کـــــــــــور

د لنډيو لومړی مخ

د لنډيو په هکله د ليکوالو نظرونه

 

م    ن    و   هـ   ي

 

 ما په ګودر د جنو ښخ کړی  ګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نه
ما خو د ليرې نه صحي کړې نور دې په تورو زلفو مه وهه لاسونه
ما د کوچي د عمره ځار کړې   د سبايي اور يې بليږي دوی ترې ځينه
ما د کونړ د سيند نه ځار کړي زما جانان به پکې مخ مينځلی وينه
ما د ګودر په غاړه خښ کړئ چې جنکۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه
ما د نصيب نه تېښته وکړه نصيب زما د لارې مل راسره ځينه
 ما دګودر په غاړه ښخ کړی  چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه
ما دې ټوپۍ په سر ګڼله د جنکو په وار پيدا ورکه دې کړمه
 ما زد يګر تل لری خاونده  چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه
 ما سره سم ګودر له لاړ شه  منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه
ما سره سمه سيالي مه کړه ما د لنډيو سيپارې ويلي دينه
ما له مې وړی زړگی راکړه زه وم نادانه په يارۍ نه پوهېدمه
ما له وړوکي ريبار ځار کړې چې يوه خبره دوه ځلې راته کوينه
ما ويل يوازې زما يار يې د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه
ما وې د غمه به دې مړ شم قسم دی ياره بې نېټې نشته مرګونه
ما يارانه کله کوله سرتور ولاړ وې له ښېرو دې وېرېدمه
ما يې د ورور د سترګو ځار کړې  ده به د خور سترګو ته ډېر کتلي وينه
ما يې د ورور د سترګور ځار کړې  دا د ورور سترګي يې د خور په شانته دينه
ماته دې دومره ديدن بس دی چې په کوڅه کې پښه نيولی شې مينه
ماته رباب په لاس کې راکړئ چې زه ده خپلې ځوانۍ وير پکې کومه
مازديگر چېرته وې چې نه وې خورې ورې زلفې په بام ولاړه ومه
 مازديګر پيغلی ښی اغلی  منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه
مازديګر لمونځ دې قبول مشه  ديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه
مازديګر لمونځ رانه قضا شو نوی مين وم په دیدن نه مړيدمه
مازديګری دی سوال قبليږي خلکو زما په حق کې پورته کړئ لاسونه
مازديګری دی ښېرې مکړه ستا به عادت وي ما به ورک له ملکه کړينه
مبارکي راکړئ عالمه  چې پرې مين وم ترې چاپېر مې کړل لاسونه
مبارکي راکړئ عالمه  د تهمتونو سره يار قبوله کړمه
مبارکي راکړئ عالمه  نادانه زه نادان مې يار ورسېدنه
مخ په قبله مې د يار کور دی  لمونځ مې بانه کړ د اشنا ديدن کومه
مخې ته راغله راته ژاړي د لونګين نه يې ځونډي ورک شوي دينه
مرګيه دومره صبر وکړه  يو مې ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه
مرګی په تنګه کوڅه راغی ما وېل سلام هغه وېل کور دې ورانومه
مړ مې د يار په کوڅه يوسئ  چې د نجلۍ د دادا يخ شي اندامونه
مساپري په بې غمي کړه  زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه
مساپري دې ډېره وکړه  راځه راځه روزي به خدای رارسوينه
مساپري سخته خواري ده  باران به اوري څوک به ځای نه ورکوينه
مسافر ته شوې خواره زه شوم خواره دې مور شه چې سفر ته دې ليږينه
مسافر مه وژنئ عالمه چېرته به يې خويندې د دين په تمه وينه
مسافري دې روزي مه شه زه دې په سپينه خولې ويده پرې ايښې ومه
مسافرۍ خوړليه ياره پيزار اوباسه چې دې تلې ښکلومه
