دستګير خروټی

بيا گلوباليزم او بيا يو  څو خبرې
گلوباليزم د “غير انسانې دام”  او “ دسيسې” په ځای يو واقعيت دی.

زه ددې خبرې دليل نه وينم چې په ډېرو مهمو او تودو مسلو بحث کول دوخت ضياع وي. بحث د دموکراسي دود دی. بحث کول  نه يوازې يو دموکراتيک دود دی، بلکې يو علمې دود هم دی. د ما له پاره بحث کول موخه يا هدف نه دی، بلکې يو وسيله ده چې  د مسلو په څېړلو او روښانه کولو کې مرسته کوي. بحث کول  د دموکراسي يو مهم بنسټ جوړوي او په تېره بياپه سياست او سياسي ژوند کې  بحث کول  د شريانو په شان دنده تر سره کوي. کانت الماني فيلسوف په دی باور وو چې مسايل نه يوازې په خپل عقل، بلکې دنورو په عقل هم وسنجول شي. د نورو په عقل د نظرياتود سنجولو تر ټولو ښه وسيله بحث کول او د بيان ازادې دی.   ما  د هغو مسلو په هکله له  ښاغلی افق سره بحث پېل کړ چي د ميليونونه انسانانو د بحث او فکر موضوع دی. په بحث کي په طبعې توگه د نظرياتو ټکر او اختلاف  شته دي، خو دا ټکر او اختلاف د دوښمنې په نه مانادی. همدا ډول د نظريو اختلاف پرونې قبيلوی توربورگنې او ايديولوژېکې سیالې هم نه دی چي مخالف  دوښمن و بلل شي. يو علمې بحث  د غوصې او د مقابل لوری د ټيټولودود هم نه دی. په يوه علمې بحث کي مسله يو د بل په شخصيت او کمزوريو خبرې کول هم نه دې، بلکې بحث  په نظرياتو باندې دی. د نظريو د مخاليفينو تر منځ پول يو بل ته د درناوی درلودل دی. زه سره ددې چي د ښاغلی افق د يو شمېر نظرياتو مخالف ېم، خو دا هېڅکله په هغه بشپړ درناوی کي چي زه يې ښاغلی افق او د هغه شخصيت ته لرم دکمی په مانا نه دی. بله بنسټېزه مسله دا دی چی علم او پوهه دچا مالکيت  نه دی. علم د بشريت د گډو هڅو پايله ده. علم د ټولو حق دی او ټول په دی کارکي ونډه اخستلی شي، خو ټول نه د انيشتېن او نه هم نيوتن ځای ته رسېږې . د مسلو په څېړلو او راسپړلو کي ستونزه مهاجرت او د ډوډۍ پيدا کول نه دي.  ژوند هميشه له ستونزو سره مل دی.  اصلې ستونزه  د يويشتمې  پېړۍ  په چټکې سره بدليدونکو پيښو او پوښتنو ته د نولسمې پېړۍ په زړو اصولو کي د ځواب لټول دی. ستونزه د يوې ناروغې ايديولوژې په اصولو کي د ننې نړۍ د پيښو را ايسارول دي. ستونزه په بشپړ حقيقت د خپلو نظرياتو بدلول دی. ستونزه د خپلو ارزوگانو په معيار د پيښوسنجول دي. ستونزه خپلو نظرياتو ته د قانون او اصولو بڼه ور کول دي.  ستونزه په علمې او سياسي مفهومونو باندې له بيا نظر کولو سره مخالفت دی.  ستونزه له مفهومونوڅخه  دگمونو جوړول دي. په اوس مهال کي نړۍ د يوه کال په موده کي  د سلو کلنو اوږده لاره لنډوې. دا چټک او بدليدونکی حالت نوي ځوابونه غواړې. سياسي فلسفه دا نه دی چي د نويو حالاتو له پاره د ځواب پيدا کولو له پاره پرونيو زړو حکمونو ته مراجعه وشي. سياسي فلسفه نويو حالاتو ته د نويو ځوابونو پلټنه  او په نوی حالت کي د يوه ښه او بهتر الترناتيف وړاندي کول غواړې. 
      دا هم ياده کړم چي زه هغه څوک نه ېم چي له نېمگړتياواو کمزوريو وېره ولرم. زه هېڅکله خپل نظريات بشپړ او يوازنې سم نظريات نه بولم.  ‏زه په علم کې په نسبېت  باور لرم. د ما له پاره علم يو ناتمام شی دی .
په دې هکله د انشتېن چلند ډېر په زړه پورې او علمې دی. هغه به په خپلو څېړونو او تجربو کې سره ددې چې مثبتو پاېلو ته رسېدو خو هېڅکله ئی هم خپلې نظرېې قطعې او مطلقې نه بللې.
