کـــــــــــور

د لنډيو لومړی مخ

د لنډيو په هکله د ليکوالو نظرونه

لنډۍ، مصرۍ، ټپۍ


رفيع الله ستانکزی


لنډۍ هغه ولسي شعرونه دي چې شاعر یې معلوم نه وی او د هر حساس پښتون او حساسې پښتنې د احساساتو هنداره باله شي .

د لنډيو شاعران څوک دي؟

د پښتنو په غرو او رغو کې ، په کلیو او ښارو کې ، په شنو درو او لویو دښتو کې ، د ابشار خنګ او د کږدۍ اړخ ته د چوپان په شپیلۍ او د بڼوال په درو کې بلاخره د پښتنو د خاوری په هر ګوټ کې له دی اشعارو څخه په یو شان خوند اخیستل کیږی . زاړه یې د ځوانۍ د خاطراتو په یاد وايې ، زلمیان او پیغلې يې د خپل زلمیتوب شور او مستي پکښې لټوی ، مینانو ته د راز او نیاز رویباری کوی ، توریالی ورسره د تورو په میدان کې ګډیږی او مسافر يې په مسافري کې د خپل وطن تنده پری ماتوی . د اشعرو نه چې څومره ساده، سلیس او روان دی هغومره د پردیو ژبو له اغیزې څخه پاک او سپيڅلې دی.

د لنډيو ځانګړتياوې

د دیوانونو شعرونه که د عربی عروضو تابع دي خو دا شعرونه نه یوازې د عربي عروضو څخه بی نیازه دي بلکه د سېلاب (Syuable) سیستم په اساس ځانته عروض لری ، لومړی برخه یې لنډه (۹) سیلابه او دوهمه برخه یې اوږده (۱۳) سیلابه ده . د دی اشعار ویل څرګند خصوصیت دا دی چې زیاتره پکښې د ښځې له خوا نارینه ته خطاب وی او څنګه چې د ښځې احساسات تر نر رقیق ، تاثیرات یې تر نر اغیزمن او اغیز یی تر نر وخوندور دی نو به لنډیو کې هم طبعاً تر نورو اشعارو خوند او اغیزه زیاته محسوسه کیږی ، همدا شان هره یو لنډۍ د ملی موسیقی یو داسی نوټ بللی شو چې پر مختلفو طرزو او آهنګو باندې کیدای شی ، لکه : رزم ، بزم ، د سفر ، ناستی ، اټن ، غم او د خوښی د حالاتو د راز راز لحنونو سره سمون خوری یعنی هره یوه لنډۍ د ملی موسیقی پر ډول ډول آهنګونو او وزنونو باندې ږغیدای شی ، دا څو لنډۍ چې دلته د پارسی او انګریزی ترجمی سره لوستونکو ته وړاندې کیږی دا د دی راز ملی اشعارو یوه ډیره وړه نمونه ده ، که نه وی دا راز په زرګو نو زرګو نو لنډۍ شته چې تر اوسه را غونډی شوی نه دی یوازی یوه برخه یې د پښتو ټولنی د کتاب په شکل چاپ کړی ده . که دا نمونه د لو ستو نکو خوښه شوه نو بیا به زیار باسو چې دا راز شعرونه یوه بله مجموعه د ترجمی سره مينوالو ته وړاندی کړو . د پښتو ژبې داولسۍ ادب يو ځانګړی شعری صنف يا ټو لګی دی چې شفاهې ادب هم ورته وايې . لنډۍ د شعر د نورو ډولونو نه يو بيل او بشپړ ډول ځانګړی فورم لری . چې لو مړۍ نيم بيتي يې نهه سيلابه او دوهم نيم بيتی يې (۱۳) سيلابه کيږی چې دا ځاتکړنی په نورو شعری فورمونو کې نه ليدل کيږی . په پښتو اولسی ادب کې د لنډۍ لپاره نور نو مو نه هم شته چې د بښتون اولس لخوا په دی ټولو نو مو نو پيژ ندل کيږی .لکه: ټپه ، مصره او ټيکی .... چې دی هر نوم ته يو ځانګړی فلسفه موجوده ده چې د بيلګې په ډول يې زه يادونه کوم . لنډۍ ته ځکه لنډۍ وايې چې د سيلا بونو له مخې لنده او دمانا له پلوه ديره اوږده او غښتلی وی او يا داچې چې لو مړۍ نيم بيتی يې ددوهم نيم بيتی نه لنډ وې لکه دا لا ندې لنډۍ :

د لنډی ونې نه دی ځار شم
لکه سيسي چې په کمر ولاړه وينه

مصره

لنډۍ ته مصره هم وايې او دا ځکه چې په پخوا زما نو کې د توری او ډال جنګونه وه او د هغو جنګونو په مهال د جنګ ښه او پياوړی توره به په مصر کې جوړ يدله ،نو د مصری توری شهر ت ډير زيات وه او هغه به ډيره تيره او ځلا نده هم وه ،نو د لنډۍ تا ثير او ښکلای يې د مصری توری سره تشبيه کړی چې د ميوند په جنګ کې د ملا لې د خو لې مصره د يا دولو وړده :

که په ميو ند کې شهيد نه شوی
خدايږو لا ليه بې ننګې ته دی سا تينه

د ملا لې د خولې دا لنډۍ د پښتنو د بر يا ليتوب او د ښکيلاک د ما تې سبب شوه يعنې دی لنډۍ په پښتنو ز لميانو کې هغه جذ بات او احساسات راو پاروی چې د سر خندنې په رو حيه کې غليم مات کړ او خپلی سينی يې د انګر يزی ښيکلاک توپونو ته سپر کړی او په غليم يې هجوم وروړ تر څو يې غليم پر شا و تا مبا وو .

