د سرمقالې پر ځای
نوی لمريز کال
افغان غيرتي او پياوړي ولس ، په بهرکې افغاني کډوالو او ټولو هغو ته چې دمارچ ۲۱
دنوي کال او پسرلي دشروع نېکمرغه ورځې په نام تجليلوي ، د افغاني مينې او انساني
احساس په گرمو او له محبته ډکوولولو کې دنوي ۱۳۸۵ لمريز نيکمرغه کال دپيل په مناسبت
دزړه له کومي مبارکۍ او نېکې هيلې وړاندي کوو.
درنوهيوادوالو! له هيوادنه په زرهاو کيلومتره واټن موږ له تاسو څخه نه يو جلاکړي ،
په ډاډ ويلای شو چې يوه لهظه هم ستاسود نا ارامه او کړېدلي ژوندله دردونو او
واويلاو څخه نه يو بېغمه؛ هره لهظه مو دهغې مور پريشانه او حيرانه څيره په سترگوکې
راگرځي کوم چې دخپلو يتيمو بچيانو په ډوډۍ پورې حيرانه پاته ده ،اويا يې وړوکی
ماشوم ورته دناروغۍ په بستر کې پروت دی، مگر ددرملنې چاره ځکه ځينې ورکه ده چې يو
غيران هم نلري ، دهيوادپه ښارونوکې دهغو ماشومانو چيغې مو تر غوږو رارسيږي کوم چې
خيرات غواړي او ياددې پر ځای چې ښوونځي ته ولاړ شي په واټونو کې سگريټ ،ژاولي او
نور واړه توکې خرڅوي ،تر څو دځان ، خپل سپين ږيري پلار او بوډۍ مور ته دشپې دوچې
ډوډۍ درانيولو لپاره څو روپۍ پيدا کړي ، دهغه افغان معصومانه څيرې ياد مو هر لهظه
زوره وي کوم چې دظالم ،ټوپکمار ، محلي قوماندان ، دولتي رشوت خورمامور او بل تېري
کوونکي تېری او زور زياتی پر خپل روا حق ويني مگر خاموش پاته دی اوله ځانه سره
بوگنيږي ، وايي : خدايه دادظلم او ستم کلا به کله چپه شي؟؟؟ او دادوحشي زورمندانو
کاسه به کله نسکوره شي ؟ اوکله به ماته دافغان اوانسان په سترگه وکتل شي ؟ دمور
اوماشوم ژړا،لوږه ، دپيغلي په زور له کوره ايستلوپه وخت کې دهغې معصومانه او بېوسه
مقاومت اولاس غورځونه، خپلې کورنۍ ته دډوډۍ دپيداکېدو په خاطر دماشوم خرڅول اوداسې
نور په سلهاوو دانساني وجدان او احساس خلاف زړه بوږنوونکې تحميل شوې حالات چې
راپيادو دلته په اروپا کښې اور رابندې بل شي .
بلې!
داهغه غملړلی اوپه وينو لژند داستان دی چې هر ورځ دافغان ولس په کور کښي ميلمه دی،
ددې وحشیانه او زورونکو حوادثوپای له افغان ولس نه ورک اودخوښيونه نا اميده شويدی ،
متاسفان کال نوی کيږي خو همهاغه زړې ستونزې له تېرکال نه له ځانه سره افغان زورېدلي
ولس ته راوړې .
ټولو دنياوالو پخپلو سترگو وليدل او ددې شاهد دي چې افغان غمځپلی ولس تير کال هم
دنوروکلونو په ډول دډيرو عجيبو او غريبو مصيبتونو او کړاونوسره لاس اوگرېوان و.
محلي قوماندان په قريه ، دولتي قوماندان په اداره او ښارکې ،لوږې ، ناروغيو ،
بېدرمليو ،بېکاريو، دخپل کور څخه په زورشړلو ، دزورواکانو لخوا دمځکي او جايداد
لاندې کولو ، توهين ، تحقير اوتهديد دا، اوداسې نورو نارواوو شپه او ورځ افغان
رانغښتی دی ، دا ډول ځورونکو او دانساني کرامت خلاف کړنواوس دژوندمعمولي بڼه
اختيارکړيده ، دمظلوم فرياد هيڅ وخت هم دزوروراو ددولتي واک دڅښتن تر غوږو ونه دی
رسېدلی . له بدمرغه ددغه ترخه حقيقت په منلو چې دبې دفاع انسان سره دناوړه کړنو
نندارې دهيڅ يوه حاکم پاملرنه ځانته را وانه ړول ، په واقيعت کې دپخوا پشان افغان
زورېږې ، ولس دجنگسالارو، سياسي معامله گرود توطئوقرباني اوديرغمل په توگه په خپل
پلارني ټاټوبي کښي دژونددډول ډول ناخوالوپه لمو کښې را ښکيل پاته دي . د سرمقالې
پاتې ...
ددې سره سره چې دعدالت او دموکراسۍ نارې هرې خوا خپرې دي نه قانون پلی شو اونه هم
دمطبوعاتو، بيان اوعقيدې رښتيانۍ آزادي تأمين شوه ،انصاف، عدالت اوانساني ترحم خو
لا پخواددې ټاټوبي نه کډه کړې وه، پر دولتي اداره ، پارلمان اونورو موسسو
دټوپکسالارو او تنظيم سالارو منگولې نورې هم کوټلې ښخې شوې ، اوهره ورځ يې دتيريو،
غصبولو او تعرضونو لمن په ټول هيواد کې مخ پر پراخېدو ده .
دغه کورنيو ناخوالو پاکستان ، ايران اونورو هغو هيوادو ته چې زموږ د ولس په پرېشانۍ
کې خپلې گټې لټوي داسې امکانات په لاس ورکړه ، اوس هر څه چې يې زړه غواړي په
افغانانو يې مني، حتا زړه يې غواړي چې دسا ايستلو، خوړلو اوڅښلو اجازه هم له بدوي
څخه واخيستل شي .
معمولا دنوي کال په شپو او ورځو کې خلک دنوو خوښيو او نوو ارزوگانو دسپړلو خبرې کوي،
خو زمونږ قلم يې نه ليکې ، مقاومت کوي او وايي : ددرواغو ليکل جفا ده مه يې ليکئ؛
ځکه په رښتيا سره تر اوسه لا دغوڅ اکثريت په سترگو کې دغم اوښکې رڼې ليدل کيږي ، او
نوي کال ورته دتيرکال پشان له خواريو ډک دی، له بده مرغه هلته هغه څوک د زياتو
خوښيو خاوندان دي کوم چې د نورو د ژوند په بدمرغيو کې خپل ځانته چړچې لټوي.
داهم بايد ووايو چې په حلوا حلوا ويلو خوله نه خوږېږي تر څو به موږ دپرديوپه وسيله
دځان او هېوادد ګټو پر خلاف دخپل ځان داستعمال او غولونې داستانونه ليکواو، يابه په
شکايت خوله پرانيزو ؟؟؟ ايا شرم ندی چې پردي موهيوادته د سولې او دموکراسۍ دراوستلو
خبرې کوي او يا موږ ته د انساني ژوند لوری راښيي ؟؟؟
که زموږ سره ظلم کيږي اوياتر ستم لاندې يو، رټل کيږو ، ځورول کيږو نو ددغه حالت په
راوستلو کې موږ او تاسو هم بې برخې نه يو . وگورئ ! په نړۍ کې زيات شمېر ولسونو
ديوه ملي عزم او هوډ پر اساس وکولای شوه خپل هيواد او هيوادوال له هر ډول بېرته
پاتې والي څخه وژغوري ، مگر موږ هيڅ وخت دغه حياتي ټکي ته پاملرنه نده کړې . ټول
عمر د بې اتفاقيو او بې ځايه غرور د درلودلو په حوسونو کې لاهو يو.
موږ پدې باور يو که افغانان په ځانگړي توگه قومي مشران ،منورين ،دينې سپېڅلې عالمان
دوجدان له مخې دخپل هيواد ويجاړوته پاملرنه راواړوې اوله ځان څخه داسوال وکړې چې
ولې تل موږ زموږ دهيواد قسم خوړلې دښمنانان دخپل هيواد وورانېدو او داورپه لمبو کښي
دافغانانوسوځولوته هڅوې ؟؟؟ موږ ملې مکلفيت لرو که موخپله ندې زده له نوروڅخه بايد
دخپل ولس دښيرازېواوهيواددبيارغاوني لپاره څه زده کړو .
ارزومو داده په دې روان کال کښي افغانان ددې جوگه شي چې دهيواد ابادولوته په خپله
ملاوتړې . په افغاني منلې دوداو دستور دپرديو دنوکرانو مخه ونيسي کوم چې په
هيوادکښي ملې بې اتفاقيو ،قومي شخړوته لمن وهې ، اويا زموږ خلک دښوونځيو سوځولو ،پلونو
او ښارونو ورانولو او ځانمرگې بريدونوته هڅوې .
يو هيواد هغه وخت پر مخي تگ له کاروان سره تللاي شي چې ولس يې دپرمختگ په مفهوم پوه
او دهغه ليوال وې .
له دولتي مشرتابه څخه په کلکه غوښتنه کووچې په نوې پيل شوې کال کښي دهر ډول بې
عدالتيواوتيريو مخه ونيسي ،دخلکو دفرياداورېدولپاره دغوږونه پنبه راوباسې .
نوی کال بايد دنووکارونو اونوو هغوپلانونوپه پلي کولو سره شروع شې کوم چې موخه يې
دافغان غيرتې ولس اقتصادي، سياسي، ټولنيزه ښېرازه او سوکاله ژوندوي .
پدې هيله چې نوی کال زموږ درنځېدلی ملت لپاره دسولي ،ملې يووالي او
پرمختگونودبرياواو خوښيو څخه مالامال ډک کال وي. پای.