    يوې بلې مسلې ته هم پام په کار دی چي  له علم او علمې مفهومونو سره د انسان اړيکې د عاطفې او احساساتو په ځای د  شک، څېړنې او بيا کتنې اړېکې دې.  که علم د مقدساتو او ممنوعاتو.. په قلمرو بدل شي نو بيا کيداي شي سړی ور سره  عاطفې او احساساتې اړيکې ولرې او په دې صورت کي به علم هم علم ته نه پاتې کېږې.  د علم قلمرو د شک کولو، بيا څېړلو او بيا نظر کولو قلمرو دی. دا د پوهانو دنده دی چي په  موضوعاتو بحث را پورته کړې .  زموږ په  ټولنه کي له مسايلوسره او له دې جملې له سياست  سره اړيکې تر ډېره ځايه عاطفي او احساساتې بڼه لرې.  دواړو چپ او ښی افراط له سياسي او ټولنېزو مسلو سره اړيکو ته عاطفوې او احساساتې رنگ ور کړی دی. همدا وجه ده چي د بدليدونکومفهومونو په ځای نه بدليدونکې مفهومونه ورته  ښه ښکاري اوهمدا وجه ده چي  په شيانو او مفهومونو باندي شک کول او يا په هغوې باندې بيا نظر کول گناه بلل کېږې، ورته بدعت ويل کېږې. موږ بايد دا خبره ومنو چي د موږ علم او پوهه نه يوازې پوره نه ده،بلکې په بشپړه توگه نېمگړې ده. دا  به بې له شکه له یوې خوا ډېرې ستونزې حل کړې او له بلې خوا به  موږ ته د فروتنې، زغم، درناوی او تواضع روزنه  راکړې. تر ټولو بريالې نظريه هغه دی چي هميشه تر انتقاد او ازمايش لاندې وي.
دلته  يو ځل بيا غواړم د گلوبالېزم، استقلال، حاکميت، دموکراسي  او مدنې ټولنې  په هکله لنډې څرگندونې وکړم.  گلوبالېزم د “ دسيسې”  په ځای يو واقعيت دی. گلوبالېزم د اوسنی وخت له اصلې ځانگړتيا څخه عبارت دی. گلوبالېزم  په ښکاره توگه خپلې ځانگړتياوې په لاندې يو شمېر برخو کي څرگندوې.
د اقتصاد په برخه د تجارت نړیوال کيدل، دراکړې ورکړې نړيوال کيدل او همدارنگه  د هيوادونو په اقتصاد او راکړې ورکړې باندې د  WTO او OPEC او د ورته نورو نړيوالو سازمانونو د نفوذ پېاوړتيا،  او ورسره ، Telecommunication ، تیليفون او انترنت چي د راکړې او ورکړې کار ته يې بې ساری سرعت ورکړی دی او د سترکې په رپ کي د بورس په نړيوال بازار کي په سلگونو مليارده ډالر لاس په لاس کېږې.
بشري حقونه او انساني آرزښتونو د گلوبالېزم بله ځانگړتيا ده.  بشرې حقونه او ازادې  نړيواله ځانگړتيا لرې . بشرې حقونه هېڅ ډول ملې فرهنگې او جغرافيايې پولې نه پېږنې. انسان د خپل انسانتوب په بنياد  حقونه لرې. د بشرې حقونو په هکله نړيواله اعلاميه د نړيوالو ارزښتونو يوه مجموعه ده. د بشرې حقونو د ساتنې مسله هم يوه نړيواله مسله ده او هغه پرونی وخت تېر  شوی چي يو دولت په دې حقونو تېری خپله کورنۍ او داخلې ستونزه وبولې او يا  ددې او هغه فرهنگ پوسيله په بشرې حقونو تېرېو ته قانونيت ورکړې. د هغو دودونو او فرهنگونو عمر چي  د انسان په حقونو او ازاديو تېريو ته قانونيت ورکوې په چټکې سره په لنډيدو دی. دلته ددې خبرې يادول هم ضرور دي چي د گلوبالېزم وده په اقتصادي، سياسي او حقوقې برخوکي هم اهنگي نه لري. په سياسي او حقوقي  برخو کي دا وده پڅه ده. په دي برسېره په نړۍ کي په هغه اندازه چي وگړې له مدنې او سياسي حقوقو څخه برخمن دي له اقتصادي او ټولنېزو حقوقو برخمن نه دي.
