د ژبو مړينه هم ليدلې ده . خو د پښتو ژبې د مرګ لپاره زه هيڅ راز توجيهي دلايل نه وينم. په دې ژبه باندې د څلرويشتو ميليونو په شاوخوا کې وګړي خبرې کوي . د نړۍ د تقريبآ ټولو ادبي ژانرونو بېلګې په پښتو کې موندلای شو او له نړۍ وال ادبي بهير سره ددې ژبې د اوږه په اوږه يون شاهد يو . که څوک وايي چې دا يون سوکه دی، وي به. خو همدا سوکه يون ددې حقيقت ښکارندوی دی چې پښتو ژبه پخپل ذات کې له دغه يون سره د تګ وړتيا لري، پاته شوه د ژبې د بدلون و بشپړتيا و تکامل خبره . دا حقيقت بايد موږ ومنو چې نننۍ پښتو د روښاني اثر د پښتو سره هم د شکل له مخې او هم د محتوې له رويه توپير لري . د راتلونکو پېړيو پښتو به په هغه صورت کې چې پخپله پښتانه د مرګي له خوبه راويښ شي، تر نننۍ پښتو ډېره بډايه او متکامله وي. خو دا کار بايد د ژبې د مړينې په توګه تعبير نه شي . د پښتو ژوند د پښتانه له ژوند سره تړلی دی . که پښتون ژوندی و دا به هم ژوندۍ وي.
————-
* ((کلاکس Cloaks يو ډول بې لستوڼو جامې دي چې ارتې غاړې لري او ما ((واسکټ)) ورته مناسبه ژباړۀ وبلل م. هوتک)) ... نور بيا ...