ليکوال : پوهنوال رسول باوري
د لرغونو کلتوري دورو زمانې وېش ته لنډه کتنه
د مځکي پر مخ د
انسان ژوندمليونونه کاله وړاندي پيل شويدۍ ، هغه څيړني چي د لويس ليکي او ريچارد
ليکي له خوا د افريقا په لويه وچه کي تر سره شويدي ، دا په ډاګه کوي چي څه ناڅه درې
مليونه اوسوه پنځوس زره کاله پخوا انسانې ژوند د مځکي پر مخ پيل شوېدئ . انسان
دخپل ژوند دالړۍ په سلوکي اته نوي برخي د ډبري پير او ابتدائې کلتور په دورو کي
تير ه کړې ، او پا ته په سلو کي دوې برخي ژونديې د پر مخ تللي کلتور او تمدن سره
پر مخ بيولۍ دئ . د همدې زيات زماني واټن د سپيناوي ، پوهېدلو او څرګندولو په اړه
بيلا بيلي علمي څانګي او څيړونکي په پرله پسې توګه زيار باسي چي د هغه اوږد مهال
ناڅرګندي برخي را وپيژني . ارخيوزو لوژي ( لرغوني ژويو پوهنه ) ، پاليو انتر و
پو لو ژي ( لرغوني انسان پوهنه ) ، ارخيو لوژي ( لرغونپوهنه ) او يو شمير نوري
څانګي د همدې موخي لپاره پر له پسې هڅي کوي . دپخوانۍ زمانې د ښه پيژندني په
اړه د بيلا بيلو پوهنيزو څانګو څيړونکو هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي
. هر ليکوال او د هري څانګي څيړونکي د پخوانۍ زمانې د پيژندلو هڅي او څيړني د خپل
مسلکي اند پر بنسټ ارزولي او وړاندي کړيدي . خو هغه ګډ او ورته ټکئ چي د ټولو
پوهانو تر منځ بر ملا دئ ، هغه د لرغوني مهال او تر متمدن ژوند وړاندي زمانو ،
دزيات زماني واټن شته والۍ دئ . د ياد شويو څانګو ټول پوهان پر دې ټکي يوه
خوله دي چي د انسان د بيليز ( انفرادي ) اوټولنيز ژوند تر ټولو زيات زماني واټن
هغه مهال تېر شوۍ چي پر مختللي کلتور او تمدن ته لا انسان مخامخ شوئ نه و .
دلرغونو زمانو په تړاوبوختو څيړونکودا جوته کړې چي انساني کلتور او کلتوري دوري
يوازي د هغو لاسوندو نو په مټ پيژندلای شو چي د سپړنو او څيړنو په ترځ کي د
لرغونپوهانو له لوري تر لاسه شويدي . د همدي اصل له مخي يې د لرغونو انسانانو او د
هغوۍ په کلتوري ژوند د ښه پوهېدلو په نيت ، د بيلا بيلو مهالونود وېش وړانديز
کړېدئ . د بيلګې په توګه امريکا يې اتنولوجيست لوويس مورګن لرغونې زمانه په
دريو برخو وېشلې ده ، چي لومړۍ دوره يې د وحشت ، دوهمه د بربريت او دريمه د مدنيت
په نومو نو يادوي . انګلېسي ټولنپوه او فېلسوف جان لوبيک لرغونې زمانه په څلور
مشخصاتو وېشلې ده ، د نوموړي په باور د انساني ټولني لومړۍ مهال د مور واکۍ سره
يوځای پيل شوېدئ ؛ د ټولنيز ژوندانه دوهم پړاو ته يې د پلار واکۍ نوم ورکړئ ؛
دريم اوښتون يې د رئېس لرونکې ټولني په نوم ياد کړیدئ او څلورم پړاو هم د پاچاهيو
دوران په نوم يادوي ؛ نامتو ټولنپوهانو کارل مار کس اوفريدريک انګلس د ټولنيزي ودي
پر له پسې يون په پنځو پړاونو کي د پوهيدو وړ ګڼلي دئ چي لومړي پړاو ته يې د لومړي
کمون ( لومړئ ګډژوند ) دوهم پړاو يې د مرئيتوب ، دريم پړاو يې د مځکه والۍ
( فيودالي) څلورم پړاو يې د سرمايه دارۍ او پنځم پړاو يې دسوسياليسم
په نوم ياد کړيدي . همدا ډول نامتو لرغونپوه کرستين تامسن د انساني ژوند پر له
پسې بهير په دريو دورو وېشلئ دئ چي لومړئ د ډبري دوره ؛ دوهمه د برونزو يا
مفرغ او دريمه يې د اوسپني دورې په نوم ياده کړېده .