او بر يې خپل کړ . زما په قبر لاړی تو کړه که يې د ننګ ګو لې په شا خوړلی وينه همدا ډول لنډۍ ته ټپه هم وايې ،او دا هم يو ه د تسميی وجهه لری خغخ دا چې د لنډۍ تا ثير د سړی په زړه ټپ جوړه وې . يعنې که توری او ټو پکی ښکاره ټوپونه جوړه وې ،نو لنډۍ بيا پټ زخمونه د انسان په اوجود کې جوړولی شي چې يواځی احساس يې کيږی ،خو ليدل کيږی نه لکه دا لا ندې لنډۍ :

باور مې نه شی که به روغ شم
بلا زخمو نه مې په زړه دی مړ به شمه
٭٭٭٭٭٭
د روغيدو تمه مې نه شته
جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه
با ڼه دی ورو جګ کړه شير ينې
ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه

د لنډۍ بله ځا نګړنه داده چې شاعر يې معلو مه نه وې د هر چا يعنې د هر پښتا نه او پښتنې د خيال او زړه خبری دي . بله داچې وخت او ځايې هم معلوم نه وې ، چې د چا له خوا ،څه وخت ،او په کوم ځای کې ويل شوی دي ،او نه يې چا ته د تعداد پته لګيږی . د لنډيو کتابونه چاپ شوی ، خو د تعداد په اړه يې څوک څه نه شی ويلی او نه يې کوم ليکوال ته څوک منسو بولی شی ،او نه څوک په ويلو کې انتيظار با سی . حتی کله کله يې خلک يو د بل په وړاندې د مسا بقې په ډول هم وايې په تيره پښتنې پيغلي او زلميان لکه دا ټپه :

د ټپی وار راسره کيږده
ما ته بي واره ټپه خوند نه را کوينه
٭٭٭٭٭
ما سره سمه سيا لی مه کړه
ما د لنډ يو سپاري لو ستلی د ينه

د لنډيو وو يونکي زياتره وخت تور سري وي . او د لنډیو ډيره بر خه د ښځو له خوا ويل کيږي ،او يل شوي دي . د لنډيو د منځ ته را تګ په باب کو مه خا صه نيټه نه شته او اټکل کيږی چې د زرو کا لو څخه هم بخوا قدامت لری وڅيړونکي په دی عقيده دی چې ښا يې لو مړنې په لاس راغلی لنډۍ او يا په بل عبارت يوه زړه لنډۍ دا وې :

سپوږمې سر وهه را خيژه
يار مې د ګلو لو کې ګو تي ر يبينه (۱)

لنډۍ چې د پښتو اولسی ادب او فلکلور اساس تشکلوی . د ژوند په هره بر خه کې د خپل مو ثر يت مظاره کړی وپښتا نه ځوانان او پيغلې يې د مينې ، هجران ، و صل ،غم ، او خو شحالی په حا لتو نو کې وايې ، مشران يې په خپلو خبرو کې د ځينو مسا يلو د تا يد لپاره وايې : ،حتی کله کله تری د متل په حيث د خپلو خبرو د قوت لپاره کار احستل کيږی ،نو ويلای شو چې په لنډيو کې د انسان ژوند هر اړخ او هره پيښه انځور شوی ده چې دا انځور يدنه په ساده او روانه ژبه چې د اولس ژبه ورته ويل شوي ده نو ځکه ورته اولسی ادب وايې . دلته د ټو لنيز ژوند د څو اړخونو او پيښو یا دونه کوم ،چې په پښتو لنډ يو کې په څو مره ساده ،روان او ظر يف انداز را نغاړل شوی او يو اوږده کسه يې په لنډو الفا ظو کې بیان کړی .که لو مړۍ د عشق بر خه او دهغه څو حا لته راواخلو ښه به وې .

زه به عاشق سړی پو هيږم
يا يې رنګ زيړ وی يا يې شو نډي وچي وينه

په دی که خو شک نه شته ،چې په عاشقی او مينه کې جذ ببی ،غم ، خو شحالی ، مينت ، پيغور او تهمتو نه وي ،چې دا يو حالت هم د لنډيو نه دی او هر يو يې په خبل وار تعر يف کړی ،هر حالت يې ژبه ور کړی او غږو کې يې دي او په هغه ژبه کې غږولی په کو مه چې ټول پښتون قوم پو هيږی لکه د جدايې به وخت يې عا شق خپلی معشو قي ته د اسی وایې :

