کـــــــــــور

د لنډيو لومړی مخ

د لنډيو په هکله د ليکوالو نظرونه

 

ر     ز      ژ

 

را پسې مه غپيږه سپيه ستا د مېرمنې په سلا راغلی يمه
راځه چې دواړه ټال کې کېنو ټال به بهانه کړو سينې مينځ به جنګوونه
راځه چې دواړه سره يو شو زما ستا څوک دي چې مونږ پخلا کوينه
راځه چې دواړه وطن پرېږدو وروستۍ خبرې به سپين ږيري جوړوينه
راشه اينه دسمال دې واخله نه دي ياري كړم نه دې نښې ګرځومه 
راشه په زړه مې ګوتې کېده چې عاشقي مې درمعلومه شي مينه
راشه په زړه مې ګوتې کېده ياره په تا دي که په ما دي ډېر غمونه
راشه په سترګو کې مې خوب شه زه شوگيرو د بېلتانه وهلی يمه 
راشه زما په څنګ کې کېنه چې درته ووايم د سوي زړه حالونه
راشه زما په څنګ کې کېنه که تمباکو غواړې خولګۍ به درکومه
راشه زما په څنګ کې کېنه که ته شرميږې لاس به زه درواچومه
راکړی ګل دې بېرته واخله  زه د هجران په سفر ځم مړاوی به شينه
رامعلوميږي يار مې بايلود د بېلتانه په جوارګرو واوښتمه
رب دې په مخ ږيره ښکاره کړه  چې د غرور کنډول دې دړې وړې شينه
رب دې زما کړه خپله ياره  ما ستا په سر باندې اخيستي تُهمتونه
رنگ به مې ولې نه توريږي ما يې د غېږې لونګين خوړلي دينه
رنگ به مې ولې نه ژيړيږي په ما يې کړي د زعفرانو تاويزونه
رنګ به مې ولې نه ژړيږي چې مې اشنا د ماشومانو خوی کوينه
رنګ مې په تاپسې ژيړيږي کم عقله مور مې د زېړي دارو کوينه
ريبار مې ډېر ګړندی راغی چې مرور اشنا به څه ويلي وينه
ريباره خدای دې سزا درکړي لېږلی ما وې بند دې ځان ته وتاړنه
ريباره ښه سوچ پکې وکړه جانان ښايسته دی که خدای زه لېونۍ کړمه
زړگيه صبر شه مه ژاړه تل به اشنا په سفر نه وي رابه شينه
زړګي ته ډيرې پلمې اوکړم  ديارسرې شونډې په پلمونه هيروينه
زړګيه پام چې مئين نه شې اوس معشوقې په زړه داغونه لګوينه
زړګيه ځان ورته تکړه کړه  اشنادسپين مخ نه نقاب پورته کوينه
زړګيه خدای خبرکه روغ شې د کږو وريځوپه خنجرخورې ګوزارونه
زړګيه دا دې زما حال کړ د يار کوڅه کې د ديدن غواړم خيرونه
زړګيه صبر دې په خدای شه په هغه ګل چې نازيدې د بل چا شونه
زړګيه صبر دې په خدای شه جانان په غټو خلکو ځان حسابوينه
زړګيه صبر شوې که نه شوې که صبر نه يې له ګړنګ دې غور ځومه
زړګيه صبر شه مه ژاړه څوک چې سرې شونډې ښکلوي رنځور به وينه
زړګيه صبرشه مه ژاړه  ستاپه ژړااشنادنازخنداکوينه
زړګيه مه يې رانه غواړه د جانان کلي نه پرون را غلی ېمه
زړګيه مينه پکې نشته  نن واړه ښکلي د لباس خندا کوينه 
زړګيه هلته پاتې کيږې چې په سيخونو دې ټومبي په اور دې ږدينه
زړګی زماروغ ليونی شو اوس رانه غواړي دپردۍ څنګل خوبونه
زړګی مې تاسره بندي دی د خدای لپاره بندي ښه ساته مينه
زړګی مې ټول پرهرپرهردی  دياردزلفوپه تاروبه يې ګنډمه
زړګی مې نشته چيرته ورک دی  زيری به ورکړم که جانان موندلی وينه
زړه په مثال دسوداګردى چې چېرته خوښ شي هلته واړوي بارونه
زړه خو مې يو و چې تا يوړو کدو خو نه دی چې به ونيسي ګلونه
زړه مې په توپو نه نړيږي ستا په وړو خبرو دړې وړې شينه
زړه مې په تورو غرو مين دی د تورو غرو مزل کوم ژړا راځينه
زړه مې په شنو سترګو مين شو د شنو جنډو زيارت ته ځم چې رضا شينه
زړه مې د خولې په وينا نه دی  که نصيحت ورته سبا بېګاه کومه
