پښتو لنډۍ

څلورم مخ

د لنډيو لومړی مخ

کـــــــــــور(د هېواد لومړۍ پاڼه)

 
 
سترګي خو تا  ورکړې خدايه کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه
يار مې په شنو سترګو مين دی زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه
خال يې په غونډه زنه کېده بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه
يو خو دې غونډه منډه خوله ده بل دې خبرې په کنډه تللي دينه
نجلۍ د بام په سر کږه شوه ورسره کوږ شومهد پانډه ولوېدمه
د ناز کتو دې اثري کړم د کړس خندا دې لېونی د دنيا کړمه
وربل يې پوړې پوړې راغی بخت د هغه دی چې يې پولې ورانوينه
بوټي راټول کړئ اور پرې بل کړئ زموږ دستور دی په رڼا خوله ورکوونه
په غټو سترګو دې مين شوم ځکه مې غټې غټې اوښکې په مخ ځينه
دا نازولې لور د چا ده چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه
پاس د آسمان ستورو ته ګوره په تا مې دومره دي د سپينې خولې پورونه
باڼه دې مړه دي ښکته ګوري لکه چې مور دې نوره کور کې بندوينه
ملنګه دوه ګټې دې وکړې يو دې خير ټول کړو بل دې وکړل ديدنونه
په سپينه ږيره راپسې شوې رب خو دې مړ کړه د لمسۍ په ځای دې يمه
ياري د دنګې نجلۍ خوند کړي د پلو لاندې سړی غلی تېروينه
ما يې د ورور د سترګو جار کړې ده به د خور سترګو ته ډېر کتلي وينه
ما يې د ورور د سترګور ځار کړې دا د ورور سترګي يې د خور په شانته دينه
زما پرې هسې نوم بدنام شو د ليلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه
خوله مې غوښته ژبه يې راکړه خدايه سخي نجلۍ ته ورکړې جنتونه
د منګوټو کتار يې جوړ کړو لنډی بازار يې په ګودر ولګاونه
ښه ده چې سترګې دې وړې دي که چېرې غټې وای خوړلی به دې ومه
منګي يې ټول په ډنډ غوپه کړم د شيطانۍ منګی په لپو ډکوينه
نجلۍ وړه د يارۍ نه ده کم عقله مور يې ورته سترګې توروينه
خلک به وايي چې وړه ده وړې زما په زړه چړې منډلې دينه
مور يې د کلي شومړې غواړي لور يې په سپينه روپۍ خوله نه ورکوينه
مور يې د کلي شومړې غواړي لور يې د لارې مېلمانه راستنوينه
پلار يې د بر کلي ملک دی لور يې د کوز کلي منګي راډکوينه
بيا به نرۍ جامې ونکړم باران لمده کړم اشنا ټوله وليدمه
خدای دې په واورو کې ايسار کړه چې د تودې غېږې مې درشي ارمانونه
مورې کوچيانو ته مې ورکړه کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه
طالبه خدای که به ملا شې په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه
نجلۍ که ټوکی د بخمل دی يار يې نيستمن دی په ژړا له ملکه ځينه
زما په تشه خندا مسته که خوله مې درکړه لېونی به شې مينه
نه دې د ځان نه دې د بل کړم د دادا کور کې دې زړه کړمه ظالمه