کـــــــــــور د لنډيو په هکله د ليکوالو نظرونه
ط ع غ ف ق
طالبه خدای که به ملا شې په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه طبيبه لاس مې څله ګورې زه خو اشنا د زړه په سر ويشلی يمه عاشق سړی له رنګه تور وي سوی په اور وي معشوقې رټلی وينه عاشق کم عقل دی چې ژاړي باران په تيګو باندې څه اثر کوينه عاشقي لال بېلتون ښامار دی څوک چې د لال تمه کوي ښامار به يې خورينه عاشقي لويه پاچاهي ده چې معشوقه يې په طرف ولاړه وينه عاشقي مه کوئ عالمه بس کړه چې زما په ځوانۍ اور ولګېدنه عاشقي وای جدايي نه وای خدايه په در کې به دې څه کم شوي وونه عالمه څنګه ترې توبه کړم ما پرې اخيستي دي د کلي تهمتونه عالمه يو تر بل ځاريږئ ما د مجلس ياران ليدل چې خاورې شونه عالمه يو له بل ځاريږئ مرګ راپسې دی نيمه خوا به پاتې شونه عزرايل هسې ځان بدنام کړ زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه عطر مې پورې په کفن کړه په تار د زلفو دې ليلا ورکړه ټکونه عمر چې تېر شي اشنا هېر شي ستا دې قسم وي چې ما هېر نکړې مينه عمر دی ډير شه خپله ياره زما د زړه ستنی په تا ولاړی د ينه غرور په حسن ناداني ده حسن د ژمي مازديګر دی تېر به شينه غل خو په توره شپه کې غلا کړي تا رانه زړه په رڼا ورځ وتښتوونه غم دې دا ستا نه وفادار دی ته کله کله غم دې تل راسره وينه غم دې راځي زه پرې خوشحال يم بې غمه خدای دې عاشق تل په غم کې وينه غم کې پيدا په غم کې لوی شوم په غم مين په غم به تور لحد ته ځمه فقيره کبر پکې مکړه چې ليلا خاورې درکوي تړه پنډونه قبر مې څنګ کې ورته جوړ کړئ چې مرور جانان په ګور کې پخلا کړمه قبر مې لوڅ کړه حال مې ګوره په خُمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه قرضدار مې نه يې چې پټ ګرځې زه خو دې بس د ښکلي مخ ديدن کومه قسم په خدای باور پرې وکړه د تش ديدن پسې دې اوښکې تويومه قسمته خدای لپاره ويښ شه څوک تر قيامته پورې نه کوي خوبونه