دا هم د گلوبالېزم ځانگړتيا دی چي دولتونه د بشرې حقونو او ازاديو په ساتنه کي نه يوازي د خپلو خلکو په وړاندې، بلکي د نړيوالې ټولنې په وړاندې هم مسؤليت لرې. ددې مانا دادي چي د حقوقو تر څنگ مکلفيتونوهم نړيواله بڼه غوره کړې ده. په افغانستان کي د ثبات را وستلو، د دموکراسي د پېاوړتيااو بيا رغونې په کار کي نړيوالې هڅې هم دگلوبالېزم يوه بيلگه ده. همدارنگه دنړيوالو مسلو په حل کي ددې او هغه ايديولوژې پاتې راتلل د گلوبالېزم بله ځانگړتيا ده. د نړيوالو ستونزو حل نړيوالې هڅې هم غواړې او دا ډول هڅې په دغه او هغه ايديولوژي کي نه ځاېږې. بل واقعيت دادی چي ملتونه د پيښو او ستونزو په وړاندې واړه شوي دې. نه يوازې د طبعې افتونو په وړاندي، نه يوازي د ناروغيو په وړاندي، بلکي د اقتصادي او ټولنېزو ستونزو په وړاندې هم بې وسې ښيې. اوس په نړۍ کي دولتونه  هڅه کوي خپل ځانونه له گلوبالېزم سره همغاړې اوددې نوی منځ ته راغلی حالت  او واقعيتونو په بنياد خپلې تگ لارې سمې کړې.
.په همدې ورځو کي د دنمارک سوسياليست گوند ددې هيواد په پارلمان کي پشنهاد وکړ چي په پارلمان کي دگلوبالېزم په هکله بحث پېل شي او همدا ډول زياتوې څومره چي د گلوبالېزم مسله مهمه ده په هماغه اندازه ور ته پاملرنه  نه دې شوې. په دنمارک کي د گلوبالېزم په هکله يوه شورا شته دی چي ددې هيواد د صدراعظم  له خوا يې لارښوونه کېږې او دندې يې د گلوبالېزم په شرايطو کي د دنمارک اقتصادي وړتيا، اقتصادي سيالې ... دي. د روان کال د اکتبر په ٢٧ نيټه اروپايې اتحاد په لندن کی Globalaisationsfund  دگلوبلېزم د فوندچي په ملياردونو پيسې به ولري د جوړيدو پريکړه وکړه اوددې موخه داده چي اروپا د گلوبالېزم په شرايطو کي څه ډول کولاي شي له يوې خوا خپله اقتصادي وده وساتې او له بلې خوا سيالې وکړاي شي.  د گلوبالېزم په کار کي لکه چي ياده شوه اساسي مسله اقتصادي اړيکې دې. اقتصاد په چټکې سره نړیواله بڼه غوره کوي. اقتصادي اړيکې د نړۍ زيربنا بدلوې. د اروپا يووالی په لمړۍ درجه کي د اقتصادي يووالې پايله ده.  په اسيا کي د چين او هندوستان اقتصاد له نړيوال اقتصاد سره په اړيکو کي په چټکي سره وده کوي. يو ځل ضرورت  دا وو چي محلې اقتصادونو خپل ځاي ملې اقتصاد ته پريږدې د، بيا ملې اقتصادونه په سمېزو اقتصادونو ورگډ شول چي د بيلگې په توگه ) EFTA د سويډن، اسلند،ناروي... سمېز بازار. SADC د څورلسو افريقايې هيوادونو سمېز بازار.AFTA د لاوس، تايلند، مالېزې، سنگاپور، اندونزيا...سمېز بازار( يادولې شو. اوس اقتصاد نړيوال شوی او نور هم نړيواله بڼه غوره کوي. په نړۍ کي نور ازاد او مستقل اقتصاد نه پيداکېږې. امريکا چي د نړۍ زبرځواک دي اقتصاد يې په کلکه په نوره نړۍ پوري تړلی دی. امريکا په کال کي تر ٥٥٠ مليارد ډالرو پوري بهرنې سرمايې ته ضرورت لرې  د مصنوعاتو، سرمايې، خدماتو، کار، تجارت او بانکي سيستمونو گډ نړيوال بازار ته منځ راغلی  او وده کوې. اوس په نړۍ کي  د عايد، گټې، کار، کسب، ودې او وروسته والی کچه د ملې معيارونو  په ځای په  نړيوالو معيارونو سنجول کېږې. که د نړۍ يوه برخه کي بحران راځي په چټکه توگه د ټولې نړۍ اقتصاد او په تېره بيا د بورسونو بازار متاثر کوي. په جرمنې کي د شپږو مخکښو اقتصادي موسسو گډ رپوټ چي د اکتبر په ٢٠ نيټه خپور شو د جرمنې د اقتصاد وده چي اوس صفر عشاريه اته دي په نړيوال  اقتصاد پوري تړلې بولې. په گلوبالېزم کي بله مهمه مسله  د سياست، استقلال، حاکميت او دموکراسي مسله ده.. د بیلگې په توگه د تجارت مسله ياده کړو. د تجارت په هکله په ننې نړۍ کي دا ملې او سېمه اېز ځواکونه نه دي چي وروستې خبره کوي، بلکي World Trade Organistion چي  WTO هم ورته وايې د وروستې پريکړې حق لرې. دا يو نړيوال سازمان دی. په دي سازمان کي ١۴٨ هيوادونه غړيتوب لرې. چېن شل کاله ددي هڅه کوله چي ددې سازمان غړيتوب تر لاسه کړې او سعودي عربستان له لسو کالو وروسته ددي سازمان غړيتوب تر لاسه کوي.  