پښتو لنډۍ

پنځم مخ

د لنډيو لومړی مخ

کـــــــــــور(د هېواد لومړۍ پاڼه)

 
 
ما د کوچي د عمره ځار کړې د سبايي اور يې بليږي دوی ترې ځينه
که سلام غواړې خط به درشي که ديدن غواړې خدای ته پورته کړه لاسونه
خاونده ما خو داسې نه وېل چې مساپر شم څوک دې خير نه راکوينه
بېګا مې مړ په خوب ليدلی سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه
مساپري په بې غمي کړه زه پښتنه يم په نامه دې ناسته یمه
چې چېرته ته وای هلته زه وای نصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه
سر لاندې غټه تيګه کېده پردی وطن دی پکې نشته بالښتونه
راکړی ګل دې بېرته واخله زه د هجران په سفر ځم مړاوی به شينه
عمر چې تېر شي اشنا هېر شي ستا دې قسم وي چې ما هېر نکړې مينه
مساپري په بې غمي کړه زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه
که مساپر شي بيا به راشې د تورو خاورو مساپر کله راځينه
د مساپر يار زنکدن دی مخ يې وطن ته کړئ چې سا يې وخيژينه
خولې ته مې سوړ اوسېلی راغی زړګيه بيا به دې جانان ياد شوی وينه
مساپري سخته خواري ده باران به اوري څوک به ځای نه ورکوينه
سپوږمۍ په غره راپورته کېږه که مساپر په سيند ګډېږي غرق به شينه