مسافرۍ خوړلی راغلی قربان قربان دې د زړو جامونه شمه
مسافرۍ مې زړه نری کړ چې تش وطن رايادوم ژړا راځينه
مسافرۍ نه ستړی مشې اول خوله درکړم که دې جېب ولټومه
مسلماني په چاكې نشته مرور ګرځم څوك مې نه پخولاكوينه 
ملنګه دوه ګټې دې وکړې  يو دې خير ټول کړو بل دې وکړل ديدنونه
منگيه بخت ته دې حيران يم اول دې ښکل کړي بيا دې غېږ ته خېږوينه
 منګي کې موری اوبه نه شتهخ  زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه
 منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل  د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه
منګي يې ټول په ډنډ غوپه کړم  د شيطانۍ منګی په لپو ډکوينه
 منګی به تخرګ ګودر له ځمه  دغه يو ځای دی چې بری کيږی د يدنونه
مور يې د کلي شومړې غواړي  لور يې په سپينه روپۍ خوله نه ورکوينه
مور يې د کلي شومړې غواړي  لور يې د لارې مېلمانه راستنوينه
مور يې ماڼو ورته لوګی کړې زيارت له تلې چا به يې مخ ليدلی وينه
مورې توپک کمربند راکړه په ما مينه نجلۍ بل ته ورکوينه
مورې د مخه دې شرمېږم ماله کوژدن چا کره وکړه زوړ دې کړمه
مورې کوچيانو ته مې ورکړه  چې تور پېکی مې د هلبند شمال وهينه
مورې کوچيانو ته مې ورکړه  کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه
مورې لنډۍ توپك مې راكړه په مامينه جينۍ بل ته وركوينه 
مورې لنډۍ توره مې راکړه په دين غزا ده زه خپل ځان شهيدومه
مين زړګي ته مې سلام دی  چې تمامي عمر په صبر تېرومه
مينه په تګ راتګ زياتيږي مونږ کره مه راځه چې زړه دې صبر شينه
مينه په تلو راتلو زياتيږي کله راځه کله به زه درځم مينه
مينه د مينې پيدا کيږي   په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه
مينه د مينې پيدا کيږي   په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه
مينه دروغو زړونوكاردى زموږه زړونه غريبۍ وژلي دينه 
مينه کې هر څه هر څه کيږي په تا يوه خبره راغله هېر دې کړمه
مينې دې داسې لېونی کړم په لاره ځم خپل او پردي نه پېژنمه
نارې وهم نارې مې نه اورې هله به يې واورې چې زه تورې خاورې شمه
نجلۍ په سر دې منګی مات شه چې په سرکو شونډو دې راشي سېلابونه
نجلۍ د بام په سر کږه شوه  ورسره کوږ شومهد پانډه ولوېدمه
نجلۍ کږه شوه ماته نشته د کونډې لور ده مور غوړي ورکړې دينه
نجلۍ که ټوکی د بخمل دی  يار يې نيستمن دی په ژړا له ملکه ځينه
نجلۍ وړه د يارۍ نه ده  کم عقله مور يې ورته سترګې توروينه
نجلۍ ولاړه په لمانځه ده پېرزو مې نشي تور پيکی په خاورو ږدينه
نری نری لوګی ترې خيږي د چا په نوې يارۍ اور ولګېدنه
نړۍ مريح ته رسيدلې موږلاتراوسه وړوپه خروباندې بارونه
نښې دې ډېرې ما سره دي نښې دې څه کړم چې دې سترګې نه وينمه
نصيب مې خپل دی رارسيږي مورې زما په نصيب مه کوه جنګونه
نصيبه وسوزې ايره شي تنديه مات شې تاکې څه ليکلي دينه
نن خو مې ډير ياديږې ياره خدای دې ناڅاپه چيرته راوله مينه
نن د ګودر په لاره مه ځه ليلا ولاړه ده په زړه ويشتل کوينه
نن مې د قبر خواله راشه مبارکي د نوي کور راکړه مينه
نه به انځر د ورځې ګل شي نه به زما زړگی د غمه خالي شينه
نه دې د ځان نه دې د بل کړم  د دادا کور کې دې زړه کړمه ظالمه
وايم چې داسې ځای ته لاړ وای چې ستا دې ډېرو ناکردو ته وګورمه
 وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو  يار بې وفا شو ارمانې به ګودر له ځمه
ودرېدی نشمه غورزيږم تاو کړي غشي مې د غم خوړلي دينه
ودې ويشتم پورته دې نه کړم  خلک ويشتلی مرغۍ ژر پورته کوينه
وربل يې پوړې پوړې راغی  بخت د هغه دی چې يې پولې ورانوينه
ورشه د يار خبر دې واخله چې بې ديدنه دې ساته لېونه شونه
ورکه د کور کلي ياري شه د زنې سر مې دېوالو وسولاونه
وطن به ستا لپاره پرېږدم چې ستا د حسن دوران تېر شي رابه شمه
وطن د مور او پلاره خوږ دی جانانه درې واړه پرېږدم تا سره ځمه
وطن مې تن ،تن مې وطن دي دتن په وينويې ساتم ترڅوچې يمه 
وطن مې ستا له غمه پرېښود خلکو ته وايم چې نيسۍ اخيستی يمه
ولاړه اوسه چې دې وينمه چا دې صفت راته کوو راغلی يمه
ولې دې سر په زنګنو کړ ما په ځوانانو کې خوښ کړې يې مينه
ولې دې مخ زما نه پټ کړ اشنا غماز درته دروغ ويلي دينه
 ولی به زه ور پسی نه مر م  اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه
هر کله راشې د يار غمه که سل مې نور وي تا به پاس په تندي وړمه
 هر مازد يګردی لوی اختر دی  ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه
هغه دې هېر دي که دې ياد دي چې د کړکۍ شمال په دواړو لګېدنه
 هغه ساعت به کله راشی  چې د اشنا سره به بر ګودر له ځمه
يا خو زما په زړه تياره ده  يا خو په ټوله دونيا پرېوتل ګردونه
يا خو زما نصيب خراب دی يا خو به ټولې يارانې دغسې وينه
يار مې په اوم کې زه اتم کې يو کال به پاتې شم چې دواړه يو ځای شونه
يار مې په شنو سترګو مين دی  زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه
يار مې هندو زه مسلمان يم  د يار لپاره درمسال جارو کومه
ياره زموږكلي ته راشه يوڅه په جيب كې ستالپاره ګرځومه
ياري په تور او په سپين نه ده دا معشوقې خو غنمرنګې خوند کوينه
ياري په تور او په سپين نه ده زړه چې مين شي تور او سپين نه پېژنينه
ياري خو تا پرې کړه کمبخته که ما پرې کړې وای ژړلي به دې وونه
ياري خو تا کړه ما خو نکړه اوس يې چې لنډه پرې کوې ژړا راځينه
ياري د دنګې نجلۍ خوند کړي  د پلو لاندې سړی غلی تېروينه
ياري د زور خبره نه ده  که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه
ياري د شنې لښتې ګوزار دی چې چا خوړلی رنګ يې ځای ته نه راځينه
ياري دې ټوله د ټګۍ وه ښه شو چې زر دې په مطلب ورسېدمه
ياري دې نه کوم ډاريږم د لرې لرې نندراې به دې کومه
ياري دې نه وه خوب ليدل و څو چې مې سترګې غړولې سبا شونه
يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه
يو اخيري مصره دې داوي اخر يې مه کړې د ځوانانو مجلسونه
يو ځلې بيا په دې لار راشه په پخوانو قدمو دې پرېوتل ګردونه
يو ځلې راغلی خوله مي ورکړه لار يې صحي کړه په غضب ککړه شومه
يو خو دې غونډه منډه خوله ده  بل دې خبرې په کنډه تللي دينه
يو دې غريب پيدا کړم خدايه بل دې مين په کبرجنې نجلۍ کړمه
يو زخم نه دی چې به جوړ شي  هزار زخمونه مې په زړه دي مړ به شمه
 يو ګوټ اوبه منګی نه راکړه  د وصال تږی يم اوبه بهانه کومه
يو وارې ټينگه غېږه راکړه بيا دې دا دا له توره ورکړه چې راځينه
يوازې خدای به پرې خبر وي د خندا ډکه خوله به چيرته ناسته وينه
يوازې ژوند مې په کار نه دی چې اشنا لاړو زه به تور لحد ته ځمه