فضل هادي فضليار
غربي
ميډيا خپله اصلي څېره وښوده
د بيان ازادي څه مانا؟ او غرب
يې د کومو موخو لپاره کاروي؟
نړيوال کفر په
دې باوري دى، چې يواځې زبېښاک او فوځي ځواک يې هيڅکله ددې جوګه کېداى نشي، چې د نړۍ
ملتونه ( په ځانګړي ډول اسلامي هيوادونه ) ايل او تر خپل جغ لاندې راولي .
هغوى په دې پوهيږي چې په وړاندې يې د مقاومت بنسټيز توکى عقيده، معنويت او ايماني
ځواک دى، چې ددوى پرمختللې تکنالوژي هم پرې بريالۍ کېداى نشي .
نو ځکه يې تل د فوځي جنګ تر څنګ فکري او مطبوعاتي جنګ هم ډېر ګرم ساتلى او دوهم ته
يې تر لومړي ډېره ترجيح ورکړې .
د غربي نړۍ زياتره خپرونې په همدې موخه خپريږي.او تل د اسلام او مسلمانانو خلاف
تبليغات کوي .
غربيانو يواځې په خپلو خپرونو بسنه (اکتفا) نه ده کړى، بلکې همېشه يې دا هڅه هم کړې
چې د اسلامي نړۍ مطبوعات په بيه واخلي او د خپلو موخو لپاره يې وکاروي .
که څه هم هغوى د مسلمانانو د تېرايستلو لپاره ډېرې هڅې کوي، تر څو د اسلام او
مسلمانانو سره خپله ژوره دوښمني پټه وساتي خو دا چې د لمر په څېر روښانه حقيقت په
ګوته نشي پټېدى، نو ځکه يې په دې وروستيو وختونو کې دغه دوښمني ښه ښکاره او بربنډه
شوه.
هغوى په خپلو خپرونو کې د نړۍ د سپيڅلي شخصيت او د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد
(ص) بې شانه سپکاوي ته لاس واچاوه. هغه مبارک يې د يوه ترهګر په توګه معرفي کړ او
په خپلو خپرونو کې يې په پرلپسې ډول داسې کارتونونه خپاره کړل چې په کې هغه (ص) يو
داسې چا ته چې بمونه يې د ځان پورې تړلي وي، د ځان وژنې مشوره ورکوي .
په داسې حال کې چې د اسلام پيغمبر ځان وژنه منعه کړې، دا کار يې په کلکه غندلى. او
په خپلو لارويانو کې يې ځان وژونکى د خداى د رحم څخه لرى ګڼلى .
خبره دا نه ده چې ګوندي غربيان په دې نه پوهيږي. د هغه (ص) د شخصيت په سپېڅلتيا
ددوى مشران هم اعتراف کوي او د احترام سرونه ورته ټيټوي .
سترو سترو يهودي ، عيسوي او نورو بې دينه غربي ليکوالو د اسلام د پيغمبر په هکله غټ
غټ کتابونه ليکلي، د هغه د اخلاقو، شخصيت او تګلارې ستاينې يې کړي.
خو دوى د ډېر تعصب او دوښمنۍ له امله په هر څه سترګې پټوي . ددوى نيکونه (د مدينې
يهوديان) هم په دې ښه پوهېدل چې د اسلام دين يو حق او سپېڅلى دين دى خو يواځې د
کينې او تعصب له امله يې پرې ايمان نه راوړو. او هغه (ص) ته به يې په ژوندانه د
ليوني ساحر او نورو سپکو الفاظو چغې وهلې .
دغه راز اوسني لمسيان يې هم په دې پوهېږي چې هغه (ص) يو سپېڅلى شخصيت دى ، دهغه
شخصيت هيڅکله په دې خبرو داغمنېدلى نشي او د هغه په شان کې داسې خبرې سمندر ته د
لوټې د ورغورځولو مثال هم نه لري.؛ خو ماغزه يې د کينې او تعصب په لمبو کې سوځېدلي
دي.
له دې پرته هغوى يو شمېر نورې موخې هم لري
غربيان په دې ډول د مسلمانانو جذبات ګوري، چې هغه مسلمان چې يو وخت به يې له لرې نه
په کفر رُعب پروت و، اوس په کوم حالت کې دى؟ ايا په خپلو اسلامي شعايرو غيرت کوي او
کنه؟
کچېرې مونږ د اسلام خلاف کومه بله ښکاره هڅه کوو نو د مسلمانانو عکس العمل به څه
وي؟
او په دې ډول د مسلمانانو د عقېدې او جذباتو تر څرګندولو وروسته د اسلام خلاف خپل
نور ستر ستر پروګرامونه پر مخ بيايي .