زړه مې د سترګو ګيله من دی چې ديدن ته کړې زه عبس غم تېرومه
زړه مې دورانې کلا برج دی د غم چيچڼي پکې خالې جوړوينه
زړه مې دې ستا په غيږ کې وچوي چې دچرمو کميس دې رکګ په وينو شينه
زړه مې ماشوم دی نه پوهيږي په نيمه لار کې رانه غواړي ديدنونه
زړه مې نري درزونه وکړ لکه ديوال چې زلزلې وهلی وينه
 زلفی يې بیيا پر مخ خوری کړی  د ماز د يګر ګودر له څی ځان سنګارو ينه
زما پرې هسې نوم بدنام شو  د ليلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه
زما په تشه خندا مسته  که خوله مې درکړه لېونی به شې مينه
زما په ټول محفل سلام دی دا مې کلام دی چې اشنا د ټولو يمه
زما په دې وطن کې څوک دي جانانه ستا سترگو ته شپې سبا کومه
زما په سترگو کې دې گل شي که زه به يې ستا په مينه بل ته غړومه
زما په سر دې منګی مات کړ اوس به بخيلې مور ته څه بانه کومه
زما په مخ لاړې راتو کړئ که مې د ننګ ګولۍ په شا خوړلي وينه
زما جانان د کوچو سپين دی د پيرنګي سره نوکر دی تور به شينه
زما جانان ګل د پروتې نرۍ يې ګوتې ميرزايي راته کوينه
زما جانان ګل د خاټول دی عالم پرې ټول دی ماله ځای نه راکوينه
زما د ځايه نصيب کم دی چې په کتاب د سکندر ګورم فالونه
زما د حاله خبرداره پروردګاره زما واوره فريادونه
زما د زړه په سر يې ليکه هېر به مې نشي که مې خاورې شي هډونه
زما د زړه توتي کم عقله ته په تنکو څانګو کېنې ماتې به شينه
زما د زړه ناچاره رنځه نه دې دارو شته نه دې حال ويلی شمه
زما د لرې وطن ياره رب دې سپوږمۍ کړه چې دې وکړم ديدونه
زما د مينې کور دې وران کړو غمازه ما درسره څه بد کړي وونه
زما د وينو رنگ دې ورکړ د سور سالو دې هر ځای کيږي صفتونه
زما د يار داسې خندا ده د سلو کالو مرور پخلا کوينه
زما دې ځوانه ځواني اور کړه په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه
زما دې څه وکړل چې لاړې نری نری زړګی به ستا راپسې چوينه
زما دې زېړی شي ستا دې تبه په طبيبانو به جوړه گرځو مينه
زما لاليه لېونيه ته لېونی شوې زه دې هم لېونۍ کړمه
زما نه پاتې شوې وطنه لکه مرغۍ په بوټو شپې درته کومه
زما همزولي ملايان شول زه د جانان مينې د علمه وويستمه
زماسپېرۀ قسمت ته ګوره خلك شاهان شول زه كچكول په غاړه يمه 
زموږ د کلي نجونه مړي دي يا وخت خراب دی چې ګودر له نه راځينه
زه به شړۍ له ځانه تاو کړم  دا ستا جوړه به له بخملو جوړومه
زه به نوکره ورله بوځمه خو شينګو دې تنور نه لمبه کوينه
زه په عاشق سړي پوهېږم  د دروازې په ځنځير ځان مشغولوينه
زه په عاشق سړي پوهېږم  يا يې رنګ زېړ وي يا يې شونډې وچې وينه
زه په ګلونو اموخته وم پردی وطن دی څڼې تشې ګرځومه
زه چې دا سور سالو په سر کړم د کلي نجونې په سيالۍ راسره ځينه
زه چې سهر د خوبه پاڅم  د کليمې سره دې سمه يادومه
زه چې سهر له خوبه پاڅم  اول سلام د کبرجن اشنا کومه
زه چې ماشوم ومه پاچا وم اوس چې زلمی شوم د غمو ټيکه دار شومه
زه دې قربان تر هغه چا شم چې د پښتون قام د راتلونکې غم کوينه
زه لېونو سره خوشال يم  زما يې خوښ دي دا شلېدلي ګرېوانونه
ژوند کې يې غم ليدلی نه و چې شوه مينه ډېر يې وليدل غمونه
ژوندون خوغټه سرمايه ده ټول هوښياران يې په غزت كې تيروينه