کـــــــــــور

د لنډيو لومړی مخ

د لنډيو په هکله د ليکوالو نظرونه

 

ک    ګ    ل

 

کابل ته مه وايه چې وران شې کابل کې شته دی پښتانه ببر برېتونه
کاغذ ليکلی ترېنه واخلئ د ننۍ زمانې يار دی ټګ به وينه
کاغذه داسي وخت کې ورشه چې دماښام په ډوډی ناست وې وژاړينه
کاغذه لاړ شه په هوا شه اول ترې ځار شه بيا پرې وايه سلامونه
کاغذه لاړ شه په هوا شه په عاشقانو باندې وايه سلامونه
کاغذه والوزه شاهين شه له خنداشين شه بيا پری وايه سلامونه
کټ د بلۍ سوري ته راوړه مياشت د بادرو ده لېونی به شې مينه
کفن مې کلک وګنډه مورې  د ځوانۍ ټول عُمر پدې کې تېرومه
کله دې غم راباندې بار شي کله دې مينه په درندو کاڼو تلمه
كوڅه كې اودريږه شيرينې په ماذيګركې به ضرورهلته درځمه
كوڅه كې بياليلاولاړه دخوار مين ديدن ته سترګې غړوينه
كوڅه كې ژاړي په سلګوشوه دچاتصويرته سپينې اوښكې تويه وينه 
كوڅه كې ښكته پورته مه ځه څوك به خبرشي اورسوابه شومينه 
کور يې په کلي کې معلوم دی  د بام په سر يې کشمالي کرلي دينه
که  ته مې روغ لېونی نه کړې بيا مې د بنګو پيالۍ مه بوله مينه
که په ميوند کې شهيد نه شوې خدايږو لاليکه بې ننګۍ ته دې ساتينه
که تور اوربل مې ميراتيږي په وطن جنګ دی جانان نه منع کومه
 که ته ر يښتيا پر ما مين يې  د ګودر غاړه اجاره واخله مينه
که ته مې روغ لېونی نه کړې د خومارو سترگو به اوباسم سيخونه
كه ځان په سلورنګوجوړكړې چې مرګ دوبولي په تابه ګوته ږدينه 
که څوک باچا د زمانې شي د جانان مينه به يې کوڅو کې ګرځوينه
که د ځوانۍ دوران مې تېر شي دومره به پاتې شي چې تا پرې ځورومه
که د دولت ناچاري نه وای ما به جانان په تول د سرو اخيستی ونه
که د زلمو نه پوره نشوه  ګرانه وطنه جنکۍ به دې ګټينه
 که د يدن کړی ګودر ته راشه  زه به منګۍ په لپو ورو،ورو ډکومه
که ديدن غواړې راته ګوره زه به ډوډۍ په تناره وځنډومه
که ديدن کړي تلوار راوکړه کور کې څوک نشته زه يوازې ناسته يمه
که دې خندلي راته نه وای  غريب سړی وم خپل ژوندون به مې کوونۀ
 که دی زما ديدن ياد يږی  د ګودر غاړه اجاره واخله مينه
که زړه ته سل تسلي ورکړم  سترګو ليدلی جانان کله هېروينه
که ستا نه سل ځله توبه کړم په ما مين زړه مې توبې نه قبلوينه
که سږنی اوړی خدای وکړي ماته جانان د سور پېزوان ويلي دينه
که سلام غواړې خط به درشي  که ديدن غواړې خدای ته پورته کړه لاسونه
که لېونی يې زما خوښ يې خلک ياري د لېونو سره کوينه
که مرور شې ځان به خوار کړې جنکۍ کله مرور پخلا کوينه
که مساپر شي بيا به راشې  د تورو خاورو مساپر کله راځينه
که ملامت يم ما دې مړ کړي  چې بې ګناه يم سر مې ولې غوڅوينه
که مور او پلار دې خدای رضا کړل د ماما ګانو به دې زنې ونيسمه
که مې نصيب د بدو نه وای په شين چمن به مې منګی نه ماتېدنه
گلاب د اصله شهزاده دی رامبېل چامبېل يې نوکران نيولي دينه
گلونه ډير درسره راوړه زه د اوربل دپاسه چتر جوړومه
گوتې قلم ته په ژړا شوې ليک به باقي وي موږ به تورې خاورې يونه
گودر ته ځم راپسې راشه ما په منګي کې پراټې راوړي دينه
گودر ته دواړه خويندې راغلې  مشره ويشل کړي کشه غشي ورکوينه
گوره ښېرې به درته وكړم نوره مې مه اخله دخوږ زړه ازارونه 
گيلې به ډېرې ورته وکړم که مې يو ځل د سور پالنګ ملګری شينه
 ګل مې د لاسه اوبو دروړ ه  په غم شر يکه لا ليه نيسه ګودرونه
 ګودر پاچا منګی وزير دی  وزیر هميشه د خپل پاچا سلام کو ينه
 ګودر په سر مې قبر جوړ کړه  چې مات منګی جنکۍ زما په قبر ږد ينه
 ګودر په سر مې قبر جوړ کړی  چې مات منګی پيغلی زما په قبر وينه
 ګودر ته ځم را پسی را شه  يوه شيبه به دی په شه زړه وو ينمه
 ګودر ته ځم راپسی راشه  زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
 ګودر ته ځم راپسی راشه  وخت مازد يګردی چې پری وکړو د يدنونه
 ګودر ته ځی په مخه راغلې  ګيبی ګيبی پرتو ګ دی لاره نه راکو ينه
 ګودر ته دواړه خو يندي راغلی  يوه يې ويشتل کا بله يې غشي ټو لو ينه
 ګودر د غدونو څه کم نه دی  پکې پښيږی شنی پاخی کټه بازونه
 ګودر دی عمر له اباد وې  مازد يګري پکې وی اخترونه
 ګودر دی عمر له ودان وې  په دی بهانه د حانان وکړم د يدنونه
 ګودر شو ګرم مازد يګر دی  ليلا همزولو سره قينج مکيز کو ينه
 ګودر کې سری لمبی شوی پورته  د چا د زړه په دنيا اور ولګيد نه
 ګودر له ځم چې اوبه راوړم  په سرو منګلو به يې جانان له ورکومه
 ګودر له ځم چې مانګی مات کړم  سپو ږمۍ زړه شوه اوس تیاره کې ياره ځمه
 ګودر له ځمه خو شحا ليږم  چې مې جانان کر لې لاره کې سره ګلونه
 ګودر له ځمه را پسی را شه  ما په منګې کې پراټي را وړی د ينه
 ګودر له ځی او پښو ته ګوري  پاچاهی لارکې د خيال مه ږده قد مونه
 ګودر له غبرګې خو يندی راغلی  ګو له ماری د خمارو ستر ګو کو ينه
 ګودرته ځم راپسی راشه  زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه
 ګودرته څی ناوخته کيږی  د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه
 ګودرته راغلی برابره  يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه
 ګودرکې هره ورځ اختر وې  رنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه
 ګودرکې هره ورځ اختر وې  منګي په سر ورله راځی جو نی سيلونه
 ګودره بخت دی غلبه دی  د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه
 ګودره ټول درته لو ګی شم  په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه
 ګور له ځم را پسی راشه  منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه
لاړم د خپل وطنه لاړم بې وفا يار راباندې ډېر کبر کوونه
لكه كابل دافغان حق دى داسې مې حق دي دجانان زلفوسرونه
لمونځ چې قضا شي بيا ادا شي نه ادا کيږي قضا شوي ديدنونه
له مانه ولې ګيله من يې کم عقله ياره د پردو اختيار کې يمه