جانانه دومره را سره واي
لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه
 

د لنډۍپیژندنه

د لنډۍ پیژنې په اړوند په ځینو کتابونو ، لیکونو او خپرونو کې داسې راغلي دي :( لنډې په اولسي ادبیاتو کز هغه ادبیات دي چې د اولس بې نومه او بې نښانه شاعر پکې پدې بریالی شوی چې د بشر د ژوند تر ټولو عالي شیبې په دوو نا متوازنو بیتونو کې په ایجاز بیان او تصویر کړی دی .۱) استاد حبیب الله رفیع لیکی : (( لنډۍ یو هغه دوه مسره ایز نظم دی چې لومړۍ او دوهمه مسره یې نه په قافیه کې سره یو شی او نه په وزن کې سره رابري وي .)) لنډۍ هغه موزون ، غیر متعارف ، مستزاد ، حکمي مقفی ، غیر مصرع بیت دی چې لومړۍ برخه یې نهه (۹)څپې او دویمه برخه یې دیارلس ((۱۳)) څپې وې )) د پښتنو په مختلفو سیمو کې لنډۍ په مختلفو نومونو پاندې نومول شوي دي البته چې په هر محیط کې به یې د بیلې بیلې وجهې سبب شوی وي ، او هر یو نوم ایښودونکي به د یو خاص صفت او مقصد په لحاظ نوم پری ایښی وي . نو لدې کبله د لنډۍ په نومونو کې اختلاف معلومیږي . څو نومونه چې په بیلو بیلو محیطونو کې وربا ند ایښودل شوي دي په لاندې ډول دي : لنډۍ د کندهار او پکتیا پښتانه یې لنډۍ بولي چې دا اصطلاع د کثرت په توګه په دوي کې موجوده ده او هم د هري سیمې باسواده خلک یې پیژني .
 

بل تعريف

لنډه د مفرد مؤنث کلمه ده ، لنډۍ د لنډه بڼه ده ، د لنډۍ لومړنۍ برخه لنډه او دویمه برخه یې اوږده ده ، له دې کبله ورته لنډۍ وایي. یا دا چې په دی ډول نظم کې یو ډول تاثیرات پراته دی ، چې په اوریدونکی په محضی اوریدو سره یو داسي ډول اغیزه کوي چې په خوله یې تعریف نه کیږی او اکثر پښتانه یې په محض اوریدو سره په ژړ ا کیږی او په زړه کې یې یو هیجان او سوز پیدا شي ، نو ځکه یې د هغې لنډۍ نوم چې د مار په معنی ده په دې نظم باندې ایښی ده. راورټي : ((د پښتو مشهور ادیب چې په قام انګریز ؤ)) د پښتو ژبې او دب ته یې ډیر خدمت کړی دی ، د دې پورته قول یې تايید کړی دی او لنډۍ په باب کې لیکی :(( د پښتو ژبې یو ډول اشعار دي ، چې د ولاړې موسیقي په ذریعه ویلی کیږي ، د زیات جوش او حرارت نه ډک دی ، او ماته د دې په ذریعه خپل وطني او ملي سرودونه را په یادیږي ، چې ..( .۱)
 

د لنډیو ادبي او معنوي ویش

لنډۍ د پښتو په فولکلوري ادب کې یو ځانله فورم دی چې د شکل له پلوه ډیري زړي دي ، د موضوع په لحاظ هم دومره متنوعي دی چې د پښتني ژوند ټولي خواوي پکې په واقعي او طبیعي بڼه انځور شوي دي او سړۍ د پښتنو د اجتماعي ژوند دومره باریک موضوعات پکې پیدا کولاي شي چې په نور سندرو کې بیا په دي کم و کیف نه دي بیان شوي . (۱)


د لنډیو معنوی او حماسي انځور
 

فخر او حماسه

په خپل دین ، قوم ، ژبه ، نیکونو میړاني ، ز ړورتیا او نورو اوچتو صفتونو ویاړ کولو ته فخر ویاړنه وایی . (( حماسي هغه شعرونو ته ویل کیږی چې موضوع یې ، جنګ ،مړانه ، ښندنه ز ړورتیا ، ننګ غیرت ، توره او ویاړنه وي . لکه لاندې لنډیو :

علم دریاب کوشش کشتی دي
په کشتی کینه په دریاب و ګرځه میینه
٭٭٭٭٭
چیرته چې علم حاصلیږي
هلته به خاوری کړمه غوښي خپل هډونه
٭٭٭٭٭
مورې لنډۍ توره مې راکړه
پر دین غزا ده زه خپل ځان شهیدومه
٭٭٭٭٭
که له میونده روغ راستون شوي
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتیــــــنه (۱)
 