هغه دولتونه چي ددې سازمان غړي دي حق نه لرې داسی قانونو وضع کړې چي د WTO د اصولو سره مخالفت ولرې. په اوسنې نړۍ کي  داسي هيواد نشته دی چي د نړۍ  له نورو هيوادو سره دي په اقتصادې لحاظ تړلی نه وی او که وې نو شمالې کوريا به وې چي خپلو خلکو ته د ډوډۍ ور کولو وس هم نه لرې. پرون د استقلال مانا په اقتصادي لحاظ نه تړلتيا “ عدم وابستگې” وه. خو نن ملتونو د نولسمې پېړې په خلاف له يو بل سره تړلې دې.همدارنگه  نور د دولتونو په اجندا کي د “ اقتصاد ملي کول” ، د “ تجارت ملي کول”  او د “خارجې سرمايې ملې کول” نه  ښکارې. پرون همدې غوښتنو د استقلال يو شمېر بنيادونه جوړول. خو اوس دا خېرې نه يوازي د هېڅ دولت په اجندا کي نشته، بلکی دولتونه  هڅه کوي بهرنې سرمايه را جلب کړې. ايا د اقتصادي استقلال په پرونيو مفهومونو نوی نظر کول له استقلال څخه د نفرت په مانادی؟ گلوبالېزم بې له شکه  د استقلال او حاکميت په هکله دنوی نظر کولو پوښتنې را پورته کړې دې. خو په مفهونو نوی نظر کول د نفرت په ځای  يوه علمې غوښتنه ده. لکه چي ما مخته وويل علم يو ناتمام شی دی او د مطلقيت په ځای په نسبيت تکيه کوي. علم د ابدې او ازلې حکمونو او مقدساتو ډگر نه دی. د استقلال او حاکميت په مفهمونو دنوی نظر کولو سره د ښاغلی افق مخالفت د حیرانتيا خبره ده. يو عالم او يوسياست کوونکی څه ډول د مفهومونو د څېړلو او په هغو باندي د نوی نظر کولو سره مخالفت کوي او نوی نظر کولو  ته “ نفرت” وايې. همدلته دی چي له مفهومونوڅخه نه بدليدونکي دگمونه جوړېږې.
له گلوبالېزم سره دښاغلی افق مخالفت د پوهاوی وړ دی.  خو له گلوبالېزم سره په مخالفت کولو کي د گلوبالېزم په وړاندي د الترناتيف  وړاندي کولو ضرورت هم شته دي. لکه چي پورته ياده شوه ښاغلی افق په خپله ليکنه کي “گلوبالېزم د امپرياليستې واکدارانو يوه نوې دسيسه بولې” دا ډول عبارت د مسلې د څېړلوله کار سره مرسته نه کوي. دا د الترناتيف پيدا کولو په ځای د مسلې ساده کول دی. په مخالفت کولو کي  خبره د الترناتيف په وړاندي کولوکي دی. پوښتنه داده چي د گلوبالېزم په وړاندي د ښاغلی افق الترناتيف څه دی؟  هيله ده د يوه ښه الترناتيف په وړاندي کولو سره به زه هم د گلوبالېزم په هکله په خپلو نظرياتو له سره غور وکړم.په ٢٠٠٣ کال په پاريس کي د “ ټولنېز تربيون” تر نوم لاندي له اروپا څخه د گلوبالېزم په ضد په زرگونومخالفين را ټول شول. دې را ټول شويو خلکو هڅه وکړه چي د گلوبالېزم الترناتيف پيدا کړي، خو دوي ددې کار په کولو کي پاتې راغلل.
اوس به د حاکميت او استقلال په هکله يوه لنډه غوندی یادونه وکړم.
 ما دښاغلی افق په ليکنو کي د استقلال او حاکميت په هکله روښانه څرگندونې ونه موندلې. په دې هکله د نوموړی په ليکنو کي څرگند پرادوکسونه شته دې.
بې له شکه استقلال او ملې حاکميت د هر ملت حق دی اودا دواړه هر ملت ته ډېرگران شيان  دي.  ملې حاکميت د يوه هيواد په اداره کي د بيگانگانو له لاسوهنې پرته ددې هيواد د وگړو له  حق څخه عبارت دی. ملي حاکميت  د نويو دولتونو د جوړيدو او استعمارې ضد ځواکونو په منځ ته راتگ سره د سياست ډگر ته راووت. په اتلسمه او نولسمه پېړيو کي د سرنوشت په ټاکلو کي د ملت حق د  “ د خلکو حاکميت” او “ملی دولت”  له مفهومونوسره جوغت منځ ته راغی.