دبيلا بيلو لرغونپوهانو له لوري د کرستين تامسن ويش ته زيات پام شوئ او د هغه وېش
پر بنسټ يې د نورو دورو پيژندنه او وړانديز کړېدي :
د ډبري پير (Stone Age) يې په دريو دورو وېشلئ دئ :
١- د ډبري پير پخوانۍ دوره يا ، پاليو ليتيک ( Paleolithic )
٢ - د ډبري پير منځنۍ دوره يا ميزو ليتک ( Mesolithic )
٣ - د ډبري پير نوې دوره يا نيوليتيک ( Neolithic )
د لرغونپوهانوپه باور د ډبري پير لږ تر لږه د څلور سوه پنځوس زره کاله وړاندي زمانو
څخه پيل شوې او تر څلور زره کاله وړاندي تر ميلاد يې دوام کړيدئ . د دې ټکي يادونه
په کار ده چي دا نسان کلتوري ژوند له همدې مهاله را پيل شويدۍ ، ښايې دا ياده شوي
نېټه او کلونه د راتلونکو څيړنو په ترځ کي ادلون بدلون ومومي ، خو تر اوسه چي کوم
لرغوني توکي د لرغونپوهانو په وسيله تر لاسه شويدي ، همدا يادشوي کلونه په برکي
نېسي .د ډبري تر پير وروسته د نړۍ په زياتو سيمو کي دبرونزو پير پيليږي ، خو يو
شمېر لرغونپوهان په دې باور دي چي د برونزو پير وړاندي يوه لنډه کلتوري دوره د
ډبرو او مس پير يا Chalcolithic په نوم تيره شوېده چي په يوشمېر لرغونو سيمو کي يې
ځانګړي کلتورونه زيږولي او د څلورزره کاله وړاندي تر ميلاد کلونو څخه بيا تر دوه
زره او يا دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلادکلونو يې پايښت کړيدي .
دوهم د برونز پير يا Bronze age د زماني واټن له مخي تر ډبرين پير ډيره لنډه
زمانه په بر کي نېسي . چي د دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل کيږي او تر
زرو يا اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پای ته رسيږي .
دريم د اوسپني پير يا Iron Age دا پير له اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل شوې
او د پرمخ تللو کلتورونو او تمدن په رامنځ ته کيدو سره د دې اصطلاح د کاروني مهال
پای ته رسيږي .
دا اړينه يادونه په کار ده چي د يادشويو دورو او مهالونو ياد شوئ تاريخ د نړۍ په هر
ګوټ کي د پوره تطبيق وړنه دۍ، لرغونپوهان په دې باور دي چي د هري سيمي ميشتو
اوسيدونکو د خپلو اړتياو له مخي د نوښت لوري ته لاره پرانېستېده ، په دې ډول د
يوشمير سيمو اوسېدونکو د خپلي کلتوري او ټولنيزي ودي لپاره د خپلو شونتياو او اړتيا
پر بنسټ ګامونه پورته کړيدي . د همدې اصل له مخي شونې نه ده چي يادشوي کلونه د ځمکي
پر مخ د هري سيمي لپاره معيار وګرځول شي .
اخځونه :
1. Marc deBie Leven in de Prehistorie Inssituut voor Archeologich Patrimonum.
Bilgic.2001.
2. Prisma van de Archeologie .Spectrum B V . Utrecht . 1996
.
3. J.Deeben and Drenth . Bijdragen aan het onderzoek naar de Steentijd in
Nederland.1998.