ګودر او لنډۍ

ګودر د پښتنو د کلتور د کتاب هغه رنګينه پاڼه ده، چې له نوم څخه يې د سړي زړه ته ديدنونه، مينه او ښکلا خپل ځان ورښکاره کوي، او د ښايستونو د يوې ټولګې په شان ورته ځان ښکاره کوي. څرنګه چې دنوم څخه معلوميږي چې ګودردپښتوژبې سوچه کلمه ده اودپښتنوټولوسيموکې دګودرکلمه عامه ده . کله چې موږ دګودرکلمه په خوله اخلو نوحتمآ زموږذهن ته دپېغلې ،منګي او ماذديګري کلمې راځي .داهغه کلمې دي چې دپېغلو،ځوانانو،شاعرانو،سندرغاړوله خواپه داسې الفاظواو کلموکې ستايل شوي چې انسان داوريدولو توان په ځان کې نه ويني چې په اوريدلويې دځوانی جزبه او د مينې ولوله راپاروي . دپښتنو په سيمه کې دګودرغاړه په مازديګري کې د پېغلو په تودواکاړو ګرمه وي ځکه چې دا داسې ځای دی چې خپلې همزولې په کې جمع کيږي . ګودر چېرې چې ښکلې او مستې پيغلې د اوبو راوړلو په بهانه خپلو همزولو سره د زړه خواله کوي، خوښي کوي، د خپلو مينو ديدنونه کوي. ګودر د ويالې او چينې سره هغه ځای ته ويل کيږي، چې په هغه ځای کې د منګي خوله په اسانۍ سره د اوبو په واسطه ډکيږي. او د هغه سره نږدې کورونه د خپلو ورځنيو ابو د پوره کولو کار اخيستل کيږي، چې ګودر ته معمولاً انجونې ځي او ډېرې په خوښۍ د ګودر څخه د اوبو راوړلو ته خوښيږي. څرنګه چې زموږ په وطن او په ځانګړې ډول د پښتنو په سيمو کې د ښځو په تګ راتګ، مېلو او مستيو ته اجازه نه شته دی او نه هم په کې بې له ګودر څخه کوم بل ځای شته دی، نو پښتنې انجونې ګودر ځانته په دنيايي جنت کې شمېرې، ځکه چې هلته د خپلو همزولو انجونو سره د زړه د نړۍ رازونه شريکوي او د خپلو يارانو سره د ديدن څخه خوند اخلي، څوک په کې نوی د يارانې تار غځوي او څوک په کې خپلو زړو يارانو ته ټينګښت تارونه تړي. دلته يوه پښتنه انجلۍ د خپل يار د ديدن لپاره په ځان تکليف مني او کوز ګودر ته اوبو پسې ځي، چې هغه د پښتنو په قول په يوه تېر دوه ښکاره کوي، چې وايي:

اوبه د هر ګودر خوږې دي
جانانه ستا دپاره کوز ګودر ته ځمه

دلته د ګودر په بهانه د يار د ديدن کولو سربېره د پښتنې انجلۍ د مينې سپېڅلتوب هم ځان ښکاره کوي، چې د خپلې مينې لپاره په ځان تکليف ګالي او د يار ديدن کوي. په ګودر کې نه يوازې د انجونو خنداګانې او د بنګړو شرنګهار شتون لري، بلکې هلته د ګودر څخه يوه څه لرې په هغه سيمه کې چې ګودر ورته ښه مالوميږي، ډېر زلميان هم ليدل کيږي، چې ډېرو انجونو په منځ کې د يوې انجلۍ د سالو خبره داسې په لنډۍ کې رانغاړي:

پر ګودر سور سالو ښکاره شو
ما وې دې تورو اوبو اور واخيست مينه

دلته د سالو يا ټکري سور والی او هغه هم د يوې داسې انجلۍ په سر چې په مستۍ ورځينې هخوا دېخوا سر اخلي او دا پرې د خپل مين زړه زخمي کوي. او يا هم کومو زلميانو، چې د ګودر د غاړې د مستو انجونو کتار او ټولګه ليدلې وي، هغه بيا ځان د ګودر د غاړې په شان غواړي، چې د انجونو د سرتاج شي او يا هم انجونې يې په خپل لاس راوشکوي او د زړه په سر يې کيږدي. لکه چې وايي:

خاونده ما د ګودر ګل کړې
چې جينکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه

دلته د هغه ګل يادونه شوې، کوم چې د ګودر په غاړه وي او انجونې هغه راشکوي او په خپلو وېښتانو کې يې د مستۍ د نښې او د وېښتانو د ښايست لپاره ټوکوي، چې د خپل مين زړه پرې ټکور کړي. يا هم ځينې ميينان ګودر ته د ټولو انجونو او يا هم د جوړه انجونو له تګ څخه سرټکوي او د خپلې مينې سره د بلې انجلۍ راتګ ورته ټکه ښکاري، لکه چې وايي:

په ګودر څه ټکه لوېدلې
چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه

د پښتنو د کلتور د کتاب د پاڼو څخه دا جوتيږي، چې پښتانه انجونې يوازې حتا ګودر د اوبو پسې هم نه لېږي، يا يې کشره خور او يا هم کشر ورور ورسره ليږي، خو دلته دا کشره خور دې خوار عاشق ته د ټکې په څېر راغلې، چې دی يې د خپلې مينې سره د همرازۍ څخه بې برخې کړی دی. که څه هم د مور څخه خوږه او نيږدې څه نشته خو کله چې يوه نجلې په کورکې د موراو پلار له خوا ورته رد او بد وويل شي هغه خپل ډک زړه ګودرته وړي اودګودرپه غاړه دخپل زړه بړاس اوباسي . کله چې دګودرغاړه په شنواوسرورنګونوپټه وي نوځوانان يې بياپه شعرونواولنډويو کې انځوروي :

پرګودرسورسالوښکاره شو
ماوې دې تورواوبو اورواخيست مينه

کله چې په ګودردنجونوسره ، سپين او شنه ټيکري راغونډشي چې ددوي دټيکريودرنګونوتيزوالی دومره تيز وي چې داوبورنګ هم ځان سره اړوي .چې دلته دلنډۍ ويونکي هم دې ټکي ته اشاره کوي او وايې چې کله سور سالو په ګودر راښکاره شي دغه سور رنګ دومره تيزوي لکه داور تاو چې سړی سيزي که څه هم اوبه داور ضد وي خو بياهم هغه تاثيرات چې په سور سالو کې وي اوبه او اور ورته هيڅ دي .

