په سويډن کې د
افغانانو علمي او کلتوري مرکز پنځه کلن شو
پنځه کاله پخوا د اپريل د مياشتې په ۲۷ نېټه د مالمو په ښار کې يو شمېر افغانانو د
عيني ضرورتونو د درک پر اساس د موسسې غونډې په دايريدو سره ددغې ټولنې بنسټ کښېښود.
موږ ددې ټولنې مشرتابه او ټولو غړو ته د پنځمې کليزې په مناسبت د زړه له کومي
مبارکۍ وړاندې کوو پدې هيله چې په راتلونکې کې هم وکولای شي د هجرت په ستونزمنو
شرايطو کې د افغاني کلتور د ځلا او بهرنيانو ته د ورپېژندلو په لاره کې سترې برياوې
ولري.
په سويډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز په دغه لنډه موده کې ډېرې زياتې برياوې
ترلاسه کړې . ددې ټولنې د مشرتابه په ابتکار په ۲۰۰۳ م کال د مۍ د مياشتې په دېرشمه
نېټه د ”جهاني سره يو ماښام“ تر نامه لاندې نړۍ واله مشاعره جوړه کړه. په دې ادبي
غونډه کې د ا روپا په مختلفو هېوادو کې مېشت افغانانو، فرهنګي ټولنو، استازو
عالمانو اديبانو او شاعرانو ګډون درلود.
ددې ټولنې په ابتکار زموږ په هېواد کې د ټولو ملي او مذهبي ورځو د درناوي او ياد په
خاطر پرتمينې غونډې جوړې شويدي.
د افغاني ځوانانو او ماشومانو د سالمې تربيې په خاطر د منظم پروګرام له مخې د مورنۍ
ژبې او مذهبي زده کړو کورسونه داير شويدي. دغې ټولنې له افغانستان څخه راغلو فرهنګي
څېرو په وياړ درنې غونډې جوړې کړيدي.
په يقين سره ويلای شو چې د خپل فعاليت په پنځه کلن دوران کې ټولنه توانېدلې ده په
سويډن او له سويډن نه بهر د فرهنګي ټولنو په کتار کې وړ ځای ترلاسه کړي.
د نوې هيلې دخپرونې اداره د دغې ټولنې د نشراتي ارګان په توګه وياړ لري چې د خپل
نشراتي فعاليت په ترڅ کې يې د حق او عدالت ږغ، د افغان ولس غوښتنې او پوښتنې د
افغاني چارواکو او نړۍ والو تر غوږو رسولي او د يوې بې پرې نشريې په توګه يې هڅه
کړې د افغانستان په اړوند د سياسي، اجتماعي، اقتصادي او کلتوري حالاتو او تغيراتو د
عيني ارزونې پر اساس دقيق او کره معلومات خپلو لوستونکو ته وړاندې کړيدي. زموږ د
لوستونکو او علاقمندانو د ارزونې له مخې په وياړ سره ويلای شو چې نوې هيله د
افغانستان څخه بهر د ډله ايزې خبرونې د رسنيو په لړ کې د اعتبار وړ ځای موندلای دی.
دا وياړ يوازې او يوازې زموږ د قلمي همکارانو په برخه دی . موږ وياړو چې نوې هيلې
ادارې وکولای شول په ډېر لنډ وخت کې د هېواد وتلي او پېژندل شوي علمي او سياسي
شخصيتونو قلمي همکاري جلب کړي.
موږ په داسې حال کې چې د نوې هيلې ټولې وياړنې د هغوی قلمي همکارانو ته ډالۍ کوو
هيله لرو چې زموږ د هيواد په داخل او دهيواد څخه بهر ليکوالان او د قلم خاوندان د
نوې هيلې د لا پياوړتيا لپاره زموږ څخه خپلې قلمي همکارۍ و نه سپموي.
د نوې هيلې ادراه به تل خپل بې پرې نشراتي سياست چې په سويډن کې دافغانانو د علمي
او کلتوري مرکز د کلتوري فعاليتونو د ملا شمزۍ جوړوي پر مخ بوځي او بې هر ډول لاس
وهنې څخه به هر هغه مطلب چې د ټولنې د پروګرام او زموږ د نشراتي خط سره برابر وي په
ورين تندي نشر ته وسپاري.
پای.