د نوې هيلې د پينځمې کليزې په مناسبت راغلي پيغامونه


 

(( نوې هيله )) دي لا وغوړيږي پنځه کلني يې مبارک

هغه وخت چې مې په کابل ښار کې د (( سلام )) په نوم مهالنۍ خپرول ، هرځل خپرېدل به يې راته د پاج پر کوتل اوښتل وه . د اړينو ليکنو را ټولول ، په حروفچينۍ کې د مقالو تنظيمول ، په ډيزاين کې د مضامينواوډل ، په وار وار د هري کرښي لوستل او داسې ډېر نور ستونزمن کږليچونه ، هغه درانه پېټي وه چې ، چلول او پر مخ بېول يې يوازې د زړه په وينه او د خيال په مينه شوني کېدل .
غمخور صاحيب ! ستاسو حال هم همداسي بولم . خو دا هرڅه د هغې لېونۍ مينې پايله ده چې تاسو او ستاسو په څېر نور روڼ اندي يې د خپل اولس او هيواد سره لري . تاسو چې په دې له وياړه ډکه مينه کې ربړ ګالئ ، ستونزي زغمئ او ستړيا منئ ، هم به د اولس له لوري ستايل کيږئ او هم به د هيواد په زرين تاريخ کې ځانکړې پاڼه خپلوئ .
په تېرو پنځو کلونو کې تاسو د خپل فرهنګي چوپړ له لارې د غمځپلي افعان اولس د لاسونيوي په نيت ( نوې هيله) پر له پسې خپره کړل، زيات شمېر هيوادوالو ته نوي خبروتيا وي ، علمي او اکادميک مطالب ، د پخو ککريو او ځوان کهول ادبي پنځوني ، ورسېدل ، چې د اذ هانو په روښانولو کې يې څرګنده ونډه درلودل او د دې تر څنګ په (( نوې هيله )) کې داسې ليکنې هم خپرې شوې چې هر يوه يې د يوشمېر ظالمو ، جبارو او قانون ماتونکو پر کوپړۍ د غرګي په څېر ولګېدې .
غمخور صاحيب ! تاسو ته يې په ياد راولم ، په تيرو پنځو کلونو کې چې تاسي په دې ستر کلتوري چو پړ بوخت واست ، دلته په هيواد کې داسې کرغېړن کسان هم وه او شته چې همداتېر پنځه کاله يې پر له پسې اولس ځپلئ ، د بې ګناه هېوادوالو وينې يې توی کړي ، بيت المال يې چور کړی ، د خوار اولس حق يې غصب کړی او ځانونو ته يې د عېش او نشې بنګلې جوړي کړېدي. ستاسو وياړلی زيار او هاند او د هغوی کرغېړنه او شرمونکې داړه ماري دواړه په همدې پنځه کلنه دوره کې تېر شول . اوس به هر هيوادوال و وايې چې پر تاسو صد رحمت او پر هغوی صد لعنت .
زه د ( نوې هيله ) ښاغلو چلونکو ، مرستندويانو او د دې خپرونې درنو او ښاغلو ليکوالو ته د نوې هيلي د پنځه کلن خپرنيز ژوند مبارکي وايم او هيله من يم چې نوې هيله همداسې پر له پسې و ځليږي او د افغان جګړه ځپلي اولس هره نوې هيله په خپل وار خپره او هيوادوال خبر کړي . تاسو ته د نورو بريو دعاکوم .

