کـــــــــــور

د لنډيو لومړی مخ

د لنډيو په هکله د ليکوالو نظرونه

 

س    ش    ښ

 

سبا به لوړ چنار ته خيږم باد به پوښتم چې يار مې څه ويلی دينه
سبا مې ستا په تهمت وژني غولی جارو کړه چې په شړ مې وينې ځينه
سپوږميه سر وهه راخېژه يار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه
سپوږمۍ به ډېره شي حيرانه چې شين خالۍ زلفې په شا راواړوينه
سپوږمۍ په غره راپورته کېږه  که مساپر په سيند ګډېږي غرق به شينه
سپوږمۍ راوخته رنا شوه په سپين مړوند باندې مې ونه کړل خوبونه
سپوږمۍ سلام به درته وکړم  جانان مې مه رسوا کوه ماته راځينه
ستا به ګيله له ما نه کيږي ماته ګېلې له بېلتانه ولاړې دينه
ستا په بڼو مې زړه زخمي شو د زړه په وينو به دې شونډې رنګومه
ستا په تُهمت مې جامې رنګ شوې  اوس به رنګ شوې جامې چېرته زړومه
ستا په جفا مې پروا نشته  ما ژړوي د رقيبانو پېغورونه
ستا خو به تمه د ديدن شي په ما پرتې دي تورې خاورې امبارونه
ستا خو په يو تُهمت رنګ زېړ شو  زه د تُهمت رسۍ په غاړه کې ګرځومه
ستا د ګيلاس پشان غړۍ ده  زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه
ستا لوپټه زما کفن شه چې تور لحد کې دې ونه کړم ارمانونه
ستادښايست دوران به تېرشي جانانه مه كوه په ماباندې ظلمونه
سترگو مې زړه ته نقصان پېښ کړ اوس به ی د باز پشان تړلې ګرځومه
سترگې په چل غړوه ياره دونيا هوښياره ده رسوا نشو مينه
سترگې خو تا ورکړې خدايه کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه
سترگې دا ستا سترگې زما دي ما درته کله د يارۍ ويلي دينه
سترگې دې تورې په رنجو کړه شونډو له رنگ د دنداسې ورکړه مينه
سترگې دې تورې کړه راووځه سوداگر گرځي غټې سترگې خوښوينه
سترګو دې بيا ناغې پيدا کړې دناغه دارو سترګو څوک طاقت لرينه
سترګه وهل مې درنه زده کړل اوس راته ښايه د بڼو اشارتونه
سترګي خو تا  ورکړې خدايه   کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه
 سترګي دي ډکي تو مانچي دي  چې د ګودره را ختم ودی ويشتمه
سترګې به هر چا تورولی په ټول مهالت کې همدا زه په ګوته شومه
سترګې په چل غړوه ياره اوړكي بازان دي غټې سترګې خوښوينه 
سترګې ديدن وکړي مړې شي شونډو د غم نه وچ پتري نيولي وينه
سترګې دې تورې کړه راووځه د تورو سترگو سوداگر راغلي دينه
سترګې دې ولې واړولې د سترګو جنګ د بڼو لاندې خوند کوينه
سترګې مې اوباسئ لايق يم چې بې وفا ته غړېدې مين يې کړمه
سترګې نرۍ تورې مزه کا دا ګډې وډې سترګې ډمې توروينه
 سترګی هوسۍ صراحی غاړه  بيا دګودر په لاره مسته ياره له ځمه
سر په تېشه وهل اسان دي  فرهاده ګران دي د يارۍ سوي داغونه
سر لاندې غټه تيګه کېده  پردی وطن دی پکې نشته بالښتونه
سلام زما په ځان منظور کړه د مسافرو سلام کله کله وينه
سورت ياسين راباندې وايه په ما خولې د زنکدن راغلي دينه
سورت ياسين راباندې وايه چې مي سختۍ د زنکدن اسانې شه
 شال يې په سر اوږی په غاړه  ګودر ته لاړه عاشقان ر نځورو ينه
 شاه دګودر له لوری راغله  لکه پا چا ورته پيري ولاړی دينه
 شاه دګودره روانيږه  زما نړ يږی د زړګی پا خه برجونه
 شاه دګودره روانيږه  لکه د بڼ مر غۍ وړه شنه يې خالونه
 شو ماز د يګر ګودر له لاړه  په اردلۍ کې سيهلۍ ورسره ځينه
 شو ماز د يګر ګودر له لاړه  لکه هو سۍ په لاره اخلی قد مو نه
 شو مازد يګر ځان يې سنبال کړو  خپلو همزلو سره کوز ګودر له ځينه
شونډې به يې ولې پستې نه وې چې د پېزوان سوری پرې اوړی ژمی وينه
شونډې به يې ولې پستې نه وې مور يې د زېړې غوا غوړي ورکړې دينه
شونډې شربت کړه ماته يې راکړه زه د هجران په سفر ځم تږی به شمه
ښه ده چې ته له خيره راغلې کنه ما کند کچکول تړه درپسې تلمه
ښه ده چې ستا له لورې وشوه چې ملامته درته زه نه شوم مينه
ښه ده چې سترګې دې وړې دي  که چېرې غټې وای خوړلی به دې ومه
ښه ده چې شونډې مې اور نه اخلې د زړه د سره مې لمبې خولې له راځينه
ښه دی چې ستا د يارۍ خلاص شوم د شرم باز به مې په ولو ګرځونه