په دې هکله د يوه ديني عالم هغه وينا کټ مټ ريښتيا شوه چې په ګوانتانامو کې يې د
قران کريم د شوي سپکاوي پر مهال کړې وه، هغه ويلي وو چې په دې ډول کفار له اسلام
سره د مسلمانانو د خواخوږۍ بريد مالوموي او ډېر زر به په يو نه يو ډول د پيغمبر (ص)
سپکاوى هم کوي.
همدا اوس هم ددوى لخوا د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب (قرانکريم) خلاف يوه خطرناکه
دسيسه روانه ده،هغه په دې ډول چې دوى غواړي چې د خداى تعالى د سپېڅلي کتاب
(قرانکريم) پر ځاى، ددوى لخوا نوي جوړ شوي کتاب (الفرقان الحق) ته خلک ورمات کړي.
د اسلام دوښمنان چې هرکله په دې وپوهېدل چې د مسلمانانو ننګ، غيرت ، جوش او خروش
ختم شوى نو بيا به د اسلام خلاف خپل ټول پروګرامونه په ښکاره ډول ميدان ته راباسي.
همدارنګه د کارتونونو د چاپ موضوع يوه صهيونستي توطيه ده چې دمسلمانانو او عيسويانو
تر مينځ د تاوتريخوالي د رامنځته کولو لپاره طرحه شوې. تر څو ددغو دوه مذاهبو تر
مينځ تاوتريخوالى پيدا کړي او ګټه يې يهودو ته ورسيږي .
دا پېښه د صليبي جنګونو د راپارولو هڅه هم ده، د کومو چې په اوس وخت کې يهود او
نصارا انتظار کوي.
دوى دا بې شرمانه جرائت د بيان د ازادۍ په پلمه کړى. په داسې حال کې چې د نړۍ يو
شمېر هېوادونو ستايلى او دفاع يې ترې کړې، خو پوښتنه داده چې ايا د يوه مذهب سپکاوى
او د نړۍ د نږدې يو نيم مليارد انسانانو د احساساتو زيانمنول د بيان ازادي ده؟
په حقيقت کې د بيان ازادي يو شى او د مذهب سپکاوى بل شى دى . خو له بده مرغه چې د
مذاهبو دوښمنان د بيان د ازادۍ په نامه خلکو ته د مذاهبو د سپکاوي جرئت ورکوي او
هغوى په لوى لاس دې کار ته هڅوي.
که سړى فکر وکړي د بيان د ازادۍ په ګډون د دوى لخوا جوړ شوى هر شعار په ظاهر کې
ښکلى خو په باطن کې له يو ډول زهرو ډک وي.
ډيموکراسي، د بيان ازادی، د ښځو حقوق او داسې نور شعارونه هيڅکله دوى په خپله اصلي
بڼه نه دي عملي کړي، بلکې له دغو شعارونو څخه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د څو غوره
وسېلو په توګه کار اخلي.
د بېلګې په ډول که يو سړى راپورته شي د اسلامي شعايرو سپکاوى وکړي نو د هغه څخه د
بيان د ازادۍ په نامه دفاع کيږي؛ خو که يو بل څوک د خپلو حقوقو غوښتنه وکړي، ظلم
وغندي،ياکوم حقيقت ته اشاره وکړي ........ نو هغه په يو او بل نوم تورن او په
بېلابېلو سيمو کې جوړو شويو محبسونو ته لېږل کيږي .
دغه راز د ښځو د حقوقو لپاره هم هيڅکله په ريښتيني مانا کار نه دى شوى، بلکې په
ډېرو ځايونو کې د دغه سپېڅلي شعار څخه ډېرې ناروا ګټې اخيستل کيږي. د ښځو د ژوند د
غوره والي او نورو اساسي خدمتونو پر ځاى، هغوى په يو او بل څه تېر ايستل کيږي. او
په ځينو ځايونو کې خو بيخي بې حيايئ ته هڅول کيږي.
حتى تر دې چې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو تر شعار لاندې جوړ شوي د يوه دفتر د يو
کارکونکي په وينا هغوى ښځو ته دا ورښيي چې څنګه له خپلو مېړونو څخه طلاق واخلي .
په هر حال د بيان د ازادۍ مانا دا نه ده چې د نړۍ دڅه د پاسه يونيم مليارده
انسانانو احساسات دې زيانمن او د هغوى د سپېڅلي مذهب سپکاوى دى وشي.
غربي مېډيا بايد د بيان د ازادۍ له شعار سره د مسلمانانو حساسيت پيدا نه کړي او د
دغه شعار څخه ناوړه ګټه وانخلي.
مسئولين بايد د نوموړو کارتونونو برابرونکى يوه اسلامي هېواد ته وسپاري تر څو په
يوه اسلامي محکمه کې محاکمه شي.
همدارنګه دا حقيقت بايد هېر نه کړي چې د اسلام سپېڅلى دين د نړۍ نورو اديانو ته
درناوى لري او د هغوى څخه هم د متقابل درناوي هيله کوي.
پای.