يار مې ټو پک زه يې مر مي يمه
په تورو غروکې يې ويشتم ورکه يې کړمه
٭٭٭٭٭
ورشه د يار خبر دی واخله
چې بی د يدنه دی سا ته لیو نی شونه
٭٭٭٭٭
ما ز ديګر چير ته وی چې نه وې
خوری وری زلفی په بام ولاړه ومه
په لنډيو کې انځورونه او تشبېهات

په بښتو لنډيو کې انځوړ یز کليمات ،تشبيهات او هم وزنه لغتونه په ډیر هنری وروان ، ساده دول راوړل شوی دی . د لنډۍ مو جود فورم ورته يو خاص خوند او ښکلا ور بښلی ده لکه دا لنډۍ :

زلفی دی بی شماله ښوري
لکه استاد شاګرد ته لښته خو ځو ينه

دلته د زلفو لړ داستاد د لښتی سره تشبیه شوی دي که څه هم د زلفو نرمي او ظرافت بايد د يوي لښتی سره تشبيی نه شی ، خو د لښتی تاندوالی او د ګوزر کيفت چې د لښتی درد په ښکاره ډول او د زلفو درد پټ احساس ددی تشبيه مانا ته ډير قوت ور بښی او که يو بل ماناوې تړاو ته يې ځیر شو . که د استاد د لښتی خو ځول شاګرد دی ته اړ با سی چې د يو مضمون لو ست ښه زده کړی . خو دا هم بی ځايه نه ده ،چې د يار زلفي هم سړی ته د مينې درس ورکوی . هغه د خوشحال بابا خبره چې وايې :

بدرګه که محبت راسره نه وايې
يک تنها به به خو نخوارو لارو تلل څوک

که په لنډيو هر څومره وغږيږو ،نو د بس ټکۍ به پيدا نه کړو ،ځکه لنډۍ زمو نږ د اولس هغه قيمتی او ارز ښتنا که پا نګه ده خلا صيدل يې نا شونې ده او د يادولو وړ خبره خو دا ده ، چې دغه پا نګه خداي (ج) يواځی په پښتو پيرزو کړ يده . نوری زبي له دی نعمته بې بر خی دی او کمال يې په دی کې دی چې دا داولس خبري دی واو داولس د زړه خبری دی او داولس دزړه نه راوتلی دي ،ځکه نو داسی څوک به نه وې چې لنډۍ يې زده نه وې یايې نه پيژنې ،ځکه په لنډيو کې زياتره د ټو لنې حالات ، ټو لنيز ژوند ، او د چا پيريال په اړه مفا هيم رانغاړل کيږی ،حتی کلتوري مسايل په ډيره ساده ژبه انځور شوی دي لکه دا لا ندې لنډۍ :

که مور او پلار دی خداي رضا کړل
د ماما ګانو به دي زنې ونيسمه

زمو نږ په پښتنه ټولنه کې دا دود دی چې د جنې په غو ښتنه کې لومړۍ حق د پلار او مور دی . او دهغوی د رضا حاصلول يوه حتمې خبره ده ، خو کله کله يا په اکثره ځا یونو کې ماماګان هم ددي صلا حيت لری چې نجلۍ دواده او يا په عامه اصطلاح دبر خليک په ټا کلو کې رول ولری . چې په پورته لنډۍ کټ مټ مفهوم په لنډو الفا ظو کې رانغاړل شوی دی او يا دا لنډۍ :

په ما دی ټول کلۍ خبر کړ
په تا دې يو دادا خبر دی زړه دی چو ينه

دلته هم د کليمو د رواجونو او دودونو مسله ده . چې په پښتنو کې يا دونې پټې وي .او که دغه راز په ډاګه شی ، نو بد عواقب به ولری . خو د مينې جذبات بيا کله کله انسان ته دومره جر عت ورکړی . چې انسان د خپلی ټولنې او ټو لنیز قانون نه سر غړاويې ته مجبوروی . لکه دا لنډۍ :

په توراور بل مې جنګ جوړ يږی
زما بې غوره ياره ځه چې تر ينه ځونه

چې البته داحالت د ينې استعراق يا جنون مرحله ده چې سړی خپل استو ګنځی پر يږدی . او د ناخوالو له لاسه د ټو لنې نه تجد يديږی . خو په هر صورت ملامتيا ددي مۍلو مو انسانانو هم نه ده . ځکه هغه دچا خبره ده . (دمينې نازولی حالت ته جنون وايې ) نو چې د سړی مينه دیره نازولی شی ، نو هغه به ولی نه جنون کيږی . دوی چې جنون شی ، نو د دونيا ټول خواږه او د معشيت ژوند شاکړی او بلاخره د جنون په سمندر لاهو شی .او خپل هر څه د خپلی ميني نه قربان کړی . هغه د اختر و صيب خبره چې