د يوه ملت د برخلیک  په ټاکلو کي د “ ملت په اراده” يا د “ دخلکو په واکمنې”  تکيه کېږې او ددې مانا دادې چي د يوه هيواد خلک د خپل سرنوشت په ټاکلو کي په خپله پريکړه کوې. ددې خبرې مانا دا هم دی چي حاکميت او استقلال په  دموکراسي او ازادې تکيه کوي او بې له ازادې او دموکراسي  استقلال او حاکميت خپل مفهوم له لاسه ورکوي. يو هيواد هغه وخت خپلواک دی چي هر وگړی يې خپلواک وې. د وگړو له خپلواکي پرته استقلال يو بې مانا شی دی. په هغه هيواد کي چي خلک د ځان او  خپل ژوند په هکله ازاد نه وي د استقلال مانا به څه وې. ازادې او حاکميت په ځان، ژوند او راتلونکې باندې له حاکميت درلودلو څخه پېل کېږې.  په بل عبارت ملې حاکميت د ملت په اراده کي ځان څرگندوې. او په هغه هيواد کي چي د خلکو په ځای وروستې خبره لارښود، رهبر او يو ديکتاتور کوي يو حاکميت لرونکی او خپلواک  هيواد نه دي. استقلال او حاکميت په هغه هيواد کي پېاوړی واقعيت لرې چي دموکراسي او ازادي وي او اوسيدونکي د ځان
او راتلونکې په هکله په پريکړو کولو کي خپلواک وې. د افغانستان خپلواکې د هر افغان په خپلواکې کي واقعيت موندلې شي. اوس به په مشخصه توگه د افغانستان مسلې ته راشو. افغانستان ته بهرنې ځواکونه د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا په اجازه راغلې او د ملت لويه برخه ددې ځواکونو د موجوديت ملاتړ کوی. په افغانستان کي د بهرنېو ځواکونو د شتون او بيا د هغو د وتلو مسله  د ساده کولو او څو انقلابې افراطي شعارونو کار نه دی. کاشکي خبره دومره ساده وايې چي د ناتو په وتلو سره په افغانستان کي ا ستقلال بسيا او ثبات تامېن شي. که په افغانستان کي داسي ځواک وې چي استقلال ، حاکميت او د حاکميت  په چاره کي د خلکو د گډون حق ، سوله او ثبات وساتې او دخلکو د ازاديو او حقونو د ساتلو وس ولرې سبا سبا بايد ناتو له افغانستانه ووزې. که اوس مهال په افغانستان کي دا ډول يو ځواک نه وي او ښاغلی افق هم په دي هکله  يو روښانه وړانديز و نه لرې.  ايا له افغانستان به د ناتو وتل  پرونی حالت ته د ورگرزيدو په مانا نه وې، چېرې چې يو ملت  په ير غمل نيول شوی وو،  چېرې چې هر ځانگړی افغان په ځان، ژوند او راتلونکې واک له لاسه ورکړی وو او ايا ددې ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان موجوديت له گواښ سره مخامخ نشي؟ همدا دم د نولسمې پېړې د اصولو او حکمونو خلاف د افغانستان خپلواکي د همدې بهرنيو ځواکونو په موجوديت کي بسيا دي. پرون د افغانستان استقلال د بهرنيانو په وتلو کي تر لاس کيدو، خو همدا دم د افغانستان استقلال د بهرنيانو په شتوالی کي بسيا کېږې. دا د افغانستان په تارېخ کي اول ځل دی چي ملت بهرنيو ځواکونوته  ښه راغلاست وايې او  همدا ډول د افغانستان په تارېخ کي د اول ځل له پاره د ملت اراده د بهرنيو ځواکونو په موجوديت  کي پلې کېږې او دا ملت  په خپله خوښه خپل ولسمشر ټاکې. چا او کوم  له پخوا جوړ شوی قانون په افغانستان کي د دا ډول يوه حالت وړاندوينه کولاې شواې. همدلته دی چي له يوې خوا تارېخ له پخوا څخه د جوړ شويو قانونو په بنياد نه جوړېږې او بلې خوا طبقاتې مبارزه د تاريخ د ملا تير نه دی.  دواړو جاپان او جرمنې  د امريکايې  پوځې اډو له شتوالې سره سره خپلواک هيوادونه دې او هېڅوک ددې  هيوادو دخپلواکۍ په هکله شک او پوښتنه نه را پورته کوي. همدا دوه ياد شوي  هيوادونه د پېاوړې حاکميت او استقلال خاوندان دې او که زامبابوې او شمالې کوريا؟   ښاغلی افق نه يوازې د حاکميت او استقلال  دوه سياسي مفهومونه په مقدساتو بدلوې،  بلکې د استقلال او ملې حاکميت په هکله د نوموړی درېځ  نا روښانه او له تنقضاتو ډک  دی. له يوې خوا په طبقاتې مبارزه ټينگار کوې او د ټولو تحولاتو او پرمختگونو اساس يې بولې او له بلې خوا د استقلال او ملې حاکميت پلوې کوې. ملې حاکميت او طبقاتې مبارزه دوه متضاد مفهومونه دي. که اصل طبقاتې مبارزه وي نو استقلال، ملت او ملې حاکميت خپل مفهوم له لاسه ورکوي. په طبقاتې مبارزه کي  يو ملت په نه پخلاکيدونکو طبقانو ويشل کېږې. په بل عبارت ټولنه په “ دوې” او “ موږ” په “ دوست” او“ دوښمن” وېشي او وسله وال ټکرونه ايجادوي او دا د دوښمن جوړولو له گواښه ډکه تگلاره ده . په طبقاتې مبارزه کي اصل ملې حاکميت نه، بلکې طبقاتې حاکميت دی همدارنگه  طبقاتې مبارزه ملې پولې او ملت نه پېږنې او هغه د بورژوازې دوران مال بولې. طبقاتې مبارزه انترنالسيونالستې ځانگړتيا لرې.  “ پرولتريا وطن نه لرې”  “ د نړۍ پرولتريا يو شي.”
