محمد آصف خواتي

دنوې هيلې څخه هيلې

زموږ په زمانه کې داطلاعاتو اوتبليغاتو رول په بيساري توګه لوړيږي له همدې امله ده چې دوخت په تيريدو سره دډله ئيزو رسنيوشميرهم زياتيږي ځکه چې دا ډله ئيزې رسنۍ دي چې دټولنيزو افکارو لوري ټاکي ٠ افغانستان دبشري ټولنی ديوې برخې په توګه ددې څخه نه شي مستثني کيدای چې هلته ډله ئيزی رسنۍ خپل اغيز ونه شندي او شمير يي په پرله پسې توګه زيات نشي ،همدالامل و چې دنورو رسنيو دخپريدو تر څنګ پنځه کاله پخوا د( نوي هيلې ) جريده په سويدن کې دښاغلي غمخور په زيار او هڅې سره خپل موجوديت اعلان کړ٠ په نوي هيله کې خپرو شوو مسئلواومطلبونو وښوده چې نوموړي جريده دنورو رسنيو په کتار کې ديوې غوره اووتلې جريدی په توګه ځليږي دا ځکه چې ددې جريدې درانه قلمي همکاران اوتحرير هيات هغه څه ددې رسنۍ په پاڼو کې خپروي چې دافغانستان دواقعيتونو رښتينی انځور پکې ليدل کيږي اوهغه څه پکي خپريږي چې دهغې اړتيا محسوسه ده چې ددې خبرې څرګند مثال دعلامه رشاد بابادا دافغان رښتينې بچي ، مخکښ اديب اوشاعر،ځلانده څيړونکي اوپروطن مين سياستوال دمړينې دکاليږې په مناسبت دفوق العاده ګڼې خپريدل وه تر څو د رشادبابا دتلپاتی شخصيت درناوي شوي وي ٠ پدې هکله غواړم يو تريخ حقيقت ته اشاره وکړم چې زموږ په هيواد کې هغه وخت درښتينو خدمتګاررانو او پوهانو ياد کيږي اودهغو دشخصيت په هکله خبری کيږي چې هغوي ددې فانې نړی نه سترګې پټې کړي هغه وخت چې هغوي ژوندی وي اوددې اړتيا ليدل کيږي چې دهغوی دپوهې ، غوره استعدادونو،تجربو، ميړانی اوطبيعې اتوريتې نه ګټه پورته شي دپرديو مرموزواوکرغيړنو لاسونواودسيسو له امله ياهغوی تجريد شوي ،پدې يا هغه نامه مورټلې اويا مو پداسې شرايطو کې ساتلې دي چې هيڅ ونه شي کولای، هغوی ته چارواکو داسي شرايط نه دي برابر کړي چې دهغوي ددې غوره استعدادونو څخه دهيواد دادارې ،آبادۍ اودعلم اوپوهې دډيوې دودې اوپرمختيا لپاره ګټه پورته شي ٠ دې مسئلې ته په کتلو سره دهيلې دجريدې دچلونکو نه دا هيله کيږي چې په راتلونکې کې دهغو خلاقه شخصيتونو او استعدادونوچې دوطن په خاطر هڅې کوي دهغوی سره مرکې تنظيم او خاصه پاملرنه ځوان نسل ته را وګرزوي تر څو دا وطن ته متعهد ې څيرې لا پسې وځليږي ٠
څرنګه چې له بده مرغه زموږ په ګران هيواد کې جګړه لا پای ته نه ده رسيدلې او پردي زموږ په برخليک باندې واکمن دي اوغواړي تر هغو پور ې چې وس يي رسيږي دا ولس په خپلو منګلو کي اسير وساتي دنورو ناوړه او شيطاني وسيلو دکارولو تر څنګ هڅه کړې اوکوي چې دتبليغاتو له لارې دا ولس په معنوي لحاظ وځپي ، اغوا يي کړي، سره ويي ويشي ، يوپر بل يي بي باوره کړي ، قومي ، مذهبي او ژبنيو بي اتفاقيو ته لمن ووهي او زياتر ه هڅې يي په اوسنيو شرايطو کې دې ته را ګرزولې دي چې دافغانستان