سرو مال به درته دوه په ميدان کيږدم
کومه ورځ چې ستا د مينې جواری شوه

نو دغسی پښتانه مينان هم ځان یو له بله قربانوی . او دا خو ښکاره ده چې بښتانه په قربانې او ځان تيرونه کې نوم لری لکه دا لاند ې لنډۍ :

د غرغری ميدان ته راشه
سبا مې ستا په تهمت دار ته خيژوينه

خو معشو قه بيا د خپل غاشق پدی حال فخر کوی . او وياړی ،چې دا قر بانې يواځی او يواځی ددي مينې ته ورکوی . او خپل سپيڅلی روح د يوی سپيڅلی مينې قر بانوی . او وايې :

خاونده ټوله مې تری زار کړی
زما په سر يې غرغري منلی دينه

په بای کې دومره وايم چې لنډيو ته زه دومره عقيده لرم چې که په پښتو کې هيڅ شعر نه وايې او يواځی همدا لنډي وی ،نو د پښتو ادب لپاره به کا فی وايې . او په اخر کې دادی کوم چې پښتا نه دی ژوندې وې او پښتون دی اباد وې . او خدای (ج) به پری د ابدی عمر پيزو وکړی

عمر دی ډير شه خپله ياره
زما د زړه ستنی په تا ولاړی د ينه
 

د ګودر اومنګي انځور په لنډيو کې

اوبه دهر ګودر خو ږی دي
جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه
٭٭٭٭٭
اوښکي مې سيند غوندې بهيږی
بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه
٭٭٭٭٭
بيلتونه چيرته چې ځی لاړ شه
ګودر ته مه ځه چې بې پاتی شينه
٭٭٭٭٭
پرګودر سور سالو ښکاره شو
ماوې دی تورو اوبو اورواخيسته مينه
٭٭٭٭٭
پلاريې دبر کلی ملک دی
لور يې د کوز کلی منګی راډکو ينه
٭٭٭٭٭
په ګودر څه ټکه لو يدلی
چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه
٭٭٭٭٭
خا ونده دا ګناه مې معاف کړی
بيا به دخوړ په عاړه نه کرم ګلونه
٭٭٭٭٭
خاونده ما دګودر ګل کړی
چې جنکي مې شوکوی سرکې مې ږد ينه
٭٭٭٭٭
خوله به د خدای په رضا درکړم
منګۍ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه
٭٭٭٭٭
د زلفو تار مې اوبو دروړو
په غم شر يکه مينه نيسه ګودرونه
٭٭٭٭٭
د کشمالو منجيله وکړه
چې خو شبوی دی د منګۍ د بيخه ځينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسه
د نجلۍ خوی د مرغاوې دی رابه شينه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بو ټی دارو دی
چې پری لګيږی د نجو نکو پلونه
٭٭٭٭٭
د منکو ټو کتار يې جوړ کړو
لنډۍ بازار يې په ګودر ولګاونه
٭٭٭٭٭
که دی زما ديدن ياد يږی
د ګودر غاړه اجاره واخله مينه
٭٭٭٭٭
که د يدن کړی ګودر ته راشه
زه به منګۍ په لپو ورو،ورو ډکومه
٭٭٭٭٭
ګل مې د لاسه اوبو دروړ ه
په غم شر يکه لا ليه نيسه ګودرونه
٭٭٭٭٭
ګودر ته ځم راپسی راشه
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
٭٭٭٭٭
ګودر په سر مې قبر جوړ کړه
چې مات منګی جنکۍ زما په قبر ږد ينه
٭٭٭٭٭
ما دګودر په غاړه ښخ کړی
چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه
٭٭٭٭٭
منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل
د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه
٭٭٭٭٭
يو ګوټ اوبه منګی نه راکړه
د وصال تږی يم اوبه بهانه کومه
 

مات کودړی

دګودر په غاړه پروت و مات کودړی
و يلی زه وم روغ منګی کلال جوړ کړی
٭٭٭٭٭
د لته لو بو کې زه مات يوه ځلمی کړم
يوی پيغلی په اوږو ومه راوړی
٭٭٭٭٭
د جهان هره زره کې عشق عيان دی
مات کودړی سره هم د عشق داستان دی
٭٭٭٭٭
ډير مين په دی ګودر دې يو ځای شوی
ډير منګي دلته مات شوی لند بیان دی (۱)
 