  ښاغلی افق دشمالې کوريا په ستايلو سره خپله د حاکميت او استقلال پلويتوب هم  تر پوښتنې لاندې راولې. هغه ليکې: (( ...بل اړخ شمالې کوريا يو مستقل پاتې په سوسياليستې داسي د وياړ ډک هيواد دی چي ټول افتخارات يې مستقيم په هغو زحمتکشانو اړه لرې چي تر دوهم عمومي جنگ را وروسته د ډېر وروسته پاتې چوپانې ــ اجتماعې مناسباتو څخه داسي مطمينو مناسباتو ته را لوړ شول چي د يوې خوا يې زحمتکشانود کار تضمین وموند ...«  له يوې خوا خپلواکۍ او له بلې خوا د شمالې کوريا ستاينه،  له يوې خوا ملې حاکميت او له بله خوا د يوه مستبد واکمن د واک ستاينه  څرگند پرادوکسونه دې. د يوه ملت د سرنوشت ټاکلو په کار کي د ملت په اراده تکيه کېږې او دا ملت دی چي د خپل سرنوشت په هکله پريکړه کوې، خو په شمالې کوريا کي ملت له هر ډول پريکړو کولو څخه محروم دی. په شمالې کوريا کي يو دي چي ازاد دی او يو دی چي پريکړې کوي او هغه کېم، جون ايل دی. دلته د حاکميت او استقلال په ځاي  ملت د يوه په يرغمل بدل شوی دی. 
 غواړم “ د وياړ ډک هيواد” د ازادې، استقلال او وړاندي تگ  په هکله څو بيلگې وړاندې کړم.
شمالی کوريا يو هيواد دی چي د خپلې جوړې شوې او ځړول شوې پردې تر شا ژوند کوي. په دي هيواد کي د دموکراتيکو  ټاکنو په ځای، په واک کي د خلکو د گډون په ځای لارښود کېم. جون. ايل دی چي وروستۍ خبره کوي او  تر هغو چي ژوندی دی ددې هيواد لارښود پاتې کېږې. د شمالې کوريا په اساسي قانون کي کېم. ايل. سونگ د ابد له پاره ريس جمهور دی. Eternal President of the Republic,"  شمالې کوريا يوه  توتالېتر، تړلې او ايديولوژیک ټولنه ده او دلته د ٢۴ ساعتونو له پاره خلک د واکمنو تر کنترول لاندي ژوند کوې.  په دي هيواد کي ناپوهې او ناخبرې پراخه ده او د خلکو لویه برخه نه پوهېږې چي د دوې په هيواد او دنيا کي څه تېرېږې. JUCHE د دولت ايديولوژې ده، او د کېم. ايل، سونگ په قول دا د مارکسيسزم او لېنېنزم “ فشرده” دی. په شمالې کوريا کي  ټول اوسيدونکې دنده لرې چی په خپله کرتې او په خپل کور کي د “ لارښود” عکس ولرې. د شپې له لسو بجو وروسته یو په بل پسي د پونگيان برق ځي او يوازي سره پلستکې چراغونه چي کمونيستې شعارونه ور باندې ليکل شوي پاتې کېږې په شمالې کوريا کي د  سوسيالېزم سوغات د ميليونونو خلکو لوژه ده او د “يوچه يا يوشه” ايديولوژي او دولتې متمرکز اقتصاد... دا وياړلی هيواد د نړۍ په يو خوار هيواد بدل کړی دی. د ښاغلی افق په ليکنو کي په تکرار سره د “طبقاتې مبارزې” ، “ نه پخلاکيدونکو طبقو” يادونه کېږې. په يوه لنډه کره کتنه کي چي د هيلې په وروستې گڼه کي خپره شوې لیکې:
» ... طبقاتې مبارزه چي په هره طبقاتی نظام کي په مختلفو شکلونو سره د نه پخلاکيدونکو طبقو يو څرگند عينيت لرې، د ټولنېزو تحولاتو او انقلابونو عمدترین داسي داسي بنسټ جوړوې چي د بيلو بيلو پر مختگونو سير يې مهمترين محصول گڼل کېږې.