په درنښت
محمد جان باوري
د سلام فرهنګي ټولني مشر او په کابل کي د تجارت لېسې مسلکي ښوونکی
کابل : افغانستان
١٣٨٥ لمريز کال د حمل ٣١ مه
 


 

دنوې هيلې دليکنې ډلې اودرنو چلونکو !
دخوښۍ ځای دى چې نوې هيله خپله بختوره کاليزه لمانځي اواجازه راکړئ چې ددې بختورې کاليزې له امله تاسې ،ستاسو قلمي همکارانو اومينه والو ته دزړه له کومې مبارکي ووايواوپه دغه ستر،وياړمن اوارزښتناک کارکې ستاسو لازياتو نوښتونو،لاسته راوړنواوبرياوو هيله څرګنده کړو٠نوې هيله چې دافغانستان دجګړې ځپلې ،خوارخو ميړنۍ ولس دهيلو اوانديښنو دخپرونو په هيله په ١٣٨١ لمريز کال کې خپرونې پيل کړې او په پوره ميړانې سره يې دافغان سرګردانه روڼ اندو،آزاد خياله اودزورزياتي څخه ستړی شوی ولس آوازپورته کړ اوپدې سپيڅلې وطنۍ لاره کې يې اوچت کامونه اخيستی اودسترګووړ پرياوې لري. موږ وليدل چې دې غوره رسنى دنظر دخاوندانواوخپلو قلمۍ همکارانو دوطنپالنې لوړ احساسات ،هيلې ، انديښنې ، څيړنيز ، ادبي،علمي اوسياسي تودې موضوعګانې خپرې کړې او پدې لنډه موده کې يې سترې برياوې ترلاسه کړې دی، دخپلو لوستونکو او مينه والو په زړونو کې ځانګړې ځای لري او اعتباريی دوخت په تيريدو سره مخ په لوړيدو دى٠ ددې وتلې جريدې په ګڼو او پاڼو کې هيڅ ډول قومۍ ، مذهبی ، ژبنيو اونوروناندريو ته دلمن وهلو کوچنۍ نښې نښانې نه دۍ ليدل شوۍ بلکه په ډير قوت سره هڅه شوۍ چې دافغانانو ديووالۍ او پيوستون دټينګښت لپاره عملۍ اوچت ګامونه پورته کړی ،چې دې ډول معقول دريځ نوې هيلې ته دنورو رسنيو په کتار کې ځانګړې اتوريته او اعتبار وربخښلۍ دى.
د٢٨ - اسد ويب پاڼې سمپالونکۍ دنوې هيلې دقدرمنو چلونکو پرله پسې هڅې چې دهغې دخپرونو داغيزمنتوب لپاره جارۍ ساتلې دقدر په سترګه ګوری هيله لری چې داجريده په راتلونکې کې هم دافغانستان دحالاتو رښتينۍ انځور وکاږی، دافغانانو بيساره او بيشماره ستونزې برپنډې اودټولنې تياره ګوټونه او خواوې روښانه کړی او زموږ ولس چې دزورواکانو په منګلو کې اسير پاتې دى دهغې دځنډ نه منونکو غوښتنو لکه دسولې او امن تامينول ، دقانونيت ټينګښت ،دجنګ واکانو څخه دهغوی ژغورنه ،دادارۍ فساد له منځه وړل او کار اهل کار ته سپارل دی په پرله پسې اودوامداره توګه خپرې کړی ،تر څو دپوې مخکښې ،لورې ورکونکې او جوړونکې رسنى په توکه دنورو ډله ئيزو رسنيو په کتار کې لا نوره هم وځليږی .
په درنښت د٢٨- اسد ويب پاڼې سمبالونکي


 

د نوی هيلې پنځمه کليزه

په سويډن کی د افغانانو علمي او کلتوري مرکز په ۲۰۰۲ کال د اپريل په ۲۷ نېټه د ه يو تعداد نوښتگرو افغانانو په نوښت دغه علمي مرکز جوړشو او په دغه ټولنه کې د ټول افغانستان څخه زيات افغانان سره راټول شوه او د جوړښت سره سم دغه مرکز په يو لړفعاليتنو پيل وکړو چې يوله دغو فغاليتونوڅخه ده نوې هلې په نوم خپرونه وه دا خپرونه نه يوازې په سويډن کې لوستونکي پيدا کړه بلکې په افغانستان اروپا امريکا او نورو هيوادوکې هم لوستونکي او مينه وال پيداکړه دا خپرونه د ټولو افغانانو له پاره هغه څه خپاره او نشر ته وسپارل چې زموږ د ټولنې د ورځني کلتور، ادب، تاريخي معلومات او د ورځې مهم مسايل پکې نشر ته وسپارل شوه. دنوې هيلې خپرونې په دې موده کې وکولای شوه چې د هيواد وتلي او مشهور ليکوالان تاريخ پوهان ژورناليستان توجه ځانته راجلب کړه دغو په هيواد مينو ليکوالانو وکولای شوه چې هغه مهم او ډېربا اهميته مسئلې نوې هيلې ته راستولې په همدې علت نوې هيلې ډېر لوستونکي پيدا کړه. دې خپرونې هغه څه نشر کړه چې د ورځې غوښتنه وه او په دې برخه کې ددې ټولنې رهبري د تحرير کميسون او په وطن مينو ليکوالانو زيار او زحمت وگاللو. زه ددې ټو لنې ديو غړي په حيث او د نوې هيلې ددايمي لوستونکي په حيث ددې ټولنې د خپرونې د پنځمې کاليزې د رارسېدو په مناسبت ددې ټولنې ټولو غړو ته د زړه له کومي مبارکي وايم. په درنښت، محمد اقا شيزاد.


پيغام
 

دوست محترم وفرهنگی ارجمندآقای غمخورمسئول مجلۀ» نوی هیله«، سرفراز وپاینده باشید!
پنجمین سال نشراتی مجله نوی هیله را تحت سرپرستی و توجه شما دوست گرامی تبریک میگویم وبرای شما در ادامه این کارفرهنگی بدون پاداش مادی، حوصله وتوانائی بیشتر آرزو میکنم.
برای قلم بدستان وفرهنگیان بیرون مرزی وخارج کشور معلوم است که گردانندگی یک نشریه خوب وبا محتوا بدون،تپ وتلاش پیگیرمدیر مسئول آن کار آسانی نیست، آنهم در شرایطی که هیچ منبعی برای پیشبرد چنین یک کاربا ارزش معنوی مساعدت مالی نکند.از طرفی هم کمتر کسانی را میتوان سراغ داد که مجله ای را با تمام مشکلات بدون منفعت مادی به پیش ببرد مگراینکه گرداننده نشریه به کار خود قلباًعشق داشته باشد. من آگاهم که شما با وجودهمه گرفتاریهای کاری وسرپرستی ازچندین انجمن فرهنگی وعلمی درشهر مالمو، کار نشر مجله را نیز بدوش دارید که برای شخص خود وخانواده ات وقت سرخاریدن هم باقی نمیماند،این همه دویدنها وتپیدن ها، ورسیدگی به سازمانهای اجتماعی شهر مالمو وهمنوائی وهمکاری باسایر فعالیت های فرهنگی افغانها دراروپا، بیانگر عشق وعلاقه فراوان شما به مسایل فرهنگی درجهت رشد شعور اجتماعی جامعه افغانی است.
بدون تر دید برتری هر نشریه علمی ویا خبری مربوط به همکاران قلمی آن نشریه نیز میگردد، ازآنجایی که شما با اکثریت قلم بدستان سرشناس کشور درعالم غربت آشنائی ومعرفت دارید، این خصوصیت اجتماعی شما برای انجام یک کار فرهنگی خوامخواه تاثیر مثبت خود رابرمحتوای مجله نوی هیله وارد کرده است ،بقول معروف چیزی که عیانست چه حاجیت به بیانست.

موفقیت شما دوست گرامی را در پیشبرد این چنین خدمات فرهنگی جداًآرزو مندم . با سلامهای گرم .

کاندیدای اکادمیسین سیستانی
شهر گوتنبرگ، ٢٢/٤/٢٠٠٦


 

پنځمه کاليزه مو بختوره شه !
د نوې هيلې درنو چلوونکو . ګرانو دوستانو او همکارانو ، ښاغلی غمخور ، ښاغلی هېواد شېرزاد ، تر هر څه د مخه د ((نوې هيلې)) د پنځمې کاليزې له امله د زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کوم . ستاسو خپرونې په خپلو دغو خپرنيو کلونو کې ، چې زموږ د ګران وطن لپاره هم ډېر حساس  او مهم کلونه وو ، د قدر وړ خدمت کړی دی .
تاسو که له يوې خوا د هېواد د تاريخ  په دغو حساسو شېبو کې ، تل د خپل اولس د ريښتينې غږ خپرندوی واست ، له بله پلوه مو تل د هېواد د ملي ګټو او ملي يووالي  سپيڅلي ارزښنونه په پام کې لرلي او منعکس کړي مو دي . زما په نطر دا تر ټولو ، دزياتې ستاينې وړ کار دی .
((نوې هيلې )) د حقيقت په راسپړلو ، ويلو او خپرولو کې هم پوره هلې ځلې کړې دي او دا هغه کار دی ، چې ريښتيني ژورناليستان او مطبوعاتيان يې تل په پام کې بايد ولري .
د نوې هيلې پنځمه کاليزه دې موږ ټولو ته بختوره وي . هيله لرم چې په راتلونکي کې يې خپرونې لا منظمې او لا ارزښتناکې شي . له داسې نويو هيلو سره زموږ د وطن ډېرې نوې هيلې هم تړلې دي . بری مو غواړم.
زرين  انځور
٢٠٠٦ کال ، د اپريل ٢٢  جرمني  ،  د کولن ښار


 

پيام
 ۱۵ اپریل ۲۰۰۶ میلادی
  انجمن دوستی افغان ها در بریتانیا
بمناسبت  پنجمین سالگرد نشریه "نوی هیله"

جناب محترم حبیب الله غمخور!
در غربتکدۀ مهاجرت ساکنان مهاجر آن به محدودیت هایی در زندګی خویش محکوم شده  اند و این محدودیت ها مشخصۀ حیات مهاجرت وبی وطنی می باشد، کار فرهنگی نیز بدور از این کاستی ها بوده نمیتواند.
محدودیت محیط زیست و کار– فکری و فزیکی ، فقرمادی ،  نبود فهم و دانش لازم دراستفاده از دستاورد های علم و تخنیک، تنگ بودن حلقۀ گروه همکاران، محدودیت فکری و کوتاه اندیشی و بالاترازهمه، بی علاقه گی ، بی تفاوتی و  کم بها دادن به کار کرد های اهل غربتکده در بخش فرهنگ، کاررادراین عرصه دشواروبعضا نومیدکننده ساخته است.
خوشبختانه ، فرهنگیان متعهد ما در شرایط مهاجرت و دوری از وطن نیز  با وجود دشواری ها و کاستی های فراوان در امر نگهداشت ، گسترش و غنا بخشی فرهنگ کشور، با استفاده از داشته ها و تجربه های فرهنگی  و دستاورد های علمی– تکنالوژیکی دنیای پیشرفته درعرصه فرهنگ کارهای بزرگ و فراموش ناشده ای انجام داده و در معرض اجرا دارند.
نشریه ((نوی هیله )) از شمار آن عده نشرات برون مرزی افغانی است که توانست در دوران پنج سال حیات پر بار نشراتی خود گران ترین وظایف فرهنگی  را در برابر هموطنان خویش، در خارج و در داخل کشور به نحو شایسته انجام دهد. سرمقاله های ، تحلیل های سیاسی، کار های پژوهشی و تحقیقی ادبی، مصاحبه با اهل فرهنگ ، هنر، ادب و سیاست ، بخش شعر و ادب و ... بخشی از نشرات همیشگی "نوی هیله" است که بصورت پیگیر صفحات آن را وزین ساخته است.
به جرأت می توان گفت که نشریه "نوی هیله" توانسته است در طول حیات پنج سالۀ نشراتی خویش جایگاه شایسته خویش را در میان خانوادۀ رسانه ای افغانی برون مرزی کسب نماید.
هئیت اجرییه انجمن دوستی افغان  وگردانندگان نشریۀ "محبت" ضمن ابراز تبریکات  و تمنیات نیک خود به گردانندگان  نوی هیله لازم به تذکرمی دانند در این راستا ازکار وزحمات خستگی ناپذیر هیئت تحریر، بخصوص فرهنگی فرهیختۀ کشور جناب حبیب الله غمخور با قدردانی یاد کنند و موفقیت های مزید برای نامبرده وهمکاران شان تمنا می نمایند. 
همایون تاچ
مدیر مسئوول "محبت"
رئیس انجمن دوستی افغان (ادا)


 

پيغام

ویاړلی غمخور صاحب
دسویډن دمالمو په ښارکې دافغانانودعلمي اوفرهنګي مرکز ویاړلوهیوادپالوسلام پر تاسو  !
دنوې هيله  مسؤل مدېر، پر وطن مین لیکوال  اودهیواد حقیقي دوست دقدروړغمخور صاحب  !
تا سو،دنوې هيلي درنوقلمي همکارانو اونورو فرهنګپالو افغانانوته چې دعلمي  اوادبي پوهي په رڼا کې دارزښتونوفرهنگي جګړه پر مخ بیایي ، او ددې   سنګرد ساتونکو په توګه خپل رښتونېانۍ رسالت سرته رسوي ، موفقیت اوبریالیتوب مو  غواړم  .
دنوې هیلي هغه ارزښتناک فرهنگي  کار او زیار  چې په خیر اوفضیلت بنأدۍ  ستاسواو ستاسو دقلمې پېژندل شواوغښتلودقلم خاوندو دعمل اوزيارپر ارادۀ  ولاړ دی .
 نوې هيلي وکولاي شول ټولنيز حقیقت غوښتنه او رښتينواله  دفرهنګي مبارزي په مټ پر مخ بوزې ،او په خپلو پاڼو کې دجامعې عيني واقيعتونه او هغه تغيرات  چې دانسان  له ذهن نه دباندې  مستقل ډول په بشري چاپېريال کښي عمل کوي او دانسانانو پر ژوند مثبت يا منفي تاثيرات ښندي په واقعي بڼه د خپلولوستونکو او مينه والو لپاره انعکاس ورکړې .
زموږ په هيواد کې يوه خپرونه هغه وخت بريالۍ ده چې په هغه کښي ټول ميشت قومونه ،او دمختلفو مذهبو پيروان خپل ځان  وويني ،دا پدې مانا چې يوه نشريه بايد دټولني دټولو قشرونو دارزوگانو، غوښتنواو نيوکو هنداره وې . له نيکه مرغه تاسو دخپل امکان تر کچې توانېدلي ياست دغه رسالت تر سره کړۍ .
اوس اوس متأسفانه له هيواد نه  له هيواد نه  بهر او په هيواد کې دننه يوشمير خپرونې دآزادو مطبوعاتو تر نامه لاندي داسي  له ملي ،مذهبي تعصباتونه ډک مطالب او مقالې نشروي کوم چې موخه يي زموږ په هيواد کې دوروڼو قومونو(افغانانو)   تر منځ دبهرنيانو په وسيله د راپيداشويو ډول ډول اختلافونو نور هم تازه کول او پراخول دي . په ياړ سره ويلاي شم چې نوي هيله له دغه ناروغۍ څخه نه يوازي چې پاکه ده بلکه په خپلو نشراتو کښي يې دمليميووالي او ملي تفاهم لپاره په زړه پوري فعاليتونه سرته رسولي .  دداډول بې پرې او حقيقي سياسي  دريځ په برکت تاسو وکولاي شول دافغان روڼ اندو په منځ کې وړ ځاي تر لاسه کړۍ .
ښاغلی غمخور هغه افغان ريالست  لیکوال  اوفرهنگۍ دی چې بې له کوم منفعت څخه دخدای ، وطن اوخلکو سره دزړه له کومې  مینه اودوستی  لري  .
ارسطو وایي  :  "  که خیر اوفضیلت د دوستۍ اساس وي نودښواوبدوترمینځ  دوستي نه پیداکیږي ، حقیقي
دوستي  هماغه ده چې دنیکانو او ښو خلکو په پاکو زړونوکښې ځای لري او په خیراوفضیلت بنأده ."
دنوې هیلې   خپرونې  پنځم  کال دی بختوراو روښانوونکی وي ، پدې امید چې نوې هيله دافغانانو دغوشتنو او ملي گټواو ملې يووالي  ددفاع په کلک سنگر بدله ،او هره  گڼه يې تر بلې زموږ دزورېدلي وسل دزړه اواز منعکس کړې .
زه تاسو اودنوې هيلي  ښاغلو او اغلوقلمي همکارانو ته دزړه له اخلاصه پدغه ملي او فرهنگي چوپړ کې دنورو برياو هليه کوم .         
 
 په ډېر درنښت 
انجنیر شیرمحمد ساپی  دجرمني دفرانکفورت ښار


 

سالگرد نوې هيله- تربيون
فرهنگيا ن افغان مبارک باد
با در نظر داشت اين واقعيت دردناک که کشمکش هاي سياسي و جنگ هاي خونين سه دهه اخير در کشور قبل از همبستگي ،هويت وغرورملي افغانها را شديدا متاثر ساخته است، وسايل اطلاعات جمعي در بيداري اذهان مردم ، ترويج انديشه هاي ملي و ارتقاي روحيه همبستگي خلق هاي باهم برادر افغانستان از اهميت استثنائي برخوردار ميباشد.
نوي هيله بمثابه يک نشريه علمي و فرهنگي در ميان نشرات بيرون مرزي کشور، رسالت تاريخي اش را مبني بر تحکيم دوستي بين افغانها بوجه احسن انجام داده است.
نوي هيله طوريکه از نامش پيدا است مبشر ارزو ها ي روشن و نيک براي جامعه افغاني بوده و در افشاي اهداف و نيات خصمانه دشمنان افغانستان واحد، مستقل، نيرومند و متکي بخود نقش شايستهء را ايفا نموده است.
نوي هيله در چوکات فعاليت هاي فرهنگي خويش، در حفظ و انکشاف فرهنگ عالي افغاني مقدم بر همه در بين افغانهاي مقيم در کشور سويدن، فعاليت هاي درخور ستايش را انجام داده است .
نوي هيله طي مدت نسبتا کوتاه توانسته است به تربيون فرهنگيان افغان مبدل گردد و در سمت دهي فعايت هاي فرهنگي نويسندگان افغان جاي خاصي را احراز نمايد.
در حاليکه نوې هيله سالگرد خويش را تجليل مي نمايد، موفقيت هاي فوق الذکر را به مسؤلين، همکاران و خوانندگان آن تبريک و تهنيت عرض نموده و پيروزي هاي درخشانتر براي دست اندر کاران نشريه وزين نوي هيله ارزو ميدارم.
با عرض حرمت
عصمت رسا


 

د ښاغلي هدايت الله هدايت پيغام
د نوې هيلې ددرنې خپروني و ښاغلي غمخور صاحب ته سلام!
په سويډن کې د افغانانو لپاره ستاسو پياوړي علمي او فرهنګي تلاښونه چې ستاسو د نوې هيلې په خپرونه کې منعکس کيږي دهغې د پنځه کلنۍ په هکله تاسو او ستاسوومحترمي ټولني او همکارانو ته دزړه له کومي مبارکې وايم او ستاسو دمينه والو سره يوځاې د نوې هيلې و راتلونکې ته خپلې نيکې هيلې وړاندي کوم !
په بهر کې ستاسو د نوې هيلې غمخوره او په وطن مينو افغانان چې په خپله ملي ژبه د خپل ګران هېواد افغانستان او حقداره افغان ولس دنويو هيلو، ملي ارمانونو او غوښتنو چوپړ کوي او د نوې هيلې د خپروني په څېر د خپلو خپرونو په وسيله ، خپل ملي او وطني ږغ او د افغانپالني او هېوادپالني د هيلو انګازې را پورته کوي او هغه بيا نوې کوي، دداسي تلاښونو يادونه، ستاينه او ملاتړ دهر بادرده افغان دنده او رسالت دی . دردمنده افغانان تل ستاسو په شاني غمخورو د داسي سپېڅلو اوبې غيرانه شريفانه هڅو درناوی کوي او داسي هيلې او نوي هيلې چې په هر ځاې کې د هر غمخور لخوا خپاره سويدي اويا خپريږي په حقه يې هغه ته د افغانانو دوطنپالني اوولس پالني سره د ميني او اخلاص ديوې ځلاندي بېلګې په توګه کتلي دي، قدر يې کړی دی، لمانځلي يې دي او بې له شکه ياد به يې هم تل تازه وساتي .
ستاسو د نوې هيلي خپرونه که څه هم لنډ عمر لري او داده اوس يوازي پنځه کلنه کيږي خو ستاسو غمخور صاحب درنې ليکني او په نوې هيله کې د خپاره شوې موادو او مطالبو دروند وزن اوس دادی د ې خپروني ته د يوې با اعتباره ريفرنس او اخځني په توګه خپله وړ ځاې ور بخښلی دی او دهغه نه ګټه اخيستل کيږي. دا ټول ستاسو دوستانو په زيار اوهاند سره شونۍ سوی دی. انسانان زېږي، لوئيږي، زړېږي او مري خو هيلې يې رېښې اخلي، غوړيږي ، ثمرته رسي، تکامل کوي اووروسته بيا نوې کيږي . هغه هيلې چې بيا د انسان پالني هيلې وي، د وطن پالني هيلې وي ،
دافغان غوښتني او افغان ساتني هيلې وي او دافغانانو په مابين کې د سولي، محبت او يووالي او سرښندني هيلې وي د ورولۍ ، د ملي پخلايني او تېرېدني هيلې وي نو داسي هيلې بيا تل پاتي کيږي او دداسي هېلو مخکښان و راتلونکي نسلونو ته دوطنپالني او بشرپالني دالهام منبع ګرځي او تل ياديږي. دا هغه څه دې چې په نوې هيله کې ورته ډېره پاملرنه سوېده او پر ځاې ده نن چې دهغې پنځمه کليزه لمانځل کيږي دهغه يادونه په ډېر قدر سره وسي .
ستونزي به ډيري وي خو که نوې هيله پر خپل وخت خپره سي ستاسو د هيلومينه وال به ډېر په انتظار کې نه وې پاتي .
تاسو ښاغلي غمخور صاحب ته ستاسود مغزني نوې هيلې د خپروني دپنځمي کليزي په هکله يوځل بيا دزړه مبارکې وايم او په بې ځنډه خپرولو کې و تاسو ګران ورور ته او دداسي نويو هيلو وټولو افغاني ﻻرويانو ته په داسي لوړو انساني ،ملي او افغاني هڅو کې ستاسو د بري غوښتنه کوم .
ستاسو پر مغزن او شريفانه کار او هڅو دې برکت وي .
نوې هيله دې تل غوړېدلې او بريالۍ وي !
په درناوي
هدايت الله هدايت ـ استرليا


 