په لنډ يو کې دګودر انعکاس

اوبه د کوز ګودر خوږی دی
لیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه
٭٭٭٭٭
اوبه دکوز ګودر خوږی دی
زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه
٭٭٭٭٭
او به د کوز ګودر خوږی دی
د ليو نی د خو بی کنګل پکی راځينه
٭٭٭٭٭
بدن درياب زړه مې ګودر دی
د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه
٭٭٭٭٭
بیا به منګی ته ګو تی نه کړم
مور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه
٭٭٭٭٭
پاس په ګودر د پيغلو جنک شو
د سور سالو مير منی ما تی ګډوينه
٭٭٭٭٭
پاس په ګودر ولاړی ګله
نصیب د چا يې او به زه در خيژومه
٭٭٭٭٭
پاس په هوا راشه جانانه
د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه
٭٭٭٭٭
پټ د ګودر په غاړه کينه
چې ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه
٭٭٭٭٭
پرګودر سپينه سينه اوړی
په لاره تير يدم ودی ويشتمه
٭٭٭٭٭
پر ګودر ګڼي ونی کیږده
چې شا ليلا منګی په سوری ډکو ينه
٭٭٭٭٭
پر ګودر نښه راته کيږده
د ما زد يګر اوبو له ځمه وا به يې خلمه
٭٭٭٭٭
پر ګودر څه بلا لګيږی
چې کشر ورو يې بدرګه ورسره ځينه
٭٭٭٭٭
په ګودر سور سالو ښکاره شو
چاوې سالو دی وچاوې اور ولګيده
٭٭٭٭٭
په لوی ګودر دی څڼی پری ولی
په نری بادی يې وچوی مين دی کړمه
٭٭٭٭٭
پیغله ګودر ته روانيږی
زړه يې منجله کړو پری منګی راوړی مينه
٭٭٭٭٭
تاسی دی بر ګودر ته ګوری
د بيغلو جنګدی منګو ټی ګذاره وينه
٭٭٭٭٭
ته د ګودر غاړی ته راشه
ما په منګی کې پراټی راوړی دينه
٭٭٭٭٭
ته ماز ديګر ګودر ته راشه
په ګودر کيږی په اسانه ديدنونه
٭٭٭٭٭
ته ماز ديګر ګودر ته راشه
زه به منګی په لپو ورو ورو ډکو مه
٭٭٭٭٭
جانانه ستا د زړه لپاره
زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه
٭٭٭٭٭
خاونده بيادی مازد يګر کړ
پهګودر جوړشو دمنګيو کتارونه
٭٭٭٭٭
خلکه ګودرګوري ګډيږی
زه بې ګودره ګډيدمه لا هو شومه
٭٭٭٭٭
داده ګودر غاړه راواخله
لکه زخمی هيلۍ په ډبکې ناسته يمه
٭٭٭٭٭
د اسری منګولې نری غاړه
ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه
٭٭٭٭٭
دا سرې منګولۍ نری غاړه
ګودر ته لاړه برګ منګی ترخکې وړينه
٭٭٭٭٭
داسري منګولی نری غاړه
لکه کو تره په مکيز ګودر ته ځينه
٭٭٭٭٭
د جلا لا ګودره وران شی
په جنکودی سا لنډی ولګاو نه
٭٭٭٭٭
ددی ګودر غاړی ته ګوره
نری لګی دی پيغلی زړونه وديتوينه
٭٭٭٭٭
دګودر خواکې وني کيږده
چې شا ليلا منګۍ په سیوری ډکو ينه
٭٭٭٭٭
دګودر زر اجازت راکړه
ما ته کو څه کې جنکی ولاړی دينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه به ښا يسته کړی
ورله روان شول د بلبلو کاروانونه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه پری ښايسته ده
څا نګه دی خدای شامدام روغه لر ينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسه
دجنلۍ خوی دمر غاوی دی رابه شينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسه
ليلا دجنو ميره ده مخکې دربه شينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه ورته نيسم
زما جانان پردی لار تللی رابه شينه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړهيې ناغه کړه
زلمو په غاړهکړه دصبر تاويزونه
٭٭٭٭٭
دګودر غاړه دي اغزي کړه
په سترګو ړوند شی بخملی پڼي لرمه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بو ټی داروده
چې لګيدلی پری د پيغلو پلونه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بوټی دارودی
جونی پری هره ورځلاسونه لګو ينه
٭٭٭٭٭
دګودر هر بوټی تازه ږې
هرمزد يګر پری جو نې سترګي لګو ينه
٭٭٭٭٭
دګودر هر مازد يګری ښه وې
چې جونې ټولی ماز د يګر سيل له راځينه
٭٭٭٭٭
دمازد يګر اوبوله مه ځه
په ګودر زانګی دکوډګرو تاويزونه
٭٭٭٭٭
د مازد يګر ګودر ته راشه
ما په منګی کې پراټي راوړی د ينه
٭٭٭٭٭
د مازد يګر ګودر له مه ځه
پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه
٭٭٭٭٭
د مازد يګر ګودر له راشه
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
٭٭٭٭٭
د ماز د يګر ګودره وران شی
په خندا درشم په ژړا درنه راځمه
٭٭٭٭٭
د يدن دی سین کړه را لا هو کړه
زه په غاړه دګودر ولاړه يمه
٭٭٭٭٭
زلفی يې بیيا پر مخ خوری کړی
د ماز د يګر ګودر له څی ځان سنګارو ينه
٭٭٭٭٭
سترګي دي ډکي تو مانچي دي
چې د ګودره را ختم ودی ويشتمه
٭٭٭٭٭
سترګی هوسۍ صراحی غاړه