ګڼ شميره قومونو تر منځ واټن زيات کړي او دلږکيو او ډيرکيو، پښتنو او غير پښتنو خبرې يي تودې ساتلې او موخه يي داده چې زموږ دهيوادکوچنې قومونه دهيواد دستر قوم ( پښتنو ) پر ضد را وپاروي اوپدې توګه دګاونډيو هيوادونو پر مټ چې ددې کوچنيو قومونو سره اتنيکی اړيکې لري پردې کوچنيو توکمونو خپل اغيز پياوړی او هغه تر خپل کنترول لاندې وساتي او په افغانستان کې ديوه مرکزي قوي دولت درامنځته کيدو مخنيوی وکړي او افغانستان ديوه کمزوري هيوادپه توګه چې هم په سياسي لحاظ اوهم داقتصادی او فرهنګی پلوه په هغوی پورې تړلی وي وساتي٠ موږ وينو چې په ځينو ډله ئيزورسنيو کې په سيستماتيکه توګه دپښتنو دسپکولولپاره بېساري هڅې روانې دي او ځينې (( څيړونکي )) دپښتنو لپاره شجرې را باسي چې ګواکې هغه يهودان دي اوددې هيواد بومي او اصلي اوسيدونکی نه دي، ځينې بيا پښتون توکمه هغه غازيان اومشران چې ټول افغان ولس ته ددرناوی وړ څيرې وې دسپکولو لپاره پښې رالوڅې کړې دي،ځينو بيا دافغان اوافغانستان دنامه سره دښمنې را اخيستې ده دافغانستانی اوخراساني نارې سورې وهې اوهمداسي نور٠٠٠
دې ترخو واقعيتونو ته په اشارې سره دهغو ليکوالو او دعلم اوپوهې دعلمبردارانو او په ځانګړې توګه دنوې هيلې نه دا هيلې کيږي چې :
_ دافغان ولس ديوالی اوپيوستون په خاطرخپل ټول امکانات متمرکز کړي اوهغه هڅې چې دا ولس سره بيلوي افشا او خنثي کړي٠
_ دتاريخ په اوږدو کې ددې هيواد دقومونو ګډې هڅې او اتلوالۍ چې دخپلواکۍ اوځمکنۍ بښپړتيا په خاطر يې کړي دي تبليغ اوهغه په ګوته شي ٠
_ دا خبره په ګوته شي چې دا وطن دټولو ګډ کور دۍ اوټول پرته له دي چې دکوم دين او مذهب پيروان دي ، په کومه ژبه خبرې کوي ددې هيواد اصلی اوبومې اوسيدونکې دې يا نه ، په دی ګډ کور کې مساوي حقونه لري او دهغه دساتنی او آبادۍ لپاره ګډ مسئوليتونه لري٠
_ هغه تبليغات چې دا ولس په پښتنو اوغير پښتنو ويشي هغه دافغان ولس خبره نه بلکه دپرديو خبره ده چې يو افغان دښمنه، پلورل شوی تش په نامه افغان يې کوي ، هغه بايدپه شدت سره محکوم شي٠
په پای کې غواړم ووايم چې که چيرې ډله ئيزې رسنۍ وکولای شي خپلې خپرونې افغانشموله کړي ،دافغاني ټولنې واقعيتونه سم انځور کړي ، دخپرونو مرکزي ټکی يي ملی ګټې ، خپلواکی ،ټولنيز عدالت ، پرمختګ اوپه هيواد کې دتلپاتې سولې اوقانونيت ټينګښت وي بيله شکه به ددې ټاټوبي درنګارنګ دښمنانو شيطاني هڅې داوبو ځګ شي او ډله ئيزی رسنۍ به خپل جوړونکی رول په ښه توګه ولوبوي ٠په پای کې دنوې هيلې دپنځمې کاليزې دفوق العاده ګڼې دخپريدو په پلمه دموقع نه په استفادې سره دنوې هيلې چلونکوته دسترګووړبرياوې ،دهغې قلمې همکارانو ته سرلوړی اودافغانستان ددښمنانودپټو او څرګندو هڅوناکامی اورسوايي غواړم.
                     په درنښت