پيغام


افغان  زړورليکوال اود نوې هيلې مسؤل مدير ښاغلي حبيب الله غمخور، ځوان شاعر اود نوې هيلې د کمپوز اوتخنيکې چارو مسؤل چې ميکدې ته د ساقي د ليدو او پيالې ته د سلام کولو لپاره ځي ښاغلي هېواد شېرزاد،په سوېډن کې د افغانانوعلمي او فرهنګي مرکز ټولو غړو، قلمي همکارانو او د نوې هيلې لوستونکوته د هغې د پنځه کلنۍ په وياړ د زړه له کومې مبارکي وایم٠
نوې هيله په پسرلي کې راوټوکېده او د سپېڅلې کوترې په څېر والوته، چابه لیدلې وي که نه ... خو دادی پوره پنځه کاله کېږی چې د خپلو سوچه وزرونو په رپولو او د ښاپېرو په مرسته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغانانو علمی ، څېړنیزې، ادبی او فرهنګی مرغلرې راټولوي او د سوېډن د مالموپه ښار کې په افغانی مینه په نوې هیله کې په چاپ رسېږی٠ او له همدې ځای نه د شنې او ښايسته غرڅنۍ کوترې په لوړو او ټیټو الوتنو، په باد او باران کې، په واوره او ږلۍ کې، په لمر او ورېځو کې په ځانګړې توګه دهر مساپر افغان کور ته یا خو د پستې له لارې او ياهم د نړیوال جال د کړکۍله لارې وررسېږی٠ خو په دغه مهال کې پسرلی تېر وی ، اوړي تېر وی ،منئ تېر وی او ژمئ  راغلئ وی ، هر څه له غوړېدو په پخېدو او له پخېدو په وچېدو او له وچېدو په  سوزېدو بدل شوی وی، خو نوې هیله د صنوبر په شان همېشه بهار او د غوړېدو په حال وی٠  خدای مکړه چې په نوې هیلې دې داسې سوړ ژمئ راشې چې دتودوخي لپاره يې د سونګ دڅېړۍ وچ لرګی ونه لری٠
ښاغلی غمخور صیب ! هغه څه چې تاسو د تېرو پنځه کلونو په موده کې د نوې هیلې له لارې سرته رسولی  په رښتیا سره دستایلو ،درناوي او د ستر ثواب د ګټلو وړ دی٠خلک د زده کړو او علم لپاره نورو ملکونو او لرې واټن کې پرتو اکادیميکو چاپېریالونوته ځې، خو تاسوموږ ته دا هر څه کورته راوړئ ٠ تاسو باور وکړۍ  که د اکادېمیسين کاندیدا ښاغلي  اعظم سیستانی يوه لیکنه د اوبو اهمیت او یا د اکادېمیسین کاندیدا ښاغلي ظاهر افق  یوه لنډه کره کتنه،او یا د پوهنوال ښاغلي  رسول باوری په شلمه پېړۍ کې درې نامتو مورخین او یا د ښاغلي ډاکتر اکرم عثمان مرد و نامرد، یا د چېخوف لنډه کیسه محصل، چې استاد محب ژباړلې او یا هم داسې لیکوالانو او څېړونکو لکه ښاغلي  م٠ اصف خواتی ، هدایت الله هدایت او نورو،  لږ تر لږه په کال کې یوه ليکنه هم په نوې هیله کې خپره شی  نو یقين ولرئ  چې نوې هیلې به  خپل علمی، فرهنګی او تاریخی رسالت په بېساری ډول سرته رسولئ وې٠
غمخورصیب! دنوې هیلې خپرونې ستاسې د مدیریت او استعداد په مټ  چې اشاره ورته اړینه بولم  خپله  بې پرېواله ، افغانستان سره مینه ،د ملی یوالي پیاوړتيااو ژورنالیستيکي اخلاقي نورمونه هېڅکله هم له یاده ندی اېستلي ، ډېرو افغانی خپرونو ته اړینه او لا زمه ده چې ستاسو نه ئی زده کړي او ستاسې په لاره ګام پورته کړی٠ په پای کې ستاسې او د نوې هیلې د نوو بریاليتوبونو او اوږ ژوند په هیله .
هیله که سل کلنه هم شی بیا هم نوې ده  
چې په تاسو ویاړي
ډاکتر ظفر لرغون ، اوتريخت هالند