بيا دګودر په لاره مسته ياره له ځمه
٭٭٭٭٭
شاه دګودره روانيږه
زما نړ يږی د زړګی پا خه برجونه
٭٭٭٭٭
شاه دګودره روانيږه
لکه د بڼ مر غۍ وړه شنه يې خالونه
٭٭٭٭٭
شاه دګودر له لوری راغله
لکه پا چا ورته پيري ولاړی دينه
٭٭٭٭٭
شال يې په سر اوږی په غاړه
ګودر ته لاړه عاشقان ر نځورو ينه
٭٭٭٭٭
شو مازد يګر ځان يې سنبال کړو
خپلو همزلو سره کوز ګودر له ځينه
٭٭٭٭٭
شو ماز د يګر ګودر له لاړه
لکه هو سۍ په لاره اخلی قد مو نه
٭٭٭٭٭
شو ماز د يګر ګودر له لاړه
په اردلۍ کې سيهلۍ ورسره ځينه
٭٭٭٭٭
که ته ر يښتيا پر ما مين يې
د ګودر غاړه اجاره واخله مينه
٭٭٭٭٭
ګودر ته ځم را پسی را شه
يوه شيبه به دی په شه زړه وو ينمه
٭٭٭٭٭
ګور له ځم را پسی راشه
منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځمه را پسی را شه
ما په منګې کې پراټي را وړی د ينه
٭٭٭٭٭
ګودر ته دواړه خو يندي راغلی
يوه يې ويشتل کا بله يې غشي ټو لو ينه
٭٭٭٭٭
ګودرته ځم راپسی راشه
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
٭٭٭٭٭
ګودر ته ځم راپسی راشه
وخت مازد يګردی چې پری وکړو د يدنونه
٭٭٭٭٭
ګودر له غبرګې خو يندی راغلی
ګو له ماری د خمارو ستر ګو کو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځمه خو شحا ليږم
چې مې جانان کر لې لاره کې سره ګلونه
٭٭٭٭٭
ګودر ته ځی په مخه راغلې
ګيبی ګيبی پرتو ګ دی لاره نه راکو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر کې سری لمبی شوی پورته
د چا د زړه په دنيا اور ولګيد نه
٭٭٭٭٭
ګودر شو ګرم مازد يګر دی
ليلا همزولو سره قينج مکيز کو ينه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځم چې اوبه راوړم
په سرو منګلو به يې جانان له ورکومه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځم چې مانګی مات کړم
سپو ږمۍ زړه شوه اوس تیاره کې ياره ځمه
٭٭٭٭٭
ګودرته څی ناوخته کيږی
د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه
٭٭٭٭٭
ګودر له ځی او پښو ته ګوري
پاچاهی لارکې د خيال مه ږده قد مونه
٭٭٭٭٭
ګودر په سر مې قبر جوړ کړی
چې مات منګی پيغلی زما په قبر وينه
٭٭٭٭٭
ګودرکې هره ورځ اختر وې
منګي په سر ورله راځی جو نی سيلونه
٭٭٭٭٭
ګودر د غدونو څه کم نه دی
پکې پښيږی شنی پاخی کټه بازونه
٭٭٭٭٭
ګودر دی عمر له اباد وې
مازد يګري پکې وی اخترونه
٭٭٭٭٭
ګودربادشا منګی وزير دی
وزیر هميشه د خپل يار سلام کو ينه
٭٭٭٭٭
ګودره ټول درته لو ګی شم
په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه
٭٭٭٭٭
ګودرکې هره ورځ اختر وې
رنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه
٭٭٭٭٭
ګودرته راغلی برابره
يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه
٭٭٭٭٭
ګودر دی عمر له ودان وې
په دی بهانه د حانان وکړم د يدنونه
٭٭٭٭٭
ګودره بخت دی غلبه دی
د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه
٭٭٭٭٭
ما په ګودر د جنو ښخ کړی
ګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نه
٭٭٭٭٭
ما زد يګر تل لری خاونده
چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه
٭٭٭٭٭
مازديګر پيغلی ښی اغلی
منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه
٭٭٭٭٭
ما سره سم ګودر له لاړ شه
منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه
٭٭٭٭٭
منګی به تخرګ ګودر له ځمه
دغه يو ځای دی چې بری کيږی د يدنونه
٭٭٭٭٭
منګي کې موری اوبه نه شتهخ
زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه
٭٭٭٭٭
ولی به زه ور پسی نه مر م
اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه
٭٭٭٭٭
وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو
يار بې وفا شو ارمانې به ګودر له ځمه
٭٭٭٭٭
هغه ساعت به کله راشی
چې د اشنا سره به بر ګودر له ځمه
٭٭٭٭٭
هر مازد يګردی لوی اختر دی
ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه
٭٭٭٭٭
جنۍ د پلاره دی وير يږم
ګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه
٭٭٭٭٭
چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی
په ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه
٭٭٭٭٭
چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی
چټه له خياله منګی وړی په ګودرونه
٭٭٭٭٭
چې يوړم يوړم اوبو يوړم
چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه