کـــــــــــور

د لنډيو لومړی مخ

د لنډيو په هکله د ليکوالو نظرونه

د پښتو لنډيو په اړه يو څو خبرې


ولايت خان ځدراڼ



ګرانو لوستونکو لنډۍ د پښتو ژبې او پښتو آدب هغه ارزښتمنه شتمنۍ ده چې د نړۍ یوه ټولنه یې هم نه لري د پښــتنو په سیمه کې د ډیر پخوا ځخه ټپې ویل کیږي . دا چې ټپې یا لنډۍ ځانګړئ شاعر نه لري او هر چا په هر وخت کې هر رنګ لنډۍ ویلې دي نو همدا لامل دی چې د ویلو او او جوړیدو نیټه يې ښکاره نه ده خو ځنې داسې لنډۍ هم شته چې په هر ځل ویلو سره يې لمړی ویونکی په سترګو کې انځوریږي د بیلږې په ډول د افغاني تاریخ ځلانده ځیهرې او د میوند د جنګ فاتحه ملالۍ هغه لنډۍ یادولی شو چې

 که په میوند کې شهید نه شوې                 خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

 کله چې دا لنډۍ دغازیانو ترغوږو ورسیده لکه غوسه شوي زمریان له هرې خوا په دښمن را توئ شول او دښمن ته يې د شرمه ډکه ماتي ورکړه.
لنډۍ لکه څنګه یې چې نوم دی داسې د دوه لنډو کرښونه جوړه چې لمړۍ کرښه يې تر۹ سیلابو او دوهمه کرښه یې اوږده او د تر ۱۳ سیلابو اوږده وي دا دوه کرښې د معنی او مفهوم له اړخه پوره دي خو د وزن او قافیې له پلوه نیمګړي دي . په لمړۍ کرښه کې د موضوع پیل او په دوهمه کرښه کې یې پایله یا هدف معلوم وي
د پلټونکو په حواله د لنډۍ ډیره برخه د ښځو لخوا ویل شوي ٬ کله چې په کلیو او بانډو کې د وادونو او نورو ښادیو پنډې جوړي شي نو ښځې څو شپې پرلپسې تر سهاره ناستې وي سندرې او ټپې بولي دوه ۲ یا ځو ډلې جوړې شي او د يو بل سره مُقابله کوي هره ډله هځه کوي چې زر او ښه ځواب ووایي دا سیالي د سوال او ځواب په شکل او یا هم د رنګارنګ مُصرۍ په ویلو سره تر سره کیږي لاندې څو بیلږې را اخلو
ســـوال ( د دې مُصرۍ ځواب مې راکړه        کور مې د سیند په غاړه دی له تندې مرمه)
ځـــواب ( د دې مُصرۍ ځواب د دا دی           ځوک چې مین شي اوبه خوند نه ورکوینه)
ســـــوال ( د دې مُصرۍ ځواب مې راکړه         ګُلۍ یوه مرغۍ مې دوه ویشتلي دینه )
ځــــواب ( د دې مُصرۍ ځواب د دا دی            جینۍ یوه یاران یې دوه نیولي دینه )
او
( جانانه راشه چې په پخولا شو                      عمر د ژمي مازدیګر دی تیر به شینه
پیزوان مې ستا په بریت کې ښخ شو           تر دروازې پورې جوړه در سره تلمه
تر مُشادۍ لونګۍ د جار شم                        په سر د ستا ده مزه ما ته راکوینه )
په همدې ډول دا لړۍ تر هغه راوانه وي تر ځو چې یوه ډله پړه ومني او یا خو د سحر لمر را وخیږي
کله چې په وادونو کې سندرې ویل کیږي ویونکي ډیر وخت کوښښ کوي چې د هغو کسانو نومونه په لنډۍ کې یاد کړي کوم چې دوئ یې د ښادۍ په مراسو کې ګډون کړی لکه لاندې مُصرۍ
( دا نن ښادي د اکبر خان ده *** صبا ښادي به د ګلاب غیږې ته وړمه
د اکبر خان خوښۍ لپاره *** زه به سندرې تر صبا پورې کومه
دا نن واده د اکبر خان دی *** مبارکي به یې مور او پلار ته ورکومه )
په لرو پرتو کلیو او بانډو کې ځوانان په حجرو کې سره راټولیږي او سيباتونه او میلې جوړه وي او د ټپو په ویلو سره د ژمي اوږدې شپې رڼې کوي. هغوی هم دا د لنډیو سیالي تر سره کوي او پړه ډله د بل وار راټولیدو مصارف په غاړه اخلي او د یو یا دوه چرګانو اولا خو د لاندي غواښې په پخیدو سره د لنډیو سیالۍ ته لار جوړه وي ( له بده مرغه اوس دا ډول ناستې ډیرې کمې تر سترګو کیږی)
په ځنو سیمو کې د غم په ورځ هم د ویر ټپې ویل کیږي هغه داسې چې کله ځوک مړ شي نو د کورنۍ غړي يې او نور خواخوږي يې په ژړا کې د غمجنو مُصرۍ په ویلو سره د زړه بړاس وباسي لاندې مُصرۍ ته ځیر شۍ
ما د اوږدې لارې شميرلې *** زه د دې لنډو لارو څه خبره ومه
ما د قیامت تمه لرله *** ظالم مرګي را نه جُدا په دنیا کړېنه
لنډۍ په لیکونو کې هم غټه ونډه لري دوستان ٬اشنایان ٬خپل خپلوان ٬ مسافر او عاشقان یو بل ته په خطونو کې په زړه پورې مُصرۍ لیږي دوستان د خپلې دوستۍ اظهار کوي اشنایان٬ خپلوان د یو بل په پیژند ګلوي او خپلوي فخر کوي ٬ مسافر د خپلې روغتیا ٬ کار او راتګ حال بایانوي او عاشقان خپلې ګیلې ٬ غمونه ٬ ناخوالې ٬ کړاونه ٬ د کلیوالو او غمازانو ظلمونه او د ریبار د دوه رنګۍ ځخه سر ټکونه د لنډۍ په ژبه کې لیکي. دلته یې ځو مثالونه را اخلو
دوستانو یو تر بل ځاریږۍ *** ما د مجلس یاران لیدل چې خاورې شوونه
دوستانو ما ته دعا وکړۍ *** چې مې په خپل وطن کې وشي نصیبونه
زما خواږو خواږو دوستانو *** له تاسو بیل یمه ژوند خواند نه راکوینه
کاغذا لاړ شه په هوا شه *** په مسافر اشنا مې وایه سلامونه
سالو به حالا خپل په سر کړم *** چې د اشنا وطن کې کیږدم قدمونه
په بسم الله به د اشنا کړم *** په کلیمه به د یارۍ ته راضا کړمه
اشنا زما نه مرور دی **** په ځه خبره به په خولا راسره شینه
خدایه ته ما ګل د ګلاب کړې *** چې د اشنا په غیږ کې پاڼې پاڼې شمه
وطن د زیړو ګلو باغ دی *** د مسافرو په کې نه شته نصیبونه
مسافري مې کړي نه وی *** ځان مې د سیند په اوبو وړی وی مینه
روژا به تیره په سفر کړم *** اختر ته کلي ته درځم خوشاله یمه
چې خط مې درشي ور ته ژاړه *** ما چې لیکه ورته مې ډیر ژاړلي دینه
تا ته یوه کړي ما ته بله *** رویبا د خپلې یارۍ دم پکې تړینه
قلمه زر زر پرې چلیګه *** خط مې د یار په لوري ځي ناوخته شونه
چې خط مې در شي اور په بل کړه *** چې زما مینه پکې شنه لوخړه شینه
سلام د راغی ته را نه غلې *** په کار مې نه دي بې دیدنه سلامونه
کاغذ ه بخت کې تر ما ښه یې **** زما سلام دی ته به وکړې دیدنونه
خدایه دا پورې کلی وران کړې *** د دوه مینو یې ناغې تړلي دینه
تر مونږه ښکته پنجاب ښه دی *** په دوه مینو باندې نشته بندیزونه
همداسې د ساز او ټنګ ټکور په برخه کې مُصرۍ ځانګړی ځای او خوند لري د پښتو ژبې ډیرو سندرغاړو په خپلو کسیټونو او سي ډي ګانو کې په بیلابیلو طرزونو او کمپوزونو کې ټپې ویلي دي ځنې سندرغاړي مستې ټپې د مست ساز سره ځنې د اتڼیز ساز او ځنې بیا غمګینې ټپې په داسې انداز سره بللي چې نیغ په نیغه د اوریدونکي په زړه اثر کوي په سترګو کې د اوښکو چینې تاندې کوي او د ګریوان دښتې خړوبه وي.
لکه ځنګه مو چې وویل ډیرو سندرغاړو ټپې ویلي دي خو د پښتو ژبې خوږ غږيې سندربول هاروون بادشاه ټپو ته نوی رنګ او ښکلا ورکړه هغه د ( اول به کله کله غم وو *** اوس مې پټي شوؤ کاروندې پکې کرمه) په ویلو سره په لنډيو کې نوي ساه را ژوندۍ کړه وروسته د ټولو د مینې وړ سندرغاړی رحیم شاه دا ساه پسې اوږده او ځانګې ځانګې خواره کړه او په همدې کمپوز يې په اُردو کې چې ( پهلې تو کبي کبي غم تا *** ابي هر پل مې تیرې یاد ستاتي هې) د یو ښکلي موزیک سره ټپې وویلې چې دا وخت ټپو خپل وزرونه تر هندوستان٬ ایران او تاجکستان پورې وغړول د هند نامتو سندرغاړي اُلتاف راجا هم ټپې زمزمه کړې او نورو داري او فارسي ژبو سندرغاړو هم د اوس لپاره همدومره......‏
چې پښــــتانه پکې اوسیږي *** زړګی مې غواړي چې پرې وشیندم ګلونه
دا اخیري مُصرۍ د دا وي *** اخیر یې مه کړې د ځوانانو مجلسونه
په مینه ځدراڼ سویډن