«  خو د نړۍ  پر مختگونو او وده ددي د نظريې په ناکامې حکم ورکوي او د هيوادونو  پرمختگ په بشپړه توگه  د ارام او تدريجې ودې او گذار چي د ودې او تکامل جوهر بلل کېږې په سموالی تکيه کوي. که “ نه پخلاکيدونکې مبارزه”  او “ انقلابونه” د پرمختگونو بنسټ وي نو په ناروې او دنمارک کي له لويو لويو پرمختگونو سره سره نه  د “ نه پخلاکيدونکې طبقاتې مبارزې” څه څرک لگېږې، نه د پرولتريا ليکې ښکارې  او نه هم د انقلاب څه نښانې شته دې. دا دوه ټولنې په تېره بيا په دې وروستيو کلنو کي په بې سارې توگه مخته تللې او ډېرې با ثباته ټولنې دې. دنمارک په دې وروستيو سلو کلنو کی ډېر لوی پرمختگونه کړي دي. په همدې موده کي نه په دنمارک کوم  انقلاب شوی او نه د کومې “ نه پخلاکيدونکې طبقاتې مبارزې”  بيلگه شته دی. ، ددې هيوادونو پر مختگ خو نه د “ نه پخلاکيدونکې طبقاتې مبارزې”  او نه  هم د کوم انقلاب  پايله ده او نه دلته طبقاتې مبارزه د تارېخ د ملا تېر جوړوې. دلته دي چي د “ طبقاتې مبارزې” ، “ نه پخلاکيدونکي طبقو” او “ انقلاب” په هکله د نوی نظر کولو ضرورت منځ ته راځي. 
 نړۍ  او په تېره بيا غربې ټولنې د مارکسېزم د وړاندوينې له مخې د طبقاتې اصولو په بنياد په پرولتاريا او سرمايه دارانو و نه ويشل شوې، بلکې په دي ټولنو کي منځنې طبقې وده وکړه. په شلمه پېړۍ کي پرولتريا او د ښاغلی افق په قول “ قبرکنان”  د انقلابونو په  مخکښانو بدل نشول او همدا دم هم داسې نښانې نه ښکارې چي دلته او هلته به پرولترې پاڅونونه سر را پورته کړې. خو يو حقيقت روښانه دی په هره  هغه ټولنه کي چي د طبقاتې مبارزې د اصولو په بنياد انقلابونه تحميل شوې لوی انسانې ناورينونه يې منځ ته راوړی او ټولنه يې د کلنو له پاره شا ته غورزولې ده او دلته انقلاب د ټولنېزې ودې او پرمختگ د اخلال کولو د وسيلې په توگه دنده تر سره کړې ده.  طبقاتې مبارزې  او انقلاب روسانو ته څه ورکړو، افغانانو ته يې څه ورکړو او چين ته يې څه ورکړو.  په چين کي پر مختگ هغه وخت پېل شو چي د چېن واکمنانو د طبقاتې مبارزې او د انقلاب اصولو ته شا وروگرزوله، خصوصي مالکيت قانونيت پيدا کړ او ددي هيواد دروازې د بهرنې  پانگه اچولو پر مخ خلاصې شوې. 
       د سرماېدارې په هکله د ښاغلی افق ارزېابې دشلمې پېړۍ د لمړيولسيزو  ارزېابې ته پاتې کېږې.
لنېن په ١٩١٩ کال کې سرماېدارې ېو فاسد، مبتذل،منحط او د مرگ په حالت کې ېو سېستم وبالو چي  د ودې او پرمختگ خنډ گرزې. خو دنړۍ  واقعیت  ددې حکم خلاف ځان بل ډول ښيې او بل څه وايې. سرمايدارې نه ېوازې د ودې او پرمختگ خنډ نه شوه، نه يوازې يې د مولده قوتونو مخه يې ونه نيوله، بلکې تر همدې  دمه ېې د لوېو وړاندې تگونو لاره همواره ساتلې ده. دا بايد وويل شي چي  سرماېدارې ابدې سېستم نه دی اودا سيستم هم خپل پاېان لرې، خو ددې وېل گران کار دی، چي کله، څه ډول او په کومو وسېلوبه دا کار تر سره کېږې. په دې هکله ډېره ښه خېره داده چي د ارمانگريو او اتوپيا په ځای د نړۍ د واقعيتونو څارنه او څېړنه وشي او ښه خبره داده  چي د نړۍ په هکله بدليدونکی پوهنه او علم وپېږندل شي.د دموکراسي په هکله د ښاغلی افق په ليکنو کي څرگنده بې ثباتې شته دی. کله دموکراسي ته د بورژوازي شعار ويل کېږې، کله ورنه يو ايديال شی جوړوې او په اسمان کي پسي گرزې او کله بيا ورڅخه مړی جوړوې په اقتصاد پسي يې تړلې چي کش يې کړې. افغانې ځوانې دموکراسي ته چي په کار کي يې په ميليونونو وگړې او له دې جملې ښځې گډون کوی په بې انصافې سره کله ورته “ ټانکداره دموکراسي” او کله هم ورته “پانگداره دموکراسي”  وايې. ښاغلی افق د نوې هيلې په يولسمه گڼه کي ليکي:» ما په خپله تېره مقاله کي د دموکراسي په باب دوه ډوله تعريفونه د تارېخ په رڼا کي ، توضيح کړې دې.
په لمړی تعريف کي مي ديموکراسي » د خلکوحکومت د خلکو له خواد خلکو له پاره« توضېح کړی دی...«
د دموکراسي د تعريف په هکله غواړم  د امريکې د شپاړلسم ریس جمهورد  تعريف يادونه وکړم  د امريکي شپاړلسم جمهور ريس )١٨٠٩ ــ ١٨٦٥ ( ابراهام لينکلن د ١٨٦٣ کال په گتيسبورگ کي په خپله وينا کي د دموکراسي په هکله داسي وايې:

" Democracy is a government of the people, by the people, and for the people"

ددې تعريف ترجمه دادی: «دموکراسي د خلکو حکومت، د خلکو له خوا او د خلکو له پاره دی»
 خېر د تعريف خبره به همدلته پرېږدم. د دموکراسي په هکله به څو خبرې  يادې کړم. دموکراسي نه يو ايديال سيستم دی او نه يوه ارمانگرې ده.  دموکراسي د ارمانگرې او ايديال سيستم په ځای يو سياسي نظام او جوړښت دی. همدارنگه  دموکراسي يو بشپړ او مکمل سيستم هم نه دی دا سيستم په هميشنې  توگه د ودې او بدلون په حالت کي يو سيستم دی. دموکراسي يو نسبې سيستم دی او په هر هيواد کي د هغه  هيواد د تاریخې او فرهنگي حالاتو په نظر کي نيولو سره منځ ته  راځې.  دموکراسي نه په ټولوهيوادونو کي يو شان  جوړېږې او نه  ټولنې د طبعې ساده قوانينو پېروې  کوي چي د اوبو په شان په يوه سطحه ودرېږې. په افغانستان کي د نمارک په شان دموکراسي نه جوړېږې.  دموکراسي کمپيوتراو موبل تيليفون هم  نه دی چي صادر شي. دموکراسي  په سوغات هم نه ورکول کېږې او نه په يوه ملت  د زور پوسيله تحميل کيداي کيداي شي.
 خود دموکراسي په هکله مهمه خبره د هغو بنسټېزو اصولو پېږندنه او درناوي دي چي  Universal او عمومې بڼه لرې. لاندې د دا ډول يو شمېر  اصولو يادونه کوم.
ـــ  ازادې ټاکنې. دا د واک او سياست په چاره کي د خلکو گډون دی.
ـــ  دقانون واکمنۍ ده. د قانون واکمنۍ مانا دادې چي په هيواد کي هېڅوک له قانون څخه لوړ نه وې.
واکمن نه يوازي د قانون سره سم کار وکړي، بلکي په خپله هم د قانون تابع وې. نازيانو به ويل : د هيتلر حکم قانون دی. همدا گړۍ په ايران کي د اخوند خامنه اې حکم قانون دی.
ــــ ديوې پېاوړې او خپلواکي مدنې ټولنې شتوالی. دموکراسي د خپلواکو سياسي،  ټولنېزو، صنفي اوکلتوري اتحاديو او سازمانونو په وجود کي وده کوي.  خپلواک سازمانونه کولاي شي د اوسيدونکو ستونزو او ټولنېزې غوښتنو ته د واکمنو پام را واړوې.  مدنې ټولنه د گټو او نظرياتو څوگونيتوب ته لاره همواروې او دا په ټولنه کي د سياسي پلورالېزم له پراختيا سره مر سته کوي .
ــــ دبشرې حقونو مراعات او درناوی دی. د بشرې حقونو له مراعات کولو او درناوي پرته دموکراسي نه جوړېږې.
ــــ د يوې خپلواکې قضا شته والی دی. په يوه ټولنه کي د وگړو د حقونو او ازاديو د ساتنې تر ټولو پېاوړی تضمين کونکی ارگان يوه خپلواکه قضا دی. همدارنگه د قضا خپلواکې د قانون له واکمنۍ سره لويه  مرسته کوې.
ــــ ازاد مطبوعات  او دبيان ازادي. ازاد مطبوعات او د بيان ازادې  په ټولنه کي د بې عدالتيو، د دولت د نيمگړتياو او په دولت کي د فساد ... درابرسېره کولو وسيله ده. په يوه ټولنه کي ازاد مطبوعات او  د بيان ازادې د دموکراسې تر ټولو پېاوړې نښانه ده.       

نور بيا....